الفريډ رسل واليس
الفريد رسل واليس (۸ جنوري ۱۸۲۳ – ۷ نومبر ۱۹۱۳ز ) په طبيعيت باور لرونکی بریتانوی لوڅاوو (کشاف)، جغرافيه لیکونکی، انسان پېژندونکی، بيالوژي پوه او انځورګر و. نوموړی په خپلواک ډول د طبيعي غوراوي له لارې د تکامل پر نظريه د پوهېدو له امله خورا شهرت موندلی؛ په دې موضوع د هغه لیکنه د کارليس ډاروين له ځينو لیکنو سره يو ځای په ۱۸۵۸ ز کال کې خپره شوې وه. دې چارې ډاروين وهڅاوه چې «د انواعو سرچینې په اړه » ترسرلیک لاندې خپله لیکنه خپره کړي.[۱۳][۱۴] د ډاروين په څېر اليس هم پراخه ساحوي کارونه تر سره کړل – لومړی يې د امازون سمندر په رودخانه کې، ورپسې د ماليا مجمع الجزاير کې، چېرته چې هغه د حيواناتو وېش تشخيص کړ چې اوس د واليس د کرښې په نوم يادېږي، کوم چې د اندونيزيا مجمع الجزاير په دوو جلا جلا برخو وېشي: لوېديځه برخه چېرته چې حيوانات په ستره پيمانه اسيايي اصليت لري او ختيځه برخه چرته چې استراليايي حيوانات دي. هغه په نولسمه پېړۍ کې د جغرافيې له اړخه د حيواناتو د ډولونو د وېشلو مخکښ پوهاند و او کله کله «د ژوند د جغرافيې پلار» په نوم هم پېژندل کېږي.[۱۵] واليس د نولسمې پېړۍ د تکاملي مفکرينو له مخکښانو يو و، د طبيعي غوراوي شریک کشف کوونکی و، تر څنګ يې د تکامل نظريې په پرمختګ کې زياته ونډه درلوده. د هغه په کارونو کې د حيواناتو له خوا د خبرداري ورکولو رنګ اخستل او پياوړتيا (چې کله کله د واليس د اغېز په نوم يادېږی) شامل دي، دا هغه ګڼنه (فرضيه) ده چې طبيعي غوراوي څنګه کولای شي، د هايبرډيزيشن پر ضد د خنډونو په پراخولو کې مرسته وکړي او په دې توګه بېلا بېل انواع رامنځته کړي. «په کايناتو کې د انسان ځای» په نوم د واليس کتاب چې په ۱۹۰۴ ز کال کې خپور شوی، په نورو سيارو کې د ژوند د شونتيا په اړه د يو ژوند پېژندونکي لومړۍ جدي هڅه وه. همدا راز، هغه لومړی ساينس پوه و چا چې په مريخ کې د ژوند د شتون يا نه شتون د موضوع په اړه لومړۍ جدي لیکنه وکړه.[۱۶] د علمي کار تر څنګ، نوموړی يو ټولنيز فعال هم و او په نولسمه پېړۍ کې په بریتانيه کې يې پر هغه اقتصادي نظام چې (پانګوالي) يې باله، نیوکه درلوده، اليس دا نظام غير عادلانه باله. د روحانيت پلوۍ او د انسانانو د لوړو ذهني وړتياوو لپاره د غیر مادي اصل پر نه شتون د هغه باور د علمي بنسټونو له ځينو غړو سره د هغه اړيکې خړې پړې کړې وې. په طبيعي تاريخ کې د هغه لېوالتيا د دې لامل وګرځېده چې د لومړي پوهاند په توګه د انسانانو د کارونو له امله پر چاپېريال د اغېزو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي. هغه يو ستر ليکوال و چې په سینګاپور، اندونيزيا او ماليزيا کې يې په علمي او ټولنيزو موضوعاتو لیکنې کړي؛ د ملايا مجمع الجزاير يې ډېر مشهوراو هم ډېر د پاملرنې وړ ګرځېدلی و. په ۱۸۶۹ ز کال کې په لومړي ځل له خپرېدو وروسته بيا کله هم چاپ نه شو. ژوند ليک[سمول]د ژوند لومړي کلونه[سمول]الفريد رسل واليس د ۱۸۲۳ ز کال د جنورۍ په اتمه نېټه د مونموتشاير په لنباډيک کې زېږېدلی و. هغه د ماري انا واليس او توماس وير واليس د نهو بچيانو په منځ کې اتم بچی و. مور يې انګریزه وه او ممکن پلار يې له سکاتلنډي نسل څخه و. د نورو هغو په څېر چې ځانونه يې واليس بلل، د الفريد کورنۍ هم ادعا کوله چې د وليام واليس سره اړيکې لري، وليام واليس په ديارلسمه پېړۍ کې د سکاټلينډ د خپلواکۍ د جګړو پر مهال د سکاټلینډي ځواکونو يو مشر و. پلار يې تاماس له حقوقو فارغ شوی و، خو په دې برخه کې يې کله هم کار ونه کړ. هغه د عايد يوه اندازه شتمني درلوده، خو د ناسمو پانګونو او په سوداګرۍ کې د ناکامېدو له کبله يې کورنۍ د تل لپاره د سختو مالي ستونزو سره مخامخ شوه. مور يې د هرتفورد ميشتې منځني ژوند لرونکې کورنۍ غړې وه. کله چې واليس پنځه کلن و، کورنۍ يې هرتفورد ته وکوچېده. په دې ځای کې نوموړي په هرتفورد کې د ګرامر ښوونځي کې زده کړې وکړې، تر څو چې کورنۍ يې د مالي ستونزو له امله، په ۱۸۳۶ ز کال کې هغه مهال چې دی څوارلس کلن و، له دې ښوونځي ویوست.[۱۷][۱۸][۱۹] له دې وروسته واليس لندن ته ولاړ تر څو له خپل مشر ورور جان سره ميشت شي، ورور يې نولس کلن او ودانيزو کارونو ماهر و. دا يو لنډ مهالی اقدام و تر څو چې مشر ورور يې وليام چمتو شو هغه د اندټولوونکي (سروی کوونکي/ارزوونکي) شاګرد په توګه ومني. په لندن کې الفريد د لندن ميخانيکي انستيتيوت (اوسمهال د لندن بيرکبيک پوهنتون) کې علمي درسونو ته تلو او هلته يې کتابونه لوستل. په دې ځای کې هغه د ويلز د ټولنيز سمون غوښتونکي رابرټ اوون او توماس پين د سخت دريځه سياسي اندونو سره مخ شو. هغه په ۱۸۳۷ زېږديز کال کې له لندن ولاړ او د شپږو کلونو لپاره يې د خپل ورور سره د شاګرد په توګه کار وکړ. د ۱۸۳۹ زېږديز کال په پای کې، دوی د ويلز پولې ته نژدې د هرفورډشاير کينګټون ته ولاړل، او بالاخره د ويلز په نيث سيمه کې ميشت شول. د ۱۸۴۹ او ۱۸۴۳ زېږديزو کلونو په منځ کې، واليس د انګلستان او ويلز په لويديزو څنډو کې د ځمکو په نقشه جوړولو کې کار وکړ. د ۱۸۴۳ زېږديز کال په پای کې، د سختو اقتصادي حالتونو له امله د ويليام کاروبار کم شو او واليس په شل کلنۍ کې د جنورۍ په مياشت کې دا ځای خوشې کړ. [۲۰][۲۱] اوسمهال د هغه د هويت په اړه د جنجالونو يو علت د هغه لومړي سفرونه دي. په داسې حال کې چې واليس په مانوماتشير کې زېږېدلی و، ځينې په دې باور دي چې هغه د ويلز اصلي اوسیدونکی و. بيا هم، ځينو تاريخ پوهانو دا اند تر پوښتنې لاندې نيولی، ځکه چې له مور پلار څخه يو يې هم اپه اصل کې د ويلز اوسېدونکي نه وو، کورنۍ يې يوازې د لنډ وخت لپاره په مانوماتشير کې ژوند کړی، د ويلز هغو اوسېدونکو چې واليس يې په ماشومتوب کې پېژا نده، هغه د انګلستان بولي، همدا راز واليس هم په پرله پسې ډول خپل ځان انګرېز باله، نه د ويلز اوسېدونکی (ان هغه مهال هم کله يې چې د ويلز په اړه لیکل کول). د واليس په اړه يو څېړونکی وايي: د دې جنجال لپاره منطقي معنا دا ده چې هغه يو انګرېز و چې په ويلز کې زېږدلی و.[۲۲][۲۳] د وزګارتيا له يو لنډ پړاو وروسته، هغه ته په ليسيستر کالج ښوونځي کې د انځورګرۍ، نقشې جوړولو او ارزونې د ښوونکي په توګه دنده ورکړل شوه. واليس به په ليسيستر کې څو ساعتونه په کتابتون کې تېرول: هغه د نفوسو د اصل په اړه د توماس رابرټ مالتس يوه لیکنه ولوسته او يو ماښام يې خځنده پېژندونکي هنري بيتس سره لیدنه وشوه. بيتس نولس کلن و او په ۱۸۴۳ ز کال کې يې د حيوان پېژندنې په نوم مجله کې د ګونګټو په اړه يوه لیکنه خپره شوې وه (په نګليسي کې دا خځنده beetles او په دري کې يې سوسک بولي). هغه له واليس سره ملګری شو او د خځنډه ګانو په راټولو يې پيل وکړ. ورور يې وليام د ۱۸۴۵ ز کال د مارچ په مياشت کې مړ شو. واليس د ښوونکي دنده پرېښوده، تر څو په نيث کې د خپل ورور د شرکت چارې سمبال کړي؛ خو هغه او ورور يې ونه شول کولای چې دا کاروبار پر مخ بوځي. څو مياشتې وروسته، واليس په يو نږدې شرکت کې د انجنير په توګه دنده پیل کړه، دې شرکت د نيث په ويل کې د اورګاډي د يوې پټلۍ په ارزونه کار کاوه.[۲۴][۲۵] واليس په دې ارزونه کې کار وکړ، چې ډېر وخت به يې له کوره بهر او د ښار په څنډو کې تېراوه او دې کار له ده سره مرسته وکړه چې د خځنده ګانو په راټولولو کې د هغه لېوالتيا لا زياته کړي. واليس خپل ورور جان قانع کړ چې د يو بل ودانيز او ملکي انجنيرۍ شرکت په پيلولو کې له هغه سره ملګرتيا وکړي. دې شرکت ځينې پروژې پر مخ يووړې، په دې پروژو کې یوه هم د نيث ميخانيکي انستيتيوت لپاره د ودانۍ طرحه جوړول و، کوم چې په ۱۸۴۳ ز کال کې جوړ شوی و. د ياد شرکت بنسټ اېښودونکی وليام جونز د واليس تر اغېز لاندې راغی او هغه يې قانع کړ چې د ساينس او انجنيرۍ په اړه درسونه وړاندې کړي. د ۱۸۴۶ ز کال د مني په موسم کې، جان او هغه د نيث سره نژدې يو کوچنی کور راونيو، دلته دوی له خپلې موراو خور فيني سره اوسېدل (پلار يې په ۱۸۴۳ ز کال کې مړ شوی و). [۲۶][۲۷][۲۸] سرچينې او ياداښتونه[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118806009 — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12419995h — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۲۰ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Alfred-Russel-Wallace — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bc41d1 — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6416 — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/4085 — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wallace-alfred-russel — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0071768.xml — subject named as: Alfred Russel Wallace — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=65781 — subject named as: Alfred Russel Wallace — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://cs.isabart.org/person/149559 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12419995h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Smith, Charles H. "Responses to Questions Frequently Asked About Wallace: Was Wallace actually a Welshman, as seems to be increasingly claimed?". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. د لاسرسينېټه ۲۰ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wallace, Alfred. "On the Tendency of Varieties to Depart Indefinitely From the Original Type". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اپرېل ۲۰۰۷. د لاسرسينېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Smith, Charles H. "Alfred Russel Wallace: Evolution of an Evolutionist Introduction". Western Kentucky University. د لاسرسينېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Is Mars Habitable?, by Alfred Russel Wallace". people.wku.edu. د لاسرسينېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wilson The Forgotten Naturalist p. 1.
- ↑ Smith, Charles H. "Alfred Russel Wallace: A Capsule Biography". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اپرېل ۲۰۰۷. د لاسرسينېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wilson pp. 6–10.
- ↑ Raby Bright Paradise pp. 77–78.
- ↑ Ross A. Slotten. The Heretic in Darwin's Court:The Life of Alfred Russel Wallace.Columbia University Press, June 2004.pp. 11–14.
- ↑ "28. Alfred Russel Wallace". 100 Welsh heroes. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسينېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Smith, Charles H. "Responses to Questions Frequently Asked About Wallace: Was Wallace actually a Welshman, as seems to be increasingly claimed?". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. د لاسرسينېټه ۲۰ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Shermer In Darwin's Shadow p. 53.
- ↑ Slotten pp. 22–26.
- ↑ "Neath Mechanics' Institute" Archived 10 November 2013 at the Wayback Machine. Swansea University. Retrieved 21 April 2013.
- ↑ Slotten pp. 26–29.
- ↑ Wilson pp. 19–20.
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1914م وفاتونه
- 7 نومبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P1971
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره