اجمل شمس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اجمل شمس

انجينر اجمل شمس (په انگرېزي: Ajmal Shams) د شمس الهدا شمس زوی دی چې د ٢٠٠٥ ع کال د اکتوبر راهيڅې د گوند منتخب رئيس دې ـ اجمل شمس په ١٩٧٢ ع کال کې د کونړ ولايت په نورگل ولسوالۍ کې زيږيدلې

زده کړې

لومړنۍ زدکړې ئي د نورگل په مزار ليسه کې سرته رسولي ، د کمونست رژيم د راتلو نه وروسته کله چه ئي کورنۍ پېښور ته هجرت وکړ نو اجمل شمس هلته خپلو زده کړو ته دوام ورکړ ـ د پيښور په اسلاميه کالج کې ئي تر دولسمه زده کړې وکړې او د فارغيدو وروسته د پيښور په انجينرۍ پوهنتون کې شامل شو ـ په ١٩٩٦ م کال کې د نوموړي پوهنتون دتعميراتو د څانگې څخه ئي د لسانس سند تر لاسه کړ ـ وروسته د پيښور په خيبر انسټيټيوت آف ټيکنالوجي کې دانجينرې د استاد په صفت مقرر شو ـ څو کاله روسته د امريکا د متحده ايالاتو د ساوت ډکوټه د پوهنتون په دعوت امريکا ته ولاړ او په ٢٠٠٢ ل کال کې ئي د نوموړي پوهنتون څخه د آبي وسائلو او د چاپيريال ساتنې په څانگه کې ماستري تر لاسه کړه ـ او څه د پاسه يو کال ئي د امريکا د فلوريډا ايالت کې ئي د آبي وسائلو د انجينر په صفت ئي دنده سر ته ورسوله ـ د خپل پلار ارواښاد شمس الهدا شمس په مشوره او د وطن سره زياتې مينې خپل هيواد ته بيرته راستون کړ تر څو هيواد په بيارغونه کې فعاله ونډه واخلي ـ وروسته ئي دوه کاله د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) کې د آبي وسائلو د بخش د رئيس په توگه وظيفه اجرا کړه او بيا ئي څه موده د کليو دبيا رغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروگرام د انجينرۍ د څانگې د رئيس په توگه هم وظيفه اجرا کړه ـ

سياست ته راتگ

انجينر اجمل شمس د خپل مسلک تر څنگ په سياست کې هم فعاله ونډه اخيستې او د خپل مرحوم پلار سره ئي اوږه په اوږه مبارزه کړې په گوندي غونډو ، مظاهرو او نورو فعاليتونو کې ئي گډون کړې او تر خپل وسه ئي د گوند هر راز خدمت تر سره کړې ـ د کورني او نړيوال سياست ژوره مطالعه لري ـ په پښتو او انگليسي ژبو ئي دافغانستان په سياسي او اجتماعي مسايلو زياتې ليکنې چاپ شوي ـ انجينر اجمل شمس مترقي فکر لري او د هيواد د بيارغونې او پرمختگ په باب معقول او عملي نظريات لري ـ افغان ملت ملي مترقي گوند په دې باور دې چه د انجينر اجمل شمس ځوان قيادت به نوموړې گوند نور هم پياوړې کړي ـ