هالنډ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
the Netherlands
Koninkrijk der Nederlanden
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه امسټرډام1
کينډۍ:Coord/input/dm{{#کوارډيناټونه:52|21|N|04|52|E|type:country||

| |name= }}

لوی ښار امسټرډام
حکومت پارلماني ولسواکي
د اساسي قانون پر بنسټ جوړه پاچايي
 -  ملکه Beatrix
 -  صدراعظم Mark Rutte
جوړښت
 -  Declared July 26, 1581 
 -  Recognised January 30, 1648 (by Spain
EU accession March 25, 1957
GDP (PPP) 2006 اټکل
 -  ټولټال 625.271 billion (23rd)
 -  Per capita $ 30,500 (15th)
HDI (2003) 0.943 (high) (12th)
د وخت سيمه (UTC+1)
 -  اوړی (DST) CEST (UTC+2)
د انټرنټ مخکښ شپول .nl

هالنډ(په هالنډی Nederland په انګلیسی The Netherlands یا Holland) د هالنډ د شاهی نظام اصلی برخه ده چی د اروپا په شمال لویدیځ کی پرته ده. په مرکزی امریکا کی اروبا (په انګلیسی Aruba او نیدرلندز انتلن (په انګلیسی Netherlands Antilles) د هالنډ په شاهی حکومت پوری اړه لری او ددی حکومت یوه برخه جوړوی. هالنډ څه دپاسه شپاړلسنیم میلیونه وګړی لری. په منځنیو پیړیو کی یی د وګړیو ډیری برخه کاتولیک او پروتستانو جوړوله خو نن ورځ د اروپا تر ټولو بی دینه ملک دی. (ډیری خلک یی دین نه منی) د هالنډ پلازمینه امستردام دی خو دولتی چاری وزارتونه او بهرنی سفارتونه اکثرا په دن هاخ (په هالنډی Den Haag) کی استوګن دی. دلیل یی هم دا دی چی امستردام یو تجارتی او د سیلانیانو لپاره په زړه پوری ښار دی او دولت نه غواړی چی دا تاریخی ښار یوه سیاسی څیره ځان ته غوره کړی. د هالند 16.515.057 وګړی په 41.526 کیلومترمربع ځمکه (چی له هغی جملی نه اتلس سلنه یی اوبه دی) استوګن دی چی یو له ډیرمیشتو ملکونو (397 تنه په یو کیلومتر مربع) څخه شمیرل کیږی. د نیډرلنډ لغوی مانا (ټیټ ملک) ده. د هالنډ ډیری برخه د سمندر له سطحی نه ټیټ دی او د بندونو په مرسته یی وچ ساتلی دی. په دی مانا چی که چیری دا بندونه نه وی نو د هالند تر ټولو ښایسته ښارونه او تجارتی او صنعتی سیمی تر اوبو لاندی کیږی.

پلازمېنه

امسټرډام د هالنډ پلازمینه ده خو دولتی چاری او بهرنی سفارتونه په دن هاخ کی استوګن دی. د امستردام کافی شاپ (چیرته چی چرس او ماری وانا ازادانه خرڅیږی) او سکس کلبونه (چیرته چی ښځی د پیسو په مقابل کی جنسی اړیکی نیسی) هر کال په میلیونونو سیلانیان د نړی له ګوډ ګوډ نه ځان ته رابولی. خو له چرسو او ښځو پرته امستردام نور هم ډیر څه لری. تاریخی ودانی، له هنری او تاریخی اثارو ډک موزیمونه او د Amsterdam Exchange Indexیا (AEX) په څیر تجارتی لوی مرکزونه د امسټردام له نورو شتمنیو څخه دی.