الفرېد بیوملر
| الفرېد بیوملر | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۹ نومبر ۱۸۸۷[۱][۲] |
| مړینه | 19 مارچ 1968 (81 کاله)[۱][۲] |
| تابعیت | |
| ګوند | نازي ګوند |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | فیلسوف ، سياستوال |
| کاروونکې ژبه | جرمني ژبه [۱][۳][۴] |
| د کړنې څانګه | فلسفه [۵]، جمالیات [۵] |
| سمول |
|
الفرېد بیوملر (د ۱۸۸۷ کال د نومبر له ۱۹ – د ۱۹۶۸ کال د مارچ تر ۱۹) اتریش الاصل آلمانی فیلسوف، روزنپوه او نازي مفکوره وتلی پلوی ؤ. له ۱۹۲۴ کال څخه یې په درسدن ټکنالوژیکي پوهنتون کې درس ورکاوه، چې په پیل کې یې د بې معاش استاد توګه دنده پر مخ وړه. بیوملر په ۱۹۲۴ کال کې پوهنوال (Extraordinarius) او یو کال وروسته پوهاند شو. له ۱۹۳۳ کال راهیسې یې په برلین کې د سیاسي روزنپوهنې انستیتوت د رئیس په توګه فلسفه او سیاسي تعلیمات تدریس کړل.
ژوندلیک
[سمول]بیوملر په برلین او بن کې د فلسفې او هنر تاریخ له زده کړو وروسته، په ۱۹۱۴ کال کې په مونخ کې د کانټ په ښایسته پېژندنه کې د عمومي اعتبار مسئله (the problem of general validity in Kant's aesthetics) په اړه د یوې مقالې په لیکلو سره خپله ډوکتورا ترلاسه کړه. هغه له ۱۹۲۴ کال څخه په دریسډن تخنیکي پوهنتون کې درس وکړ، هلته یې وړتیا ومونده او په ۱۹۲۸ کال کې د پوهنوال او په ۱۹۲۹ کال کې پوهاند شو. د پوهنځۍ له دخالت پرته، د کلتور ملي سوسیالیست پروسي وزیر، برنارډ روسټ له خوا په ۱۹۳۳ کال په برلین پوهنتون کې د فلسفې او سیاسي روزنپوهنې د استادۍ نوې رامنځته شوې څوکۍ ته وټاکل شو او په عین وخت کې د سیاسي روزنپوهنې لپاره د نوي جوړ شوي انسټیټیوټ رئیس وټاکل شو. ویکتور کلیمپیر څرګنده کړه، "د برلین ضعیف استادان: بیوملر د دوی فیلسوف، نیوبرټ د دوی رومانیست". هغه د خپل نږدې ملګري، ارنسټ نیکیش ترڅنګ د وایډرسټنډ جورنال په لومړیو ټوکونو کې مرسته کړې وه. هغه د Zeitschrift für National Revolutionäre Politik سره د "لوپولډ مارتین" او "وولف ایکر" په مستعار نومونو مرسته وکړه. [۶][۷][۸]
بیوملر په اصل کې بندیش او جنګکانسروټیون ته نږدې ؤ، خو بیا یې ملي سوسیالیزم ته مخه کړه. نوموړی په ۱۹۳۰ کال کې د کامفبنډ فر دویچ کلتور فولکلوري یهودیت ضد (folkish-antisemitic Kampfbund für deutsche Kultur) له بنسټګرو څخه ؤ. د ۱۹۳۰ کال لسیزې له پیل څخه یې د هټلر او د نازي سر ایډیالوژیست، الفریډ روزنبرګ سره شخصي اړیکه درلوده. بیوملر د نورو فیلسوفانو سره د ۱۹۳۲ کال په رایشټاګ ټاکنو کې د NSDAP سره خپله وفاداري اعلان کړه، خو هغه د ګوند واک ته ورسېدو وروسته د غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
بیوملر د ۱۹۳۳ کال کال د مې په ۱۰ د خپل کالج"Wissenschaft, Hochschule, Staat" (ساینس، پوهنتون، دولت) د یوې برخې په توګه د "Wider den undeutschen Geist" ( د غیر الماني اروا په وړاندې) تر سرلیک لاندې خپله پرانیستې وینا د برلین پوهنتون د وینا په ګڼ ګوڼ ۳۸ تالار کې ورکړه. زیاتره زده ګریالان په SA یونیفورم کې حاضر شوي وو. د وینا په پیل کې، د زده کړیالانو د بیرغ پلاوي د نازي نښان بیرغ سره تالار ته راننوتل. د دې وینا هغه مهم نقل قول چې کم پام ورته وشو، داسې ؤ: "سیاست یوازې هغه کسان رامنځته کولی شي چې ورته مسؤل وي. په حقیقت کې یوه فلسفه او د سیاست علم شته، خو یو علمي سیاست او د سیاسي علم په څېر کوم څه نه شته. فکر باید فکر ته ځواب ووایي." بیوملر په دوام کې توضیح وکړه: " دلته په یوه کلمه کې ویلای شو چې ملي سوسیالیزم له فکري پلوه څه معنی لري: یو ډول سرتېری د تعلیم لرونکو ځایناستی کول." د وجدان او د فرد پالنې د آزادۍ دوران " پای ته ورسېد. "هغوی اوس راوځي چې هغه کتابونو سوځوي چې په کې یوې بهرنۍ اروا زموږ سره د جګړې لپاره د جرمن کلمه کارولې ده . [. . .] هغه څه چې نن ورځ له ځانه لرې کوو هغه زهرونه دي چې د کاذب زغم پرمهال راټول شوي دي. " وروسته، د مشعل وړونکو بهیر چې د بیوملر یې تر مخ نه ؤ، تر اوپرنپلټز ډګر پورې جوړ شو.د ولکیشر بیوباکټر په وینا، هلته "جرمني اروا" باید په سمبولیک ډول د ۲۰۰۰۰ کتابونو په سوځولو سره پاک شي. [۱۳]
بیوملر په ۱۹۳۴ کال کې د زده کونکي آیدیال په توګه د "سیاسي سرتېري"، د "نارینه کورونو" د جوړولو او د "ښځینه - ډیموکرات" د حذف کولو غوښتنه وکړه. مارتین هایډګر د بیوملر او ارنسټ کریک دواړو د ژورپوهنې په نشتوالي نیوکه وکړه او دا چې دواړو غوښتل د روزنې بهرنیو پروګرامونو او نظامي روزنې له لارې د "سیاسي سرتېري" پېداګوژيکي ملي ماډل په حقیقت بدل کړي. بیوملر د ۱۹۳۴ کال د جولای راهیسې د NSDAP د لوړو زده کړو کمیسیون غړی ؤ. همدا راز هغه ریشسلیټر روزنبرګ له لوري په ۱۹۳۴ کال کې د NSDAP د فکري روزنې اود تعلیم د څارنې لپاره د مشر (هټلر) د هيئت د ساینس دفتر مشر" وټاکل شو او په ۱۹۴۱ کال کې یې د خدمتونو مشر رتبې ته ترفغ وکړه. بیوملر هلته اصلاً د پوهنتونونو سره د روزنبرګ د رابط په توګه کار کاوه او همدارنګه د ښوونې او روزنې نړیوال جورنال (Internationale Zeitschrift für Erziehung) او د ۱۹۳۶ کال څخه یې د نړۍ لید او مکتب (Weltanschauung und Schule) جورنال، چې سمونګر یې هانس کارل لیستریتز ؤ، اډېټ کاوه. د روزنبرګ دفتر په ساینس څانګه کې د هغه دنده په ځانګړې توګه دا وه چې " په پوهنتونونو کې د وټاکل کېدو لپاره د بشري علومو د پوهانو په ارزونه باندې کار وکړې او د روزنپوهنې بنسټیزو پوښتنو ته رسېدنه وکړي." [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
بیوملر په ۱۹۳۹ کال کې د اډولف هټلر د ۵۰-ام کلیزې په مناسبت په Festschrift Deutsche Wissenschaft کې یوه مقاله ولیکه. په هغه وخت کې ارنسټ کریک او بیوملر "د ملي سوسیالیزم دوه مخکښ فیلسوفان" ګڼل کېدل. بیوملر د ۱۹۴۲ کال د اپریل څخه د Aufbauamt der Hohen Schule مشر ؤ، د ګوند هغه د پلان شوي پوهنتون چې د NSDAP د عالي مکتب په نوم یادېد. [۱۸][۱۹][۲۰]
بیوملر د ۱۹۴۵ کال څخه وروسته د هامیلبورګ او د لودویګسبورګ په کمپونو کې د دریو کلونو لپاره کار زده کوونکی شو. نوموړی یو له هغو کمو نازي پروفیسورانو څخه ؤ، چې د پوهنتون پست ته راستون نه شو. [۲۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12165285t — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/baeumler-alfred — سکالو پېژند: Alfred Baeumler — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000600747 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/21960035
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000600747 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ Nitzan Lebovic, The Beauty and Terror of "Lebensphilosophie": Ludwig Klages, Walter Benjamin, and Alfred Baeumler, South Central Review, Vol. 23, No. 1, Fascism, Nazism: Cultural Legacies of Reaction (Spring, 2006), pp. 23-39
- ↑ Victor Klemperer: Tagebücher 1942–45. Aufbau-Verlag Berlin 1995, S. 479.
- ↑ Armin Mohler: Die konservative Revolution in Deutschland. Stuttgart 19995, S. 479
- ↑ Ernst Klee: Das Personenlexikon zum Dritten Reich. Wer war was vor und nach 1945. Fischer Taschenbuch Verlag, Zweite aktualisierte Auflage, Frankfurt am Main 2005, S. 24.
- ↑ Christoph Jahr: Die nationalsozialistische Machtübernahme und ihre Folgen. In: Heinz-Elmar Tenorth (Hrsg.): Geschichte der Universität unter den Linden 1810–2010. Band 2. Die Berliner Universität zwischen den Weltkriegen 1918-1945. Akademie-Verlag, Berlin 2012, ISBN 978-3-05-004667-9, S. 315.
- ↑ T. Laugstien: Philosophieverhältnisse im deutschen Faschismus. S. 27
- ↑ T. Laugstien: Philosophieverhältnisse im deutschen Faschismus. S. 203
- ↑ Männerbund und Wissenschaft, S. 129, 130, 137; Christoph Jahr: Die nationalsozialistische Machtübernahme und ihre Folgen. In: Heinz-Elmar Tenorth (Hrsg.): Geschichte der Universität unter den Linden 1810–2010. Band 2. Die Berliner Universität zwischen den Weltkriegen 1918-1945. Akademie-Verlag, Berlin 2012, ISBN 978-3-05-004667-9, S. 302.
- ↑ Männerbund und Wissenschaft, 1934
- ↑ Michael Grüttner: Die Hochschulkommission der NSDAP. In: Ursula Ferdinand, Hans-Peter Kröner, Ioanna Mamali (Hrsg.): Medizinische Fakultäten in der deutschen Hochschullandschaft 1925–1950. Synchron, Heidelberg 2013, S. 34.
- ↑ Léon Poliakov, Josef Wulf: Das Dritte Reich und seine Denker. Berlin 1959
- ↑ Klaus-Peter Horn: Erziehungswissenschaft an der Berliner Friedrich-Wilhelms-Universität in der Zeit des Nationalsozialismus. In: Rüdiger vom Bruch (Hrsg.): Die Berliner Universität in der NS-Zeit. Band 2: Fachbereiche und Fakultäten. Franz Steiner, Wiesbaden 2005, ISBN 3-515-08658-7, S. 218
- ↑ Ernst Nolte: Zur Typologie des Verhaltens der Hochschullehrer im Dritten Reich. In: Aus Politik und Zeitgeschichte, Beilage B 46/65 zur Wochenzeitung Das Parlament, 17. November 1965
- ↑ Ernst Klee: Das Personenlexikon zum Dritten Reich. Wer war was vor und nach 1945. Fischer Taschenbuch Verlag, Zweite aktualisierte Auflage, Frankfurt am Main 2005, S. 24.
- ↑ Diss. phil.[مړه لينکونه] University of Giessen 2013: Der Einsatzstab Reichsleiter Rosenberg und seine Tätigkeit in der Ukraine 1941-1944, by Nazarii Gutsul, p. 25
- ↑ Ernst Klee: Das Personenlexikon zum Dritten Reich. Wer war was vor und nach 1945. Fischer Taschenbuch Verlag, Zweite aktualisierte Auflage, Frankfurt am Main 2005, S. 24.
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1968ز مړينې
- 19 مارچ مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
