احسان شفيق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
احسان شفيق
احسان شفيق

احسان الله شفيق (۱۹۷۶ ز. - ۵ د جون، ۲۰۱۲ ز.) (په انگرېزي: Ehsanullah Shafiq) د کانگفو ورزش يو افغان استاد او فلمي ستوری و. هغه څو وارې د انگلستان او د ټولې اروپا د کانگفو اتلولي گټلې[۱]. نوموړی په لندن کې مېشت دی او هماغلته د کانگفو يو ښوونځی هم لري چې هر کال پکې نوي ورزشکاران روزل کېږي.

مخينه

احسان شفيق په ۱۹۸۰ ز. کال کې پاکستان ته مهاجر شو او هلته يې ۱۲ کاله په پېښور کې ژوند کړی و.

زده کړې

په مهاجرت کې يې ښوونځی لوستی او په ۱۹۹۵ ز. کال کې په پېښور کې د سيد جمال الدين افغاني له لېسې نه فارغ شوی و. تر فراغت وروسته د احمد شاه ابدالي په پوهنتون کې درې کاله د سياسي علومو په زده کړو بوخت و.

دندې

کانگفو

هغه له ماشومتوب نه يې کانگفو سره مينه وه او په 12 کلنۍ کې يې د خپل مشر ورور او د کانگفو ورزش د لوی استاد وحيد الله شفيق نه روزنه ترلاسه کړې وه. 18 کاله يې د کانگفو ورزش په بېلابېلو څانگو کې سخت ورزش وکړ او پخپله لوی استاد شو. پدې موده کې يې له 99 نه ډېرو نړېوالو او د سيمې په کچه په رزمي سياليو کې گډون کړی و او 93 لوبې يې گټلي وې. د هغه ځينې سيالۍ د پاکستان د ملي تلويزون لخوا هم ښودل شوي دي. ځينې نورې يې په يوټيوب کې هم خپرې شوي. د دې ترڅنگ په ۱۹۹۸ ز. کال کې په پېښور کې د وصال په نامه جوړ شوي فلم کې ښکاره شوی او په هغه فلم کې يې خپل د کانگفو مهارتونه هم ښودلي. کله چې اروپا ته مهاجر شو نو هلته يې هم په يوه انگرېزي فلم Whitefirefilms سره تړون کړی و. انگلستان کې د مهاجرت په وخت کې يې په شرقي، شمال غربي او مرکزي لندن کې د کانگفو 7 روزنتونونه جوړ کړل چې 400 ورزشکارانو ته يې روزنه ورکوله.

لاسته راوړنې

هغه په اسيا او اروپا کې په سيمه ايزه کچه او نړېواله کچه ډېرې سيالۍ گټلي وې چې د يو لړ لقبونو او لاسته راوړنو يادونه يې پدې توگه کېږي:

  1. 2007 د برتانيې د کانگفو ولسي اتل
  2. 2006 د برتانيې د کانگفو ولسي اتل
  3. 2006 د W.A.K.O د کېک بوکس اتل
  4. 2005 د برتانيې د کانگفو اتل
  5. 2005 د B.I.K.M.A د کېک بوکس اتل
  6. 2004 د برتانيې د کانگفو ولسي اتل
  7. 2004 د اروپا د کانگفو اتل (المان)
  8. 2003 د برتانيې د کانگفو د اتلوليو د سپين زرو مډال گټيالی
  9. 2002 د برتانيې د تکواندو د اتلوليو د سرو زرو مډال گټيالی
  10. 1999 د ټول پاکستان د اتلوليو د سرو زرو مډال گټيالی
  11. 1996 د ټول پاکستان د اتلوليو د سرو زرو مډال گټيالی
  12. 1994 د ټول پاکستان د کراتې اتل
  13. 1992 د ټول پاکستان اتل
  14. 1991 د ټول پاکستان اتل

مړينه

د کانگفو دغه وتلی افغان ستوری د ناروې په هېواد کې د يوه نژدې ملگري په کور کې د زړه د درېدلو له امله ومړ. [۲]

باندنۍ تړنې

سرچينې

  1. "د لاسته راوړنو لړليک او انځورونه". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. وتلی افغان کانفو لوبغاړی احسان شفيق ومړ - بي بي سي پښتو وېبپاڼه