اوبه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
اوبه په درې بڼو کې: مايع، جامد (کنګل)، او په هوا کې د بړاس (بخار) په بڼه. ورېځې په هوا کې د اوبو د څاڅکو د راغونډېدو په پايله کې رامېنځ ته کېږي چې بيا د ګڼ کېدو او درندېدلو وروسته د ورينګي په توګه زمکې ته رالوېږي.

اوبه يوه کيميايي ماده ده چې کيميايي فورمول يې H2O دی. دا يو داسې ماليکيول دی چې د آکسيجن له يوه او د هايډروجن له دوؤ اټومونو د کوالېنټ تړنګ په پايله کې رامېنځ ته کېږي. په ثابتې تودوخې او حالت کې اوبه د يوه مايع په بڼه وي، خو په زمکه باندې اوبه د مايع تر څنګ په جامده بڼه لکه يخ او کنګل او د ګاز په بڼه لکه بړاس هم موندل کېږي. اوبه په اوب-کرکجنو هوارو د مايع کرېسټالونو په بڼه هم موندل کېږي.[1][2]

اوبو د زمکې د سرمخ ۷۰،۹% پوښلې،[3] او د ژوند هر يوې بڼې او اړخ ته يو اړين شی دی.[4] د زمکې پر سر اکثراً اوبه په سمندرونو او د سمندرونو نه دباندې په نورو اوبزېرمو کې موندل کېږي، ۱،۶٪ اوبه د زمکې نه لاندې زېرمو کې موندل کېږي او ۰،۰۰۱ % اوبه په اتمسفير کې د بړاس، ورېځو او نورو بخاراتو په بڼه موندل کېږي.[5] سمندرونه د ټولو اوبو ۹۷ ٪ برخه، کنګلتونونه او د واورو قطبي غرونه د اوبو ۲و۴ ٪ برخه او په وچه کې د اوبو زېرمې، دريابونه، ډنډونه او رودونه دا ټول ۰،۱ ٪ برخه جوړوي. د زمکې د اوبو ډېره لږه برخه په ژونديو بيالوژيکي اورګانيزمونو او نورو صنعتي توليداتو کې موندل کېږي.


فزیکی او کیمیاوی مشخصات

Model of hydrogen bonds (1) between molecules of water

اوبه یو کیمیاوی ماده ده چی د کیمیاوی فورمول یی H2O دی. ددی فورمول څخه څرګندیږی چی د اوبو یو مالیکول دوه هایډروجنونه د یو اوکسیجن سره د اشتراکی رابطی په مرسته سره نښتی دی.

او به په طبیعیت کی په دری شکلو سره لیدل کیږی.

  1. غاز
  2. مایع
  3. جامد

""د اوبو مهم مشخصات""

  • اوبه یو په معیاری حرارت او فشار کی مایع حالت لری.
  • اوبه په الکترومقناتسی طیف کی غیر شفاف رنګ لری.
  • اوبه منفی چارچ لری.
  • اوبه یو ښه محلل دی.‌
  • په حجره کی ټول ترکیبا په اوبو کی منحل دی.
  • خالصی اوبه کم برق انتقالولی شی
  • د اوبو د جوش نقطه د بارومتر په فشار پوری اړوند ده. مګر د بحر په سطح اوبه په ۱۰۰ سانتی ګرادو کی ایشی.

خوند او بوی

اوبه ددی له کبله چی ډیر مختلف شیان په ځان کی حلولی شی نو کیدای شی مختلف خوندوه او بویونه د همغه حل شوی مادی په اساس سره ولری. انسانانو او حیواناتو کی د بوی حس په کافی اندازی سره انکشاف موندلی او د هغه لاری دوی کولی شی چی د اوبو ډیر ترش والی او یا بوی تشخیص کړی او د هغه د استعمال څخه مخنیوی وکړی.

د چینی اوبه یا هغه اوبه چی معمولا په بازار کی پیدا کیږی د منرالونه مزه لری. مګر خالصی اوبه چی مالیکولی حالت یی H2O دی مزه نلری او بوی نلری. په بازارونو د اوبو د خالص اعلان پدی معنی وی چی هغه اوبه کوم زهری ماده نلری او د دی ترځنګ د میکروبونو څخه هم پاکی دی.

په طبعیت کی شتون

اوبه په اکثره ځایونو کی پیدا کیږی چی مقدار یی توپیر کوی. داسی ویلی کیږی چی اکثره ستوری اوبه لری.

دی ورته اوبه د وریځو کی هم پیدا کیږی.‌ د ۲۰۱۱ د جولای په ۲۲ په یو راپور کی راغلی وو چی یوه لویه وریځ لیدل شوی چی د اوبو د غازاتو څخه تشکیل شوی وه او ۱۴۰ تریلیونه ډیری اوبه د څمکی دسطحی د اوبو څخه لری. دا وریځه د څمکی څخه ۱۲ بیلیونه لمریز کاله لیری واقع ده.

د اوبو بخارونه په لاندی ځایونو کی هم لیدل شوی دی.

  • په زحل ستوری کی
  • د څمکی په اتموسفیر کی
  • په مریخ ستوری کی
  • په اورانوس ستوری کی

په مایع شکل سره اوبه د څکی په سطح سره ۷۱ سلنه برخه جوړوی.

په خاوره کی اوبه

هایډرولوژی هغه علم دی چی د اوبو حرکت ،‌ توزیع ، او کیفیت مطالعه کوی. د اوبو توزیع د ځمکی پر سطح د هایډروګرافۍ په نامه سره یادیږی. د ځمکی لاندی اوبو د حرکت او توزیع علم د هایډرو جیولوژۍ په نامه سره یادیږی. هغه علم چی یخک تر مطالعی لاندی نیسی د ګلاسیولوژۍ په نامه سره یادیږی. او د هغه علم چی د بحر اوبه تر ځیړنی لاندی نیسی د اوسینو ګرافۍ په نامه سره یادیږی. د ایکولوژۍ او هایډورلوژی ګډه مطالعه د ایکوهایډرولوژۍ مبحث دی.

ټولی هغه اوبه چی د ځمکی لاندی‌،‌د ځمکی په سر او یا سطح پیدا کیږی د د هایدرو سفیر په نامه سره یادیږی. د خاوری په سر د اوبو تمویل په حجمی ډول سره 1,338,000,000 km3 دی.‌

د اوبو دوران

د اوبو دوران په علمی ډول سره د هايډرولوژیک دروان په نامه سره یادیږی. عبارت د یو دوامداره تبادل اوبو دی چی د هايډروسفیر ، اتموسفیر ،‌ دخاوری د اوبو ، د څمکی د سری اوبه ، دځمکی لاندی اوبو او نباتاتو تر منځ صورت نیسی.

اوبه پورته یادو شوی ځایونو ته په لاندی طریقو انتقال مومی.

  1. تبخیریevaporation
  2. ورښت precipitation
  3. سیلاب runoff

د تازه اوبو ځیرمی

د تازه اوبو ځیرمی د بارانونو او واوری د اوبو څخه عبارت دی. دا اوبه په لوړو ارتفاعاتو کی ټولیږی او بیا د هغه ځایونو څخه نورو ځایونو چی لږ ارتفاع لری بهیږی . ددی ترځنګ دا ډنډی اوبه یا ټولی شوی اوبه څمکه هم جذبوی چی د هغه له لاری د چینو ، کاریزونو او رودونو پشکل بهیږی.

د اوبو تاثیرات په ژوند باندی

د اوبو تاثیرات په تمدن باندی

د اوبو قوانین ،‌ او سیاستونه

اوبه د کلتوری اړخه

دا هم وونی

سرچينې

  1. Henniker, J. C. (1949), The Depth of the Surface Zone of a Liquid, Reviews of Modern Physics, doi:10.1103/RevModPhys.21.322, http://link.aps.org/doi/10.1103/RevModPhys.21.322, retrieved 2011-02-04 
  2. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Gerald Pollack. Water Science. University of Washington, Pollack Laboratory. URL accessed on 2011-02-05.
  3. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified CIA- The world fact book. Central Intelligence Agency. URL accessed on 2008-12-20.
  4. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified United Nations. Un.org. URL accessed on 2010-07-25.
  5. Water Vapor in the Climate System, Special Report, [AGU], December 1995 (linked 4/2007). Vital Water UNEP.