لویه وټه
| وټپوهنه |
|
وتې د سیمو له مخې
|
| وټه |
|---|
|
کوچنی وټه · لویه وټه |
| ټولیزه وټپوهنه |
|
وټیزه تګلاره · وټ اټکلونه |
| ډګرونه او څېرمه ډوګرونه |
|
چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي |
| لړونه |
| د سوداګرۍ او وټپوهنې تانبه |
لویه وټه د وټپوهنې یوه څانګه ده کوم چی د ټولو ټولوګړیزو (عامه) شرکتونو او ټولو وټیزو غونډالونو څیړنه کوي او د لویه وټه موضوع هم د دولتونو کړه وړه او د ملتونو د وټیزو کړنو څیړنه ده. په ټولیز ډول وټپوهنه په دوو برخو وېشل کیږي چې لویه وټه او کوچنی وټه ده او لویه وټه د بېلابېلو وټیزو اړیکو لکه:تولید، لګښت، پانګونه، سپما، عاید، وټیزپرمختګ، پاړسوب او دې ته د ورته چارو څېړنه او زده کړې ده. او یا په بله مانا لویه وټه په ټولیز ډول سره د وټیزو چارو څېړل دی، د لوېې وټې لمن ډېره پراخه ده چې د مالي سیاستونو او د پیسو پراختیا، بهرنی سوداګري، د دولت پورونه او لګښتونه او د یوه هیواد وټیزه وړاندوینه دا ټول په لویې وټې پورې اړه لري.