ابوالخير ځلاند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

زموږ معاصرو ادبي تذکرو د ابوالخير په نامه تر اوسه پورې يکي يو شاعر هم په موږ نه دى پېژندلى. يو ابوالخير چې تخلص يـې ځلاند دى، زموږ محترم او مشفق دوست دى، چې اوس هم حيات دى او د اوږده عمر خواست يـې کوم. دغه ابوالخير چې متاسفانه موږ يـې د څه اثارو له لاسته راوړلو څخه لا تراوسه محرومه يو. خو البته موږ دلته د ده دېوان د هغې يوې شلېدلې پاڼې په ذريعه معرفي کوو، چې ما ته د پښين د ناوې د لمړانو د کلي د ارواښاد مولوي رحيم گل لمړ کاکړ په کتابتون کې هغه وخت په لاس راغله، کله چې زه د خپلې څېړنې او موندنې د سفر پر وخت د هغو کلي ته ورغلى وم. له دې يکي يوې پاڼې څخه داسې څرگندېږي، چې دا له يوه بشپړدېوان څخه راجلا شوې وي، ځکه چې د پاڼې پر څنډه د نوموړي مولوي دغه يادښت خوندي دى: "اين کتاب در ملک مولوى رحيم گل" له ډېرې هڅې سره –سره بريالى نه شوم چې ددغې يوې پاڼې د دېوان اصلي خطي نسخه لاسته راوړم، خو شايد چې قدرت ته دغه منظوره وه، چې د همدغو پاڼو په موندلو دې دى د تل لپاره په پښتو ادبياتو کې د يوه خوندور شاعر په توگه خوندي شي. دغه پاڼه ډېره زړه په ژړبخون پخواني کاغذ، په تور خط ليکنه لري، چې قدامت ځنې اټکلېږي، خو د نويو څېړنيزو اصولونو (Modren Reasarch Method) په اړه بېخي هېڅ اټکل نه شم کولاى، چې په کوم وخت او په کوم ځاى کې دې د چا په لاس ليکل شوې وي، په خپله دې د ابوالخير په لاس ليکل شوې وې، که د کاتب. په دغه دستياب متن کلام کې څه داسې داخلي شهادت لاسته راځي، چې موږ دې دده د ژوندانه زمانه ځنې راوباسو او نه بل داسې څه خارجي شهادت موجود دى، چې د ده د اوسېدو، قام و نسب، عمر او نورو احوالو په باب استفاده ځنې وشي. د (هـ) د رديف په دغه شلېدلې پاڼه کې د ابوالخير يو بشپړ او دوه نيمگړي شعرونه د يوه پاتې او د بل پيل راغلى دى. ليکدود يـې پښتو پخوانى ليکدود دى او هغه د پخوانۍ املا مراعات يـې په پام کې نيولي دي، مثلاً:

د کډو پشــان بـېمـغـز وجود مکړه د انار پشا پر مغزه يک همان شه

ډېر ځايونه بسته – بسته حرف ځنې پاته شوى وي، لکه په پورتني شعر کې چې د (پشان) "نون" ځنې پاتې شوى دى. ځينې ځايونه "الف" او ځينې ځايونه نور حروف ځنې پاته شوي دي او د هغه وخت له املا سره سم لفظونو ته په زوَر، زېر او نورو اعرابو حرکتونه هم ورکوي. د ابوالخير له شعر څخه داسې معلومېږي چې دى خورا پوخ ژبى شاعر دى، شعر يـې ډېر پوخ، روان او د کلاسيکې دورې ښه نماينده شعر دى. د شاعرۍ فلک يـې د تشبېه، استعارې او حقيقي ښېگړو په ستورو خورا زيات ښايسته کړى دى. د ابوالخير پر شعر د تصوف رنـگ غالب دى او د پند و نصيحت په نمک يـې د شعر خوند ښه ډېر ورسم کړى دى. خو د حُسن او عشق په ناپايه بحر کې يې هم خپله بېړۍ روانه کړې ده:

چې يـې مخ د سترگو واکړ ستا پر گلو ته چې تېغ د مخ د آب تر غلاف کاږې
د لاله غنچه په وينو کې غرقاب شوه علامه د شهيدوالي زما په باب شوه

ولې چې موږ د ابوالخير د شعر يکي يوه پاڼه په لاس کې لرو، نو لازمه گڼم چې د هغې پاڼې بشپړ نقل د ده د شعري بېلگې په توگه وړاندې کړم. لومړىمخ: