امنيه قومندان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د هلمند پخوانی امنيه قوماندان ډګروال عبدالعلیم

امنيه قومندان انګلیسي: Police commissioner يا Police chief يو چارواکي ته وايي چې د يو ولايت، ولسوالۍ او يا يوې سيمې د امنیت بشپړې چاري پر غاړه لري. د امنيه قومندان د وظيفې ځای ته امنیه قومندانۍ ويل کېږي.

د کندهار امنیه قومندان لوی پاسوال جنرال عبدالرازق د غورک ولسوالۍ د کلي د مشرانو سره، دا انځور د طالبانو د پرشا تمبولو وروسته اخيستل سوی وو

په ځينو سيمو کې په مختلفو وختونو کې مختلف امنيه قومندانان تر نورو سياستوالو او مشرانو ډير واک درلودونکي وي، د مثال په توګه په افغانستان کې د کندهار پخوانی امنیه قومندان جنرال عبدالرازق تر ډيرو امنيه قومندانانو او قومي مشرانو تکړه وو. د ممبئی ځينې امنيه قومندانان هم کله نا کله ډېر واکمن وه. په افغانستان کې امنيه قومندان د خپلې سيمې ځواکونه بدلولی سي، نوي عسکر هم ځای پر ځای کولای سي، د افغان امنيه قومندان واک په ولایت کې د پوځي کچې تر ټولو لوی واک او خو د اساسي قانون پر اساس هيڅ ډول سياسي واک نه دی، خو په کندهار کې د امنیه قومندان واک دومره زيات وي چې د والي څخه علاوه و هرچاته امر او لارښودنه کولای سي، او په سيمه کې يې خبره منل کېږي. خو ډير کله داسې وي چې امنيه قومندان تر والي خو پرېږده، حتآ تر يو سيمييز قومندان هم کمزوری وي، داسې هغه ترسره کېږي چې قومندان د سيمي سړی نه وي او د سيمي د حالاتو بې خبره وي.

دا هم وګورۍ[سمول]

سرچینې[سمول]