ارنسټ رنان
جوزف ارنسټ رنان (فرانسوي: [ʁənɑ̃]؛ د ۱۸۲۳ ز ز کال د فبروري له ۲۷ – د ۱۸۹۲ ز کال د اکټوبر تر ۲) یو فرانسوی ختیځ پوه او د سامي پېژندني عالم، د سامي ژبو او تمدنونو متخصص، د دین تاریخ پوه، ژبپوه، فیلسوف، د انجیل عالم او یو منتقد ؤ. هغه د اولیه عیسویت د پیل په اړه اغېزمن او مخکښ تاریخي آثار لیکلي او د مشهورو سیاسي نظریاتو، په ځانګړي توګه د ملتپالنې او ملي هویت څخه یې ملاټر وکړ. رنان د لومړنیو پوهانو څخه دی چې د خزر نظریه چې اوس نامعتبره ده، پر مخ بوتله، د دې نظریې په باور اشکنازي یهودان د خزرانو اولادونه وو، هغه ترکانو چې یهودی دین یې منلی ؤ او د خپل خان-مېشته حکومت له رنګېدو وروسته لوېدیځې اروپا ته کډه شول. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰] ژوند [سمول]زېږون او کورنۍ [سمول]نوموړي د بریټني په ټریګویئر کې د کب نیونکو یوه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نیکه یې چې د کب نیولو خپلې کښتۍ په واسطه لږ شتمني برابره کړه، په ټریګویئر کې یې یو کور وپيرود او هلته مېشت شو، او پلار یې چې د یوې کوچنۍ کټر کښتۍ کپټان او یو کلک جمهوریت غوښتونکی ؤ، د ګاونډي ښار لانیون د سلطنت پلوه سوداګر له لور سره یې واده وکړ. رنان په خپل ټول ژوند کې د خپل پلار او مور د سیاسي باورونو تر منځ د تضاد څخه خبر ؤ. پنځه کلن ؤ چې پلار یې مړ شو او خور یې، هنریټ، چې دولس ز کاله له ده نه لویه وه، د کورنۍ معنوي مشره شوه. هغه چې په ټریګویئر کې د نجونو لپاره د ښوونځۍ د ساتلو په هڅه کې ناکامه شوه، دا ځای یې خوشی کړ او د ځوانو مېرمنو لیلیه لرونکې ښوونځۍ کې د ښوونکې په توګه پاریس ته لاړه. [۲۱][۲۲] تعلیم[سمول]په دې حال کې ارنسټ د خپل پلرني ښار په کلیسايي دیني مدرسه کې تعلیم وکړ. د هغه د ښوونځي په راپورونو کې "مطیع، صبور، هڅاند، زیارکښ او دقیق" بلل شوی. په داسې حال کې چې کشیشانو هغه ته ریاضیات او لاتین تدریس کړل، مور یې تعلیم ورباندې بشپړ کړ. د رنان مور نیمه برېتون وه. د هغې پلرني نیکونه د بورډو څخه وو او رنان به ویل چې: په خپل ذات کې ګاسکونان او بریټنان په دوامداره توګه اختلاف درلود.[۲۲] [۲۳][۲۴] رنان د ۱۸۳۸ ز کال د دوبي په اوږدو کې د ټریګویئر په ز کالج کې ټولې جایزې وګټلې. خور يې په پاریس کې، چې هلته تدریس کاوه، د ښوونځي ډاکتر ته د خپل ورور په اړه وویل، او ډاکتر اف.اې.پي. ډوپنلوپ ته چې د سنټ نیکولاس-دو-چاردونټ کلیسايي ز کالج په جوړېدو کې ښکېل ؤ، خبر ورکړ، په دې ز کالج کې ځوان کاتولیک اشراف او د کاتولیک دیني مدرسو زیاتره تکړه زده کونکي اړ وو چې د اشرافو او کشیشانو ترمنځ د ملګرتیا د رامنځته کولو نظر سره یوځای زده کړې وکړي. ډوپانلوپ رینان ته چې هغه وخت پنځلس کلن ؤ او هېڅکله د برېټني څخه بهر شوی نه و، بلنه ورکړه. "ما په بې حسۍ سره زده کړل چې پوهه د کلیسا امتیاز نه ؤ ... زه د استعداد، شهرت، نوموالي کلیمو په معنی پوه شوم." په ټریګویئر او پاریس کې دین هغه ته په بشپړ ډول بل ډول ښکاره شو. هغه ابي ډوپنلوپ د پلار په څېر ګڼه. [۲۲] [۲۵] په ایسي – لېس مولېنوکس کې زده کړې [سمول]رنان په ۱۸۴۰ ز کال کې سنټ نیکولاس خوشی کړ، ترڅو د ایسي – لېس مولېنوکس په دیني مدرسه کې د فلسفې زده کړې وکړي. هغه په لېوالتیا سره د کاتولیک ښوونیزې فلسفې یا scholasticism (سکولاستیسیزم) ته ننوت. د فیلسوفانو په منځ کې، توماس ریډ او نیکولاس مالبرانش لومړی د هغه پام ځان ته واړاوه او بیا یې د جي. ډبلیو. اف. هیګل، ایمانویل کانت او جې. جي. هرډر ته متوسل شو. رنان د ماورا الطبیعه یا metaphysics چې نوموړي زده کاوه او هغې عقیدې ترمنځ چې ده په ډاګه کوله، تضاد ولید، خو د تائید وړ حقایقو ته لېوالتیا د هغه د شکاکیت مخه ونیوله. هغه هنریټ ته ولیکل، "فلسفه هڅوونکې ده او یوازې نیمایي یې د حقیقت اشتیاق پوره کوي، زه د ریاضياتو لېوال یم". هینریټ د کاونټ زاموسکي په کورنۍ کې د خپلې پخوانۍ دندې په پرتله زیات ګټور مصروفیت منلی ؤ. هغې په خپل ورور باندې ډېر پیاوړی نفوذ وکاراوه. [۲۲] [۲۵] په سنټ سولپیس ز کالج کې زده کړې [سمول]هغه څه چې چې د رنان راټول شوي شکونه یې حل کول، ریاضي نه وه بلکې ژبپېژندنه یا philology وه. د زده کړې دوره یې په ایسي کې بشپړه شوه، په ۱۸۴۴ ز کال کې سنټ سولپیس ز کالج ته لاړ ترڅو کلیسا ته د وارېدو وړاندې د فلولوژي په برخه کې خپله سند واخلي او په دې ځای کې یې عبراني زده کړې پیل کړې. هغه پوه شو چې د اشعیا کتاب دوهمه برخه نه یوازې په بڼه کې بلکې په نېټه کې هم له لومړۍ برخې سره توپیر لري، دا چې د پنځو کتابونو یا Pentateuch ګرامر او تاریخ د موسی له دوران څخه وروسته دی او دا چې د ډانیال کتاب د ترتیب د وخت څخه یې پېړۍ وروسته په روښانه ډول لیکل شوی. په شپه کې یې د ویکتور هوګو نوي ناولونه لوستل؛ د ورځې له خوا یې د آرتر ماري لو هیر تر نظر لاندې عبراني او سریاني زده کړه کولې. رنان د ۱۸۴۵ ز کال په اکتوبر کې د ستانیسلاس په مقصد چې د اوراتوریانو یو لوی ز کالج ؤ، سنټ سولپیس ز کالج پرېښود. هغه چې لاهم د کلیسا تر تسلط لاندې یې خورا ډېر احساس کاوه، په نه لېوالتیا سره يې د دیني ژوند سره خپلې وروستۍ اړیکې پای ته ورسولې او د ام. کروزټ د هلکانو ښوونځۍ کې ښوونکی شو.[۲۲] [۲۵] علمي مسلک [سمول]رنان چې د کشیشانو له لوري يې تعلیم ترلاسه کړ، اړ و چې د خپل ټول ځواک د فوق العاده پراختیا سره ساینسي نظریه ومني. د کائناتو جلال او شوکت د هغه زړه یوړ. د خپل ژوند په پای کې يې د آمیل په اړه ولیکل، "هغه سړی چې د شخصي خاطراتو د لیکلو لپاره وخت لري، هېڅکله یې د کائناتو عظمت نه دی درک کړی." رنان ته د فزيکي او طبيعي علومو په اړه یقینونه د کيميا پوه مارسيلين برتهلوټ له خوا چې هغه مهال اتلس کلن هلک او د ام. کروزټ په ښوونځۍ کې د هغه شاګرد ؤ، په ۱۸۴۶ ز کال کې څرګند شول. دوی ملګرتیا د رنان د مړینې تر ورځې پورې دوام وکړ. رنان یوازې په ماښام کې د لارښود په توګه بوخت ؤ. د ورځې په جریان کې يې د سامي ژبپېژندنې په برخه کې خپلو څېړنو ته دوام ورکړ. په ۱۸۴۷ ز کال کې يې د ولني جایزه یا Volney prize ترلاسه کړه، دا جایزه یوه له اصلي امتیازونو څخه ده چې د ډبرلیکونو اکاډمۍ له لوري هغه ته "د سامي ژبو عمومي تاریخ" د نسخې په پار ورکړل شوه. په ۱۸۴۷ ز کال کې یې د Agrégé de Philosophie په توګه خپل سند واخیست، یعنې، د پوهنتون همکار او ونډوم په لیسه یا lycée Vendôme کې د استاد په توګه دنده ورته وړاندیز شوه. [۲۲] [۲۵] رنان په ۱۸۵۶ ز کال کې د پاریس کې د هنډریک شفر له لور او د آري شفر ورېرې، کورنلي شفر سره واده وکړ، دواړه هالنډي الاصله فرانسوي انځورګران وو. دوی دوه ماشومان درلودل، آري رنان، چې په ۱۸۵۸ ز کال کې زیږیدلی ، یوه انځورګره شوه او نومي، چې په ۱۸۶۲ ز کال کې زیږېدلې او بالاخره د فیلسوف یانیس سیچاریس سره یې واده وکړ. د امریکا فلسفې ټولنې په ۱۸۶۳ ز کال کې هغه یو نړیوال غړی وټاکه. [۲۶] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119214865 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?276833 — subject named as: Ernest Renan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0054884.xml — subject named as: Ernest Renan — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=renan — subject named as: Ernest Renan
- ↑ General Diamond Catalogue ID: https://opac.diamond-ils.org/agent/3828 — subject named as: Ernest Renan
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119214865 — د نشر نېټه: ۱۰ اگسټ ۲۰۲۳ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ https://sallevirtuelle.cotesdarmor.fr/EC/ecx/consult.aspx?image=090025552497623 — موضوع: 18 — پاڼه: 10
- ↑ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Ernest-Renan — subject named as: Ernest Renan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tb1f65 — subject named as: Ernest Renan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/joseph-ernest-renan — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
- ↑ https://cs.isabart.org/person/25877 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ https://archives.paris.fr/arkotheque/visionneuse/visionneuse.php?arko=YTo2OntzOjQ6ImRhdGUiO3M6MTA6IjIwMjItMDktMDIiO3M6MTA6InR5cGVfZm9uZHMiO3M6MTE6ImFya29fc2VyaWVsIjtzOjQ6InJlZjEiO2k6NDtzOjQ6InJlZjIiO2k6MjMwMTQ1O3M6MTY6InZpc2lvbm5ldXNlX2h0bWwiO2I6MTtzOjIxOiJ2aXNpb25uZXVzZV9odG1sX21vZGUiO3M6NDoicHJvZCI7fQ — پاڼه: 26
- ↑ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118744496 — د نشر نېټه: ۱۰ اگسټ ۲۰۲۳ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 Unported او GNU Free Documentation License
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119214865 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ کينډۍ:WsPSM
- ↑ کينډۍ:Cite speech
- ↑ Stampfer, Shaul (Summer 2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Did the Khazars Convert to Judaism?"]. Jewish Social Studies (Bloomington, Indiana: Indiana University Press) 19 (3): 1–72. doi:10.2979/jewisocistud.19.3.1.
- ↑ "Did the Khazars Convert to Judaism? New Research Says 'No'". en.huji.ac.il. Hebrew University of Jerusalem. 26 June 2014. د لاسرسينېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kaufmann, Alfred (1924). "Renan: The Man," The Catholic Historical Review, Vol. 10, No. 3, pp. 388-398.
- ↑ ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ ۲۲٫۲ ۲۲٫۳ ۲۲٫۴ ۲۲٫۵ کينډۍ:EB1911
- ↑ Loth, Joseph (1892). "Renan au Collège de Tréguier," Annales de Bretagne 8 (1), pp. 124-9.
- ↑ Galand, René (1959). L'Âme Celtique de Renan. Presses Universitaires de France.
- ↑ ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ ۲۵٫۲ ۲۵٫۳ Theiss, Will. "The Pale Galilean: Ernest Renan, Jesus, and Modern History", Marginalia, Los Angeles Review of Books, March 16, 2018
- ↑ "Joseph Ernest Renan". American Philosophical Society Member History Database. د لاسرسينېټه ۱۷ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)
- Pages with script errors
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- 1892م وفاتونه
- 2 اکتوبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P140
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي