امیر سوری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امیر سوری له نهمي زیږدیزي پېړۍ څخه تر لسمي پېړۍ پوري د لرغوني افغانستان اړوند د غوري کورنۍ پښتون واکمن وو. د ځینو تاریخونو له مخي نوموړی د غوري پاچا امیر بنجي له اولادې څخه وو، چي واکمني یې د عباسي خلیفه هارون الرشید په زمانه کي د هغه د خلافت اړوند وه. امیر سوري د صفري واکمن یعقوب بن لیث الصفر سره وجنګېدی او د خراسان پرته یې د غور لویه برخه فتحه کړه. [۱] تر امیر سوري وروسته د هغه زوی محمد بن سوري واک ته ورسېدی. که څه هم امیر سوري لقب عربي وو او زوی یې هم اسلامي نوم درلود، خو دوی د کافرانو پیروي کوله او د شاوخوا مسلمانانو لخوا کافران ګڼل کیده. وروسته د محمد د زوی ابو علي بن محمد د واکمنۍ پرمهال د غوري کورنۍ په اسلامي سلطنت بدله سوه. [۲]

غوريان د غورستان له غرونو څخه راوتلي او په ګڼو قومونو وېشل سوي وه، چي له دې جملې څخه د شنساباني قوم تر ټولو ډېر واک درلود.

د غزنویانو د دورې مشهور مورخ ابوالفضل بیهقي د خپل کتاب "تاریخ بیهقی" په 117 مخ کي لیکي: "سلطان مسعود غورستان ته لاړ او خپل یو پوه ملګری یې له غور څخه د دوو کسانو سره یوځای د ژباړنانو په توګه ولېږه.

  1. History of Civilizations of Central Asia, C.E. Bosworth, M.S. Asimov, p. 184.
  2. Bosworth, C. Edmund (2001b). "Ghurids". Encyclopædia Iranica, online edition, Vol. X, Fasc. 6. 586–590.