ډډون

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
وټپوهنه
GDP PPP Per Capita IMF 2008.svg
وټه

کوچنی وټه · لویه وټه
د وټیزو آندونو مخینه
څېړندود سیاسي وټه
د بازار وټه  · د بازار ډولونه
غوښتنه  · وړاندیز  · پیسې
ډډون  · غونجېدنه  · سوداگري

ټولیزه وټپوهنه

وټيزه تگلاره  · وټ اټکلونه
بهرنۍ سوداگري  · بنسټیزه وټه
د بازار تعادل  · لمن لگښت
گټندوی  · د نش تعادل

ډگرونه او څېرمه ډوگرونه

چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي
وده · پراختیایي · پېښلیک
نړیوال · وټیز غونډال
پولي او مالي وټه
ټولوگړیز او وټیزه ښېگڼه
روغتیایي · پوهنه · ښېگڼه
نفوس · کارگر · مدیریتي
سوداگري · مالومات
صنعتي سازمانونه · قانون
کرهڼه · طبعي سرچینې
چاپېریالي · چاپېریالپوهنیزه
ښاري · کلیوالي · سیمه ییز · ځمکپوهنه

لړونه

ورځپاڼې · خپرونې
ویشنیزې · سرلیکونه · وټپوهان

د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه

ډډون يا وټيز ډډون په لړيز ډول د نرخونو پورته کېدو ته وايي، چې د وټيزو ستونزو له امله رامېنځ ته کېږي. يا په بل عبارت په تدريجي ډول د پيسو د ارزښت کموالی چې د نرخونو جگېدلو سبب کېږي نو په وټيزو نومونې کې د ډډون په نوم يادېږي. ډډون يو له هغه وټيزو ستونزو څخه دی چې ډېری وټيز غونډالونه ورسره مخ دي. هر هېواد پدې لټه کې دی تر څو په لوړه کچه ډډون له منځه يوسي، ځکه په لوړه کچه ډډون پر توليداتو، د ټولنې پر وگړو، او په ځانگړي ډول پر وټيز غونډال ناوړه اغېزې لري.

له لومړي نړېوالې جگړې څخه وروسته ډېری هېوادونه د ډډون له ناوړه اغېزو څخه کړېدلي، چې ښه بېلگه يې جرمني او هنگري دي. په گران هېواد افغانستان کې هم د ۱۳۷۱ل.ل او ۱۳۸۱ل.ل کلونو تر مینځ په ډېره لوړه کچه ډډون شتون درلود. ډډون د ټولنې پر هغه وگړو زياته اغېزه لري چې په ټاکلې اندازه عوايد ولري، ځکه چې د ډډون په راتگ سره د عايد (پيسو) په واسطه د څيزونو د رانيولو توان را کميږي. د بېلگې په ډول يو سړی د زرو (۱۰۰۰) افغانيو په اندازه عايد لري، پدې پيسو لس کتابونه چې د هر يوه نرخ سل (۱۰۰) افغانۍ ده اخيستلای شي، څه موده وروسته د ۱۰٪ ډډون په راتگ سره ددغه لسو کتابونو نرخ ۱۱۰۰ ته پورته کيږي، يانې د هر کتاب په نرخ کې لس افغانۍ زياتې شوي، يا په بل عبارت ددغه سړي د عايد چې زر (۱۰۰۰) افغانۍ وه، ارزښت را کم شوی، اوس نه شي کولی چې په دغه پيسو هغه لس کتابونه واخلي.

د ډډون لاملونه

د پيسو بې انډوله چاپول

کله چې د يوه هېواد په بوديجه کې کمښت (کسر) منځ ته راشي، نو حکومت ددغه کمښت د له منځه وړلو لپاره له مرکزي بانک څخه غوښتنه کوي تر څو نوې پيسې چاپ کړي، که چېرته پيسې د داخلي توليداتو له کچې زياتې چاپې کړي، او د عامو خلکو لاسونو ته وغورځيږي، نو خلک کوښښ کوي چې خپل مصارف او تقاضا (Demand) زياته کړي، د تقاضا زياتېدل ددې لامل گرځي چې نرخونه پورته، د پيسو ارزښت راکم او ډډ،ن منځ ته راوړي. د پيسو چاپول او د ډډ،ن راتگ په حقیقت کې په غير مستقيم ډول د خلکو له جيبونو څخه د پيسو ويستل دي. د بېلگې په ډول يو سړي سره لس افغانۍ دي چې دوه قلمونه پرې اخيستی شي، کله چې د پیسو د چاپ لامله انفلاسيون منځ ته راشي، نو ددغه دوه قلمونو د ترلاسه کولو لپاره د لسو په ځای دولس افغانۍ ورکوي، دغه دوه افغانۍ په حقيقت کې د حکومت له لوري په غير مستقيم ډول له خلکو څخه اخيستل شوي دي.

د غوښتنې (Demand) زياتېدل

ځيني وخت انفلاسيون د تقاضا (غوښتنې) په زياتېدو سره منځ ته راځي. د تقاضا د ډېرېدنې لاملونه زيات دي، د بېلگې په ډول د نفوسو زیاتېدنه، د حکومت د مصارفو زياتېدنه او دې ته ورته نور.

د عرضې (Supply) کمېدل

کله کله په بازار کې د عرضې کمېدنه ددې لامل گرځي چې انفلاسيون منځ ته راوړي، د بيلگې په ډول څه وخت دمخه چې ايران په خپله خاوره کې د افغان سوداگرو تېل بند وساتل، په افغانستان کې دتېلو نرخونه په لوړه کچه پورته شول، دا ددې لامل وگرځېد چې ټول تولید کوونکي اوهغه کمپنۍ چې تېل د انرژې په توگه کاروي، د خپلو توليداتو نرخونه پورته کړي، تر څو ټاکل شوې گټه تر لاسه کړي، نو نتيجه دا شوه چې په بازار کې انفلاسيون منځ ته راشي.


جنگ، موناپولي او احتکار

کله چې په کوم هېواد کې جنگ روان وي؛ ټينگ او ثابت حکومت شتون ونه لري، قانون ته د احترام په سترگه نه کتل کيږي، نو په نړېوال بازار کې ددغه هېواد پر پيسو اعتماد او راکړه ورکړه کمیږي. يا په بله اصطلاح ددغه هېواد د پيسو تقاضا راکميږي، هر څوک ددغه پيسو له ساتلو څخه ډډه کوي، ځکه پدې ويريږي که نن دغه حکومت له منځه ولاړ نو دغه پيسې د چلند څخه غورځيږي، نو دا ټول عوامل ددې سبب گرځي چې ددغه هېواد د پيسو ارزښت راکم کړي او انفلاسيون منځ ته راوړي.

ددې تر څنگ که چېرته په بازار کې موناپولي ( بازار ته د يوه کس له خوا د څيزونو عرضه) او يا احتکار (د ټولنې د ضرورت پر مهال د خوراکي توکو زيرمه کول تر څو په راتلونکي کې په لوړ نرخ سره خرڅ شي) شتون ولري؛ نو دا هم ددې لامل گرځي چې په بازار کې انفلاسیون منځ ته راوړي.

د انفلاسيون اغېزې

انفلاسيون د منفي اغېزو تر څنگ څه نا څه مثبتې اغېزې هم لري، اقتصاد پوهان د انفلاسيون د اغېزو په اړوند ډول ډول نظرونه لري، موږ دلته د هغه اغېزو يادونه کوو چې په کمه اندازه اختلاف پکې ليدل کيږي.

  1. د پيسو حقيقي ارزښت کمېدل: د انفلاسيون په راتگ سره د پيسو حقيقي ارزښت راکميږي، دا پدې مانا چې په کومو پيسو چې مخکې يو څيز رانيول کېده اوس نه رانيول کيږي،يا په بله اصطلاح د خلکو سره د اخيستلو توان راکميږي، چې ورسره په بازار کې د څيزونو د نه خرڅلاو له کبله توليد کوونکی خپل توليدات راکموي، په پايله کې بېکاري منځ ته راځي.
  2. د انفلاسيون په راتگ سره بسپنه او پانگه اچونه کميږي چې د اقتصاد پر ودې منفي اغېزه لري.
  3. په کمه کچه انفلاسيون په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوي. کله چې په بازار کې نرخونه په کمه اندازه پورته شي، توليد کوونکی د توليد د زياتولو لپاره هڅول کيږي، خلک په کار گومارل کيږي او بيکاري له منځه ځي.که چېرته په بازار کې راکړه ورکړه د اسلام سپيڅلي دين د اصولو سره سم تر سره شي، نو په زياته کچه به انفلاسيون راکم شي، د بېلگې په توگه سود او احتکار د اسلام په مبين دين کې حرام دي، او دا دواړه دانفلاسيون د لاملونو څخه گڼل کيږي، که ددې مخنيوی وشي، نو د نرخونو د زياتېدو مخنیوی به هم وشي.

د انفلاسيون کنترول

لکه چې مخکې مو يادونه وکړه چې انفلاسيون د زياتو پيسو د نشرولو په نتيجه کې منځ ته راځي، نو مرکزي بانک د انفلاسيون د راکمولو لپاره کوښښ کوي چې هغه پيسې چې د عامو خلکو په واسطه کارول کيږي؛ را کمې کړي. د پيسو د راکمولو لپاره ډول ډول لارې کارول کيږي د بېلگې په توگه د ذخيرې د نسبت زياتول (مرکزي بانک د نورو تجارتي بانکونو څخه يوه اندازه پيسې اخلي تر څو په راتلونکي کې دغه تجارتي بانک د ستونزو او خطرونو څخه وژغوري)، د بانډونو کارول، او دې ته ورته نور.

سرچینې

له تاند ټکی کام څخه