آنګولا
|
|||||
نخشه موقعيت
|
|||||
پلازمېنه | لوندا ۸°۵۰′ سویل ۱۳°۲۰′ ختیځ / 8.833°سويل 13.333°ختيځ | ||||
لوی ښار | Luanda | ||||
---|---|---|---|---|---|
حکومت | Multi-party democracy | ||||
د وگړو شمېر | |||||
- | estimate | 10,978,552 (71st) | |||
- | census | unavailable | |||
نا خالص داخلي تولید (PPP) | 2003 اټکل | ||||
- | ټولټال | 31,3641 (83) | |||
- | پر کس | 2,319 (120) | |||
بشري پرمختيا (2003) | 0.445 (low) (160th) | ||||
د وخت سيمه | (UTC+1) | ||||
- | اوړی (DST) | not observed (UTC+1) | |||
د انټرنټ مخکښ شپول | .ao | ||||
پيل گڼ | 244 |
آنگولا, په رسمي توگه د آنگولا جمهوريت (پرتګالي: República de Angola, pronounced [ʁɛˈpublikɐ dɨ ɐ̃ˈɡɔlɐ]; کينډۍ:Lang-kg), په سوېل-منځنۍ افريقا کې يو هېواد دی چې په سوېل کې د نامېبيا، او کانگو ډيموکراټيک جمهوريت، په ختيځ کې د زامبيا هېواد او په لوېديځ کې يې سمندري پوله اطلس سمندر ته ورغځېدلې. د کابيندا ولايت چې د دې هېواد يو دی، د کانگو جمهوريت او د کانگو ډيموکراټيک جمهوريت سره گډه پوله لري.
له ۱۶مې پېړۍ نه تر ۱۹۷۵ ز. کال پورې آنگولا د پورتگال هېواد يوه مستعمره وه. د خپلواکۍ نه وروسته، پدې هېواد کې د کورنۍ جگړې يوه سخته څپه پيل شوه چې له ۱۹۷۵ ز. کال نه تر ۲۰۰۲ ز. کال پورې وغځېده. دا هېواد د افريقا په وچه کې د نفت او الماس دويم لوی توليدونکی هېواد دی، خو پدې هېواد کې لا د ژوندي پاتې کېدو کچه ډېره ټيټه او د ماشوم د مړينې کچې ډېره لوړه اټکل شوې او د نړيوال وېش له مخې دا هېواد د اوسېدو په ډېر يو بد حالت کې ګڼل شوي >. د ۲۰۰۶ ز. کال د اگسټ په مياشت کې د سياسي چارواکو او په سهېل کې د کابيندا ولايت د يوه بېلتونپالې گوريلايي ډلې تر مېنځ د سولې يو تړون لاسليک شوی، چې تر اوسه پورې دا تړون فعال دی. آنګولا کې ۶۵٪ نفت د دې هېواد د خپلې سيمو نه ترلاسه کېږي او پاتې نور د باندنيو هېوادونو نه ورته راځي.
تاریخ
جغرافیه
اقتصاد
آرپوهه
د آنگولا نوم د پرتگالي ژبې نه راوتلی چې د بنټو ويی ان گولا يا N’gola نه راوتلی او په ۱۶مه پېړۍ کې د پارتگال د مستعمرو په وختونو کې د کوېمبونډوس د سلطنت ملي حکمران د لقب په مانا دی.