اقتصادي نظام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وټپوهنه

وټه

کوچنی وټه · لویه وټه
د وټیزو آندونو مخینه
څېړندود سیاسي وټه
د بازار وټه  · د بازار ډولونه
غوښتنه  · وړاندیز  · پیسې
ډډون  · غونجېدنه  · سوداگري

ټولیزه وټپوهنه

وټيزه تگلاره  · وټ اټکلونه
بهرنۍ سوداگري  · بنسټیزه وټه
د بازار تعادل  · لمن لگښت
گټندوی  · د نش تعادل

ډگرونه او څېرمه ډوگرونه

چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي
وده · پراختیایي · پېښلیک
نړیوال · وټیز غونډال
پولي او مالي وټه
ټولوگړیز او وټیزه ښېگڼه
روغتیایي · پوهنه · ښېگڼه
نفوس · کارگر · مدیریتي
سوداگري · مالومات
صنعتي سازمانونه · قانون
کرهڼه · طبعي سرچینې
چاپېریالي · چاپېریالپوهنیزه
ښاري · کلیوالي · سیمه ییز · ځمکپوهنه

لړونه

ورځپاڼې · خپرونې
ویشنیزې · سرلیکونه · وټپوهان

د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه

وټیز غونډال یا اقتصادي نظام د توکو او چوپړتیاوو د تولید او تبادلې او همدارنگه په يوه ټولنه کې د سرچینو د ځانگړولو یا تخصیص غونډال ته ویل کيږی. اقتصادي نظام د یوه هېواد له مهمو بنستیزو اقتصادي ارکانونو څخه گنل کېږي، چې د ټولنو په کولتور، معیشت او پرمختگ کې رغنده رول لوبوي. د فقر پانگوالۍ، عدالت و بې عدالتۍ او د فردي انگېزې ایجاد یا د هغې نه شتون؛ دا ټول د اقتصادي نظام ترر اغیز لاندې او د هغې په چوکاټ کې منځته راځي.

څنگه ممکنه ده داسې یو اقتصادي نظام رامنځته شي چې په دایمي ډول د بشر اقتصادي ستونزو ته د حل لار وگرځي؟ په نړۍ کې مشهور پېژندل شوي اقتصادي نظامونه په لاندې ډول دي:

  • پانگوال اقتصادي نظام یا کاپیټلیزم
  • اشتراکي اقتصادي نظام یا سوسیالیزم
  • د اسلام اقتصادي نظام

پانگوال اقتصادي نظام[سمول]

د کاپیټلیزم انګلیسي: Capitalism کلېمه د لومړي ځل لپاره په کال ۱۸۵۴ز کال، د انگلیسي ژبې په یوه ناول کې د پانگې د ملکیت په مانا استعمال شوې. د انگلیسي ژبې قاموس یاده کلېمه د Capital څخه اخیستل شوې گڼي چې د لاتینې ژبې د Caput اوښتې بڼه ده او د (سر) مانا ورکوي. کاپیټلیزم د لوېدیځ د لیبرال ډیموکراسۍ اقتصادي مفکوره ده، او د هغه نظام نوم دی چې په هغه کې د یوې ټولنې اقتصادي منابع د عامو وگړو په شخصي ملکیت کې وي او ټول خلک د خپلو شخصي گټو لپاره کار کوي. حکومت د چا په ملکيت، د سوداگرۍ په چارو او فعالیتونو کې هيڅ ډول لاسوهنه نه لري. د اقتصادي فعالیتونو اصلي موخه په کې گټه ترلاسه کول دي.

منځته راتگ:[سمول]

په منځنیو پيړیو کې اروپايي ټولنو په هره مانا ډیر وروسته پاتې او تیاره ژوند درلود، هم له مادي او هم له معنوي اړخه. خلک په کې په دریو ډلو ویشل شوي و. لومړۍ ډله یې اشراف و چې پراخه ځمکې یې درلودې او د عیش و عشرت ژوند یې کاوه. دوهمه طبقه په کې د کلیساوو راهبان و. دوی په ټولنه کې د خلکو د ناپوهیو او جهالت څخه په استفادې په هغوی خپل ناقص افکار چلول او د فیوډالانو د گټو لپاره به یې کار کاوه. دریمه ډله خلک په کې بزگران و چې د ټولنې تر ټولو ټیټه طبقه وه او د ژوند له ټولو مزایاوو بې برخې و. لکه ماشینونه به یې یواځې د اشرافو او راهبانو په چوپړ کې شپې، ورځې تیرولې. د وخت په تیریدو، د ټولنې ټیټه طبقه خلک (بزگران) د دیني راهبانو او اشرافو له ظلمونو او سلطې په تنگ شول؛ په حقونو یې تعرضات کیدل او له ستونو یې مړۍ ویستل کېدې. همدا وخت و چې د دریمې طبقې په منځ کې د شخصي ازادۍ نارې اوچتې شوې، او پانگوال اقتصادي نظام رامنځته شو. فردي ازادي چې ددغه نظام فکري بنسټ تشکیلوي د لاندې عواملو په اساس په ډیر گړندي ډول پراختیا ومونده:

    • د قومي دولتونو منځته راتگ
  • د جغرافیایي اکتشافاتو جوړښت
  • علمي او فکري نهضتونه او ددیني تحریک اصلاح
  • صنعتي انقلاب
  • د فیوډالي نظام کمزورتیا او ښارونو ته د غلامانو تېښته

د کاپیټلیزم اقتصادي نظریه د منځنیو پیړیو له ختمیدو وروسته، له اولسمې پیړۍ راپدېخوا رامنځته شوې چې په اوایلو کې یې د سوداگرۍ بڼه درلوده، وروسته یې صنعتي شکل خپل کړ او په شلمه پیړۍ کې د پانگوال اقتصادي نظام په نامه شهرت ته ورسید. په دغه نظام کې فردي ملکیت ته مطلقه خپلواکي ورکړل شوې، هر څوک پر خپل شخصي ملکيت، د توليد پر وسايلو او د هغوی په اړه د هر ډول پریکړو پوره واک او اختيار لري. د تقاضا، عرضې، پانگې اچونې او قیمت ټاکنې په برخه کې افراد مطلقه ازادي لري او د دولت له مداخلې په امان دي. دولت او یا بله کومه مسؤوله اداره په اقتصادي فعالیتونو کې مهم رول نه لري، دندې یې یواځې د امنیت په ساتلو او د قانون څخه د سرغړاوي په مخنیوي پورې محدودې دي.

بڼې[سمول]

په دغه نظام کې د توکو او خدمتونو قیمتونه د بازار د قوو ( عرضې او تقاضا) د تقاطع په نتیجه کې ټاکل کېږي. په کوم نرخ چې د بازار عرضه او تقاضا مساوات ته ورسیده، هماغه نرخ په بازار کې د پیر او پلور قیمت ټاکل کېږي. په دې ډول نظام کې حکومت د هیڅ ډول مداخلې اجازه نه لري.

دا نظام هم د ازاد بازار یو ډول دی؛ مگر دولت په کې د ټولنیزو گټو او سهولتونو د برابرولو په موخه په ځینو خاصو برخو کې د مداخلې حق لري. د ټولنیز بازار اقتصاد د غربي او شمالي اروپا په ځینو هیوادونو او چاپان کې منل شوی نظام دی.

دا د معاصر بازار هغه ډول دی چې په هغه کې دواړه، خصوصي او دولتي سېکټورونه په اقتصادي کړو وړو کې ونډه لري. ممکنه ده چې د ونډو تر منځ یې توپیر موجود وي او یا هم په ځینو برخو کې دولت له انحصاري دریځه برخمن وي، خو په ټوله کې دولت له خصوصي سېکټور سره یو ځای، اوږه په اوږه اقتصادي فعالیتونو پر مخ وړي.

سرچینې[سمول]

  • د لومړیتوب سایټ داحمدسینا سباوون لیکنه