عبدالرشيد دوستم
په منځۍ اسیا د تزاري روس د تاړاکونو له لامله د هغه ځای دیندوسته مسلمانان دې ته اړ شول، چې ګاونډی هېواد (افغانستان) ته پنا یوسي، د مهاجرت دا لړۍ همداسې له ۱۹مې پېړۍ څخه نیولې تر ۲۰مې پېړۍ پورې روانه وه، چې د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې د توردي کورنۍ هم د افغانستان مخه وکړه او د خواجه دوکوه په سیمه کې اباد شول.
تر ۱۹۳۰ز کال پورې دا کورنۍ پدې وتوانېده چې د یو خټین کور سره سره یوه ټوټه زمکه هم ترلاسه کړي، د شلمې پېړۍ په څلورمه لسیزه کې د توردی کوسې له یوې اوزبکې مور څخه په خواج دوکوه کې زېږول کېږي، چې د لومړي افغان په توګه چې په افغانستان کې وږېږېد، له افغانانو څخه په اغیزمنتیا یې د نوم پرې عبدالرشید (چې د مسلمانو پښتنو لومړی نیکه یادېږي) کېښود.
د امو سیند وراخوا اوزبک مهاجر توردي ( د دوستم غورنیکه) د ۱۹۳۰ز کال په وروستیو کې ومړ، حال دا چې د مړینې پر وخت یې ۲۰ تنه د کورنۍ غړي په افغان خاوره پرېښودل.
نيوليک |
ژوندليک
د یو کمونست په توګه
د يو اسلامي ډلې د مشر په توګه
د افغانستان په کورنيو جګړو کې د دوستم ونډه
د امريکايانو سره ېې همغږي
په ۲۰۰۱م زېږدي کال کې په بشري حقوقو تېری کول
د بشر د حقوقو د څانګې لخوا په رشيد دوستم نيوکې
دا هم وګورﺉ
بهرنۍ تړن
سرچینې
- جنګسالار عبدالرشید دوستم، لیکوال: عبدالقدیر مهاجر، ۱۹۹۹ز ډسمبر.
