الکساند ګروټنډیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الکساند ګروټنډیک
(الماني: Alexander Grothendieck)
(فرانسیسی: Alexandre Grothendieck)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الکساند ګروټنډیک
الکساند ګروټنډیک

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Alexander Raddatz)[۲]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۸ مارچ ۱۹۲۸[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
برلين[۱۰]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 13 نومبر 2014 (86 کاله)[۳][۴][۶][۷][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای برلين  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه (۱۹۷۱–)[۱۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
مورنۍ ژبه آلماني ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۱۲][۱۳][۱۴]
آلماني ژبه
انگليسي[۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شمېرپوهنه[۱۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الکساندر ګروټنډیک (زوکړه: د ۱۹۲۸ زکال د مارچ ۲۸مه – مړینه: د ۲۰۱۴ زکال د نومبر ۱۳مه) بې وطنه ریاضي پوه و چې د معاصرې الجبري هندسې په رامنځته کولو کې په مخکښ شخصیت واوښت. د نوموړي څېړنو د دغې څانګې لمنې ته پراختیا وکړه او په هغو کې یې د ځای پر ځای کېدوني الجبر (commutative algebra)، همولوژیکي الجبر (homological algebra)، شیپ تیوري (بافه؛ sheaf theory)، او د کټګورۍ د تیوري (category theory) عناصر او اساسات ور ګډ کړل، په داسې حال کې چې د هغه په اصطلاح «نسبي» لیدلوري د خالصې ریاضي په ډېرو برخو کې انقلابي پرمختګونه رامنځته کړل. ډېر شمېر کسان نوموړی د شلمې پېړۍ مخکښ ریاضي پوه بولي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۶][۱۹]

ګروټنډیک د یو ریاضي پوه په توګه خپل عمومي او اغېزمن مسلک ته په ۱۹۴۹ زکال کې مخه کړه. په ۱۹۵۸ زکال کې نوموړی د عالي علمي څېړنو په انستیتیوت (Institut des hautes études scientifiques) کې د څېړنیز ښوونکي په توګه وټاکل شو او تر ۱۹۷۰ زکال پورې همدلته پاتې شو، نوموړي د خپلو شخصي او سیاسي باورونو له امله د نظامي بودیجې پر سر د اختلاف له امله دغه څېړنیز انستیتیوت خوشی کړ. ګروټنډیک په ۱۹۶۶ زکال کې د الجبري هندسې، همولوژیکي الجبر او کې – تیوري (K-theory) په برخو کې د لاسته راوړنو له امله د فیلډز مډال ترلاسه کړ. له دې وروسته نوموړی د فرانسې په مونپلیه پوهنتون کې ښوونکی شو او په داسې حال کې چې لا یې هم اړوندې ریاضیکي چارې تولید کولې د ریاضي له ټولنې څخه ووت او ځان یې سیاسي او مذهبي فعالیتونو ته وقف کړ (اول په بودېزم کلک و، خو وروسته یې تر ډېره عیسوي لیدلوری درلود). په ۱۹۹۱ زکال کې نوموړي د پیرنه غرونو په لړۍ کې د لسر کلي ته کډه وکړه چېرې چې هغه د یوازیتوب ژوند وکړ او په نه ستړې کېدونکې بڼه یې په ۲۰۱۴ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د ریاضیاتو او خپلو فلسفي او مذهبي افکارو په برخه کې کار وکړ. [۲۰][۲۱][۲۲]

ژوند[سمول]

کورنۍ او ماشومتوب[سمول]

ګروټنډیک په برلین کې له انارشېست والدینو څخه وزېږېد. د هغه پلار الکساندر «ساشا» شاپېرو (چې د الکساندر تاناروف په نوم هم پېژندل کېږي) حسیدي یهودي ریښه لرله او جرمني ته په ۱۹۲۲ زکال کې له کډه کولو وړاندې په روسیه کې بندي و، په داسې حال کې چې مور یې یوهانا «هانکا» ګروټنډیک د هامبورګ ښار یوې جرمنۍ پروتستانت کورنۍ ته اړونده وه او خبریاله وه.  د ده والدین په ځوانۍ کې د خپلو پخوانیو مخینو له امله له یو بل جلا شوي و. د ګروټنډیک د زیږون پر مهال د ده مور د یوهانس راداتز په نامه خبریال سره واده وکړ چې له امله یې په پیل کې د ده نوم د «الکساندر راداتز» په نوم ثبت شو. دغه واده په ۱۹۲۹ زکال کې له منځه ولاړ او شاپېرو د ده په پلارګلوۍ اعتراف وکړ، خو هېڅکله یې هم له هانکا ګروټنډیک سره بیا واده ونکړ. ګروټنډیک د مور له اړخه د میدي په نامه یوه خور لرله. [۲۳]

ګروټنډیک د ۱۹۳۳ زکال تر پایه په برلین کې له خپلو والدینو سره تر هغه مهاله ژوند وکړ کله چې پلار یې له نازېسم څخه پاریس ته وتښتېد. مور یې هم ډېر ژر ورپسې ورغله. ګروټنډیک د لوتري لارښود او کشیش ویلهلم هیډورون پالنې ته پاتې شو. د وینفریډ شارلاو په خبره دغه مهال د هغه والدینو د غیرجنګي کومکي ځواکونو په توګه د هسپانیا په کورنۍ جګړه کې ونډه واخیسته، په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا څرګندوي چې شاپېرو د انارشېستي ملیشه ځواکونو په اړخ کې جګړه کوله. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

دویمه نړیواله جګړه[سمول]

د ۱۹۳۹ زکال په مۍ میاشت کې ګروټنډیک فرانسې ته د تلو په هوډ له هامبورګ څخه د ریل ګاډي پر مټ سفر وکړ. لږ وروسته د هغه پلار په لو ورنت (Le Vernet) کې ونیول شو. له دغه مهال څخه وروسته هغه او مور یې له ۱۹۴۰ زکال څخه تر ۱۹۴۲ زکال پورې په مختلفو کمپونو کې د «نامطلوبو خطرناکو بهرنیو وګړو» په توګه وساتل شول. لومړنی کمپ چې دوی په کې بندیان و، ریوکروس کمپ (Rieucros Camp) و چېرې چې د هغه مور په سل ناروغۍ اخته شوه او بالاخره له همدغې ناروغۍ مړه هم شوه. په دغه ځای کې ګروټنډیک د مانډ (Mendel) په سیمه ئیز ښوونځي کې د زده کړو چانس وموند. یوځل هغه وتوانېد له کمپ څخه وتښتي او هوډ یې درلود هېټلر ترور کړي. له دې وروسته د هغه مور د دویمې نړیوالې جګړې د پاتې وخت پر مهال د ګورز د بندیانو کمپ ته ولېږدول شوه. ګروټنډیک اجازه لرله چې له خپلې مور جلا ژوند وکړي. هغه د Le Chambon-sur-Lignon سیمې په یوه کلي کې د سیمې د خلکو په کورونو او مسافرخانو کې پټ ژوند کاوه، په داسې حال کې چې نوموړی به ځینې مهال د نازیانو د بریدونو پر مهال ځنګل ته تښتېد او د څو ورځو لپاره به یې له خوړو او اوبو پرته ژوند تېراوه. د هغه پلار د ویشي یهودیت ضد قانون له مخې نیول شوی و او د ډارنسي د بندیانو کمپ ته ولېږل شو چې وروسته بیا د فرانسې ویشي دولت جرمنانو ته تسلیم کړ او په ۱۹۴۲ زکال کې د اشویتس د اجباري کار په کمپ کې ووژل شو. ګروټنډیک په لو شامبون کې سیونول ښوونځي (Collège Cévenol) ته ولاړ (اوس مهال د Le Collège-Lycée Cévenol International په نوم پېژندل کېږي)؛ دا هغه ځانګړې متوسطه لیسه وه چې د سیمه ئیزو سوله غوښتونکو پروتستانتانو او د جګړې ضد فعالینو له خوا تاسیس شوې وه او ډیری هغو کډوال ماشومانو چې په لوشامبون کې پټ شوي و په همدغه ښوونځي کې یې زده کړې وکړې. همدلته و چې ګروټنډیک د لومړي ځل لپاره له ریاضیاتو سره لیوالتیا پیدا کړه. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

زده کړې او له څېړنیزې ریاضي سره اړیکه[سمول]

له جګړې وروسته ځوان ګروټنډیک ریاضیات په فرانسه کې ولوستل، په پیل کې نوموړي په مونپلیه پوهنتون کې زده کړې وکړې چېرې چې یې سم پرمختګ نه درلود او د ستور پوهنې په مضامینو کې پاتې راغی. نوموړي چې په یوازې توګه یې کار کاوه بیاځلي یې د لبګ کچه (Lebesgue measure) کشف کړه. په دغه ځای کې په یوازې ځان له دریو کالو څېړنو وروسته نوموړی په ۱۹۴۸ زکال کې د زده کړو په موخه پاریس ته ولاړ. [۲۴][۳۵]

ګروټنډیک په پیل کې د هنري کارټان په سیمینار کې چې په نورمال عالي ښوونځي (École Normale Supérieure) کې جوړ شوی برخه واخیسته، خو له دې له امله چې په لوړه کچه مخینه یې نه لرله دغه سیمینار یې تعقیب نشو کړای. د کارټان او اندره وي په مشوره هغه نانسي پوهنتون ته ځان تبدیل کړ، چېرې چې دوه مخکښو کارپوهانو؛ ژان ډیوډونه او لاورنتز شوراتز د ګروټنډیک په خوښې وړ برخې یا توپولوژیکي فضا بردارۍ (topological vector spaces) کار کاوه. وروستي یې بیا د فیلډز مډال هم ترلاسه کړ. نوموړي خپله وروستۍ مقاله خپل نوي زده کړیال ته وښودله چې هغه یې د محلي محدبو فضاګانو (locally convex spaces) اړوند په ۱۴ پرانیستو پوښتنو سره پای ته رسولې وه. ګروټنډیک د ریاضيکي لارو چارو نوي میتودونه ور وښودل چې له امله یې وتوانېد په راتلونکو څو میاشتو کې ټول دغه مسائل حل کړي. [۳۶]

په نانسي کې هغه د عملکردي تحلیل (functional analysis) اړوند خپل پای لیک د دوه لارښودو استادونو تر نظر لاندې له ۱۹۵۰ زکال څخه تر ۱۹۵۳ زکال پورې ولیکه. دغه مهال نوموړی د توپولوژیکي فضابردارۍ د نظریې یو له مخکښو متخصصینو څخه و. په ۱۹۵۳ زکال کې هغه د برازیل سائوپائولو پوهنتون ته د نانسن پاسپورټ (هغه سند چې بې تابعیته کسانو ته ورکول کېده) څخه په کار اخیستو ولاړ، ځکه چې هغه د فرانسوي تابعیت له اخیستو ډډه کړې وه (د فرانسوي تابعیت اخیستو د نوموړي د محکومیت له امله د عسکرۍ خدمت ورباندې جبري کاوه). نوموړی (د ۱۹۵۳ زکال له اکتوبر میاشتې څخه د ۱۹۵۴ زکال تر مارچ میاشتې پورې فرانسې ته له اوږد مهاله سفر پرته) د ۱۹۵۴ زکال تر پایه په سائوپائولو کې پاتې شو. همدلته و چې هغه خپل وروستی اصلی اثر چې د بانچ سپېس د «میتریکي» تیوري ("metric" theory of Banach spaces) د موضوع اړوند و پای ته ورساوه. [۳۷][۳۸]

ګروټنډیک د ۱۹۵۵ زکال په پیل کې د کانزاس لارنس ته ولاړ؛ هغه خپلې پخوانۍ علمي موضوع ته شا کړه څو د الجبري توپولوژي، همولوژیکي الجبر او همدارنګه د مخ پر ودې الجبري هندسې اړوند کار وکړي. نوموړی په لارنس کې و چې د آبلی کټګورۍ (Abelian categories) او شېپ کومولوژي (sheaf cohomology) د بیاځلي فورمول بندۍ بنسټ اېښودونکې تیوري ته یې پراختیا ورکړه او له امله یې د «توهوکو» اغېزمنه مقاله ولیکله. [۳۹][۴۰]

په ۱۹۵۷ زکال کې نوموړي ته اوسکار زاریسکي بلنه ورکړه څو له هارواډ څخه لیدنه وکړي، خو هغه مهال چې نوموړي د دغې ژمنې له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړه چې د متحده ایالاتو د دولت پر ضد چارو څخه به ډډه کوي دغه بلنه هم ورسره له منځه لاړه. نوموړی د بندي کېدو له ګواښ څخه تر هغه مهاله نه وېرېده تر کومه چې ده کولای شو کتاب ته لاسرسی ولري. [۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://preprints.ihes.fr/M00/M00-75.pdf
  2. https://web.archive.org/web/20110615185446/http://www.siam.org/news/news.php?id=1405
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118952773 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118952773 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  5. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w65b7jfx — subject named as: Alexander Grothendieck — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Alexandre-Grothendieck — دوتنه: Andrew Bell — سرليک: Encyclopædia Britannica — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb123417348 — subject named as: Alexandre Grothendieck — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  8. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0031217.xml — subject named as: Alexander Grothendieck — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/24657 — subject named as: Alexander Grothendieck — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Fichier des personnes décédées — د نشر نېټه: ۶ جنوري ۲۰۲۲ — منښتلیک: Open Licence 2.0
  11. Encyclopædia Britannica — دوتنه: Andrew Bell — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc.
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123417348 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0044949 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/115910243
  15. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0044949 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Jackson 2004b.
  17. (په 14 November 2014 باندې). Alexander Grothendieck, Math Enigma, Dies at 86.کينډۍ:Cbignore
  18. Alexander Grothendieck obituary by David Mumford and John Tate David Mumford at Brown and Harvard Universities: Archive for Reprints: Can one explain schemes to biologists, 14 December 2014
  19. Mumford, David; Tate, John (2015). "Alexander Grothendieck (1928–2014) Mathematician who rebuilt algebraic geometry". Nature. 517 (7534): 272. Bibcode:2015Natur.517..272M. doi:10.1038/517272a. ISSN 0028-0836. PMID 25592527. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Fields Medals 1966". mathunion.org. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Scharlau, Winfried. "Who is Alexander Grothendieck? Anarchy, Mathematics, Spirituality, Solitude" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ruelle 2007، ص. 40.
  23. "The Early Background of Genius". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Jackson 2004a.
  25. Philippe Douroux (په 6 May 2019 باندې). Trésor scientifique ou vieux papiers illisibles? Les mystérieuses archives d'Alexandre Grothendieck.
  26. Scharlau 2008، ص. 931.
  27. Scharlau n.d., p. 2: "Beide beteiligten sich am Spanischen Bürgerkrieg, nicht aktiv kämpfend, aber unterstützend."
  28. Hersh او John-Steiner 2011، ص. 109.
  29. Amir D. Aczel,The Artist and the Mathematician, Basic Books, 2009 pp.8ff.pp.8–15.
  30. Piotr Pragacz, 'Notes on the Life and Work of Alexander Grothendieck,' in Piotr Pragacz (ed.), Topics in Cohomological Studies of Algebraic Varieties: Impanga Lecture Notes, Springer Science & Business Media, 2006 pp-xi-xxviii p.xii.
  31. Luca Barbieri Viale, 'Alexander Grothendieck:entusiasmo e creatività,' in C. Bartocci, R. Betti, A. Guerraggio, R. Lucchetti (eds.,) Vite matematiche: Protagonisti del '900, da Hilbert a Wiles, Springer Science & Business Media, 2007 pp.237–249 p.237.
  32. (په 14 November 2014 باندې). Alexander Grothendieck, Math Enigma, Dies at 86.کينډۍ:Cbignore
  33. "Alexandre Grothendieck, ou la mort d'un génie qui voulait se faire oublier". Libération Sciences (په فرانسیسی ژبه کي). 13 November 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Ruelle 2007، ص. 35.
  35. Philippe Douroux (February 8, 2012). "Alexandre Grothendieck: Un voyage à la poursuite des choses évidentes" [Alexander Grothendieck: A journey in pursuit of the obvious]. Images des mathématiques (په فرانسیسی ژبه کي). CNRS. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. کينډۍ:Cite arXiv
  37. Horvâth, John (July 1976). "Topological vector spaces, by A. Grothendieck, ..." (PDF). Book Reviews. Bulletin of the American Mathematical Society. 82 (4): 515–521. doi:10.1090/S0002-9904-1976-14076-1. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Cartier او نور 2007، "Foreword".
  39. Grothendieck, Alexander (1957), "Sur quelques points d'algèbre homologique", Tohoku Mathematical Journal, (په فرانسیسی ژبه کي), 9 (2): 119–221, doi:10.2748/tmj/1178244839, ISSN 0040-8735, MR = 0102537 0102537 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Schneps n.d.
  41. Hersh او John-Steiner 2011، ص. 113.