منځپانگې ته ورتلل

یورګن هابرماس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یورګن هابرماس
Jürgen Habermas  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
یورګن هابرماس
یورګن هابرماس

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۸ جون ۱۹۲۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
دوسلدورف [۱۳][۲][۱۴]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 14 مارچ 2026 (97 کاله)[۱۵][۱۶]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت جرمني [۱۷][۱۴]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
استاد تيودور ډبليو. اډورنو   ويکيډاټا کې (P1066) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک فیلسوف [۱۸][۱۴]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه جرمني ژبه [۱۹][۲۰]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه فلسفه ،  پراګماتيزم ،  ټولنپوهنه [۲۱]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر امانوېل کانت ،  گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ،  کارل مارکس ،  فردریش انګلس ،  روزا لوکزامبورګ ،  اميل دورخيم ،  ماکس وېبر ،  فرېدرېک وېلهېلم نېتشي ،  سېګمونډ فرايډ ،  پراګماتيزم ،  ګئورګ لوکاچ ،  اډمنډ هسل ،  تيودور ډبليو. اډورنو ،  ژان پیاژه ،  ټالکوټ پارسونز ،  هانا ارينډ   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
ايراسموس جايزه (۲۰۱۳)[۲۲]  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
یورګن هابرماس
یورګن هابرماس

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

یورګن هابرماس (زیږون ۱۸ جون ۱۹۲۹ زکال) د انتقادي نظریې او عمل پالنې/پراګماتېزم په سنت کې جرمنی فیلسوف او ټولنپوه دی. د هغه اثار ارتباطي عقلانیت او د ژوندانه عمومي برخې ته اړوندېږي.[۲۳][۲۴][۲۵]

له فرانکفورت مکتب سره په اړوندتیا د هابرماس اثار د طبیعي قانون د حدودو په اډانه کې په معرفت پوهنې او ټولنیزې نظریې، د پرمختللي کپیټلېزم او دیموکراسۍ په تحلیل، په ټولنیزه تکاملي انتقادي اډانه کې د قانون په حاکمیت او همدارنګه په معاصر سیاست په ځانګړې توګه د جرمني پر سیاست تمرکز لري. هابرماس د معاصرتوب د مفهوم په اړه د خپل کار له امله په ځانګړې توګه د عقلاني کولو بحثونو ته په پام چې د ماکس وبر له خوا مطرح شوي و پېژندل کېږي. نوموړی د امریکايي عمل پالنې، عملي تیوري او وروسته ساختار پالنې تر اغېز لاندې راغلی.[۲۶]

بیوګرافي

[سمول]

هابرماس په ۱۹۲۹ زکال کې د راین ایالت په دوسلدورف کې وزېږېد. هغه په شونډه کې د چاک په لرلو وزېږېد او په ماشومتوب کې دوه ځله د جراحي عمل ورباندې ترسره شو. هابرماس استدلال کوي چې په خبرو کولو کې د هغه کمزورتیا لامل وګرځېده چې هغه د ژورې اړوندتیا او متفاوتې اړیکې اړوند فکر وکړي. هغه په ګومرزباخ کې را لوی شو.[۲۷][۲۸]

د یو نوي ځوان په توګه هغه په کلکه توګه له دویمې نړیوالې جګړې څخه اغېزمن شو. هابرماس له جمنازیوم (په اروپا کې د ښوونځیو یو ډول دی) څخه د فراغت تر مهاله کلن ته څېرمه په ګومرزباخ کې ژوند وکړ. پلار یې ارنست هابرماس د کلن د سوداګرۍ خونې اجرایوي مدیر و چې هابرماس د نازیانو پلوی او له ۱۹۳۳ زکال وروسته د نازي ګوند غړی باله. هابرماس په خپله یو یانګ ولک فور و چې بیا د جرمني د یانګ ولک ډلې مشر شو چې د هټلري ځوانانو (له ۱۰ کلنو څخه تر ۱۳ کلنو پورې) د سازمان اړوند ډله وه. هغه په بشپړ ډول په پروتستانت چاپېریال کې را لوی شو او نیکه یې هم د ګومرزباخ د علمیه حوزې مدیر و. نوموړي په ګوتینګن (۱۹۴۹- ۱۹۵۰ زکال)، زوریخ (۱۹۵۰- ۱۹۵۱ زکال) او بن (۱۹۵۱- ۱۹۵۴ زکال) پوهنتونونو کې زده کړې وکړې او په ۱۹۵۴ زکال کې یې د شیلینګ په مفکوره کې د مطلقیت او تاریخ ترمنځ د ترینګلتیاو په اړه (("The Absolute and History: On the Schism in Schelling's Thought" د خپل پای لیک په لیکلو سره له بن پوهنتون دوکتورا ترلاسه کړه. د هغه د پای لیک په دفاع غونډه کې اریش روتاکر او اوسکار بیکر ونډه لرله.[۲۹]

له ۱۹۵۶ زکال وروسته یې په فرانکفورت کې د ګویټه پوهنتون د ټولنیزو څېړنو په پوهنځي کې د انتقادي نظریه ورکوونکو ماکس هورکهایمر او تئوډور ډبلیو آدرنو تر نظر لاندې د فلسفې او ټولنپوهنې په برخو کې په زده کړو پیل وکړ، خو د دغو دوو ترمنځ د هغه د پای لیک پر سر جنجال راغی – هورکهایمر د بیا کتنې لپاره نه منل کېدونې غوښتنې لرلې – همدارنګه ده خپله باور درلود چې د فرانکفورت مکتب د سیاسي بدبینۍ او معاصر کلتور د تحقیر له امله فلج شوی، همدا و چې نوموړي د سیاسي علومو په برخه کې خپلې زده کړې په ماربورګ پوهنتون کې د مارکسیست ولفګانګ آبندروت تر نظر لاندې پای ته ورسولې. هغه د خپلې علمي درجې اثر د د عمومي برخې جوړښتي بدلون: د بوروژوازي ټولنې د یوې طبقې اړوند څېړنې تر عنوان لاندې (Strukturwandel der Öffentlichkeit. Untersuchungen zu einer Kategorie der bürgerlichen Gesellschaft)(په ۱۹۸۹ زکال کې په انګلیسي ژبه خپور شو) بشپړ کړ. د نوموړي دغه اثر د بورژوازي عمومي حوزې مفصل ټولنیز تاریخ و چې د بوروژازي ټولنې تاریخ یې د اتلسمې پېړۍ له صالونونو څخه د پانګونې پر بنسټ ټولنیزو رسنیو د اغېز له امله د هغو د ډول تر بدلون پورې په کې په مفصل ډول تشریح کړی و.[۳۰]

په ۱۹۶۱ زکال کې نوموړي په ماربورګ کې د Privatdozent  رتبه ترلاسه کړه – هغه لوړ ګام چې د هغه مهال د جرمني په علمي ډګر کې ډېر غیرمعمول و – نوموړي ته په ۱۹۶۲ زکال کې د هانس ګئورګ ګادامر او کارل لویت په ټینګار د هایډلبرګ په پوهنتون کې د فلسفې د ځانګړي ښوونکي د ځایګي (له څوکۍ پرته د ښوونکي توب) وړاندیز وشو چې وه یې مانه. همدغه کال نوموړي د خپل علمي اثر په چاپولو سره په جرمني کې د لومړي ځل لپاره ځانته عامه پام واړوه. په ۱۹۶۴ زکال کې د آدرونو په کلک ملاتړ سره فرانکفورت ته راوګرځېد څو په هورکهایمر پوهنتون کې د فلسفې او ټولن پوهنې د څوکۍ مسئولیت پر غاړه واخلي. په فرانکفورت کې له ۱۹۶۶ زکال څخه تر ۱۹۷۰ زکال پورې البرشت ولمر د هغه مرستیال و.

په ۱۹۷۱ زکال کې هغه مونیخ ته څېرمه د نړیوالو علمي او تخنیکي څېړنو لپاره د مکس پلانک انستیتیوت د مشرۍ وړاندیز ومانه او تر ۱۹۸۳ زکال پورې هلته پاتې شو. نوموړی د ارتباطي عمل د تیوري په نامه (The Theory of Communicative Action) د خپل تر ټولو ستر اثر له خپرولو څخه تر دوه کاله وروسته پورې په یاد انستیتیوت کې و. نوموړی په ۱۹۸۴ زکال کې د امریکا د علومو او هنرونو د اکاډمۍ د بهرني افتخاري غړي په توګه ومنل شو.[۳۱]

له دې وروسته هابرماس په فرانکفورت کې خپلې څوکۍ او همدارنګه د ټولنیزو څېړنو د انستیتیوت ریاست ته راوګرځېد. په ۱۹۹۳ زکال کې له فرانکفورت څخه له تقاعد وروسته هابرماس په پراخه کچه د خپلو اثارو نشرولو ته دوام ورکړ. نوموړي په ۱۹۸۶ زکال کې د جرمني له څېړنیز بنسټ څخه د ګوتفرید ویلهلم لایب نیتس جایزه ترلاسه کړه چې تر ټولو لوړ ویاړ دی چې جرمني څېړنو ته ورکول کېږي.[۳۲]

هابرماس په ۲۰۰۳ زکال کې د ټولنیزو علومو په برخه کې د شاهزاده استوریاس جایزه ترلاسه کړه. نوموړي همدارنګه په ۲۰۰۴ زکال کې د فلسفې او هنر په برخه کې د کیوتو جایزه ترلاسه کړه. هغه د ۲۰۰۵ زکال د مارچ په ۵ مه د سن دیګو پوهنتون په کیوتو سمپوزیم کې د ګډون په موخه سن دیګو ته سفر وکړ او هلته یې له شدید سیکولریزېم څخه په بې پلویتوب د کلیسا او دولت د جلا توب د تکامل اړوند په سیکولار اډانه کې د دین د رول تر عنوان لاندې وینا وکړه. نوموړي په ۲۰۰۵ زکال کې د هولبروګ د یادونې نړیواله جایزه (نږدې ۵۲۰۰۰۰ یورو) ترلاسه کړه. په ۲۰۰۷ زکال کې هابرماس د انساني علومو (د ټولنپوهنې په ګډون) په برخه کې د The Times Higher Education Guide مجلې له خوا د دلایلو پر بنسټ ولاړو لیکنو د لیکوالانو په کتار کې اووم ځایګی خپل کړ؛ چې له ماکس وبر وړاندې او اروینګ ګافمن وروسته و.[۳۳][۳۴]

یورګن هابرماس د جرمني د کلتوري او ټولنیز تاریخ د لیکوالې او همدارنګه په ګوټینګن پوهنتون کې د معاصرتاریخ د ښوونکې ریبیکا هابرماس پلار دی.

ښوونکی او لارښود

[سمول]

هابرماس مشهور ښوونکی او لارښود و. د هغه په مخکښو شاګرانو کې عمل پالونکی فیلسوف هاربرټ شندلباخ، سیاسي ټولنپوه کلاوس آف (په برلین کې د هرتي پوهنتون د حکومتولۍ د برخې ښوونکی)، ټولنیز فیلسوف یوهان آرناسون (د لاتروب پوهنتون ښوونکی او د Thesis Eleven مجلې مسئول مدیر)، ټولنیز فیلسوف هانس هاربرت کوګلر (د شمالي فلوریدا د پوهنتون د فلسفې د پوهنځي رئیس)، ټولنیز نظریه ورکوونکی هانس جواس (په ارفورت پوهنتون او د شیکاګو په پوهنتون کې ښوونکی)، د ټولنیز تکامل نظریه ورکوونکی کلاوس ایدر، ټولنیز فیلسوف اکسل هانت، سیاسي نظریه ورکوونکی ډېوډ راسموسن (په بوسټون کالج کې ښوونکی او د فلسفي او ټولنیز نقد د مجلې مدیر مسئول)، د ژواندنه د چاپېریال اخلاق پوه کنراډ اوټ، انارکو – کپیټلېسټ فیلسوف هانس هرمن هوپ (چې د هابرماس ډېری نظریات یې رد کړي)، امریکايي فیلسوف توماس مک کارټي، په ټولنیزو څېړنو کې د اګاهانه ذهن د مفهوم ابداع کوونکی جرمی جی. شاپیرو، سیاسي فیلسوف کریسټینا لافونټ او د سربیا ترور شوی لومړی وزیر زوران جینجیچ شاملېږي.[۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118544209 — خپرېدونېټه: ۱۳ اگست ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118544209 — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Хабермас Юрген — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia Invalid <ref> tag; name "9d8dcafbdd4e555110e56825363def36ac491d12" defined multiple times with different content
  3. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Jurgen-Habermas — سکالو پېژند: Jurgen Habermas — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. سکالو پېژند: Prof. Dr. phil. Jürgen Habermas — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/b3756ea02c664c6ca2c3dd5ff2c88380 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. سکالو پېژند: Jürgen Habermas — Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/habermas-jurgen — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  6. سکالو پېژند: Juergen Habermas — InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3143 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  7. سکالو پېژند: Jürgen Habermas — Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/18282
  8. سکالو پېژند: Jürgen Habermas — Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/13684
  9. سکالو پېژند: Jürgen Habermas — Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/25040 — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. سکالو پېژند: Jürgen Habermas — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000011991 — خپرېدونېټه: ۳۱ جولای ۲۰۲۱ — سرليک: Jürgen Habermas
  11. idRef پېژند: https://www.idref.fr/026911663 — خپرېدونېټه: ۱۵ مارچ ۲۰۲۶ — سرليک: Identifiants et Référentiels — خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur — منښتلیک: Licence Ouverte
  12. ورلډکيټ ادارې پېژند: https://id.oclc.org/worldcat/entity/E39PBJd3MypxJrbqDh3M3GqqQq — خپرېدونېټه: ۱۵ مارچ ۲۰۲۶ — سرليک: WorldCat Entities — خپروونکی: OCLC, Inc. — منښتلیک: Creative Commons Attribution-NonCommercial 2.0 Generic
  13. پیوستون : 118544209  — خپرېدونېټه: ۱۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118544209 — خپرېدونېټه: ۱۰ جولای ۲۰۲۴
  15. Den tyske filosofen Jürgen Habermas er død, 96 år gammel — خپرېدونېټه: ۱۴ مارچ ۲۰۲۶ — خپرولونېټه: ۱۴ مارچ ۲۰۲۶
  16. Jürgen Habermas, philosophe allemand, intellectuel combatif et esprit encyclopédique, est mort à l’âge de 96 ans — خپرېدونېټه: ۱۴ مارچ ۲۰۲۶
  17. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/gdsvwpz01r5j763 — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۱۸ — خپروونکی: National Library of Sweden — خپرولونېټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸
  18. او https://www.nndb.com/people/961/000093682/ Jürgen Habermas — خپرېدونېټه: ۳۱ جولای ۲۰۲۱
  19. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11906645x — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
  20. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7172451
  21. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990003036 — خپرېدونېټه: ۱۴ مارچ ۲۰۲۶
  22. Jürgen Habermas — خپرېدونېټه: ۲۸ جنوري ۲۰۲۵
  23. "Habermas". Collins English Dictionary.
  24. Max Mangold and Dudenredaktion: Duden Aussprachewörterbuch. In: Der Duden in zwölf Bänden. Volume 6, 6th edition, Dudenverlag, Mannheim/Leipzig/Wien/Zürich 2005 ISBN 978-3-411-04066-7, "Jürgen" p. 446 and "Habermas" p. 383.
  25. Krech, Eva-Maria; Stock, Eberhard; Hirschfeld, Ursula; Anders, Lutz Christian (2009). Deutsches Aussprachewörterbuch [German Pronunciation Dictionary] (in الماني). Berlin: Walter de Gruyter. pp. 561, 629. ISBN 978-3-11-018202-6.
  26. Cf. Thomas Kupka, Jürgen Habermas' diskurstheoretische Reformulierung des klassischen Vernunftrechts, Kritische Justiz 27 (1994), pp. 461–469. The continuity with the natural law tradition was controversial at the time, see the reply by Habermas's PhD-student Klaus Günther, Diskurstheorie des Rechts oder liberales Naturrecht in diskurstheoretischem Gewande?, Kritische Justiz 27 (1994), pp. 470–487.
  27. کينډۍ:Cite document
  28. Habermas, Jurgen. 2008. Between Naturalism and Religion: Philosophical Essays. (First chapter).
  29. Habermas, Jurgen (1954). Das Absolute und die Geschichte: von der Zwiespältigkeit in Schellings Denken. Gummers.
  30. Craig J. Calhoun, Contemporary Sociological Theory, Wiley-Blackwell, 2002, p. 352. ISBN 0-631-21350-3.
  31. "Book of Members, 1780–2010: Chapter H" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. ترلاسه‌کېدو نېټه 19 April 2011.
  32. Jürgen Habermas (2004) Public space and political public sphere – the biographical roots of two motifs in my thought.(Commemorative Lecture, Kyoto) Archived 4 February 2012 at the Wayback Machine. (pp. 2–4)
  33. "The most cited authors of books in the humanities". timeshighereducation.co.uk. 26 March 2009. ترلاسه‌کېدو نېټه 16 November 2009.
  34. Buhmann, Alexander; Ihlen, Øyvind; Aaen-Stockdale, Craig (2019-11-04). "Connecting the dots: a bibliometric review of Habermasian theory in public relations research". Journal of Communication Management (in انګليسي). 23 (4): 444–467. doi:10.1108/JCOM-12-2018-0127. hdl:10852/74987. ISSN 1363-254X. S2CID 210568613.
  35. Lew Rockwell, introduction to Hoppe's A Short History of Man (2015), Auburn, Mississippi: Mises Institute, p. 9.