Jump to content

اسمایي غر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له اسمایي غر (کوه اسمایی) نه مخ گرځېدلی)
اسمايي غر
عامه معلومات
عمومي معلومات
هېواد
د اسمایي غر انځور له کابل ښار څخه

کوه اسمايي یا اسمایي غر یو غر دی چي په مستقیم ډول د کابل ښار لویدیځ ته د ۲٬۱۲۶ متر (۶٬۹۷۵ فوټه) په لوړوالی کي موقعیت لري. یاد غر د ټلویزیون غونډۍ په نوم هم پیژندل کیږي، ځکه په سر کي یې د لوی تلویزیون ماسټ او انتنونه شتون لري. [۱] اسمایي د غونډۍ په څنډه کي د هندوانو د معبد په نوم نومول سوی، کوم چي د افغان هندوانو یو مهم ځای او په کابل کي یو له پخوانیو معبدونو څخه ګڼل کیږي.

تاریخ[سمول]

تلویزیون غونډۍ د یوې لرغوني کلا ځای دی. د ۱۸۷۹ کال د ډسمبر په میاشت کي د دوهمې افغان جګړې پر مهال اسمایي غر د یوې اوږدې محاصرې او جګړې ځای وو، چي بریتانوي ځواکونو د نهم لانسر او د پنجاب د پنځمې سپرلۍ په ډله کي پر هغو افغان قبایلو برید وکړ، کوم چي په کلا کي ځای پر ځای سوي وه. افغان ځواکونه د اسلحو او منظم ځواک د نشتون له کبله اړ سول چي کلا بریتاوي فوځیانو ته خوشي کړي او څو بریتانوي پوځیانو ته د ویکتوریا ډالۍ هم ورکړل سوه.

جغرافيه[سمول]

د اسمایي غره لوی انځور

د اسمايي غر د ٢ او ٣ ولسواليو پوله جوړوي او د شېر دروازي غره ته مخامخ ده. دلته درې څوکي (لوړي) شتون لري چي لوړوالی یې 2126 متر، 1975 متر او له شمال لویدیز څخه سوېل ختیځ ته 2110 متره دی. اسمایي غر د کابل ښار له مرکز ( ده افغانان ) څخه یوازي یو کیلو متر لیري دی، چي پرهمدې اساس یې مرکز د کابل پوهنتون په ګډون له ښار څخه لویدیځ ته جلا کړی دی. د اسمایي غر شمال ختيځ ته شهر نو ، شمال لوېديځ ته کارته پروان ، سوېل ختيځ ته زوړ ښار او سوېل ته يې دهمزنګ پروت دي .

د اسمایی هندو عبادتځای[سمول]

د اسمایي غره ته څېرمه د هندوانو یو معبد هم شتون لري. د هندوانو دغه معبد د خپل نوم له امله په دوی کي ځانګړي مذهبي ارزښت لري.[۲] [۳]

احسان بیات په ۲۰۰۶ کال کي د معبد د بیارغوني لپاره بودجه مصرف کړه.

سرچينې[سمول]

  1. (په 2007-05-27 باندې). In the Christian Cemetery, 'we are all God's children'. The Star.
  2. . 5 October 2005. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  3. . 11 July 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)