زمبیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زمبیا چې رسمي نوم یې د زېمبیا جمهوریت دی په سویلي افریقا کې په وچې پورې تړلی یو هیواد دی. د زمبیا پلازمینه لوساکا او رسمي ژبه یې انګلیسي ده ۶۱۸'۷۵۲ کیلومتره مساحت او ۰۰۰'۶۶۸'۱۱ میلیونه وګړي لري. د یاد هیواد د پیسو واحد د زمبیا کواچای ده.

بيرغ نښان
د زمبیا
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر ادګار لونګو
 -  مرستیال ولسمشر ینونګ واینا
Legislature ولسي جرګه
جوړښت
 -  شمال-ختیځه رودیسیا ۲۷ جون ۱۸۹۰ 
 -  باروتزیلاند-شمال-ختیځه رودسیا ۲۸ نوامبر ۱۸۹۹ 
 -  شمال-لویدیځه رودسیا ۲۹ ژانویه ۱۹۰۰ 
 -  شمالي رودسیا ۱۷ اکتوبر ۱۹۱۱ 
 -  ولایتونه ۱ اوت ۱۹۵۳ 
 -  ولسمشریزه جوړیدل ۱۹۶۴ ۲۴ اکتوبر ۱۹۶۴ 
 -  Current constitution ۵ جنوري ۲۰۱۶ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۷۵۲٬۶۱۸ کيلومتر2 [۱](38th)
۲۹۰٬۵۸۷ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱
د وګړو شمېر
 -  کينډۍ:UN Population estimate کينډۍ:UN Populationکينډۍ:UN Population (65th)
 -  ۲۰۱۰ census 13,092,666[۲] 
 -  ګڼه ګونه ۱۷٫۲/km2 (۱۹۱st)
۴۴٫۵/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۷۵.۸۵۷ بیلیونه[۳] 
 -  پر کس $۴,۱۴۸[۳] 
GDP (nominal) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۲۳.۹۴۶ بیلیونه[۳] 
 -  پر کس $۱,۳۰۷[۳] 
Gini (۲۰۱۵) ۵۷٫۱ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۵۹۱ (۱۴۳rd)
د وخت سيمه (UTC+۲)
د موټر چلولو لوری د موټروانې لوری
د انټرنټ مخکښ شپول .zm
پيل ګڼ +۲۶۰

زامبیا (/ˈzæmbiə, ˈzɑːm-/) په رسمي ډول د زامبیا جمهوریت په وچه کې پروت هېواد دی چې د مرکزي، سویلي او ختیځې افریقا پر تقاطع موقعیت لري. که څه هم معمولاً په مرکزي-سویلي افریقا کې پروت بلل کېږي. په شمال کې د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت، په شمال ختیځ کې له تانزانیا، په ختیځ کې له مالاوي، په سویل ختیځ کې له موزامبېک په سویل کې له زېمبابوې او بوتسوانا، په سویل لویدیځ کې له نمېبیا او په لویدیځ کې له انګولا سره ګاونډيتوب لري. د زامبیا پلازمېنه لوساکا ده چې د زامبیا په سویلي مرکزي برخه کې موقعیت لري. نفوس یې په سویل کې تر ډېره د لوسکا په شاوخوا او په شمال کې د کاپربېلټ په ایالت کې چې د هېواد اصلي اقتصادي  قطبونه دي متمرکز دی.[۴][۵]

دا سیمه د لومړي ځل لپاره د خویسان خلکو له خوا د اوسېدو وړ وګرځېده، دا سیمه په ۱۳مه پېړۍ کې د بانټو د پراختیا تر اغېز لاندې راغله. په ۱۸مه پېړۍ کې د اروپایي کاشفانو په دوام بریتانیا دا سیمه د ۱۹مې پېړۍ په پای کې د بریتانیا په شمال -لویدیځه رودزیا او  شمال -ختیځه رودزیا مستعمره کې خپله   تحت الحمایه وګرځوله. دې دواړو په ۱۹۱۱ ز کال کې شمالي رودزیا رامنځته کړه. زامبیا د استعماري دورې په ډېره برخه کې د سویلي افریقا د بریتانوي شرکت په مشوره له لندن څخه د یو منصوب دولت له خوا اداره کېده.[۶]

زامبیا د ۱۹۶۴ ز کال د اکتوبر په ۲۴ له بریتانیا څخه خپلواکي تر لاسه کړه او لومړی وزیر کینېت کوندا یې پرانیستونکی ولسمشر شو. د کوندا سوسیالست متحد ملي خپلواک ګوند (UNIP) له ۱۹۶۴ ز څخه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې په واک کې پاتې شو. کواندا په سیمه ییزه دیپلوماسۍ کې په سویلي رودېزیا (زېمباوې)، انګولا او نمېبیا کې د نښتې د حل لارې په لټه له متحده ایالاتو سره په نږدې همکارۍ کلیدي رول ولوباوه. زامبیا له ۱۹۷۲ ز څخه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې د یو واحد ګوند لرونکی هېواد و، UNIP یوازینی سیاسي ګوند و چې د "یو ملت یوې زامبیا له شعار سره" د کوایندا له خوا رامنځته شوی و. په ۱۹۹۱ ز کال کې له  سوسیال دیموکراتیک غورځنګ څخه فرېدرېک چلیوبا کواندا ځای ناستی شو او ټولنیزې -اقتصادي پراختیا او د دولت د تمرکز لرې کولو دوره یې پیل کړه. زامبیا له هغه مهال راهيسې په یو څو ګوندي هېواد بدل شوی او د واک د سوله ییز لېږد څو لېږدونه یې تجربه کړي.[۷]

زامبیا پرېمانه طبعي سرچینې لري، چې له ډلې يې معدني مواد، حیات وحش، ځنګلونه، خوږې اوبه او کرنیزې ځمکې یادولی شو. نړیوال بانک په ۲۰۱۰ ز کال کې زامبیا په نړۍ کې د اقتصادي سمون/اصلاح د چټکې ودې هېواد معرفي کړ. د سویلي او ختيځې افریقا د ګډ بازار مرکزي دفتر (COMESA) په لوساکا کې پروت دی. [۸][۹]

نوم[سمول]

د زامبیا خاوره له ۱۹۱۱ ز کال څخه تر ۱۹۶۴ ز کال پورې د شمالي رودزیا په نوم پېژندل کېده. په ۱۹۶۴ ز کال کې يې له بریتانیا څخه د خپلې خپلواکۍ د ترلاسه کولو له امله نوم په زامبیا بدل شو. د زامبیا نوم د زامبري له سیند څخه اخیستل شوی (زامبېزي، ښايي د لوی سیند په معنا وي).[۱۰]

تاريخچه[سمول]

له تاریخ څخه مخکې دوره[سمول]

د کالامبو په ابشار او د زامبري په دره کې د ژور کېندنې کار د فرهنګونو پرله پسې‌والی ښيي. د کالبمو ابشار ته نږدې د لرغوني کمپ وسایل رادیو کاربن دي چې لرغونتوب یې له ۳۶۰۰۰ کلونو څخه مخکې دورې ته ورګرځي.

د بروکېن هېل سړي (د کابوه سړي په نوم هم یاديږي) د کوپړۍ/جمجمې د فوسیل پاتې شونې چې له میلاد څخه مخکې له ۳۰۰۰۰۰ څخه تر ۱۲۵۰۰۰ کلونو پورې اړه لري، تر ډېره ښيي چې په دې سیمه کې لومړنیو انسانانو ژوند کړی. د بروکېن هېل یا ماتې غونډۍ سړی د زامبیا د کابوه په سیمه کې کشف شوی.  [۱۱]

خویسان او باټوا[سمول]

مډرنه زامبیا، نږدې ۳۰۰ کاله له میلاد څخه وروسته د خویسان او باټوا د خلکو مېشت‌ځای شوه، کله چې مهاجرتي بانټو یانو هلته ژوند کول پيل کړل. باور دا دی چې د خویسان ټبر د افریقا له ختيځ څخه سرچینه اخیستې او نږدې ۱۵۰۰۰۰ کاله مخکې يې د سویل لور ته پراختیا موندلې. د توا خلک په دوو ډلو ووېشل شول: کافوه توا چې د کافوه اپارتمانونو ته څېرمه او لوکانګا توا چې د لوکانګا په جېبه کې یې ژوند کاوه. په زامبیا کې د ډبریز هنر ډېری لرغونې بېلګې لکه د مولا د کاڼو نقاشۍ، د مومبوا غارونه او د ناچیکوفو غارونه دغو لومړنیو ښکاریانو ته ورګرځي. خویسانو په ځانګړي ډول توا په ټوله مرکزي او سویلي افریقا کې له بانټو یانو کروندګرو سره  په ځانګړي ډول د پېرونکي-پېرودونکې یوه ښه اړیکه رامنځته کړه، خو په پای کې يا د بانټو یانو له خوا جذب یا هم بې کوره شول.  [۱۲][۱۳]

بانټو  (ابانټو)[سمول]

د بانټو  یا ابانټو  (معنا خلک) قوم یوه لویه متنوع قومي او ژبه ‌نیزه ډله ده چې په سویلي، ختیځه او مرکزي افریقا کې د نفوس اکثریت جوړوي. له دې امله چې زامبیا د مرکزي افریقا، سویلي افریقا او د افریقا د لوی سیند څلورلارې ده، د نننیو زامبیایانو تاریخ د دغو  درېیو سیمو تاریخ دی.

په دغو درېیو سیمو کې ډېری تاریخي پېښې په هم‌مهال ډول پېښې شوې دي او په دې توګه د زامبیا تاریخ نه شي کولی د نورو افریقایي هېوادونو په څېر په بشپړ ډول په تاريخ‌وار ډول وړاندې شي. د مدرنې زامبیا لومړنی تاریخ د شفاهي سوابقو، لرغون پېژندنې او د لیکل شویو ریکارډونو (تر ډېره غیر افریقايي وګړو لیکلي) له پخواني‌والي څخه استخراج شوی. [۱۴]

د بانټو اصلیت[سمول]

د بانټو خلک اصلاً د کامرون او نایجیریا په شاوخوا کې د افریقا په لویديځ او مرکز کې اوسېدل. نږدې له ۴۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کاله مخکې یې د زریزې اوږده پراختیا د لویې وچې په ډېرو برخو کې پيل کړه. دا پېښه د بانټو د پراختیا( خورېدو) په نوم یاديږي. دا د بشر په تاريخ کې یو له تر ټولو لویو مهاجرتونو څخه و. باور دا دی چې بانټ‌یان لومړني کسان و چې د اوسپنې کارونې تېکنالوژي يې د افریقا پراخو سیمو ته د ننه کړه. د بانټو پراختیا اساسا له دوو لارو څخه تر سره شوه؛ چې يوه يې د کانګو له حوزې څخه لویديځ مسیر و او بله یې د افریقا د لویو سیندونو له طریقه ختیځه لار وه.  [۱۵] 

ایداري وېش[سمول]

تاریخ[سمول]

کلتور[سمول]

جغرافیه[سمول]

اقتصاد[سمول]

  1. United Nations Statistics Division. "Population by sex, rate of population increase, surface area and density" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Central Statistical Office, Government of Zambia. "2010 Census Population Summaries" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ "Zambia". International Monetary Fund. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Henderson, Ian (1970). "The Origins of Nationalism in East and Central Africa: The Zambian Case". The Journal of African History 11 (4): 591–603. doi:10.1017/S0021853700010471. ISSN 0021-8537. https://www.jstor.org/stable/180923. 
  5. "Zambia | Population, Capital, Language, Flag, & Map | Britannica". www.britannica.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "History | Zambian High Commission". www.zambiapretoria.net. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Andy DeRoche, Kenneth Kaunda, the United States, and Southern Africa (London: Bloomsbury, 2016).
  8. Karlyn Eckman (FAO, 2007).GENDER MAINSTREAMING IN FORESTRY IN AFRICA ZAMBIA.
  9. Ngoma, Jumbe (18 December 2010). "World Bank President Praises Reforms In Zambia, Underscores Need For Continued Improvements In Policy And Governance". World Bank.
  10. Everett-Heath, John (7 December 2017). The Concise Dictionary of World Place Names. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780192556462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Malcolm Southwood, Bruce Cairncross & Mike S. Rumsey (2019). "Minerals of the Kabwe ("Broken Hill") Mine, Central Province, Zambia, Rocks & Minerals". Rocks & Minerals 94:2: 114–149. doi:10.1080/00357529.2019.1530038. https://doi.org/10.1080/00357529.2019.1530038. 
  12. Holmes, Timothy (1998). Cultures of the World: Zambia. Tarrytown, New York: Times Books International. د کتاب پاڼي 19–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-0694-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Twa". Zambia's Traditional History. 30 March 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Taylor, Scott D. "Culture and Customs of Zambia" (PDF). Greenwood Press. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bostoen, Koen (26 April 2018). "The Bantu Expansion". Oxford Research Encyclopedia of African History. doi:10.1093/acrefore/9780190277734.013.191. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190277734. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)