الیسیا اوانسکا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الیسیا اوانسکا
د شخص معلومات
زیږون نوم (پولش: Alicja Iwańska د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۳ مې ۱۹۱۸
برېتانيا [۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 26 سپټمبر 1996 (78 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د سږو سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت پولنډ
د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال
شاعر [۲]
فیلسوف [۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه پولينډي ژبه
انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پولينډي ژبه [۳]
انگليسي [۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ټولنپوهنه [۴]
فلسفه [۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الیسیا اوانسکا (زوکړه: د ۱۹۱۸ زکال د مۍ ۱۳مه – مړینه: د ۱۹۹۶ زکال د سپټمبر ۲۶ مه) پولنډي ټولنپوهه، عالمه او لیکواله وه. اوانسکا چې په پولنډي ځمکه لرونکې اشرافي کورنۍ کې وزېږېده، د کورنۍ غړي یې روڼ آندي و او هغه یې وهڅوله څو خپلې ادبې هیلې تعقیب کړي. نوموړې په ۱۹۳۵ زکال کې په بېلابېلو ادبي مجلو کې د خپلو اشعارو خپرولو ته مخه کړه. د ښوونځي له زده کړو وروسته هغې د وارسا په پوهنتون کې د فلسفې په برخه کې په زده کړو پیل وکړ او د ماسټرۍ تر کچې یې زده کړو ته دوام ورکړ. د دویمې نړیوالې جګړې په پیلیدو سره هغه د مقاومت له خوځښت سره مل شوه او د راپور وړونکې په توګه یې خدمت وکړ. نوموړې چې د ۱۹۴۴ زکال د وارسا په پاڅون کې یې ونډه لرله، د جګړې په پای کې له کمونېزم ضد پټ اپوزیسیون سره مل شوه. هغه مهال چې د ځمکې لاندې (پټ) خوځښت اړوند نیونې پیل شوې، اوانسکا اړه شوه څو په ۱۹۴۸ زکال کې متحده ایالاتو ته وتښتي او په زړه نا زړه ډول یې هلته پناه وغوښته.

په انګلیسي ژبه باندې د ډېر لږ تسلط له امله اوانسکا په پیل کې له ټولنې سره په ځان برابرولو کې له ستونزو سره مخ شوه. نوموړې د خپلې دوکتورا د زده کړو د بشپړولو په موخه د کولمبیا په پوهنتون کې نوم ثبت کړ او تر ۱۹۵۷ زکال پورې یې وه نشو کولای د دوکتورا سند ترلاسه کړي. له دې امله چې هغې ونشو کولای په خپل پوهنتون کې ښوونکې شي، څو لنډمهالي قراردادونه یې ترسره کړل او په جلاشوي سوېل کې یې تورپوستو ته په ځانګړو پوهنتونونو لکه په اتلانتا پوهنتون او تالادګا کالج کې تدریس وکړ. په دغو روزنیزو مرکزونو کې نوموړې په اروپا کې د سیاسي، مذهبي او نژادي تبعیضونو او په متحده ایالاتو کې د جلاتوب له محدودیتونو سره د هغو د ورته والي اړوند لکچرونه ورکړل. په ۱۹۵۴ زکال کې هغه د شیکاګو پوهنتون ته ولاړه او د امریکايي انسان پوه سول ټکس سره یې په زده کړو پیل وکړ. نوموړې چې د څېړنو ترسره کولو په موخه مکسیکو ته له سفر سره لیوالتیا لرله، په ۱۹۵۷ زکال کې یې واده وکړ او د متحده ایالاتو تابعیت یې ترلاسه کړ. د مازاهوا وګړو اړوند د هغې څېړنې لامل وګرځېدې چې نوموړې د یونسکو له خوا د یوې ټولنپوهې په توګه په رسمیت وپېژندل شي او له امله یې په ۱۹۶۵ زکال کې وکولای شول د نیویارک په الباني پوهنتون کې د ښوونکې څوکۍ ترلاسه کړي، چېرې چې نوموړې په ۱۹۸۵ زکال کې د خپل تقاعد تر مهاله کار وکړ.

اوانسکا هېڅکله په متحده ایالاتو کې د آرامۍ احساس نه درلود او همدغه کال لندن ته کډه شوه او په جدي توګه یې د ادبي اثارو په رامنځته کولو لاس پورې کړ. په ۱۹۸۹ زکال کې هغې ته د پولنډ د زیږون د افتخار نښان ورکړل شو. نوموړې په ۱۹۹۶ زکال کې د سږو په سرطان اخته شوه او خپل وروستي خاطرات یې د بریتانیا د روغتیايي خدمتونو د سیستم اړوند ولیکل. له دې امله چې نوموړې خپل علمي اثار په انګلیسي ژبه او هنري اثار هم په پولنډي ژبه لیکلي، د هغې د پاتې شونو ویش له ستونزو سره مخ شوی.

لومړنی ژوند[سمول]

الیسیا اوانسکا د ۱۹۱۸ زکال د مۍ په ۱۳ مه د ځمکې لرونکو اشرافو ستانسلاو ستاخنا (کورنی نوم یې میلکاوسکا و) او جان اوانسکي په کورنۍ کې لوبلین ته څېرمه په ګرادزینسي کې وزېږېده. د هغې د اجدادو منشا ناڅرګنده کړه او د هغې د کورنۍ قیصې دا څرګندوي چې د هغوی مشر نیکه جان کانته اوانکسي، تارنوف ښار ته د سانګوسزکو کورنۍ ته د اړوندو ځنګلي املاکو د کارګر، جنګي بندي او یا هم روسي سیاسي کډوال په توګه راغلی. د هغه د دفن کېدو اسناد ښيي چې هغه اشرافي کوچنۍ کورنۍ ته اړوند و او د یسټرزیبک (Jastrzębiec) نښان یې درلود. د هغې نیکه اګوست اوانسکی په اوکراین کې په زیاته کچه املاک لرل او په لوبلین ایالت کې املاک یې پېرلي و او د لومړۍ نړیوالې جګړې او د لوی پولنډ د پاڅون له امله یې د مرزي نا آرامیو څخه د لرې کېدو په موخه کورنۍ دلته راکډه کړې وه. اوانسکا په همدغه ملکیت کې وزېږېده، خو هغه مهال چې په ګرادزینسي کې جنجالونه رامنځته شول، کورنۍ یې دلته خپل ملکیت وپېره او په لویدیځ لوري کې پوزنان ته څېرمه میکروزیانا کلي ته کډه شول.[۵][۶][۷]

د اوانسکا پلار یوځل کونډ شوی و او وروسته یې له خپلې دویمې ښځې څخه هم طلاق اخیستی و. د هغې دریم واده د اوانسکا له مور سره و چې یوه ناپېژندل شوې مېرمن وه او همدارنګه د دوی دواړو ترمنځ ۱۹ کاله د عمر توپیر شتون درلود چې همدغې مسئلې ورته جنجال جوړ کړی و. د هغې مجلل ژوند چې تر ډېره پورې د هغه له توان څخه پورته و او همدارنګه له محلي روحانیونو سره د هغو اختلاف د دوی کورنۍ اړ کړه چې رزتنیا ته کډه وکړي. دغه کډې اوانسکا وځوروله او د عمر تر پایه په دې باور وه چې هغې ته لیکل شوي سرګردانه ژوند ولري. د پلار او مور کور یې د روڼ آندو جنت او تر ډېره پورې د سکامندریتانو د لیدنې ځای و، په ځانګړې توګه د هغې د پلار د تره زوی یاروسلاو ایوازکویچ د تجربي شاعرانو د ډلې غړی و او مور یې هم شاعره وه. هغه مهال چې اوانسکا له لیکوالۍ سره خپله لیوالتیا څرګنده کړه، پلار یې له شاعر یولیان توویم سره مشوره کړه څو څه ډول وکولای شي د هغې وړتیاوې زیاتې کړي. [۵]

په ۱۹۳۶ زکال کې نوموړې د وارسا په پوهنتون کې نوم ثبت کړ څو د پولنډي اخلاق پوه او فیلسوف تادئوش کوتاربینسکي تر نظر لاندې د فلسفې په برخه کې زده کړې وکړي. اوانسکا د خپلو زده کړو د هڅو پر مهال، کله چې یې له ریل ګاډي څخه په ګټنې د ماسټرۍ د سند ترلاسه کولو په موخه د څېړنې لپاره بروکسل ته سفر کاوه له یان ګرالوفسکي سره ولیدل چې هغه د وارسا په پوهنتون کې زده کړې کړې وې او پاریس ته د زده کړو په موخه روان و. له هېواده بهر سفر هغه په ټوله اروپا کې د مخ پر ودې ملت پالنې او د هماغه مهال یهود ضد او کاتولیک ضد احساساتو په اړه پوهه کړه، په داسې حال کې چې خپله یې پر خدای باور نه درلود. نوموړې له جګړې څخه لږ موده وړاندې پولنډ ته راوګرځېده او په ۱۹۳۸ زکال کې یې د خپلو اشعارو ټولګه د څو ضلعي یا Wielokąty تر نامه لاندې خپره کړه. [۵][۸][۹]

مړینه او میراث[سمول]

اوانسکا د ۱۹۹۶ زکال د سپټمبر په ۲۶ مه په لندن کې مړه شوه. د نوموړې له مړینې وروسته د هغې د دوکتورا تیزس «په بحراني موقعیت کې د ارزښتونو مطالعه: نازي ځواکونو ته په اړوندو د کار په اجباري کمپونو او امریکايي تبعید کې د پولنډي روڼ آندو د حالت» تر عنوان لاندې په ۱۹۹۸ زکال کې خپور شو چې په کې د ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ زکال پر مهال د پولنډي روڼ آندو سره د هغې مرکې په کې شاملې وې. [۶][۵][۱۰][۱۱]

د پوزنان د سترسیزن سیمې ته د اړوندو «ادبي املاکو» یوه کوڅه د اوانسکا په ویاړ د هغې په نوم شتون لري. له سول ټکس سره د هغې تبادله شوي لیکونه چې د نوموړې د مسلک اړوند «غني اسناد» جوړوي د شیکاګو پوهنتون په کتابتون کې د سول ټکس د اسنادو په ټولګه کې ساتل کېږي؛ همدارنګه مارګاریت میډ سره د هغې تبادله شوي لیکونه د کانګرس په کتابتون کې شتون لري. په ۲۰۰۹ زکال کې اوانسکا د ماریټا ژوکوسکا له خوا په Generał. Zamach na Gibraltarze تاریخي فلم کې ښوول شوې. په ۲۰۱۵ زکال کې د کولمبیا پوهنتون او د ټولنیزو څېړنو اړوند نیو سکول د اوانسکا د چارو اړوند عملي سیمینار جوړ کړ چې نه یوازې د هغې علمي ځایګی بلکې د یوې لیکوالې په توګه یې د نوموړې ځایګی و ارزاوه. [۵][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=js2013747689 — د نشر نېټه: ۲۹ جنوري ۲۰۲۳
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=js2013747689 — د نشر نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=js2013747689 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=js2013747689 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ ۵٫۴ Jadowska 2011.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Warsaw Uprising Museum 2016.
  7. Iwańska 2014، ص. 52.
  8. Kaczorowska 2016.
  9. Bartelski 2000، ص. 153.
  10. Levine 2000، ص. 596.
  11. Stowarzyszenie Instytut Literacki 2015.
  12. Harriman Institute 2015.
  13. Kubica-Heller 2019.
  14. Messias 2012، ص. 166.
  15. University of Chicago Library 2006.
  16. Wolfskill et al. 1983، ص. 119.
  17. Fundacja Kochania Poznania 2019.