آنتوني ګیدنز
آنتوني ګیدنز | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۱۸ جنوري ۱۹۳۸[۱][۲][۳] لندن [۴] |
تابعیت | برېتانيا |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | ټولنپوهنه |
کار ورکوونکی | د کېمبرېج پوهنتون [۵] |
مؤثر | ماکس وېبر ، اميل دورخيم ، اروینګ ګافمن ، ټالکوټ پارسونز ، یورګن هابرماس ، سېګمونډ فرايډ ، نوم چومسكي ، ويلهيلم ډېلتي |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
آنتوني ګیدنز، بارون ګیدنز (زوکړه: د ۱۹۳۸ زکال د جنوري ۱۸مه) انګلیستي ټولنپوه دی چې د چوکاټ جوړونې (ساختار بندۍ) د تیوري او د معاصرو ټولنو اړوند د ټول پالونکي لیدلوري د لرلو له امله شهرت لري. نوموړی د معاصر مهال مخکښ ټولنپوه بلل کېږي چې ۳۴ کتابه یې لیکلي او لږ تر لږه په ۲۹ ژبو خپاره شوي دي؛ د نوموړي کتابونه په کال کې په اوسط بڼه له یوه کتاب څخه په زیاته کچه خپرېږي. ګیدنز په ۲۰۰۷ زکال کې د انساني علومو په برخه کې د ډېرو کارول کېدونکو کتابونو پنځم لیکوال وبلل شو. نوموړي د ټولې نړۍ په شاوخوا شلو پوهنتونو کې اکاډمیک ځایګي لرلي او ګڼ شمېر افتخاري دوکتوراوې یې هم ترلاسه کړې دي. [۶][۷][۸]
د نوموړي علمي ژوند د څلورو پام وړ پړاونو له مخې پېژندل کېږي. په لومړني پړاو کې د ټولنپوهنې اړوند د هغه د نوي لیدلوري ترسیم او له دغې برخې څخه د هغه نظري او میتودولوژیکي درک شاملېږي چې د کلاسیکو مواردو د انتقادي تفسیر څخه یې سرچینه اخیسته. په دغه دوره کې د نوموړي په پام وړ آثارو کې کپیټلېزم او معاصره ټولنیزه تیوري (۱۹۷۱ زکال) او د پرمختللو ټولنو طبقاتي جوړښت (۱۹۷۳ زکال) شاملېږي. په دویم پړاو کې ګیدنز د چوکاټ جوړونې (ساختار بندۍ) نظریې ته پراختیا ورکړه چې د عاملتوب او جوړښت تحلیل و او په هغو کې یې د دغو دواړو هېڅ یوه ته هم یو پر بل لومړیتوب ورنکړ. دغه پړاو ته په اړوندو آثارو کې یې د ټولنیزو میتودونو نوي رولونه (New Rules of Sociological Method؛ ۱۹۷۶ زکال)، په ټولنیزه تیوري کې مرکزي ستونزې (Central Problems in Social Theory؛ ۱۹۷۹ زکال) او د ټولنې اساسي قانون (The Constitution of Society؛ ۱۹۸۴) شاملېږي چې له امله یې نوموړي په ټولنیزه برخه کې نړیوال شهرت وموند. د ګیدنز د علمي چارو دریم پړاو معاصرتوب، نړیوال توب او سیاست ته اړوند و چې په ځانګړې توګه یې په ټولنیز او شخصي ژوند باندې د معاصریت اغېز ته په کې پام درلود. په دغه پړاو کې هغه د سیاست دریمې لارې ته په اړوند پوست مودرنیته او «ارمان پالونکې – واقعیت ګرايي» باندې تمرکز درلود چې د هغه په اثارو لکه د معاصریت په پایلو (The Consequences of Modernity؛ ۱۹۹۰ زکال)، معاصریت او ځان پېژندنه (Modernity and Self-Identity؛ ۱۹۹۱ زکال)، د صمیمیت په بدلون (The Transformation of Intimacy؛ ۱۹۹۲ زکال)، د ښي او کیڼ تر شا (Beyond Left and Right؛ ۱۹۹۴ زکال) او دریمه لار (The Third Way ؛ ۱۹۹۸ زکال) کې څرګندېږي. د ګیدنز تمه دا وه چې ټولنیزه نظریه له سره ولیکي او همدارنګه له پراختیا او د معاصریت له مسیر څخه زموږ درک بېرته وارزوي. [۹]
په وروستي پړاو کې ګیدنز خپل پام د ستونزو مشخص طیف ته اړولی چې د نړیوالې ټولنې تکامل یعنې د ژوندانه د چاپېریال مسایل په ځانګړې توګه اقلیمي بدلونونه په کې شاملېږي؛ چې د اقلیمي بدلونونو د سیاستونو (The Politics of Climate Change؛ ۲۰۰۹ زکال) ، د اروپايي ټولنې د رول او طبیعت اړوند د متلاطمې او پیاوړې لویې وچې (Turbulent and Mighty Continent ؛ ۲۰۱۴ زکال) تر عنوانو لاندې کتابونو او همدارنګه په خپلو ګڼو لکچرونو او ویناوو یې کې یې د ډیجیټل انقلاب د پایلو په خوا کې تحلیل کړي دي.
ګیدنز له ۱۹۹۷ زکال څخه تر ۲۰۰۳ زکال پورې په لندن کې د اقتصاد د کالج (London School of Economics) د رئیس په توګه خدمت وکړ او اوس مهال د همدغه کالج د ټولنپوهنې له څانګې څخه متقاعد پروفیسور دی. نوموړی همدارنګه د ټول عمر لپاره د کمبرېچ د کېنګز کالج علمي همکار دی. [۱۰]
بیوګرافي
[سمول]ګیدنز د ۱۹۳۸ زکال د جنوري په ۱۸مه د لندن ښار په اډمنټون کې وزېږېد او همدلته منځنۍ طبقې ته په اړوندې یوې بېوزله کورنۍ کې را لوی شو؛ د هغه پلار د لندن د ترانسپورت په برخه کې کارګر و. هغه د مینچندن په ګرامر ښوونځي کې زده کړې وې. نوموړی د خپلې کورنۍ څخه لومړی کس و چې پوهنتون ته ولاړ. ګیدنز په ۱۹۵۹ زکال کې له هال پوهنتون څخه د ټولنپوهنې او ارواه پوهنې د ګډو زده کړو لیسانس سند ترلاسه کړ او ورپسې یې خپله ماسټري د لندن د اقتصاد په کالج کې د ډېوېډ لاک ووډ او اشر ټروپ تر نظر لاندې ترلاسه کړه. په دې پسې نوموړي د کمبرېج له کېنګ کالج څخه د دوکتورا سند هم ترلاسه کړ. په ۱۹۶۱ زکال کې ګیدنز په لستر پوهنتون کې دنده واخیسته او هلته یې د ټولنیزې ارواه پوهنې په برخه کې تدریس وکړ. په لستر پوهنتون کې چې په بریتانیا کې د ټولنپوهنې یو له پام وړ علمي مراکزو څخه ګڼل کېږي له نوربرت الیاس سره بلد شو همدا و چې په خپل تیوریکي دریځ یې کار پیل کړ. په ۱۹۶۹ زکال کې ګیدنز په کمبرېج پوهنتون کې وګمارل شو او هلته یې د ټولنیزو او سیاسي عمومو د کمېټې (SPS، اوس مهال د کمبرېج پوهنتون د بشري، ټولنیزو او سیاسي علومو پوهنځی) په جوړولو کې مرسته وکړه. [۱۱][۱۲]
ګیدنز په کمبرېج پوهنتون کې د کینګز کالج د علمي غړي په توګه کلونه کار وکړ او په ۱۹۸۷ زکال کې یې د بشپړ ښوونکي څوکۍ ترلاسه کړه. نوموړی د پولیټي پرېس نشریې (۱۹۸۵) یو له بنسټګرو څخه دی. له ۱۹۹۷ زکال څخه تر ۲۰۰۳ زکال پورې په لندن کې د اقتصاد کالج مشر او د عامه پالیسۍ اړوند د څېړنیز انستیتوت د سلاکارانو د شورا غړی و. له دې سربېره یې د وخت د لومړي وزیر ټوني بلېر د سلاکارۍ دنده هم لرله. دا د ګیدنز د دریمې سیاسي لارې کړنلار وه چې د بلېر سیاسي لیدلوری یې جوړاوه. نوموړی د بریتانیا په سیاسي بحثونو کې یو له جنجالي ګډون کوونکو څخه و چې په رسنیو کې یې د راڅرګندیدو پر مهال او همدارنګه یې د خپلو مقالو پر مټ (چې ډېری یې په نیو سټېټ من مجله کې خپره شوې) په کارګر ګوند کې له منځلارو کیڼ اړخو ملاتړ کاوه.
نوموړی په ۲۰۰۴ زکال کې د لندن د انفیلډ سیمې د سوت ګېت برخې د بارون لقب د ټول عمر لپاره ترلاسه کړ او د بارون ګیدنز په توګه یې د کارګر ګوند په استازولۍ د لارډانو (مشرانو) جرګې ته لار ومونده. نوموړي ګڼ شمېر علمي ویاړونه ترلاسه کړي دي. [۱۳]
آثار
[سمول]لنډه کتنه
[سمول]ګیدنیز څه باندې ۳۴ کتابونه، ۲۰۰ مقالې او بیا کتنې لیکلي چې د طراحۍ او څېړنیزو لارو چارو په استثنا د ټولنیزو علومو په برخه کې د مهمو بدلونونو اړوندې دي. نوموړي د ډېری مخکښو مکتبونو او شخصیتونو اړوند توضیحات لیکلي چې د ټولنپوهنې له ګڼ شمېر پاراډایمونو څخه یې په دواړو مایکرو (کوچنۍ) او مکرو (لویې) ټولنپوهنې کې ګټنه کړې. د نوموړي په لیکنو کې له انتزاعي او فرا نظري مسایلو څخه رانیولې د زده کوونکو لپاره په مستقیمه بڼه درسي کتابونه په کې شاملېږي. د ټولنپوهنې یا سوسیالوژي (۹مه نسخه، پولیټي) په نامه د هغه د درسي کتاب له یو میلیون څخه زیاتې نسخې پلورل شوې دي. همدا دی چې نوموړی د ګڼ شمېر علمي څانګو اړوند د خپلو هڅو له مخې پېژندل کېږي. ګیدنز نه یوازې د ټولنپوهنې د بدلونونو، بلکې د انسان پوهنې، لرغون پوهنې، ارواه پوهنې، فلسفې، تاریخ، ژب پوهنې، اقتصاد، ټولنیزو چارو او په وروستیو کې د سیاسي علومو اړوند هم څرګندونې لرلې دي. د نوموړي پوهې او آثارو ته په پام کولای شو د هغه د ژوندانه ډېری چارې د ټولنپوهنې د تیوري یو ډول لوی ترکیب وبولو. [۱۴][۱۵]
ځان پېژندنه
[سمول]ګیدنز څرګندوي چې له سنتي نظم راوروسته ځان پېژندنه انعکاسي ده. دا د یوې لحظې کیفیت نه دی بلکې پر ځای یې د یوه کس د ژوندانه شرح ده. ګیدنز لیکي:
د یوه کس هویت نه د هغه په چلن – په داسې حال کې چې مهم دی – او نه هم د نورو په غبرګونونو بلکې د یو ځانګړي روایت د ساتنې په ظرفیت کې موندل کېدای شي. د یوه سړي ژوند لیک که چېرې هغه په پام کې وي په ورځ تر بلې نړۍ کې له نورو سره منظمه اړیکه ولري، نه شي کېدلای په بشپړه توګه تخیلي وي. باید په دوامداره توګه هغه پېښې چې په بیرونۍ نړۍ کې رامنځته کېږي، له یوبل سره ادغام کړي او هغه د خپل ځان اړوند په فعلي «کیسه» کې ځای پر ځای کړي.
د بل هر مهال په پرتله موږ داسې اطلاعاتو ته لاسرسی لرو چې دا شونتیا رابخښي د خپلو چارو د عواملو او پایلو اړوند فکر وکړو. ورته مهال موږ د خپلو چارو او د متخصصینو په پوهه باندې د اتکا کولو له ناغوښتلو پایلو څخه د رامنځته کېدونکو ګواښونو سره مخ یو. موږ د خپل ژوندلیک د روایتونو، ټولنیزو رولونو او د ژوندانه د لارو چارو ټولګه رامنځته کوو، ساتو یې او پر هغو بیاکتنه کوو – دغه کیسه چې موږ څوک یو او څه ډول دغه ځای ته چې اوس یې لرو، رسېدلي یو. موږ په مخ پر زیاتوالي بڼه آزاد یو چې کوم کار ترسره کړو او څه ډول و اوسو، په داسې حال کې چې ګیدنز باوري و چې شتمني ډېری انتخابونو ته لاسرسی آسانه کوي. [۱۶][۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/giddens-anthony — subject named as: Anthony Giddens
- ↑ UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/OQHs2XWX
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023048 — subject named as: Anthony Giddens — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000601795 — د نشر نېټه: ۶ جون ۲۰۲۳
- ↑ https://www.nybooks.com/articles/1993/02/11/an-appeal/
- ↑ Gill, J. (2009) Giddens trumps Marx but French thinkers triumph, Times Higher Education, 26 March 2009
- ↑ Times Higher Education Most cited authors of books in the humanities, 2007, Times Higher Education, 26 March 2009.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Halpin, David, Hope and Education: The Role of the Utopian Imagination, Routledge, 2003, ISBN 0-415-23368-2, Google Print p. 63.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ کينډۍ:London Gazette
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Resources at Theory.org.uk, site by David Gauntlett, last accessed on 19 February 2006
- ↑ Giddens, Anthony (1991). Modernity and self-identity. Self and society in the late modern age. Polity Press, p. 70, ISBN 9780745609324
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345