عبدالعلي اخوندزاده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


علامه عبدالعلي اخوندزاده (زوکړه ۱۸۸۲ زېږدي کال - مړینه ۱۹۴۴ ز کال) د پښتو ژبې شاعر، د ښوونې او روزنې د دودولو يو مبارز او روښاندی وو.

مخينه[سمول]

عبدالعلي اخوندزاده پر ۱۸۸۲ ز کال زېږېدلی وو. د کوټي شمال ختیځ لور ته په شاوخوا څلوېښت کیلومیټرۍ کې د خانوزۍ نومي کلی دی چې د اسيا په کچه يې د تعلیم شرح تر ټولو ښه یادېږي. شاوخوا سل کاله وړاندې عبدالعلي اخوندزاده په لومړي ځل دې سيمه کې هغه وخت يو ښوونځی خلاص کړ چې په پښتنو کې لا تعلیم ته په ښه نظر نه کتل کېدل. عبدالعلي اخوندزاده پکې لومړی د خپل کور ماشومان داخل کړل او وروسته يې کرار کرار کليوالو ته ذهن ورکړ چې زده کړه بې له دې چي نور يې ستاينه درته وکړي، بايد وکړو!

د پټې خزانې د موندونکي تر څنگ اخوندزاده د پښتو اديب هم دی چې د شاخ گل په نامه شعري دېوان لري چې د کوټې پښتو اکاډیمۍ چاپ کړی دی.

علامه حبيبي يې په اړه ليکي: «علامه عبدالعلي اخوندزاده ما له ۱۳۳۸ هـ ق راهیسته پېژندی. زه به د لسو کالو وم چې د کندهار يوه سندرغاړي باغي اخوندزاده به د عبدالعلي بدلې د ارغنداو په گڼو باغو کۍ ويلې او دده ږغ به مځکه او آسمان رېږداوه.

د ۱۳۱۴ ش کال په ژمي چې زه هند ته تلم، د کوټې په بازار کې مې دغه اخندزاده د طبابت پر دکان ناست ولید. دغه وخت زه د کندهار د طلوع افغان مدیر وم، او زما اخبار به علامه عبدالعلي ته استول کېدی. ده چې زه وپېژندلم، په ډېره مینه يې پر تندي مچ کړم او ما دده سره لومړۍ پلا وکتل او د زړه خواله مو سره وکړه. څلور کاله وروسته چې ما د طلوع افغان په پاڼو کې د پښتو ادب ځینې ورکې او ناپېژندلې برخې سره څېړلې او رابرسېره کولې، له کوټې څخه د علامه عبدالعلي يو پيغام راورسېد چې ده د پښتو يو قدیمه تذکره موندلې ده او که د هغې د چاپولو امکان د کندهار په مطبعه کې وي نو به يې راواستوي. دا پيغام ماته چې د قدیم پښتو ادب يوې پاڼې په يوه بیت ته هم تږی وم، د زوی زېری وو او ما ورته وویل چې زه پخپله کوټې ته درځم او هغه گورم. د خدای کارونه وه چې زه ژر وره نغلم، او په ۱۳۱۹ ش کال له کندهار کابل ته راغلم او دلته د پښتو ټولنې مشر سوم او په رسمي کارو داسي اړ سوم چي د ۱۳۲۰ ش کال تر ژمي پورې د سر گرولو ته هم نه وم خلاص. څو چې د ۱۳۲۲ ش کال په پسرلي کې زه کوټې ته ولاړم او له خپل زاړه آشنا او خواخوږي مشر عبدالعلي اخندزاده سره مې ولیدل، او ده هغه معهود کتاب ماته راښکاره کی. زما سترگې پر ولگېدې يوه پټه خزانه وه چې دمخه نه ما نه بل چا هغه لیدلې وه. ما ارواښاد اخندزاده ته وويل چې دا خو په رښتيا هم پټه خزانه ده. که يې ماته راکړې، زه به يې چاپ کړم او جهان ته به ښکاره سي. پر اخندزاده دې خدای ورحميږي، زما په خبره بیخي خوښ سو، تندی يې ورین سو، شونډان يې موسکي سول وې ويل: چاپ يې که! ما خو تاته ساتلې وه، وايې خله.

د ارواښاد عبدالعلي اخندزاده په ياد اوس هم دا څو کرښې کاږم او دا منم چې که مرحوم دغه کتاب په کوټه او پښين کې نه وای پيدا کړی، نو به اوس د پښتو ژبې او ادب د دغې تاریخي خزانې څخه لاس تور وای.»

د شعر بېلگې يې[سمول]

مړينه[سمول]

ارواښاد عبدالعلي اخوندزاده پر ۱۹۴۴ ز کال له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې او د پښين په څنگ خانوزۍ کې خاورو ته وسپارل سو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- شاخ گل (پښتو شعري دېوان)، د کوټې پښتو اکاډیمۍ چاپ.


اخځلیک[سمول]

۱-https://www.facebook.com/1994059157552873/posts/2035381580087297/ نومیالي دي چې یادېږي.