عبدالرحمن بن عوف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

په جاهليت کې د هغه نوم )عبد عمرو( و پيغمبر)ص( هغه ته د عبدالرحمان نوم ورکړ. هغه له بني زهره او د سعد بن ابي وقاص تربور و. له لويو اصحابو او له لومړيو مهاجرانو دى. او له پيغمبر)ص( سره په ټولو جنګونو کې و. او دى هم له هغو شپږو کسانو دى چې عمر ابن خطاب دخلافت لپاره کانديدان کړي وو، بلکه هغه يې د دغه شورا مشر وټکل او وې ويل که په دغه شورا کې اختلاف پيدا شو نو له هغه ډلې سره شئ چې عبدالرحمان بن عوف پکې وي دى هم له هغو لسو کسانو دى چې د اهل سنتو په نظر د جنت زيرى يې اخستى دى.

بدالرحمان بن عوف _ لکه څرنګه چې مشهوره ده _ په قريشو کې لوي تاجر دى چې له ځانه وروسته يې پريمانه جايداد او مال پريښوده چې د مورخانو په وينا: زر اوښان،سل اسونه،لس زره ګډې او ځمکې وې چې به شلو اوبه راويستونکو اوښانو سره به هلته کرهڼه کيده. او د هغه له څلورو ښځو هرې يوې ته اتيا زره ونډې ميراث پاتې شو.

عبدالرحمان بن عوف هماغه د عثمان بن عفان زوم دى. ځکه چې ام کلثوم د عقبة بن ابي معيط لور يې ښځه وه چې د عثمان ميرنۍ خور کيږي. له تاريخي کتابونو پوه شو چې هغه له خلافته د علي په ليرې کولو کې نيغ په نيغه رول درلود، ځکه شرط يې کيښوده چې بايد د دوو خليفه ګانو يعنې ابوبکر او عمر په سنتوبه عمل کوي. ځکه چې ده ته له مخکې پته وه چې علي هيڅکله دا شرط نه مني.ځکه د دغو دوو طريقه د قرآن او سنت په خلاف وه. دا په يوازې هم مونږ ته ثابتوي چې عبدالرحمان بن عوف د جاهليت د بدعتونو په ساتنه ډير کلک ولاړ و. او د پيغمبر)ص( له سنتو ليرې و. او د پيغمبر)ص( د کورنۍ په خلاف په لوي سازش او په قريشو کې د خلافت د ساتلو په چاره کې يې فعال ګډون درلود. چې هغوي هرڅه وغواړي له خلافت سره وکړي. بخاري په خپل صحيح کې د احکامو په کتاب کې په دې فصل کې چې امام او خلک څرنګه بيعت کوي، راوړي دي: مسور وويل: عبدالرحمان د شپې له مخې له لږ شان خوبه وروسته ماته راغى او د کور ور يې وواهه تر دې چې زه ويښ شوم. وې ويل: وينم چې اوده شوى يې. په خداى قسم نن مې يوه شيبه خوب نه دى کړى لاړ شه او زبير او سعد راوله چې ورسره مشوره وکړم. ما هغو دوو ته اواز وکړ بيا يې له دغو دوو سره مشوره وکړه. بيا يې وويل علي )ع( ته هم اواز وکړه هغه مې هم وباله له هغه سره يې هم په غوږ کې خبرې وکړې. تر دې چې شپه يو څه تيره شوه. بيا علي له هغه پاڅيده سره له دې چې هغه غوښتل چې علي نور هم ايسار کړي، عبدالرحمان د کوم څيز په خا‌طر له علي ويريده، بيا يې وويل: عثمان ته هم غږ کړه هغه ته مې هم غږ کړ او له هغه سره يې هم په غوږ کې خبرې وکړې. تر دې چې د موذن په غږ سره دواړه له يو بله جدا شول.

له چې خلکو د سهار لمونځ وکړ، دغه ډله د منبر خواته جمع شوه هغه په ښار کې موجود انصار او مهاجر راوغوښتل او د لښکر کوماندانان يې هم وبلل. هغه کال هغوي هم له عمر سره حج ته راغلي وو کله چې ټول غونډ شول عبدالرحمان دشهادتينو په لوستلو سره وويل: اي علي! ما د خلکو په کار کې ښه کتنه وکړه او ومې ليدل چې بې له عثمانه بل څوک نه مني نو د ځان په خلاف چاته پلمه مه ورکوه.
يا يې عثمان ته مخ کړ او وې ويل: زه له تا سره د خداي او پيغمبر)ص( په سنتو او له هغه وروسته د دوو خليفه ګانو په روده او سنتو بيعت کوم عبدالرحمان او دمهاجر او انصارو او د مسلمانانو دسپايانو کوماندانانو هم بيعت وکړ

څيړاندى له دغه روايته پوهيږي چې د بخاري په نقل، دا سازش په يوه شپه کې جوړ شوى دى او په دې هم پوهيدلى شي چې عبدالرحمان بن عوف تر کومه حده چالاک و او د عمر انتخاب چټي نه و. د راوي يعنې مسور خبرو ته ځير شئ چې وايي. علي ته مې غږ کړ نو له هغه سره يې پټې خبرې وکړې او علي له هغه پاڅيده چې لاړ شي، او هغه لا هيله لرله چې علي ورسره پاتې شي. دا مونږ ته ښيي چې عبدالرحمان بن عوف هماغه کس دى چې علي يې خلافت ته د رسيدلو لپاره هيله من کړ، چې له جعلي شورا بهر نه شي او امت دوه ټوټې نه شي، لکه څرنګه يې چې په سقيفه کې هم همداسې وکړل او هغه څه چې د دغه احتمال سموالى ښيي د ميسور دا خبره ده چې )عبدالرحمان له علي ويريده چې داسې نه وي کوم کار وکړي(. له همدې امله عبدالرحمان د يو غولونکي حيله ګر رول ولوباوه او علي ته يې د شپې ډاډ ورکړ او د خلافت په وجه يې هغه ته مبارکي وويله او کله چې سهار شو او د لښکر کوماندانان او د قبائلو مشران او قريشو سپين روبي راغونډ شول ناڅاپه عبدالرحمان دريځ بدل کړ او وې ويل: خلک بې له عثمانه بل څوک نه مني.او هغه هم بايد دا ومني که نه وي له هغه سره د مقابلې لپاره به لاره او پلمه خلاصه شي. )يعنې که دهغوي له انتخابي خليفه عثمان بن عفان سره بيعت ونه کړي هغه به ووژني(. محقق همداراز کله چې د روايت وروستۍ برخه لولي پوه شي چې مسور وويل: )کله چې راغونډ شول عبدالرحمان شهادتين وويل. او بيا يې دوام ورکړ اي علي! زه د خلکو په کار کې ځير شوم او ومې ليدل چې بې له عثمانه بل څوک نه قبلوي، نو د خپل ځان په خلاف لاره او پلمه مه پريږده(. ولې عبدالرحمان په دومره زياتو خلکو کې يوازې علي ته مخ کړ او هغه يې مخاطب کړ؟ ولې هغه مثلا دا ونه ويل چې اي علي! اي طلحه او اي زبيره؟! له دې ځايه پوهيږو چې دا کار په يوه شپه کې پلان شو او دا ډله له هماغه اوله د عثمان د خليفه کولو او دعلي د څنګ ته کولو لپاره يوه خوله شوې وه. مونږ يقين کولى شو چې هغوي ټول له علي ويريدل چې که خلافت ته ورسيږي هغوي عدالت او برابرۍ ته ستانه کړي او دپيغمبر سنت ژوندي کړي او د توپير په زمينه کې د عمر ابن خطاب بدعتونه له مينځه يوسي. په تيره بيا دا چې عمر له خپل مرګه مخکې دې ټکي ته اشاره کړې وه او هغوي ېې د علي له خطره خبر کړي وو هغه ته يې وويل: )که دا کار لوي تندي ته وسپاري هغوي به سمې لارې ته بوځي( او سمه لاره هماغه د پيغمبر)ص( سنت دي چې عمر او د قريشو اکثريت نه خوښـول. او که د پيغمبر)ص( سنت يې غوښتلى علي به يې خلافت ته پريښى واي چې هغوي په دغه لاره بوځي او هغې ته يې ستانه کړي ځکه چې د دغه کار نماينده او عهده دار دى لکه څرنګه چې مو دطلحه زبير او سعدي په بحث کې وويل، هغوي ازغي وکرل او تاوان او پښيماني يې وريبله. راځئ چې وګورو چې عبدالرحمان بن عوف څه شو او دهغه نقشه کوم حد ته ورسيدله. تاريخ ليکونکي وايي چې: عبدالرحمان بن عوف چې کله وليدل چې عثمان د شيخينو له رودې غړيدلى دى، او پوسټونه يې خپلو نزدې کسانو او خپلوانو ته ورکړي دي او هغوي ته يې ډير مالونه ورکړي دي نو سخت پښيمانه شو. هغه ته ورغى هغه يې ملامته کړ او وې ويل: )ماته خليفه کړې چې د ابوبکر او عمر په روده په مونږ حکومت وکړې نو تا له هغو دوو سره مخالفت وکړ او خپلوانو او کورنۍ ته دې ډيرې شتمنۍ او دولت او مقامونه ورکړل اوهغوي دې د مسلمانانو په څټونو سپاره کړل(

ثمان وويل: عمر دخداي په لاره کې له خپلو خپلوانو جدا کيده او زه دخداي په لاره کې له هغوي سره پيوند او خپلوي کوم. عبدالرحمان وويل: له خداي سره ژمنه کوم چې هيڅکله به له تا سره خبرې ونه کړم او هغه هيڅکله خبرې ونه کړې تر دې چې مړ شو. او د مرګ په وخت هم له عثمانه خپه و عثمان د ناروغۍ په وخت د هغه عيادت ته ورغى، هغه ديوال ته مخ کړ او له عثمان سره يې خبرې ونه کړې

او په دې ډول خداي تعالي د سعد په هکله هم د امام دعا قبوله کړه او لکه څرنګه مو چې وويل – د زبير او طلحه په هکله هم د امام علي دعا قبوله شوه او هغوي په هماغه ورځ ووژل شول.

بن ابي الحديد معتزلي دنهج البلاغې په شرحې کې وايي: علي د شورا په ورځ غوسه شو،او پوه شو چې عبدالرحمان بن غوف څه چل کړى دى او هغه ته يې وويل )په خداي قسم! دا کار دې ونه کړ بې له دې چې هماغه هيله دې له ده لرله چې دوست دې له خپل دوسته لري. خداي دې ستاسو تعلقات خراب کړي(

امام علي غواړي ووايي چې عبدالرحمان هيله من و چې عثمان له ځانه وروسته هغه خليفه کړي، لکه څنګه چې ابوبکر د عمر لپاره همدا کار وکړ.علي )ع( هغه ته وويل:داسې پۍ ولوشه چې پخپله ترې هم استفاده وکړې او نن دا بيرغ د هغه لپاره وتړه چې سبا همدا بيرغ تاته ستون کړي( هغه متل چې امام د دغو دوو د اړيکو د ړنګيدو لپاره استعمال کړ دا و )دق الله بينکما عطر منشم( او کله کله وايي چې )اشام من عطر منشم( چې د جنګ او دښمنۍ نښه ده. خداي د امام دعا قبوله کړه او څو کاله نه وو تير چې خداي تعالى د دغو دوو په مينځ کې دښمني او کينه پيدا کړه او عبدالرحمان له خپل زوم سره په دښمنۍ شو. او تر مرګه يې له هغه سر ه خبرې ونه کړې او اجازه يې هم ورنه کړه چې د ده په جنازې لمونځ وکړي! همداراز مونږ ته روښانه شوه چې امام علي)ع( يوازينى کس دى چې خلافت يې فدا کړ چې محمدي سنت چې د تره زوي او ورور يې محمد بن عبدالله )ص( راوړي وو وساتي. اي ګرانه لوستونکيه!بې شکه چې تر اوسه به د اهل سنت والجماعت په حقيقت پوه شوى يې او درک کړې به دې وي چې هغه څرنګه خلک دي، مومن که څه هم ساده اولوي دى خو له يوې سوړې دوه ځله نه چيچل کيږي.