اميه بن خلف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اميه بن خلف
د شخص معلومات
زیږونځای مکه
د وفات ځای بدر
د مړینې لامل جګړه کې ووژل شو
اولاد صفوان بن اميه، ربيعه بن اميه
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال

اميه بن خلف د اسلام لوی دوښمن چې حضرت بلال بن رباح او خباب بن الارت د هغه غلامان و، او د هغې اړوند په قران کې ايتونه نازل شوي.

سرچينې[سمول]

پر بلال او خباب باندې ظلم او زياتی[سمول]

خباب بن الارت او بلال بن رباح د هغه غلامان وو. د هغه بادار اميه بن خلف ډېر ظالم او سختګيږه انسان و. کله چې دوی مسلمانان شول، نو هغه یې وږي او تږي ساتل او ویې وهل او ورته یې وویل چې کلمه پریږدئ. یوه ورځ بلال رضی الله عنه داسې ځورول کېده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې تېر شو. دا چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د د سیدنا بلال رضی الله عنه دغه مظلوميت نه شو زغملای. نو سیدنا ابوبکر رضی الله عنه څخه وغوښتل چې بلال له دې مصیبت څخه خلاص کړي. نو سیدنا ابوبکر رضی الله عنه امیه بن خلف د بلال رضی الله عنه د قیمت په ورکولو سره وپېره او بیا یې هغه آزاد کړ. د يو روايت له مخې دا بيه تر يو کيلو سپينو زرو زياته وه. [۱]

د قتل وړاندوینه[سمول]

رسول الله صلی الله عليه وسلم وړاندوینه کړې وه چې امیه بن خلف به د مسلمانانو له خوا ووژل شي.

  • د انصارو د قبيلې مشر سعد بن معاذ د بدر له جنګه مخکې د عمرې په نيت مکې ته راغی او د خپل ملګري اميه بن خلف کره مېلمه پاتې شو، هغه وخت ابوجهل د مکې سردار و او مسلمانان يې د کعبې شريف له طواف نه منع کړې و، خو دا چې اميه بن خلف د مشرکانو يو لوی مشر و، نو د هغې له امله سيدنا سعد کعبې ته بوتلو، طواف يې کاوه چې ابوجهل يې وليد او په سيدنا سعد باندې په غوسه شو. سیدنا سعد رضي الله عنه په غبرګون کې ورته وویل چې که ته مې ودروې نو زه به ستا د سوداګریز کاروان لاره بنده کړم او تا به ترپوزې راولم. اميه سيدنا سعد ته مخاطب شو او ويې ويل: له ابوجهل سره په ارامه خبرې کوه. دا د مکې حاکم دی. سيدنا سعد وويل: د ابوجهل اړخ دومره مه نيسه. ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې ته به د هغه د ملګرو له خوا وژل کېږې. اميه پوښتنه وکړه: آيا دلته په مکه کې دی؟ سیدنا سعد وویل. زه په دې نه پوهېږم بیا یې وویل چې ابوجهل به ستا د قتل عامل وي. [۲]

د عبدالرحمن بن عوف له خوا ژغورل کېدل[سمول]

د جاهليت په زمانه کې د اميه بن خلف او عبدالرحمن بن عوف تر منځ دوستي وه. د بدر په جګړه کې چې کله مسلمانان د کفارو په نیولو او د غنیمتونو د راټولولو په حال کې وو، عبدالرحمن بن عوف یو څه زغره سمبالوله . اميه هغوى وليد او غږ يې وکړ : ایا ته ما ته اړتیا لرې؟ زه ستا له دې زغرو ښه یم. د اميه مطلب دا و چې که عبدالرحمن بن عوف زه بندي کړم او په خپل حفاظت کې يې وساتلم، نو لږ تر لږه به ژوندی پاټې شم او که ژوندی پاتې شوم، نو د دې کار په بدل کې به هغه ته د دې کار پوره اجوره ورکړ چې دا به له دغو زغرو څخه غوره او بهتره وي

د بلال حبشي له خوا د اميه بن خلف وژل[سمول]

عبدالرحمن بن عوف وايي چې ما اميه بن خلف او د هغه زوى علي دواړه نيولي وو او په لاره روان وم چې سيدنا بلال اميه بن خلف وليد. کله چې يې اميه وليد نو هغه وخت يې را په ياد شو کله چې اميه ورته شکنجه کوله. سمدلاسه یې چیغې کړې: هو! د کفر سر! اميه بن خلف! نن به یا ژوندی پاتې کېږې یا به ژوندی پاتې شم، سیدنا بلال رضی الله عنه ته مې ښه څرګنده کړه چې دا زما بندیان دی، خو هغه ونه منله او انصار یې راوبلل او ورته یې وویل چې نن به يا زه ژوندی يم یا دا کافر ، نو دې خلکو موږ محاصره کړو. ما د هغوی ساتنه کوله ، په امیه مې ځان وغورځاوه. مګر د خلکو په مخ کې زما سره هیڅ شی نه و. دې خلکو اميه زما له واکه را وويست او پلار او زوی يې په بې رحمۍ سره ووژل. مخکې له دې چې هغه مړ شي، امیه د درد داسې چیغې ووهلې لکه مخکې چې ما نه وې اورېدلې. عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه به ویل: الله دې پر بلال رحم وکړي. د بدر د جګړې په ورځ ما زغره له لاسه ورکړه او د بندیانو په عذاب اخته شوم. [۳]

سرچينې[سمول]

  1. ابن ہشام 9: 317: رحمۃ للعالمین 1: 57
  2. بخاری۔ کتاب المناقب۔ باب علامات النبوۃ فی الاسلام
  3. بخاری۔ کتاب الجہاد باب دعا النبی علی المشرکین