Jump to content

انا لیونونز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اناليونونز
Anna Leonowens (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۶ نومبر ۱۸۳۱[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۱۹ جنوري ۱۹۱۵[۲][۴][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې ځای
د ښخولو ځای
ژبې
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
اړين معلومات
مهمې پېښې

انا هارییت لیونونز (د زوکړې پرمهال نوم: انا هارییت ایما اډوارډز؛ زوکړه: د ۱۸۳۱ زکال د نومبر ۵مه – مړینه: د ۱۹۱۵ زکال د جنوري ۱۹مه نېټه) انګلو – هندۍ یا په هند کې زیږېدلې بریتانوۍ سفرنامه لیکونکې، ښوونکې او ټولنیزه فعاله وه. [۱۱][۱۲]

هغه د خپلو خاطراتو په لیکلو سره شهرت ته ورسېده چې پیل یې په سیامي دربار کې د انګلیسۍ واکمنې په کتاب (The English Governess at the Siamese Court؛ ۱۸۷۰ زکال) سره وکړ او په دغه اثر کې یې د سیامي پاچا مونګکوت د اولادونو د ښوونکې په توګه له سیام (نني تایلنډ) څخه خپلې خاطرې شرح کړې وې. د لیونونز خپل روایت د مارګاریت لندن په غوره پلورل شوي ناول، انا او د سیام پاچا (Anna and the King of Siam؛ ۱۹۴۴ زکال) کې انځور شوی، همدارنګه د هغې له کیسو څخه د راجرز او همرشټین په موزیکال اثر، پاچا او زه (The King and I) کې اقتباس شوی دی.

لیونونز د خپل ژوند په اوږدو کې په لویدیځه اسټرالیا، سنګاپور او پنانګ، متحده ایالاتو، کاناډا او جرمني کې هم ژوند کړی. دا د ژوندانه په وروستیو کې د هندو پوهنې ښوونکې او د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکې وه. د هغې د نورو لاسته راوړنو سربېره نوموړې د نواسکاشیا د هنرونو او طراحۍ د کالج یو له بنسټګرو څخه وه.

لومړنی ژوند او کورنۍ[سمول]

د انا لیونونز مور، ماري آن ګلاسکاټ د ۱۸۲۹ زکال د مارچ په ۱۵مه نېټه د بریتانوي هند د بمبۍ د ریاست د تاڼه سیمې په سنټ جیمز کلیسا کې د دې له پلار ضابط توماس اډوارډ سره واده وکړ؛ نوموړی د ختیځ هند د شرکت د ډبرو ماتونکو او کان ویستونکو پوځیانو په ډله کې رتبه لرونکی افسر و. اډوارډ د لندن اصلي اوسېدونکی او د الماریو (کابینېټ) جوړونکی و. انا د ۱۸۳۱ زکال د نومبر په ۵مه نېټه د خپل پلار له مړینې درې میاشتې وروسته د بمبۍ ریاست په احمدنګر سیمه کې وزیږېده. په داسې حال کې چې په هغې باندې یې په پیل کې د آن هریت ایما اډوارډ نوم کېښود، خو لیونونز وروسته ان «آنا» او هریت یې «هارییت» ته بدل کړ او همدارنګه یې د خپل دریم نوم (ایما) له کارولو څخه ډډه وکړه.[۱۳][۱۴][۱۵]

د لیونونز مورنۍ نیکه ویلیام ووډري (یا وډری) ګلاسکاټ د بمبۍ په پوځ کې د بمبۍ د پیاده پوځ د څلورمې ډلګۍ انګلیسي افسر و. ګلاسکاټ په ۱۸۱۰ زکال کې هند ته راغلی و او ښکاري چې په ۱۸۱۵ زکال کې یې دلته واده وکړ، په داسې حال کې چې د ښځې نوم یې مالوم نه دی. د ژوند لیک لیکونکې سوزان مورګان په خبره د هغه د مېرمنې اړوند د کره او بشپړو معلوماتو د نشتون په برخه کې د منلو وړ یوازنۍ توضېح دا کېدای شي چې هغه «اروپايي» نه وه. مورګان څرګندوي چې هغه «په ډېر احتمال سره ... انګلو – هندي (د مختلط نژاد لرونکې) وه چې په هند کې زیږېدلې وه». د انا مور ماری آن ګلاسکاټ بیا په ۱۸۱۵ یا ۱۸۱۶ زکال کې وزیږېده. [۱۶][۱۷][۱۸]

انا لیونونز د خپلې ځوانۍ په ډېری مهال کې له خپلې کورنۍ سره هېڅ اړیکه نه لرله؛ ورته مهال یې په دې ادعا سره چې د ولز په کرنافورن کې د «کرافورډ» کورني نوم په لرلو زیږېدلې او همدارنګه یې د پلار پوځي رتبه تورني وه هڅه یې کړه څو خپله ریښه پټه کړي. د دغې چارې په ترسره کولو سره دې نه یوازې له خپل ځان بلکې له خپلو ماشومانو ساتنه وکړه، ځکه چې د مختلط نژاد د ناڅرګندې ریښې لرلو له امله هغې ډېرو فرصتونو ته لاسرسی موند. څېړنو په کرنافورن کې د هغې د زیږون اړوند هېڅ مالومات پیدا نه کړل؛ هغه خبر چې د ټولو لپاره حیرانونکی و ځکه چې په دغه ښار کې له ډېرې مودې راهیسې دغه خبرې پریمانه شهرت درلود چې ګویا دا د ښار یو له مشهورو بومي وګړو څخه ده. [۱۹]

د انا له زیږون څو میاشتې وروسته مور یې بیاځلي واده وکړ. د هغې پلندر پاټریک دونوهه نومېده چې د سلطنتي انجینرانو کاتولیک ایرلنډي ضابط و. د دوی کورنۍ د دونوهه د دندې له امله څو ځله د هند لویدیځ ته کډه وکړه. دوی په ۱۸۴۱ زکال کې د ګجرات په دیسا کې استوګن شول. انا په بائکلا (اوس ممبۍ ته څېرمه سیمه ده) کې د بمبۍ د ښوونیزې ټولنې د نجونو په ښوونځي کې شامله شوه، هغه ښوونځی چې «مختلطو نژادونو» ته اړوند هغه ماشومان یې منل چې پوځي پلاران یې ورک یا مړه وو. لیونونز وروسته وویل چې د بریتانیا په یو بشپړ مهالي شپني او ورځني ښوونځي کې یې زده کړې کړې دي او یوازې د ۱۵ کلنۍ په عمر هند ته تللې او دغه سیمه ورته «حیرانونکې سیمه» ښکاره شوې. له دونوهه سره د آنا اړیکه چندان ښه نه وه او وروسته یې هغه تورن کړ چې د خپلې خور په څېر یې په هغې هم فشار راوړی و څو له یو مشر سړي سره واده وکړي. دونوهه په ۱۸۴۷ زکال کې د یمن په عدن ښار کې د زیربنايي چارو د مرستیال څارونکي په توګه وټاکل شو. له دې وروسته دا چې د کورنۍ غړي یې ورسره تللي او یا هم په هند کې پاتې شوې دي ناڅرګنده موضوع ده. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د ۱۸۴۵ زکال د اپرېل په ۲۴مه نېټه د انا ۱۵ کلنې خور، الیزا جولیا اډوارډز د هند په پوځ کې د توپخانې د څلورمې ډلګۍ د ضابط جیمز میلارد سره په دیسا کې واده وکړ. انا د دغه جوړې د واده شاهده وه. د دوی لور الیزا سارا میلارد په ۱۸۴۸ زکال کې په هند کې وزیږېده او د ۱۸۶۴ زکال د اکتوبر په اوومه نېټه یې د هند د ګجرات ایالت په سورات سیمه کې واده وکړ. د هغې مېړه اډوارډ جان پراټ نومېده چې په هند کې د بریتانوي هند د شرکت د ملکي برخې ۳۸ کلن کارکوونکی و. د دوی یو زوی ویلیام هنري پراټ چې د ۱۸۸۷ زکال د نومبر په ۲۳مه نېټه وزیږېد لندن ته له راګرځېدو وروسته په خپل هنري نوم بوریس کارلوف پېژندل کېده؛ انا د هغه مشره خاله وه. انا اډوارډز هېڅکله د خپلې خور واده تائید نه کړ او د دوی ترمنځ په قصدي ډول لرې والی په دومره کچه و چې یوه لسیزه وروسته هغه مهال چې الیزا ورسره اړیکه ونیوله او دا په سیام کې وه، دې یې په ځواب کې ګواښ وکړ چې که چېرې ورسره زیاته اړیکه ونیسي ځان وژنه به وکړي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

لیونونز وروسته وویل چې دا له ختیځ پېژندونکي کشیش جورج پرسی باجر سره مصر او منځني ختیځ ته په یو درې کلن سفر تللې وه. ورته مهال وروستي ژوند لیکونه یې بیا دغه برخه غلطه بولي او څرګندوي چې کېدای شي له باجر سره یې په هند کې ملاقات کړی وي او د هغه د سفرونو کیسو ته یې غوږ نیولی وی او یا یې هم لوستلې وي. [۲۸][۲۹]

د سیام په دربار کې ښوونکې[سمول]

لیونونز په ۱۸۶۲ زکال کې د سیام د پاچا مونګکوت د ښځو او ماشومانو د روزنې لپاره د سینګاپور د قنسل تان کیم چینګ وړاندیز ومانه. پاچا لېوالتیا لرله چې خپلو ۳۹ ښځو او صیغو او همدارنګه ۸۲ ماشومانو ته د معاصرو لویدیځو او سکولار علمي زده کړو زمینه برابره کړي، هغه زده کړې چې پخوانیو مبلغینو ښوونکو نه شو کولای وړاندې کړي. لیونونز خپله لور آویس انګلستان ته د زده کړو په موخه ولېږله او خپل زوی لوئیس یې له ځانه سره بانکوک ته یووړ. هغه د امریکايي مبلغ ډان بیچ براډلي پر ځای د سیامي دربار ښوونکې شوه.

لیونونز تر ۱۸۶۷ زکال پورې د سیام په دربار کې خدمت وکړ؛ دې د خپل نږدې ۶ کلن خدمت پر مهال په پیل کې د ښوونکې او وروسته یې د پاچا د ژباړنې په توګه کار کاوه. په داسې حال کې چې د هغې څوکۍ او ځایګي ته ډېر درناوي شتون درلود او آن سیاسي نفوذ یې درلود خو دا د خپل استخدام له شرایطو او ضوابطو څخه راضي نه وه. ورته مهال د پاچا په دربار کې د دندې لرلو سربېره هېڅکله د بریتانوي سوداګرو او شتمنو وګړو ټولنیزو کړیو ته وه نه بلل شوه.

لیونونز په ۱۸۶۸ زکال کې د خپل روغتیايي وضعیت له امله انګلستان ته په رخصتۍ ولاړه او د سیام دربار ته د بېرته ګرځېدو لپاره یې د غوره شرایطو اړوند مذاکرې ته مخه کړه؛ دغه مهال مونګکوت ناروغ او مړ شو. پاچا په خپل وصیت کې د لیونونز او د هغې د زوی یادونه وکړه په داسې حال کې چې له هغه څخه یې په میراث کې څه ترلاسه نه کړل. نوي ۱۵ کلن پاچا چولالونګ کورن د خپل پلار د تاج له ترلاسه کولو وروسته لیونونز ته له نیکو هیلو ډک لیک ولېږه او د هغې د خدمتونو څخه یې ډېره مننه وکړه. خو له دې سره یې هم هغې ته بلنه ورنکړه چې خپلې دندې ته راوګرځي، په داسې حال کې چې هغوی د کلونو لپاره مکاتبه لرله. د لیونونز زوی د ۲۷ کلنۍ په عمر سیام ته ولاړ او پاچا ورته د سیام په سلطنتي ځواک کې د تورنۍ رتبه ورکړه. [۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Reference URL: http://www.biographi.ca/en/bio.php?id_nbr=7355.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Stated in: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Anna-Harriette-Leonowens. Subject named as: Anna Harriette Leonowens. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Stated in: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 2663. Subject named as: Anna Harriet Leonowens. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w6hq5zzr. Subject named as: Anna Leonowens. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  6. Stated in: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jn20000701035. Retrieved: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
  7. CONOR.SI ID: 92075619. Stated in: CONOR.SI.
  8. Stated in: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jn20000701035. Retrieved: ۵ ډيسمبر ۲۰۲۳.
  9. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  10. Stated in: datos.bne.es. Retrieved: ۲۴ فبروري ۲۰۲۴. National Library of Spain ID: XX1463886. اثر ژبه: اسپانیایي ژبه.
  11. Habegger (2014). Masked: The Life of Anna Leonowens. مخونه 417. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Morgan, Bombay Anna, pp. 23–25, 240–242.
  13. Morgan, Bombay Anna, p. 29.
  14. "findmypast.co.uk". search.findmypast.co.uk. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Morgan, Bombay Anna, p. 30.
  16. Morgan, Bombay Anna, pp. 20, 241.
  17. Morgan, Bombay Anna, pp. 23–24, 28.
  18. Morgan, Bombay Anna, p. 23.
  19. "Caernarfon website". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Habegger (2014). Masked: The Life of Anna Leonowens. مخونه 32. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Habegger (2014). Masked: The Life of Anna Leonowens. مخونه 13, 42–43. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Habegger (2014). Masked: The Life of Anna Leonowens. مخونه 42. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Habegger (2014). Masked: The Life of Anna Leonowens. مخونه 57. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Morgan (2008). Bombay Anna. مخونه 51. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Habegger (2014). Masked: The Life of Anna Leonowens. مخونه 62. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Morgan (2008). Bombay Anna. مخونه 51–52. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Habegger (2014). Masked: The Life of Anna Leonowens. مخونه 226. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Morgan (2008). Bombay Anna. مخونه 52. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Habegger (2014). Masked: The Life of Anna Leonowens. مخونه 60–71. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "Important Trifles", The Washington Post (15 May 1887), p. 4.