محمود بريالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمود بريالی
محمود بريالی
محمود بريالی

محمود بريالی (۱۳۲۰ هـ. ل. - ۱۵ د ليندۍ، ۱۳۸۵) (په انگرېزي: Mahmood Baryalai) د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند چې د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د وطن گوند په نامه ونومول شو ، د پرچم ډلې غړی او يو کمونيسټ پلوه سياستوال و چې د دغه گوند د واکمنۍ په وخت کې یې د لومړي وزير د مرستيالۍ دنده ترسره کوله. محمود بریالی د افغانستان د هېوادمشر ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسي بیرو غړی هم وو . دی د افغانستان د پخواني ولسمشر ببرک کارمل ناسکه ورور وو.

مخينه

محمود بريالی پر ۱۳۲۰ ل. کال د کابل د بگراميو ولسوالۍ په کمریو کې زېږېدلی دی. دی په خټه تاجک و او د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند (چې وروسته د وطن گوند په نامه ونومول شو) د پرچم د ډلې د مشر ببرک کارمل سره يو ځای له شوروي مشرانو سره پر افغانستان د يرغل تړون په لاسليک کولو کې مخکښه رول درلود. دی د ډاکترې اناهيتا راتبزاد چې يو مهال د ښوونې او روزنې وزیره وه ، زوم وو . بریالی د ايران د توده ها په نوم د کمونيسټي گروهو لرونکي گوند لېواله غړی هم پاتې شوی .

زده کړې

محمود بريالي خپلې لومړنۍ او منڅينۍ زده کړې په کابل کې پیل کړې او د حبيبيې لېسې څخه په کال ۱۹۶۶ ز کې فارغ شو. لوړې زده کړې ېې د وټپوهنې په څانگه کې په کابل پوهنتون کې بشپړې کړې . ده د پرچم گوندي اخبار ته ليکنې چمتو کولې .

دندې

محمود بريالی د خلق او پرچم گوندي اخبار ته ليکنې چمتو کولې او وروسته بیا د پلان وزير په توگه وگومارل شو . په هماغه کال کې نوموړی د سخت دريځی نشنلسټي اندونو په تړاؤ د حکومت سره د ترينگلتيا په لړ کې له کاره گوښه کړل شو او جېل ته واچول شو . خو وروسته له هغې پر کال ۱۹۷۳ ز بېرته خپلې پخوانۍ دندې د پلان وزير په توگه وگومارل شو چې له هغه لارې د نورو زده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولاړ او هلته ېې د لوړو زده کړو په لړ کې د سياسي وټپوهنې (سياسي اقتصاد) د ماسټرۍ بری ليک د مسکو د ښاري پوهنتون څخه ترلاسه کړ. په ۱۹۷۵ ز کې په څرگنده توگه د پرچم د څانگې د کوميټې تلپاتې غړی شو . پر ۱۳۵۷ ل کال د غويي تر کودتاه وروسته د خلق څانگې سره د بډوالي له کبله ېې د پرچمي کوميټې د مخبر په تور تورن شو او په پاکستان کې د افغان سفير په توگه په کار وگومارل شو . پر ۱۹۸۰ زيږدي کال د خلق گوند د انقلابي کوميټې عمومي غړي په توگه د حقيقت انقلاب ثور گوندي ورځپاڼې مشر وټاکل شو . پر ۱۹۸۱ ز کال کې ېې د هماغې کوميټې د سياسي سکرتر په توگه ېې دنده پرمخ وړله .

د ډاکتر نجیب الله پرضد کودتاه کې کارنده برخه

کله چې پر ۱۳۷۱ ل ( ۱۹۹۲ ز) کال یو شمېر جگپوړو گوندي او حکومتي چارواکو ، لکه د وطن گوند د مرکزي کومېټې د منشي مرستیال او د سیاسی بيرو غړی فريد احمد مزدک ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړی نجم الدین کاویاني ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د وطن گوند د سیاسی بيرو غړي عبدالوکيل پر کودتاه لاس پورې کړ ، نو محمود بریالی هم ورسره ملگری او په دغه کودتاه کې يې کارنده برخه درلوده. د ډاکتر نجیب الله د حکومت پرضد کودتاه کې د دفاع وزیر مرستیال او د کابل گارنیزون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظیمي ، ډگر جنرال نورالحق علومي ، جنرال اصف دلاور ، جنرال محمد عزیز حساس ، جنرال عبدالحق علومي ، او د گوند د مرکزي کومېټې یو شمېر غړو شفیق الله توده يي ، ډاکتر ضمیر ، انجنیر نعمت ، ادینه سنگین او ځینې نورو هم کارنده برخه درلوده .

له هېواده بهر ته کډوالېدل

محمود بريالی پر ۱۳۷۱ لمريز کال په افغانستان کې د جهادي تنظيمونو تر واکمنېدو وروسته لومړی د روسيې په لور وتښتېد او بیا يې په اروپا کې جرمني (المان) ته پناه يووړه . هلته يې تر مېشتېدو وروسته د خلق او پرچم ډلو پخواني استازي بیا سره راټول کړل او د نوي گوند د جوړولو تابيا ېې وکړه . دغه نوی گوند يې د «نهضت فراگیر دموکراسی و ترقی افغانستان» په نامه ونوماوه. د پرچم ډلې پخوانی غړی او د ډاکټر نجيب الله د حکومت وروستنی لومړی وزير سلطان علي کشتمند ېې مشر وټاکل شو .

مړينه

محمود بریالی د ۱۳۸۵ ل کال د لیندۍ پر ۱۵ ( د ۲۰۰۶ ز کال د ډسمبر پر ۵ ) د ۶۵ کلو په عمر ، چې ښايي د ډېرو الکولي څښاکو د کارولو له کبله د ناروغۍ لامله وي ، په المان کې ومړ . د ده جنازه د ۱۳۸۵ ل کال د لیندۍ پر ۲۳ له المان څخه کابل ته ولېږدول شوه او بیا د کابل په شهدای سالحینو کې خاورو ته وسپارل شوه .

سرچينې

  1. http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=1663:2010-03-01-23-06-20&catid=34:2010-01-31-16-17-42&Itemid=56