الف هوتک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملا الف هوتک د افغانستان د کندهار له نومياليو پوهانو او د پښتو ژبې له شاعرانو څخه وو.

مخينه

ملا الف هوتک د کلات د اتغر په سيمه کې اوسېده. د هغه وخت متداوله علوم يې له ملا محمد عظيم اخوند نه لوستلي وو. په ۱۰۰۰ س. کال کې يې ژوند يقينی دی. څرنگه چې هغه د علومو په زده کړه پسې ملا تړلې وه نو د خپل استاد او پردېسۍ په اړه داسې وايي:

زه غريب پر بل وطن وم پر هغه وطن مسکن وم
په دغه ملک کې يو ملا ؤ ملايانو کې اعلا ؤ
عالي شان ؤ، فهيم نوم يې ؤ، محمد عظيم

پوهاند صديق الله رښتين د ملا الف په اړه وايي: «ملا الف هوتک د دويمې دورې له مشهورو شاعرانو څخه دى. دى پخپله زمانه کې يو ښه عالم و، د کلات په اطرافو کې يې استوگنه کوله.»

د ملا الف هوتک د شعر هغه بېلگه، چې په مثنوي وزن کې وېل شوې او ماشومانو ته په کې اخلاقي او ديني روزنه ورکړل شوې ده:

راشه واوره اى فرزنده- تاته وايم ارجمنده

ته د پاک نبي پر لار شه- د نبي پر لاره لاړ شه

يو قدم له شرعې زويه - بېرون مه اخله نېک خويه

که بېرون يو قدم کېږدې - د نبي شرعه به پرېږدې

نصيحت کوم وتاته - مه جاروزه بلې خواته

تاته وايم زما ځان يې - لا تر ځان راباندې گران يې

مړينه

ليکلي آثار

ملا الف دوه کتابونه په پښتو نظم کړي دي. د يوه نوم يې نصيحت نامه او د بل نوم يې بحر الايمان ؤ. د بحر الايمان د کتاب ليکل يې د ۱۰۱۹ س. کال د محرم په څلورمه نېټه د چهارشنبې په ورځ بشپړ کړی خو د نصيحت نامې د ليکلو نېټه يې نه ده څرگنده


اخځلیک

۱- https://tolafghan.com/posts/16458