نورالحق علومي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نور الحق علومي

تورن جنرال نورالحق علومي پر ١٣٢٠ لمريز کال زېږېدلى دی . (ځینو سرچینو د ده پوځي رتبه ډگر جنرالي ښوودلې.) دی د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د پرچم له ډلې څخه وو.

زده کړې

نورالحق علومي د کابل په حبيبيه لېسه کې تر دولسم ټولگي زدکړه کړې وکړې او بيا يې په حربي پوهنتون کې پوځي زدکړې کړې دي. علومي پر ۱۹۷۲ زېږدي کال په امريکا کې د ارکانحرب تر کچې د پوځي دوکتورا معادل تحصيلات کړي دي. دی په پوځي برخه کې چې د ده څانگه ده، د شوروي اتحاد په مسکو کې هم زدکړې کړې دي.

دندې

تورن جنرال نورالحق علومي د لوړو زدکړو تر پای ته رسولو وروسته د اردو د افسرانو روزونکى هم پاتې شوى دى. نومړی په دولت کې د کار کولو ډېره اوږده سابقه لري ، پر بېلابېلو څوکیو يې په ملکي او پوځي برخو کې دندې تر سره کړې دي. علومي د محمد ظاهر شاه له واکمنۍ نيولې بيا د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ تر پايه دولتي دندې تر سره کړې دي. جنرال علومي يوولس کاله په کندهار کې په ملکي او نظامي برخه کې ماموريت کړى . دی يو مهال د سوېلي حوزې تنظيمه رئيس وو ، د شپږو ولايتونو پوځي چارې يې اداره کولې او دغه راز په دې حوزه کې د قول اردو بولندوی هم پاتې شوى دى .

د ډاکتر نجیب الله پرضد کودتا کې لاس

کله چې پر ۱۳۷۱ ل (۱۹۹۲ ز) کال د ملگرو ملتو سازمان له افغان حکومت سره یو ځای د سولې پروگرام طرحه کړ او د دغه پروگرام له مخې له دواړو لوریو ، یانې هم د مجاهدینو د مشرانو او هم د ډاکتر نجیب الله د حکومت له خوا دا ومنل شوه ، چې په افغانستان کې به له سوله ییزې لارې نوی حکومت جوړیږي ، په هېواد کې به شته بحران له منځه وړي او هېواد به نور له تباه کوونکې کورنۍ جگړې ژغوري . خو د ډاکتر نجیب الله په حکومت او وطن گوند کې یو شمېر جگپوړي اشخاص د ملگرو ملتو سازمان د سولې د پروگرام پرضد راپورته شول او د شته رژیم پر ضد يې پر کودتا لاس پورې کړ . ستر (یا ډگر) جنرال نورالحق علومي هم له دغو جگپوړو چارواکو څخه وو ، چې له کودتا کوونکو سره ملگری وو . د کودتاه کوونکو نور کسان دا ول : د وطن گوند د مرکزي کومېټې د منشي مرستیال او د سیاسی بيرو غړی فرید احمد مزدک ، د وطن گوند د مرکزي گومېټې د سیاسی بیرو غړی محمود بريالی ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړی نجم الدین کاویاني ، د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکيل ، د دفاع وزیر مرستیال او د کابل گارنیزون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظیمي ، د ۵۳ فرقې بولندوی جنرال عبدالرشيد دوستم ، جنرال عبدالحق علومي (اوس مړ شوی دی) تورن جنرال محمد عزیز حساس ، جنرال اصف دلاور ، د ځانگړي گارد بولندوی جنرال سید اعظم سید ، جنرال امیر محمد ، د دولتي امنیت وزارت مرستیالان جنرال یار محمد او جنرال باقر فرین ، د وطن گوند د مرکزی کومېټې غړی شفیق الله توده يي ، ډاکتر ضمیر ، انجنیر نعمت ، ادینه سنگین او ځینې نور . دوی د ۱۳۷۱ (۱۹۹۲ ز) کال د وري په میاشت کې د ډاکتر نجیب د حکومت پرضد کودتاه ترسره کړه او په دې ډول يې د ملگرو ملتو د سولې پروگرام له ناکامۍ سره مخ کړ ، او په پایله کې مجاهدین واک و ځواک ته ورسېدل . واک وځواک ته د نظار شورا (جهادي مشرانو) په راتگ سره د هېواد په بېلابلو ښارونو او سیمو کې د کورنۍ جگړې د اور لمبې نورې هم پسې ډېرې شوې . په پلازمېنه کابل کې د جهادي مشرانو ترمنځ د واک وځواک (قدرت) پر سر جگړې واټ په واټ او کوڅه په کوڅه پیل شوې . پر ۱۳۷۱ ل کال د مجاهدینو واک وځواک ته تر رسېدو وروسته د احمد شاه مسعود ، جنرال عبدالرشيد دوستم ، گلبدين حکمتيار او عبدالعلي مزاري د تنظیمونو او ډلو تر منځ داسې خونړۍ جگړې وشوې ، چې د ځینو سرچینو له مخې يې د ۱۹۹۲ ز کال له اپرېل نه د ۱۹۹۶ ز کال د طالبانو تر راتگه یوازې په کابل ښار کې له اویا زره ډېر کسان له منځه یوړول او په سلگونه زره ( ښايي په میلیونونه ) افغانان يې د غم په تناره کېنول .

په ولسي جرگه کې د کندهار ولایت وکیل

اخځونه

  1. http://www.surgar.net/-news-pg-Special-reports-From-Surgar-Inn-175.html[مړه لينکونه]
  2. http://www.surgar.net/-news-pg-Local-NewS-610.html[مړه لينکونه]
  3. http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=1663:2010-03-01-23-06-20&catid=34:2010-01-31-16-17-42&Itemid=56
  4. http://www.youtube.com/watch?v=MN5BcKT1HV0&feature=related
  5. http://www.hezbe-watan.com/dokumente/aziz%20asas.html Archived 2016-03-05 at the Wayback Machine.