افغان ځاييتابه پروگرام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عمر انصاري د پروگرام مشر

افغان ځاييتابه پروگرام د افغان كمپوټر پوهنې ټولنې او افغان دولت په گډه سره پرمخ بيايي، چې موخه يې د افغانستان د ځايي ژبو (پښتو، دري، ازبكي، تركمني...) په كمپيوټري حساب برابرل دي، يانې د كمپيوټر پروگرامونه دغو ژبو ته ورژباړل، او دا ژبې كمپيوټر ته ورپېژندل دي. ددې پروژې مشر عمر منصور انصاري، او شاوخوا ۲۰ كسه ژباړونكي، ژبكتونكي او نور اړوند كسان په كار بوخت دي. د يادولو وړ ده چې د پښتو ژبې نامتو ښوونكي پوهاند ډاكټر مجاور احمد زيار او استاد محمد اصف صميم صېب د ژبكتونكيو د ډلې مشري كوي.

لاسته راوړنې

عمر انصاري، استاد صميم او زيار صېب

د افغان ځاييتابه ډله پدې بريالۍ شوې چې د لومړي ځل لپاره په نه ستړي كېدونكي هلو ځلو سره پدې وتوانېدل چې د ماېكروسافټ په پروگرامونو كې د پښتو ژبې لپاره ځاى پېدا كړي، او هغه داسې چې پس له دې چې د ماېكروسافټ كمپنۍ لخوا كومه نوې ونډو بازار ته راوځي، نو د نورو ژبو په څېر به د پښتو ژبې لرونكې وي ( د پښتو ليكلو جوگه وي). ددې ټولنې د يوه ستر او نه هېرېدونكي خدمت بله بېلگه د افس اكس پي ۲۰۰۳، درې پروگرامونه (ورډ، اكسل او پاورپواېنټ) پښتوكړي. دارنگه يې اكس پي ۲۰۰۷ ونډوز هم پښتو ژبې ته اړولې چې په لنډ راتلونكې كې به بازار ته راووځي.

ددې پروژې مالي لگښت د مايكروسافټ ادارې پر غاړه دى.

دا هم وگورئ

باندنې تړون

د افغان كمپوټر پوهنې ټولنې Archived 2007-10-20 at the Wayback Machine.