ارز

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
سکې او بانکي کاغذونه – دا د ارز يا اسعارو دوه عام ډولونه دي.

ارز په پښتو ژبه د اسعارو په مانا ده. په وټپوهنه کې د دود پيسې کلمه هغو ځانګړو پيسو ته اشاره ده، لکه، يورو او يا هم د يوه ځانګړي دود پیسې سکې او بانکنوټونه، چې د يوه هېواد د پېسو فيزيکي پانګې بڼه يې خپله کړې وي. د يوه هېواد د پېسو د پانګې بله برخه بانکي زېرمه بلل کېږي چې کله ناکله د پيسو زېرمې په ډول هم يادېږي چې دا ډول مالکيت د بانکي چکونو، پور کارتونو، او يا هم د پيسو د لېږد په نورو بڼو لکه نېټ بانکي کړنې له يو ځای نه بل ځای ته لېږدل کېږي.