امين الله خان زمريالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امين الله خان زمريالی (زوکړه ۱۲۷۳ لمریز لېږدي کال، کابل - مړینه ۱۳۶۱ ل ل کال د وږي لومړۍ) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، شاعر او پوځي وو.

مخينه

امين الله زمريالی، چې د علي محمد خان زوی او د عطا محمد خان لمسی دی، پر ۱۲۷۳ ل ل کال په کابل ښار کې زېږېدلی وو. لومړنۍ زده کړې يې په حبيبيه ښوونځي کې تر رشيديې پوري پای ته ورسولې. د دغو زده کړو په جريان کي يې له شخصي استادانو څخه د وخت مروج کتابونه هم ولوستل.

لومړنۍ دنده يې پر ۱۲۹۰ ل ل کال د پکتيا د ملک زاده گانو په ښوونځي کې سرمعلمي وه. څلور کاله وروسته د شاهي غونډ سرکاتب وټاکل شو. پر ۱۳۰۰ ل ل کال په ننگرهار کې د توپچي کنډک مشر شو. په ۱۳۰۲ ل ل کال د شينوارو د نازيانو بولندوی (قوماندان) وگومارل شو. پر ۱۳۰۳ ل ل کال په کابل کې د ارکان حرب د څارگرۍ (استخباراتو) څانگې مدير او پر ۱۳۰۴ ل ل کال د دفاع وزارت د مامورينو په مديريت کې وټاکل شو.

ښاغلی زمريالی پر ۱۳۱۰ ل ل کال په کابل کې د کابل ادبي انجمن له تاسيس سره سم د دغه انجمن غړی شو. پر ۱۳۱۶ ل ل کال د ادبياتو او حفظ آثار د څانگې مرستيال شو او پر ۱۳۱۷ ل ل کال د پښتو ټولنې د پښتو ژبې مدير وگومارل شو. پر ۱۳۱۹ ل ل کال د نجات ښوونځي د پښتو ښوونکی وو. پر ۱۳۲۰ ل ل کال د پښتو ټولنې مرستيالي ورکړه شوه. پر ۱۳۲۳ ل ل کال د کابل په ښوونتون (دارالمعلمين) کې ښوونکی شو او د ادبياتو د پوهنځي د ښووند (استاد) دنده يې هم سرته رسوبې ده. ښاغلی زمریالی پخپله غوښتنه د ۱۳۲۵ ل ل کال د زمري پر ۲۷ نېټه کورناستی (تقاعد) شو.

ښاغلي زمريالي پر خپلې مورنۍ ژبې سربېره په پاړسي، انگرېزي، اردو، روسي، سنسکريټ او فرانسوي ژبو هم پوهېده.

د پښتو ژبې دغه خذمتگار او د هېواد تکړه پوځي په خپلو رسمي ماموريتونو کې څلور اعزازي نښانونه گټلي دي:

۱- د نازيانو په بريدواله (سرحدي) او سياسي پېښه كې د گډون په پار د ستوري دوهمه درجه نښان.

۲- د پكتيا د گوډ ملا په شخړه كې د خدمت نښان.

۳- په امانيه عصر كي د لويې جرگې پر مهال د يادگار نښان.

۴- د اعليحضرت المتوكل على الله محمد ظاهر شاه له خوا د پوهنې دويمه درجه نښان.


د شعر بېلگې يې

ها څـو څاڅـکي سره يـو سي سمنــدر سي - ها څـو کسـه سره ټـول سي نـو لښــکر سي

هـره ډلــــه چــې يـو يـو سي در پـــه در سي - کـه لښـکر سره فرد فرد سي مات ابتر سي

ته پښتون يې ضعيف نـه يـې سره ټـول سه - د قــوم گـټـې ته بيدار او يو کهـول سه

مدني اکر

مړینه

امين الله زمريالی د ۱۳۶۱ ل ل کال د وږي پر لومړۍ نېټه له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوی نښيرونه يې

د زمريالي گڼ شمېر اثار او ليکني په کابل کالنۍ او طلوع افغان اخبار کي خپاره سوي دي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱- پښتو مرغلرې. په دې كتاب كي يې لنډۍ او د پښتو د پخوانيو شاعرانو شعرونه راغونډ كړي او د كتاب په سر كې يې د پښتو پر ادب يوه مفصله سريزه ليكلې ده. دا كتاب يې د يوه روسي ختيځپوه په غوښتنه ليكلى او د روسي ژباړې لپاره يې هغه روسي پوهاند ته وركړى دی.

۲- د شعرونو دېوان. دا د ښاغلي زمريالي خپل شعرونه دي او د بيتو شمېر يې يو نيم زرو ته رسېږي، خو په مستقل ډول نه دی چاپ شوي.

۳- پښتو متلونه. دا نښير د ښاغلي محمد قدير تره كي په همكارۍ د پښتو متلونو شرح په پاړسو ليكلې ده او د كابل د ادبي انجمن له خوا چاپ شوی دی.

۴- پښتو قرائت (د شپږم ټولگي لپاره). دا کتاب يې د ښوونځيو د شپږم ټولگي لپاره د پوهنې وزارت په غوښتنه ليكلى او د همدغه وزارت له خوا څو ځلي چاپ شوی دی.

۵- پښتو کيلي. دا يې د پښتو ژبې درې ټوكه درسي كتابونه دي چې د پښتو كورسونو لپاره د ښاغلي قيام الدين خادم او ښاغلي يعقوب حسن په ملگرتیا يې ليكلی او د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

۶- د يوې پښتنې ملي احساسات، ۱۳۱۴ ل ل کال. دا يوه خوږه تاريخي کيسه ده، چې په پښتو يې نظم كړې او د ۱۳۱۴ ل ل كال د طلوع افغان ورځپاڼې په كالنۍ كې خپره شوې ده.

۷- پښتو څنگه وروزو؟. دا يوه وړه رساله ده، چې د ۱۳۱۵ ل ل كال د كابل په سالنامه كې چاپ شږې ده.

۸- د پښتو ژبې فيلالوجي او پخواني ادبيات. دا يوه اوږده رساله ده چې د پښتو ژبې د فيلالوجۍ برخه او د پښتو ادبياتو لرغونې برخه پكې څېړل شوې او د پښتو د ادب پر تحول بحث شوی دی. دا رساله د ۱۳۱۶ ل ل كال په كابل سالنامه كې نشر شوې ده.

۹- پښتو ادبياتو ته يوه کتنه. دا د ښاغلي زمريالي بله اوږده رساله ده، چې د پښتو پر شعر او شاعرۍ يې ليكلې ده او د ۱۳۱۷ ل ل كال د كابل په سالنامه كي شايع شوې ده.

۱۰- پښتو ته يوه کتنه، ۱۳۱۱ ل ل کال.

۱۱- پښتو، د ۱۳۲۰ کالنۍ کې چاپ شوې ده.

۱۲- شرح احوال و افکار خوشال خان خټک، پر ۱۳۱۵ ل ل کال کلنۍ کې خپره شوې ده.

۱۳- پښتو و پښتو لوگها، ۱۳۱۲ کالنۍ .

۱۴- د شعرونو يوه بله ټولگه، په پېښور کې خپره شوې ده.


اخځليک

۱- https://tatobaynews.com/archives/114749 Archived 2021-08-15 at the Wayback Machine.

۲- بېنوا، عبدالروف، اوسني ليکوال.

۳- http://www.benawa.com/pashto/guestbook/index.php?permalink=true&entry=76 Archived 2019-09-05 at the Wayback Machine.‎