ارشميدس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سيراکوز اوسېدونکی ارشميدس (۲۸۷ – ۲۱۲  ز)

د سيراکوز اوسېدونکی ارشميدس (۲۸۷ – ۲۱۲  ز) يو يونانی رياضي پوه، فزيک پوه، انجنير، ستوری پېژندونکی او مخترع و. که څه هم د هغه د ژوند په اړه ډېر لږمعلومات شته، مګرهغه په لرغونې زمانه کې له مخکښو ساينسپوهانو څخه شمېرل کيږي. د لرغونې تاريخ يو ستر رياضي پوه او په دې برخه کې تر اوسه تر ټولو غوره سړی دی. ارشميدس د تر ټولو کوچني تصور او د ستړتيا د طريقې په کارولو سره د نوې محاسبې او تجزيې وړاندوینه وکړه، تر څو يوه سلسله هندسي قاعدې راوباسي، په دې کې دا قاعدې شاملې دي: د دايرې مساحت، د يوې کرې مساحت او حجم، د بيضوي مساحت، د مخروطي مقطعې لاندې مساحت، د مخروطي بدلون د يوې برخې حجم، د بدلون د هايپربولايډ د يوې برخې حجم او د لولبي شکل مساحت. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د هغه په نورو رياضياتي لاسته راوړنو کې د پي د دقيق اټکل (approximation of pi) را ايستل شامل دي؛ د هغه لولبي شکل تعريف او څېړنه چې اوس د هغه په نوم پېژندل کېږي او د توانايۍ په کارولو سره د ډېرو لويو شمېرو د ښودلو په موخه د يو نظام جوړول. ارشميدس لومړی کس و چې په فزيکي ښکارندو يې رياضي عملي کړه، هايډروسټاټيکس (د ارام مايعاتو مطالعه) او سټاټيکس (د ارام حالت ځواک) يې رامنځ ته کړل.  په دې برخه کې د ارشميدس په بریاوو کې د اهرم د اصل ثبوت هم شامل دی، د ثقل د مرکز مفهوم چې پراخه ګټه ورڅخه اخستل کېږي او د مايع پرسر د درېدو قانون څرګندول. هغه ځينې نوي ماشينونه هم طرحه کړل، لکه تاويدونکی پمپ، مرکبه څرخه او د جګړې دفاعي ماشينونه، تر څو د هغه اصلي ټاټوبی سيراکوز له يرغل څخه خوندي کړي.    [۸][۹][۱۰]

ارشميدس د سيراکوز د کلابندۍ پر مهال مړ شو، سره له دې چې هغه ته د زيان نه رسولو امر شوی و، بيا هم يو رومي سرتيري وواژه. سيسرو د ارشميدس د قبر د کتنې يادونه کوي، چې په يوه کره او يوه پوکاڼۍ پوښلی و، ارشميدس غوښتنه کړې وه چې د هغه په قبر دې کېښودل شي، تر څو د هغه د رياضياتي اختراعاتو استازيتوب وکړي.

د هغه د اختراعاتو په خلاف چې ډېر پېژندل شوي، د ارشميدس د رياضياتو د لاسته راوړنو ليکنې، په لرغونې زمانه کې ډېرې نه دي پېژندل شوې. په سکندريه کې رياضي پوهانو، د هغه په اړه ډېر څه لوستي و او د هغو حوالې يې هم ورکړې وې، خو د بيزانس په قسطنطينيه کې د ميليتس له اسيډور له ميلاد څخه تر مخه ۵۳۰ کال پورې، لومړی هراړخيز تاليف نه و جوړ شوی، په داسې حال کې چې په شپږمه زېږديزه پېړۍ کې د ارشميدس د اثارو په اړه «ايتوشيه» لیکنې وکړې او دا لیکنې يې په لومړي ځل په پراخه کچه د لوستلو لپاره وړاندې کړې. د ارشميدس دليکلو آثارو يو څو نسخې، چې په منځنیو پېړيو کې روغې پاتې شوې وې، د رنسانس پر مهال او د اولسمې پېړۍ په اوږدو کې د ساينسپوهانو لاره، د نظرياتو يوه اغېزناکه سرچينه وه، په داسې حال کې چې په ۱۹۰۶ ز کال د ارشميدس ناپېژندل شوي آثار کشف شول، چې خپله د ارشميدس په لاس لیکل شوي وو په دې اړه لا نور معلومات مهيا کړل چې هغه څه ډول رياضياتي پايلې تر لاسه کړې وې.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ژوندليک[سمول]

ارشميدس له ميلاد مخکې په ۲۸۷ کال کې د سيسيل په ساحلي ښار سيزاکوز کې زېږېدلی و، دا ښار هغه مهال د ميګنا ګريشيا خپل چارې مستعمره وه. د هغه د زېږېدو نېټه، د يوناني بيزانسي تاريخ پوه «جان زيټسيز» په وينا ولاړه ده، هغه وايي: ارشميدس پنځه اويا (۷۵) کاله ژوند کړی و او په ۲۱۲ کې مړ شوی و. په سينډ راکين کې، ارشميدس د خپل پلار نوم فيډياز ورکړی، یو ستوری پېژندونکی چې د هغه په اړه نور هېڅ راز معلومات نه شته. د ارشميدس ملګري «هيرکليډيز» د هغه ژوند ليکلی و، خو دا لیکنه هم ورکه ده، او د هغه د ژوند تفصيلات پټ پاتې دي. د بېلګې په ډول:  دا نه ده معلومه چې ايا هغه واده کړی او بچیان يې درلودل، یا ايا هغه هېڅکله هم په خپله ځوانۍ کې د مصر سکندريې ته تللی و. د هغه له پاتې آثارو څخه دا روښانه ده، چې هغه هلته له شته پوهانو سره پوهنيزې اړيکې ساتلې وې، په هغوی کې د ارشميدس ملګری د ساموس اوسیدونکی کنون او د کتابتون مشر د سیرین اوسیدونکی ایراتوستینز.[۱۷][۱۸][۱۹]

د ارشميدس د ژوند په اړه کره نسخې د هغه له مرګ ډېره موده وروسته رومي او يوناني تاريخ پوهانو وليکلې. د ارشميدس لومړۍ  يادونه د پوليبيوس په تارېخونو کې شوې ده (له مېلاد مخکې ۲۰۰ څخه تر ۱۱۸ پورې)، چې د هغه له مرګ شا او خوا اويا کاله وورسته لیکل شوي دي. د يو شخصيت په اړه دې کتاب د ارشميدس پر ژوند کمه رڼا اچولې، تر ډېره بريده يې په هغه ماشين تمرکز کړی، چې ويل کيږي له روميانو څخه د ښار د خوندي کولو له پاره يې جوړ کړی و. پوليبيوس يادونه کوي چې څه ډول د پونيک د دوهمې جګړې پر مهال، سيراکوز خپله وفاداري له روم څخه د «کارتيج» په لور واړوله، چې همدا چاره د مارکوس کلوديوس مارسلوس او اپيوس کلوديسو پولچر په مشرۍ د ښار د نيولو له پار د پوځي خوځښت لامل شوه چې دا جګړه له میلاد مخکې په ۲۱۲ څخه تر ۲۱۳ کاله روانه وه. هغه وړاندې لیکي چې روميانو د سيراکوز دفاع کم ارزښته بللې وه، هغه د ارشميدس د ګڼو ماشينونو يادونه کوي چې په هغې کې پرمختللي منجنيقونه، د کرين په څېر ماشينونه چې کولای يې شول په يوه ليندۍ کې راوڅرخي او د ډبرو ويشتونکي وسايل شامل وو. که څه هم روميانو بالاخره ښار ونيو، خو د ارشميدس د اختراعاتو له کبله يې د کتنې وړ زيانونه هم وګالل.[۲۰][۲۱]

سيسيرو (له میلاد مخکې ۱۰۶ -۴۳) په خپلو ځينو آثارو کې د ارشميدس يادونه کړې. کله چې سيسيرو په سيسلي کې د مالي مسئول په دنده تر سره کوله، په سيراکوز کې د اګريجينټاين له دروازې سره نژدې يې هغه ځای پيدا کړ چې باور کېده د ارشميدس قبر و، دا ځای له نظره غورځول شوی او زيات واښه پرې شنه و. سيسيرو قبر پاک کړ او وتوانېد، په هغې کښل شوې حکاکي وويني او ځينې برخې يې ولولي چې د ډبرلیک په توګه پرې اېښودل شوي وو. په قبر باندې يوه مجسمه وه چې د ارشميدس د خوښې وړ رياضياتي ثبوت په کې انځور شوی واو هغه دا چې د کرې د بېخ په ګډون د حجم او مخ مساحت د استوانې دوه په درې برخې جوړوي. هغه يادونه کوي چې مارسلوس روم ته دوه افلاک نما راوړل، چې ارشميدس جوړ کړي وو. رومي تاريخ پوه ليوي (له میلاد مخکې ۵۹-۱۷) د سيراکوز د نيولو او په هغې کې د ارشميدس د نقش په اړه د پوليبيوس کیسه بيا تکرار کړې ده.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

پلوتارک (۱۱۹-۴۵ له میلاد وروسته) د هغه په کتاب «موازي ژوند» کې ليکلي چې : ارشميدس د سيراکوز د پاچا « دویم هیرو» سره خپلوي درلودله. هغه د ښار له سقوط وروسته د ارشميدس د مرګ په اړه لږ تر لږه دوه روايته راوړي دي. د تر ټولو مشهور روايت پر اساس، د ښار د سقوط پر مهال ارشميدس د يوه رياضياتي شکل په اړه په فکر بوخت و. يو رومي سرتيري هغه ته امر وکړ چې راووځي او له مارسلوس سره وګوري، خو هغه خبره ونه منله او ويې ويل: هغه بايد د دې ستونزې په اړه خپل کار ختم کړي. سرتيری په دې کار غوصه شو او ارشميدس يې په خپله توره وواژه. يوه بله کیسه داسې ده، چې ارشميدس له وژل کېدو مخکې خپل رياضياتي وسايل لېږدول، ځکه يوه سرتېري فکر کړی و چې دا ارزښتمن شيان دي. د معلوماتو پربنسټ، مارسلوس د ارشميدس په وژل کېدو په قهرشوی وی؛ ځکه هغه ارشميدس يوه ارزښتناکه ساينسي شتمني بلله (هغه په ارشميدس د هندسي برياريوس نوم کېښود) او امر يې کړی و چې هغه ته بايد زيان ونه رسېږي.[۲۶][۲۷][۲۸]

ارشميدس ته منصوب وروستي ټکي دا دي: « زما دايرو ته مزاحمت مه کوئ!» په رياضياتو کې هغو رسم شوو دايرو ته اشاره وه چې شونې ده، هغه مطالعه کولې، چې يو رومي سرتېری يې مزاحم شو. داسې باوري شواهد نه شته چې ارشميدس په خپله دا خبرې کړې دي او د پلوتارک په روايت کې يې هم يادونه نه ده شوې. ورته الفاظ د والريوس ماکسيموس (۳۰- له میلاد وروسته) په آثارو کې موندل کېږي، چې هغه په د يادونې وړ کارونو کې ليکلي او وايي: « بلکې په خپلو لاسونو کې يې خاوره ونيوله او ويې ويل: « زه له تاسې هيله کوم، دې کار ته مزاحمت مه کوئ».[۲۹]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Archimedes". Collins Dictionary. n.d. مؤرشف من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Archimedes (c. 287 – c. 212 BC)". BBC History. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اپرېل ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. * John M. Henshaw (10 September 2014). An Equation for Every Occasion: Fifty-Two Formulas and Why They Matter. JHU Press. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4214-1492-8. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۱۹. Archimedes is on most lists of the greatest mathematicians of all time and is considered the greatest mathematician of antiquity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (په 27 July 2014 باندې). Archimedes: The Greatest Scientist Who Ever Lived.
    (په 2 July 2014 باندې). The 12 mathematicians who unlocked the modern world.
    • "Archimedes". مؤرشف من الأصل في ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    (په 6 December 2017 باندې). Who's the Greatest Mathematician of Them All?.
  4. Powers, J (2020). "Did Archimedes do calculus?" (PDF). www.maa.org. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۱ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jullien, V. (2015), J., Vincent (المحرر), "Archimedes and Indivisibles", Seventeenth-Century Indivisibles Revisited, (په انګلیسي ژبه کي), Cham: Springer International Publishing, 49, د کتاب پاڼي 451–457, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-00131-9 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. O'Connor, J.J.; Robertson, E.F. (February 1996). "A history of calculus". University of St Andrews. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جولای ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Heath, Thomas L. 1897. Works of Archimedes.
  8. Goe, G. (1972). "Archimedes' theory of the lever and Mach's critique" (in en). Studies in History and Philosophy of Science Part A 2 (4): 329–345. doi:10.1016/0039-3681(72)90002-7. https://www.sciencedirect.com/science/article/abs/pii/0039368172900027. 
  9. Berggren, J. L. (1976). "Spurious Theorems in Archimedes' Equilibrium of Planes: Book I". Archive for History of Exact Sciences 16 (2): 87–103. doi:10.1007/BF00349632. ISSN 0003-9519. https://www.jstor.org/stable/41133463. 
  10. Graf, E. H. (2004). "Just what did Archimedes say about buoyancy?". The Physics Teacher 42 (5): 296–299. doi:10.1119/1.1737965. Bibcode2004PhTea..42..296G. https://aapt.scitation.org/doi/10.1119/1.1737965. 
  11. Hoyrup, J. (2019). Archimedes: Knowledge and lore from Latin Antiquity to the outgoing European Renaissance. Selected Essays on Pre- and Early Modern Mathematical Practice. د کتاب پاڼي 459–477. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Leahy, A. (2018). "The method of Archimedes in the seventeenth century.". The American Monthly 125 (3): 267–272. doi:10.1080/00029890.2018.1413857. https://doi.org/10.1080/00029890.2018.1413857. Retrieved 20 March 2021. 
  13. "Works, Archimedes". University of Oklahoma. 23 June 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Paipetis, Stephanos A.; Ceccarelli, Marco, المحررون (8–10 June 2010). The Genius of Archimedes – 23 Centuries of Influence on Mathematics, Science and Engineering: Proceedings of an International Conference held at Syracuse, Italy. 11. Springer. doi:10.1007/978-90-481-9091-1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-481-9091-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Archimedes – The Palimpsest". Walters Art Museum. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. . Archimedes Palimpsest reveals insights centuries ahead of its time.
  17. Heath, Thomas L. 1897. Works of Archimedes.
  18. Shapiro, A. E. (1975). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Archimedes's measurement of the Sun's apparent diameter."]. Journal for the History of Astronomy 6 (2): 75–83. doi:10.1177/002182867500600201. Bibcode1975JHA.....6...75S. 
  19. Acerbi, F. (2008). Archimedes. New Dictionary of Scientific Biography. د کتاب پاڼي 85–91. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Rorres, Chris. "Death of Archimedes: Sources". Courant Institute of Mathematical Sciences. مؤرشف من الأصل في ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Rorres, Chris. "Siege of Syracuse". Courant Institute of Mathematical Sciences. مؤرشف من الأصل في ۰۹ جون ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rorres, Chris. "Tomb of Archimedes: Sources". Courant Institute of Mathematical Sciences. مؤرشف من الأصل في ۰۹ ډيسمبر ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Rorres, Chris. "Tomb of Archimedes – Illustrations". Courant Institute of Mathematical Sciences. مؤرشف من الأصل في ۰۲ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The Planetarium of Archimedes". studylib.net (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Rorres, Chris. "Death of Archimedes: Sources". Courant Institute of Mathematical Sciences. مؤرشف من الأصل في ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Plutarch (October 1996). Parallel Lives Complete e-text from Gutenberg.org. Project Gutenberg. مؤرشف من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Plutarch. Extract from Parallel Lives. fulltextarchive.com. مؤرشف من الأصل في ۰۷ مارچ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Jaeger, Mary. Archimedes and the Roman Imagination. p. 113.
  29. Rorres, Chris. "Death of Archimedes: Sources". Courant Institute of Mathematical Sciences. مؤرشف من الأصل في ۱۰ ډيسمبر ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)