ليکنښې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په انګلیسي کې د ځینو نښو نښانو یوه بېلګه

ليکنښې (انګلیسي: Punctuation) د نښو یا سمبولونو کارول مانا لري چې د مانا روښانه کولو او په لیکلو کې د جملو ، جملو او بندونو پیل او پای مشخص کولو لپاره کارول کیږي.

دا نښې، چې ليکنښې یا د لیکلو نښې هم ورته ویل کیږي، د متن د لوستلو لپاره اسانه او دقیق کولو لپاره کارول کیږي، د احساساتو څرګندولو، په ریاضیاتو کې د فورمول لیکلو لپاره ، او نور، یا د کلمو د تلفظ بدلولو لپاره.

  ليک نښې هغه دي چې د يو عبارت په لوستنه کې لازمه اسانتياوې راولي او جملې او کلمې سره بېلوي.

د ليک نښو د زده کړې اړتيا او موخې :[سمول]

  ليک نښې يو شمېر علامې دي د ناخپلواکو کلمو يا اداتو په څېر په ځانګړې توګه مانا نه لري، خو که په ليکنه کې هر يوه په خپل ځای و نه کارول شي، ليکنه به هغومره خوندوره نه وي، له بلې خوا به لوستونکي د لوستلو پرمهال کې تېروتنې ولري.

  که دغه نښې او علامې په ليکنه کې پر خپل خپل ځای وکارول شي، نو له يوې خوا به ليکنه خوندوره او مانا لرونکې وي او هم به ترې لوستونکي ژر مطلب اخيستلی شي او له بلې خوا به په لوستنه کې د لوستونکو د تېروتنو مخه نيول شوې وي.

  د ليک نښو زده کړه د هر چا په ځانګړې توګه د ليکوال او ليکوونکې لپاره ډېره اړينه ده، که نه، نو لوستل او ليکل به مو له تېروتنو او نيمګړتياوو څخه خالي نه وي.

  د ليک نښو د زده کړې اساسي هدف د جملو او عبارتونو د مفهوم وضاحت او  صراحت دی.

  دا نښې مونږ په دې پوهولی شي چې د يوې جملې کلمې څه راز څنګ په څنګ وليکو چې په اسانۍ سره ترې مانا واخيستل شي او د ليکنې د بېلابېلو برخو تميز وشي.

    د ښوونکو د روزنې د زده کړنديانو لپاره د ليک نښو زده کړه او تدريس ځکه اړين او ارزښتناک دی چې دوی د ښوونځيو راتلونکي ښوونکي دي، د همدې نښو پېژندل او پرځای کارول به دوی په لوستلو کې له تېروتنو څخه وژغوري، د دغو نښو په مرسته به دوی وکولای شي چې په لوستنه کې د تم کېدو او نه تم کېدو ځايونه وپېژني، او په دې به پوه شي چې په کوم ځای کې لږ تم شي او په کوم ځای کې بشپړ ودرېږي او ساه واخلي، کومه کلمه جلا وليکي او کومه کلمه په بلې پورې وتړي په ليکنه کې د ګڼو کيفيتونو لکه حيرانتيا ( تعجب )، پوښتنې، ندا، خطاب، تمسخر يا ملنډې او داسې نورو څرګندونه د همدغو ليک نښو په راوړلو سره کيږي، ليک نښې تقريباً د نړۍ په ټولو ژبو کې په ليکنه کې کارول کيږي، خو توپير يې دا دی چې په ځينو ژبو کې يې ممکن بڼې تغير ولري او يا د شمېر له مخې په يوه ژبه کې تر بلې ډېرې وي ، اوس به په لنډو ټکو کې هغه ليک نښې او د هغو د استعمال او کارونې ځايونه له بېلګو سره در وپېژنو چې په عامه توګه د نړۍ په ټولو پرمختللو او علمي ژبو او په ځانګړې توګه په پښتو او دري ژبو کې يې استعمال او کارونه دود ده.

تاریخ[سمول]

په پخوانیو ليکنو کې چې شته، د سجاوندۍ نښې نشته. په لرغونو یوناني او رومي ليکنو کې د جملې ځینې مثالونه لکه "دوه نقطې یوځای" لیدل کېدی شي. لومړني قرآنونه له ليکنښو پرته لیکل شوي.

په شپږمه هجري قمري کال کې محمد بن ابي يزيد طيفور د شمس الدين او مکاني په نوم ابوالفضل السجاوندي القاري [۱] . پوښتنه: د قرآن په لیکلو کې یې لومړنۍ نښې د تلاوت کوونکو د لارښوونې لپاره کارولې. [۲] د سجاوندي کلمه د ابوالفضل سجاوندي له نوم څخه اخیستل شوې ده (لومړی کس چې د قرآن د سم لوستلو لپاره یې د وقف نښې وکارولې) [۳] . ( دهخوده لغت : ساګوند د غره په لمن کې یو ښار دی چې سیستان ته نږدې ورته نوم لري چې عربان یې سجاوند بولي).

د چاپ د اختراع سره، د متنونو نښه کولو معیاري کولو تمایل زیات شو. Aldus Manutius او د هغه لمسی د متنونو د ټکي معیاري کولو لپاره لومړنۍ هڅې وکړې.

د پوښتنې نښه کارول "؟" او کوما "،" او نور ډېر سمبولونه په فارسي ، عربي او اردو رسم الخط کې نوي دي او ډېر تاریخي تاریخ نه لري.

په اوسنۍ بڼه کې په فارسي ژبه کې تخفیف ډېر تاریخ نه لري او په تېرو یوه یا دوو پېړیو کې د لوېدیځوالو له لیکنو وروسته په پښتو او فارسي ژبه کې هم رواج موندلی دی. په پارسي ژبه کې د نزاع اصول له اروپايي ژبو په ځانګړې توګه فرانسوي او انګلیسي څخه اخیستل شوي دي. تر هغه وخته پورې چې ایرانیان د لویدیځو هیوادونو له ژبې او رسم الخط سره اشنا نه وو، په فارسي لیکلو کې د نښه کولو ډول نه و. [۴]

ليکنښو لړليک[سمول]

  • ټکی .
  • ډیش یا هایفین -
  • لینک کرښه
  • د نرخ نښه "" (په فارسي او ځینو نورو ژبو کې د نرخ نښه)
  • د اقتباس نښه یا "" (د فارسی پرته په نورو ژبو کې)
  • د پوښتنې نښه ؟
  • د تعجب نښه !
  • درې ټکي ...
  • په هکونو کې منحل () او هکونه [] او دوه ګونی بندونه {} او پوائنټرونه <> شامل دي
  • کوما ،
  • سیمیکولون ;
  • دوه ټکي :
  • ستوری *
  • قطري کرښه یا ایتالیک کرښه یا سلیش یا تریخ کرښه /
  • لسیزې جلا کوونکی یا کوما (د ډیجینال کرښې څخه توپیر لري)
  • د زرګونو لپاره جلا کوونکی ، (د لاتیني کوما څخه توپیر لري)
  • ایټالیک کرښه یا ټکي یا بیک سلیش \
  • apostrophe 'یا'
  • @ (په انګلیسي کې په نښه کې)
  • د فیصدي سمبول %
  • لومړی '
  • مدک یا پیچ ~
  • عمودی کرښه (په انګلیسي کې د پایپ نښه)
  • درجې °
  • دوامداره کرښه یا ډش شوی کرښه _____

نوټ: د ټکي د نښو مخکي باید ځای نه وي لکه: موده، ډش، د پوښتنې نښه، د عجب نښه، کوما، سیمیکولون، کولن. د دې ارادې سره موافقت: [سرچينه پکارده]

  • ليکنې معیاري بڼه لري
  • د کلمې پروسس کولو سافټویر دا نښې د یوې خپلواکې کلمې په توګه نه ګڼي
  • تر ټولو مهمه خبره دا ده چې که د دې نښه څخه مخکې کلمه د کرښې پای ته ورسیږي، یوازې دا نښه بلې کرښې ته نه لیږدول کیږي.

ټکی ( . )[سمول]

    دا نښه د يوې بشپړې جملې په پای کې ايښودل کيږي او د خبرې د تمامښت علامه ده لکه :

1)    کابل د افغانستان پلازمېنه ده.

2)    پوه، لايق، زيارکښ او زړه سواندي کسان د يو هېواد لوړتيا او علمي ودې پخې ستنې دي.

3)    ټاګور په ۱۸۶۱ مېلادي کال د مۍ په اوومه د هندوستان د کلکتې په ښار کې زېږېدلی دی.

   په ليکنه کې ټکی او کاسه تر ټولو ليک نښو زيات کارول کيږي.

    د ټکي يا نقطې د استعمال ځايونه په لاندې ډول دي :

1)    د بيانيه جملې په پای کې  لکه :

ملالۍ ښوونځي ته لاړه.

امير شېرعلي خان د امير دوست محمد خان زوی دی.

دا ډېر ښه کتاب دی.

2)     د نامخامخ پوښتنې په پای کې  لکه :

هغه له ما نه وپوښتل چې څه وخت وزګارېږم.

برېښنا خپلې ملګرې ته وويل چې د کلنۍ ازموينې نتايج به په کومه نېټه اعلان شي.

3)    د مودبانه غوښتنې يا ملايم امر په پای کې لکه :

په يو مناسب وخت کې دفتر ته راشه او له ماسره په دې باره کې خبرې وکړه.

مهرباني وکړه دغه فورمه ډکه کړه او بېرته يې ماته راولېږه.

خپل لوست ته توجه وکړه او حوصله له لاسه مه ور کوه.

4)  د لنډيز او نه اختصار لپاره په ليکنه کې تر مخففاتو وروسته راځي او دغسې هر توری د خپلې ځانګړې کلمې د مفهوم د افادې نماينده ګي کوي لکه :

د م . م . م سرمنشي وويل چې بايد په افغانستان کې دايمي سوله رامنځته شي.۱

ندايه ( ! ):[سمول]

    ندايه د غږ نښه ده چې په لاندې ځايونو کې کارول کيږي :

1)    د تعجب، تاکيد، ارمان او حيرانتيا په وخت کې لکه :

مينې په رېښتيا له خپلې دندې استعفا ور کړه ! څومره بې سنجشه کار!

ډاکتر وويل : څومره خوشبخته يې! ستا او د مرګ ترمنځ فاصله ډېره کمه وه!

زه هم در سره وای! ارمان چې تللی وای!

2)    د امر او کلکې غوښتنې پر مهال لکه  :

ډېر ژر لاړ شه !

لطفاً زما په شخصي چارو کې مداخله مه کوه !

ودرېږه !

پاڅېږه !

3)    د غږ او بلې په وخت کې لکه  :

احمده! دا ته راشه.

4)    د هيلې او خواهش د څرګندونې پرمهال لکه :

کاشکې مې اڅک ليدلای وای!

5)    د خطاب لپاره :

درنو حاضرينو !

دوستانو !

وروڼو !

ښاغلو !

ملګرو !

6)    د تحسين او افرين په وخت کې لکه :

افرين! ستا په همت .

شاباس ! ښه کار دې وکړ.

7)    د طنز او کمترۍ لپاره :

دلته ندا نښه د نقل د نښو ترمنځ نيول کيږي ، هماغه د تمسخر د کلمې نه وروسته لکه کوم څوک يو ناپوه ته د تمسخر په توګه ووايي :

نابغه ! دا دې څه وکړل.

دې عقل مند ته وګوره!

کامه يا سرچپه واو ( ، ):[سمول]

      په اکثرو  لوېديځو هېوادونو کې کامه د ( و) په بڼه ليکل کيږي، مګر په پښتو او دري کې د دې لپاره چې ( واو ) ونه لوستل شي، سرچپه يې ليکو، په ليک نښو کې کامه ډېره زياته کارول کيږي، دغه نښه د يوې جملې بېل بېل واحدونه سره بېلوي، په عمومي توګه د کامې د استعمال ځايونه دا دي :

1)  اوږدې جملې چې له څو ساده جملو څخه جوړې شوې وي، د کامې په واسطه بېليږي لکه دا لاندې بېلګې :

زرلښتې زما ليک ته تر اوسه ځواب نه دی راکړی، ګومان مې نشي چې له دې وروسته به ځواب راکړي.

څه چې کرې، هغه به رېبې.

څه چې دې راکړل، بېرته دې واخيستل.

د کلي ملک زيار وايست چې خېبر له ځان سره ملګری کړي، مګر خېبر هيڅکله دا نه شو منلای چې بې سببه د چا دوښمنۍ ته ملا وتړي.

2)    مقدماتي فقره له اصلي جملې نه بېلوې لکه :

د دې تړون پر اساس، غړي هېوادونه تعهد کوي چې په ښوونه او روزنه کې به تبعيض نه کار نه اخلي.

له ډوډۍ خوړلو او لاس مينځلو وروسته، دوی سنيما ته لاړل.

3)    مفرضه جمله يا فقره د دوو کامو ترمنځ نيول کيږي:

زه به د جمعې په ورځ، که خير وي، کابل ته لاړ شم.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ بايد د پښتو ليکدود د يووالي لپاره، چې په حقيقت کې د دې اکاډمۍ تاسيس يو عمده هدف دی، اوچت ګامونه واخلي.

4)     په يوې جملې کې د څو پرله پسې نومونو او کلمو د بېلولو لپاره :

هيلۍ خپل کتابونه، قلمونه، بکس او نور داسې لوازم له ځانه سره واخيستل.

زمونږ د هېواد مشهورې مېوې پسته، بادام، انګور، انار، مڼې، خټکي، جلغوزي او نور دي.

اڅک، زمرک، بريالی او ننګيالی سره وروڼه دي.

د افغانستان مشهور ښارونه، کابل، ننګرهارو مزار شريف او کندهار دي.

5)    د دې لپاره چې جمله يا شعر غلط و نه لوستل شي، لکه لاندې جملې :

ما، ماما ته يو چپنه راوړه.

ماما، ما ته يو چپنه راوړه.

د رحمان بابا دا بيت هم د بېلګې په ډول وګورئ چې لومړی شکل يې سم او دوهم شکل يې ناسم دی :

ډېر عزيز دي مــــــــوم دلان تر سنګــــدلانو

ته يو څاڅکی شه د اوښکو، ګوهر مه شه

***

ډېر عزيز دي مــــــوم دلان تر سنګــــــدلانو

ته يو څاڅکی شه، د اوښکو ګوهر مه شه

په همدې ډول لاندې جمله چې لومړی شکل يې سم او دوهم شکل يې ناسم دی :

احمد راووت په سر، خولۍ په پښو بوټونه، په لاس کې ټوپک، کارتوس په لمن کې، په منډه ولاړ.

احمد راووت په سر خولۍ، په پښو بوټونه، په لاس کې ټوپک، کارتوس په لمن کې، په منډه لاړ.

6)    د زرګونو او ميلونونو د بېلولو لپاره :

د روشن مخابراتي شرکت په تېر کال کې پنځه دېرش مليونه ( ۳۵،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ خالصه ګټه وکړه.

7)    يو داسې عبارت کې چې ډېر يې مبتدا وي او يوازې يو خبر ولري، لکه :

هلته چې د اسلام او مسلمان سپکاوی کيږي،

هلته چې عزت النفس لکه جوار او اوربشې خرڅيږي،

هلته چې علم فروشي او فصل فروشي رواج وي،

هلته چې معنا د مادې غلامي کوي،

زما د ژوند بستره په دغسې ځای کې مه غوړوه!

زه په دغسې ځای کې ژوند او ځواک نه غواړم.

يادونه : د تليفون شمېره، د کوڅې شمېره او تاريخي کلونه کامه نه غواړي، لکه ځينې ليکونکي يې چې په ليکنو کې کاروي او همدارنګه د ندايه پر ځای هم د کامې نښه کاروي لکه :

اغلی ريس، ګران ملګری، ګران دوست..

وير ګول ( / ) :[سمول]

  د وير ګول لفظ د لاتيني ( وير ګوله ) څخه اخيستل شوی، چې په اصل کې واړه ميل يا سيخ ته ويل کيږي، په انګليسي کې دغه نښه د بار په نوم هم ياديږي.

  زمونږ زيات شمېر ليکونکي کامه يا سرچپه واو او ويرګول په يو نامه يادوي او ترمنځ يې توپير نه کوي، مګر د انګليسي قاموسونو او د ليکوالۍ په باب کتابونه وير ګول او سرچپه واو( کامه ) دوه بېلابېلې نښې ګڼي.

  د ويرګول ( / ) نښه په لاندې ځايونو کې استعماليږي :

1)    معمولاً د ( او / يا ) ترمنځ د وير ګول نښه ايښودل کيږي لکه :

هلکان او / يا نجونې د واليبال ننداره کوي.

يا دا چې د ( يا) پرځای د ويرګول نښه ايښودل کيږي لکه :

استنباط/ استخراج، هلک/نجلۍ.

2)    د وير ګول نښه د نېټې د اسانه ښودلو لپاهر هم استعماليږي، لکه :

د دې پرځای چې د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ شپږويشتمه نېته وليکو کولی شو د اسانتيا لپاره د وير ګول په استعمالولو هغه داسې وليکو ۱۳۵۲/۴/۲.

3)  د ويرګول نښه د علمي ډګرۍ او نامه ترمنځ هم کارول کيږي لکه : دکتور / زرغونه زېور، دکتور/قيوم.

4)  کله کله د يو بيت د مسرو ترمنځ فاصله نه پرېښودل کيږي او پرځای يې د ويرګول نښه کارول کيږي لکه د خوشحال خان خټک دا لاندې بيت :

درست افغان د کندهار نه تر اټکه / سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

5)  د هجري لمريز، هجري سپوږميز او مېلادي کلونو د بېلولو لپاره م د ويرګول نښه کارول کيږي لکه :

په ۱۲۹۸/۱۹۱۹ کال افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ خپله سياسي خپلواکي اعلان کړه.

د پوښتنې نښه ( ؟ ) :[سمول]

     د پوښتنې نښه يا سواليه د هغه جملې په پای کې راځي چې په پوښتنې پيل شوي وي لکه :

افغانانو ولې درې ځلې له انګرېزانو سره جګړې وکړې؟

د کوم پاچا په وخت کې د افغانستان پاچاهي اعلان شوه؟

مرکه د پښتو څه وخت جوړه شوه او مشر يې څوک و؟

د پوښتنې نښه په لاندې ځايونو کې کارول کيږي  :

1)    د مخامخ پوښتنې په پای کې لکه :

ستا نوم څه دی؟

څه وخت ښوونځي ته ځې؟

ته څوک يې؟

2)   د هغه جملې په پای کې راځي چې د معلوماتو د غوښتلو او ځان پوهولو لپاره د مقابل لوري نه کيږي لکه :

درس ولې نه ولې؟

ټولګي ته څنګه نه وې راغلی؟

ډوډۍ نه خورې؟

کوم ځای نه راغلې؟

پوره نوم دې څه دی؟

3)     د شک او ترديد لپاره لکه :

دی له خپلو همکارانو سره همدردي  ؟ لري.

    که د کوم چا د زېږېدنې يا مړينې او يا د کومې تاريخي پېښې او واقعې د پېښېدنې په کال کې شک موجود وي، نو تر شکمنې نېټې وروسته د پوښتنې علامه په قوسونو کې راځي لکه :

د رحمان بابا د مړينې کال ۱۱۲۸ هـ ش (؟ ) دی.

4)    کله چې په يوه جمله کې دننه پوښتنه راغلې وي، لکه :

اتلس کاله پخوا دې په ياد دي؟

روسان له افغانستان نه په ماتې ووتل؟

ځنډ نښه ( ؛ ):[سمول]

  ځنډ نښه يا مميزه نه د ټکي په شان د بشپړتوب لپاره او نه هم د کامې په شان د لږ ځنډ او ساه اخيستلو لپاره استعماليږي، بلکې د دواړو ترمنځ ځانګړی حد او له دواړو نښو سره توپير لري.

  د مميزې استعمال يو څه وخت غواړي، اسانه لار يې دا ده چې ووايو په اکثرو هغه ځايونو کې چې ټکی راځي مميزه هم استعمالېدی شي.

  که چېرې دوی جملې تقريباً يو له بل سره مساوي وزن او اهميت ولري، څنګ په څنګ راشي، د هغوی ترمنځ مميزه يا ځنډ نښه استعمالولی شو لکه :

  مونږ دوی ته دليلونه وويل؛ډېر عزر و زارۍ مو ورته وکړې؛ له ډېر فشار او تصديد نه مو کار واخيست؛ خو دوی له مونږ سره ملګرتيا و نکړه او خبره يې راسره ونه منله.

شارحه (: ) :[سمول]

    دوه سر په سر ټکي يا شارحه د هغه جملې په اخر کې چې شرحه او تفصيل ورپسې وي ليکل کيږي.

  کله چې لوستونکی دا نښه وويني، هغه ته دا توقع پيدا کيږي چې راتلونکی عبارت به د وعدې سره سم په مطلب باندې نوره رڼا هم واچوي لکه دا لاندې بېلګې وګورئ :

د سياستوال لپاره دا خواص ډېر مهم دي : درې درجې جرئت او يوه درجه پوهه.

د افغانستان مشهور ښارونه دا دي : کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او مزار شريف.

زړه مې غواړي : يو ښه دوست پيدا کړم، يوه ښه کتابخانه ولرم او ښه نامه خاوند شم.

پېغمبر صل الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( ...ايا زه تاسې ته ونه وايم چې دوزخي څوک دی؟ واورئ! هر کبرجن، بدخويه او بخيل دوزخي دی.)

ندايه او سواليه ( !؟ ) :[سمول]

  کله کله ځينې ليکوال د پوښتنې نښه او د غږ نښه څنګ په څنګ د يوې جملې په پای کې کاروي، دا په داسې ډول چې ندايه يا غږ نښه به لومړی او سواليه يا پوښتنې نښه به ورپسې وي، په دې کې د ليکوال هدف او موخه دا وي چې له يوې خوا د لوستونکي توجه راجلب کړي او له بلې خوا يې پکې پوښتنه عرض وي.

    د يوې ډېرې مهمې پوښتنې په پای کې د ندايه او سواليې مرکب شکل کارول کيږي، لکه :

ته نه يې خبر چې د افغان انګليس په يوه جګړه کې له پنځلس زره انګريزي پوځ نه يوازې ډاکتر برايډن مړ ژواندی خلاص شو!؟

ته نه پوهېږې چې د مېړنو افغانانو ملي پاڅون بالاخره د روسي ښکېلاک ټغر له ټولې نړۍ ټول کړ!؟

وړې ليندۍ ( ):[سمول]

    په وړو لينديو ( قوسونو ) کې ( ترمنځ ) توضيح يا معترضه جمله او فقره راځي چې ډېره مهمه نه وي او خذفول يې جملې ته کوم زيان نه رسوي لکه :

ميرويس نيکه ( روح دې ښاد وي ) يو ملي مشر و.

رحمان بابا ( خدای دې وبښي ) د پښتو ژبې نوموتی شاعر و.

احمد شاه بابا ( خدای جنت فردوس ورنصيب کړي ) زمونږ د هېواد د نومياليو، سياسي او ملي اتلانو څخه و.

     په پورته لومړۍ جمله کې : د ( روح دې ښاد وي ) دوهمه جمله کې د ( خدای دې وبښي ) او په درېمه جمله کې ( خدای دې جنت فردوس ورنصيب کړي ) معترضه قرې دي که حذف شي، جملې ته کوم زيان نه رسيږي.

    معترضه جمله د دو سرچپه واوونو ترمنځ هم نيول کيږي ، مګر په ليندۍ کې په هغه صورت کې راځي چې  معترضه فقره له اصلي فقرې سره ډېر فرق ولري.

په عمومي ډول د وړو لينديو د کارونې ځايونه په لاندې توګه دي :

1)    کله چې معترضه فقره د اصلي جملې په منځ کې راشي لکه :

زه سبا ( که خدای کول ) ننګرهار ته ځم.

د خوشحال خان طب نامه د حکيم نسايي غزنوي ( چې د يوناني طب په اړه نظريات لري ) د طبي اثارو سره د مقايسې وړ ده.

2)    هغه رقمونه او ابجد توري چې د وېش د ښودلو لپاره راځي لکه :

د اسلام پنځه بناوې :  ۱ – لمونځ ۲ – کلمه ۳ – روژه ۴ – زکات ۵ - حج

د دارالمعلمين د يوه زده کړندوی دندې :

۱ – په خپل وخت ټولګي ته حاضرېدل

۲  – د استاد درس ته غوږ نيول.

۳ – له استاد نه د مشکلو ځايونو د توضيح غوښتل.

د يوې ټولنې بشپړ تحليل په وخت کې بايد ( الف ) د خلکو عقايد، ( ب ) د خلکو عنعنات او دودونه، ( ج ) تاريخي روايات او ملي افتخارات په پام کې ونيول شي.

3)    خاص نومونه، عددونه او د نورو ژبو د لغاتو په مانا په وړو لينديو کې ليکل لکه :

زما دوست ( سباوون ) چې راغی، نو ويې ويل : ستا ورور له ما نه ( ۵ ) کتابونه وړي دي.

د هر سياسي نظام منطق ( پوخوالی ) د هغه د پاليسۍ ( کړنلارې ) څخه څرګنديږي.

4)  په قانوني او تجارتي پاڼو کې د پيسو مقدار لومړی په تور او ورپسې د لينديو ترمنځ په رقمونو ليکل کيږي لکه :

د دې تړون ( قرارداد ) له مخې به د لومړي کور مياشتنۍ کرايه اووه زره پنځه سوه ( ۷۵۰۰ ) افغانۍ وي.

5)  د پوښتنې نښې يا ندا علامې چې د شک يا د طنز او کمترۍ په توګه استعماليږي هم په دې حالت کې د وړو لينديو دننه نيول کيږي.

6)    ځينې ليکوالان د يوې موضوع ماخذ هم په وړو لينديو کې ليکي.

7)    د يو شخص د زېږېدنې او مړينې نېټه هم په قوسونو کې راځي لکه :

احمد شاه بابا ( ۱۷۲۳ – ۱۷۷۲ م ) د پاني پت په جګړه کې پر مرهټيانو بريالی شو.

غبرګ قوسونه (( )) يا نقل نښه :[سمول]

   دې نښې ته اقتباس يا ټاکنې نښه هم وايي.

     دا نښه په لاندې ځايونوکې کارول کيږي :

1.  د يو چا د خبرو نقل کولو لپاره يانې ټول مستقيم قول نقلونه په غبرګو لينديو کې راځي لکه :

هغه وويل : (( مونږ په جنګ هم پوهيږو او سوله مو هم زده ده.))

رسول اکرم صلی الله عليه والسلم فرمايي : (( عمل په نيت اړه لري .))

2.  په متن کې د ځينو خاصو نومونو د راخيستنې په وخت کې هغه نومونه په غبرګو لينديو کې نيول کيږي لکه :

مرحوم پوهاند عبدالحی حبيبي په خپل اثر (( د پښتو ادبياتو تاريخ )) کې پښتو ادب پر پنځو دورو وېشلی دی.

3.  که له يو اثر نه څو پراګرافه رانقل کيږي بايد د هر پراګراف په پيل او پای کې غبرګې ليندۍ راشي لکه :

(( په عراق کې عربي ويونکي پنځه مليونه شپږ سوه پنځوس زره تنه دي))

(( په عربي متحده جمهوريت کې عربي ويونکي شپږويشت مليونه اووه سوه پنځه دېرش زره تنه دي.))

4.    د وياند يا نطاق د تغير په حال کې :

په کيسو او ډارمو کې چ ېد خبرو نوبت بدليږي ، نو د نوي وياند خبرې معمولاً په نوې کرښه کې راځي او د نقل نښې ترمنځ نيول کيږي لکه :

(( خان ميره!، ما ګومان کاوه چ ېته به څومره غيرتي سړی يې، مګر خبر نه وم چې ګيدړ وختې، د خپل لاس ټوپک مې در کړ چې ته به حيدر مړ کړې...))

5.  کله کله ليکوال ځانته خاصه اصطلاح وضعه کوي چې هغه په خلکو کې عموميت نه لري لکه :

دی يو (( ايډيالوجست )) دی.

6.    د تاکيد راجلبولو لپاره :

(( حق )) ور کول کيږي نه، اخيستل کيږي.

7.    مقالوي عنوانونه :

په کابل مجله کې مې د (( بديعي ښايستونو )) په باره کې مقاله ولوسته، ډېره مې خوښه شوه.

8.    د تمسخر لپاره ځينې اصطلاحات د نقل کرښو يا غبرګو لينديو ترمنځ نيول کيږي

ستوری (* ):[سمول]

     د ستوري نښه اوس ډېره نه استعماليږي، پخوا به ستوری خذف شوي عبارت په ځای کارول کېده او د لمن ليک لپاره به کارول کېده.

  اوس د حذف شوي عبارت پرځای درې ټکي راځي او د لمن ليک لپاره د کلمې په سر رقمونه ليکل کيږي.

    ستوری اوس هم کله کله ځينې ليکونکي د توجو جلبولو لپاره استعمالوي مګر عموميت نه لري.

درې ستوري ( *** ):[سمول]

   چېرته چې د يوې مقالې يوه برخه تمامه شي او بله برخه شروع کيږي، نو د دواړو برخو ترمنځ دغه نښه درې ستوري ليکل کيږي چې يوه برخه له بلې برخې بېلوي.

    دغه نښه معمولاً د يوې ډرامې يا داستان په يوه پرده يا برخه کې چو څو مفکورې په جلا جلا پراګرافونو کې څېړل کيږي، نو د هرې مفکورې لپاره تر پای ته رسېدو وروسته په يو خالي ځای کې درط ستوري ايښودل کيږي.

  مخکې به دا نښه د شعرونو د بندونو جلا والي په برخه کې ليکل کېده.

دش يا لنډ کش خط ( ـــ )  :[سمول]

  دش بېلنۍ په څو ځايه او په لاندې ډول کارول کيږي :

1.    د هغه مرکب خاص نوم په منځ کې چې دوه توکي ولري لکه :

کابل ــ کندهار ـــ شاهراه ( لويه لار ).

2.    د معترضه او څنګيزو جملو د ښودلو لپاره  لکه :

هغه ورځ ــ خدای دې بيا نه راولي ــ پر ما څومره وغمېده چې پلار مې ناروغ شو.

3.  په کوم داستان يا ډرامه کې چې د دوو کسو ترمنځ خبرې اترې وي، نو د هر يوه خبره په همدغه نښه پيليږي او د نوم د تکراري ليکنې مخه نيسي لکه :

ځيرک بارک ته وويل :

-        ايا ته به ګلالۍ ووينې؟

-        هو که وخت مې پيدا کړ.

-        او که وخت دې پيدا نکړ؟

-        بيا به تا هرومرو خبر کړم.

4.     د بس کولو او سرته رسولو لپاره :

د دې نښې ليکونکی خبره پرېکوي، دغه ډول استعمال اکثره په محاوره کې راځي لکه :

څنګ ته يې ته يې پلار ورغی او ورته يې وويل : (( ته اصلاً په خبره ځان نه پوهوې، مادرته ويلي و ــ ))

5.    د اعدادو ، ارقامو او نښو د ښودلو لپاره هم دا نښه ( ـــ ) کارول کيږي لکه :

د حمل له ۲۰ – ۳۰ پورې او يا دا چې ( ۱۹۳۹ – ۱۹۴۰ ) کلونو ترمنځ په نړۍ واله جګړه کې په مليونونو انسانان ووژل شوه.

6.    د مداخلې لپاره :

کله چې د يوه مطلب په منځ کې نوی فکر راپيدا شي او پخوانی مطلب اخلال کړي لکه :

کوم وخت چې زه په ننګرهار کې وم – دا خبره مې مخکې هم کړې ده.

7.    د معرفۍ لپاره :

کوم شی چې زما په ذهن کې يې توپان راپورته کړی دی، هغه عشق دی.

8.    په يو ماده وار لست کې د عدودو کيڼ اړخ ته د دش ( ــــ ) نښه ايښودل کيږي لکه :

د يو ښه وياند ځانګړتياوې دا دي :

۱ – د خبرو منطقي تسلسل.

۲ – په موضوع حاکميت.

۳ – ښه غږ لرل.

۴ – د اورېدونکو له روحياتو الهام اخيستل.

9.    د لنډيز لپاره :

کله چې څو فقرې يو مطلب توضيح کوي او ليکونکی وغواړي چې لنډيز يې په وروستۍ فقره کې ذکر کړي فاصله استعمالوي لکه :

ملي يووالی، د خلکو سوکالي، اجتماعي عدالت، اقتصادي پرمختګ – دا ټول د مترقي نظام اساسي هدفونه دي.

درې ټکي ( ... ) :[سمول]

  درې ټکي  يا څو ټکي څنګ په څنګ ايښودل د خبرو د قطع کولو او د ځينو الفاظو د نه ليکولو علامه ده.

دا د حذف يا تېروتنې نښه په لاندې ځايونو کې کارول کيږي :

1)    په ارادي توګه د ځينو الفاظو حذفول :

کله چې د يو نوم يا يوې جملې الفاظ څرګندېدل لازم نه وي يا يې لنډول لازم وي هغه وخت پرله پسې څو ټکي ايښودل کيږ ي لکه دا لاندې دوه جملو کې چې لومړۍ يې بشپړه بڼه او دوهمه يې حذف شوې بڼه ده :

بشپړه جمله : ځينې خبرې بايد واورېدل شي ، ځينې خبر بايد په ياد وساتل شي او ځينې خبرې بايد ښې تحليل شي او فکر ورباندې وشي.

حذف شوې جمله : ځينې خبرې بايد واورېدل شي، ځينې ...بايد په ياد کې وساتل شي او ځينې ...بايد ښې تحليل شي او فکر ورباندې وشي.

2)  د جملې په پيل کې هغه وخت راځي چې ليکوال په خپله ليکنه کې د بل چا د خبرو يوه برخه رانقلوي، نو که کومه مخکنۍ برخه يې چې د ده له موضوع سره اړخ نه لګوي پرېږدي او پرځای يې درې ټکي ږدي لکه :

     (( ... اسلامي اخلاق هيڅکله دا نه ايجابوي چې څوک خپل خير د نورو په شر کې ولټوي.))

3)  درې ټکي د جملې په پای کې هم راځي، خو په دې صورت کې د درېو ټکو پرځای څلور څلور ټکي ( ....) راځي او دا څلور ټکي د پای مانا افاده کوي او يا درې ټکي د حذف شوي عبارت په عوض، ځينې ليکوال په دې اند دي چې د حذف شوي عبارت په عوض درې ټکي څنګ په څنګ او څلورم ټکی چې د جملې پای ښيي ترې لږ لاندې ( ... . ) وليکل شي، خو څوک يې نه مراعت کوي او ټول په يوه ليکنه کې ليکي.

د حذف ټکو لپاره هم ټاکلی شمېر نشته، خو عام نظر دا دی چې دغه ټکی دې لږ ترلږه درې او زيات پنځه وليکل شي.

4)    د داسې نور پرځای لکه :

زه ډېر ملګري لرم: اڅک، نوريالی، هدايت، غمی...

پښتو، دري، سانسکرېت، انګليسي...اريايي ژبې دي.

5)    د نيمګړې جملې په پای کې لکه :

د غونډۍ په لمن کې، د چينې ترڅنګه، د ونې تر سيورې لاندې... زمری او غوټۍ څنګ په څنګ کېناستل د راز او نياز خبرې يې شروع کړې...

6)    د تاکيد لپاره د دواړو جملو بېلول لکه  :

دا کار نن وکړه...معطل کوه يې مه... سبا به پښېمانه شې.

7)  د متن په ليکنه کې د هغه کلمې پرځای هم درې ټکي ايښودل کيږي چې د ويلو نه وي او قلم يې د ليکلو اجازه نه ور کوي او يا ليکوال نه غواړي چې هغه وليکي او داسې فکر وکړي چې لوستونکی پرې د نور متن او د جملې او کلام له معنوي اوساق نه پوهېدای شي.

لوی قوسونه [ ]  :[سمول]

    د لويو لينديو دا ځانګړی شکل هغه وخت استعماليږي چې ليکوال په خپله ليکنه کې د کوم ضرورت له مخ يې د بل چا عبارت رانقل کړي او غواړي چې هغه ښه توضېح کړي  يانې کله کله لويې ليندۍ د نقل د نښو ترمنځ د ليکونکې د تبصرې لپاره راوړل کيږي، نو د ليکوال له خوا اضافه شوي توضيحات او تبصره په دغو لويو قوسونو کې راځي لکه برنراندرسل وايي (( دا چې فزيک د علت پسې نه ګرځي دليل يې دا دی چې علت وجود نه لري [دا د برنر ارندرسل خپل نظر شخصي نظر دی ټول فيلسوفان د دغه نظر ملاتړ نه کوي ] زما په عقيده علت...))

  لوی قوسونه هغه وخت هم کارول کيږي چې يوه معترضه جمله په بله جمله کې ارشي ، نو هغه دوهمه معترضه جمله په لويو قوسونو کې راځي لکه :

    که رېښتيا ووايم [ خدای جل جلاله مې دې غاړه نه بندوي ] دغه سړی بد خويه دی.

وريځو ته ورته نښه }:[سمول]

    دغه نښه په پښتو او دري کې د ( {  ) او په انګريزي کې د ( } ) په بڼه راځي په عمومي بڼه په هغه وخت کې کارول کيږي چې د يوې کليمې په مقابل کې څو کلمې راشي لکه :          

                                مسلمان  

انسان                         کافر

                                  منافق

د ټينګار نښه يا اوږد کش خط ( ـــــــــــ) :[سمول]

     کله چې په يوه ليکنه کې داسې کلمې، جملې يا پراګرافونه راځي چې د نورو کلمو، پراګرافونو او جملو په نسبت يې اهميت زيات او ورته پاملرنه مطلوبه وي او يا د ليکوال دا هدف وي چې پر دغه برخه زيات تاکيد او ټينګار وکړي، نو هلته بيا د ټينګار نښه يا اوږد کش خط ( ـــــــ ) کارول کيږي چې لاندې خبرې پکې په پام کې نيول کيږي :

1)    دغه برخه بايد له نورو برخو په برجسته ډول وليکل شيږ

2)  که نوره برخه په نسخه خط ليکل شوي وي دا برخه بايد په نستعليق وليکل شي ( يانې ليک بڼې ته يې توپير ور کړل شي )، ترڅو مطلوبه برخه له نورو برخو څخه ځانګړې شي او وپېژندل شي.

3)  معمولاً ليکوالان د مطلوبه برخې د ښودلو لپاره د هغې لاندې دا اوږد کش خط يا ټينګار نښه ليکي لکه :

په افغانستان کې د کمونستانو جناياتو ، مومنو افغانانو ته د هغوی تېرايستونکی شعار ( کور، کالي، ډوډۍ ) اصلي ماهيت ښه په ډاګه کړ.

غشي يا لور ښود ( ) :[سمول]

  دا نښه په عامه مانا د لوري او طرف څرګندونه کوي، چې په ليکنه کې معمولاً د لاندې مقصدونو لپاره استعماليږي :

1)  کله چې ليکونکی په توضيحي او تشريحي لمن ( د پاڼې پای  ) کې کومه توضيح يا تشرېح ليکي او په هماغه مخ کې يې ليکنه ځای نشي، نو لازماً بايد تر هغه وروسته مخ ته انتقال شي، نو د راغلې توضيح په راتلونکي مخ کې ولولئ په مانا دا نښه کارول کيږي.

2)    د يوې ترکيبي کلمې د تجزيې او يا څو جزونو د ترکيب ښودنې لپاره راځي :

لکه : دوست + ي       دوستي

يانې دا نښه د يو شي يا يوې کلمې د تدريجي لاسته راتللو لپاره کارول کيږي.

پايله[سمول]

     دا چې زما د مونوګراف موضوع  ( پښتو ليکنښې ) وې ، نو ما هم د څېړنې د اصولو په پام کې نيولو او د مختلفو ماخذونو څخه په استفادې د خپلې موضوع بېلابېلې برخې لکه ليک نښې، د ليک نښو د زده کړې او کارونې اهميت، موضوعات څېړلي له هغې وروسته مې په پښتو ژبه کې کارېدونکې ليکنښې لکه ټکی، ستوری، درې ستوري، درې ټکي، دش، ليندۍ يا کوچني قوسونه، لوی قوسونه، غبرګې ليندۍ، ټينګار نښه، وريځو ته ورته نښه، کامه، ندايه، سواليه ، ندايه او سواليه او شارحه باندې بېلابېل بحثونه کړي او د هغوی د کارونې ځايونه مې په بېلابېله توګه د بېلګو په ملتيا رااخيستي دي او کوښښ مې کړی دی چې خپله موضوع په زياتو نه زياتو بېلګو لا ښه روښانه کړم  او د خپلې وسې تر بريده مې هڅه کړې ترڅو په ښه واضح ډول يې وڅېړم او په دې مې زيات کوښښ کړی دی، ترڅو له ښو او غوره ماخذونو نه په استفادې خپله موضوع ( پښتو ليک نښې ) لاپياوړې او بشپړه کړم چې تر ډېره بريده مې همدا کار سرته رسولی دی او خپله موضوع مې پرې پای ته رسولې او ترتيب کړې ده، هيله لرم چې په لوستلو به وارزي او له ډېرو سره به دا مرسته وکړي چې پښتو ليک نښې ترې زده کړي او په پښتو ليکنه کې ترې په ښه ډول استفاده وکړای شي، هيله لرم چې د پای ليک هومره به وارزي.

اړوندې پوښتنې[سمول]

حوالې[سمول]

1)  الفت، ګل پاچا : ( ۱۳۹۰ ل ) کال، ليکوالي ( املاء او انشاء )، دوهم ټوک، جلال اباد، يارتخنيکي څانګه ( خپرندوی ).

2)    رښتين، صديق الله : ( ۱۳۸۲ ل ) کال، ژبښودنه، پېښور، الازهر موسسه (خپرندوی ).

3)  شېرزاد، محمد اقا ( پوهندوی ): ( ۱۳۸۸ ل ) کال، ليکوالي ( مسوده )، د ښوونکو د روزنې لوی رياست ( خپرندوی ).

4)  شېرزاد، محمد اقا( پوهنمل ) او  رشيدي، جمشېد( پوهنمل ) : ( ۱۳۹۱ ل ) کال، پښتو ژبه او ادبيات، کابل، کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځی پښتو څانګه ( خپرندوی ).

5)  يون، محمد اسماعيل ( پوهنمل ): ( ۱۳۸۷ ل ) کال، پښتو ليکنې سمون، کابل، يون کلتوري يون تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
  • همایونفرد، مهسا، ټکي او په لیکلو کې د هغې اهمیت ، لیدنه: نومبر 2008
  • فاريابي، پويا، د دري ژبې د املا طريقه، د ليکوالانو د اتحاديې له خوا منل شوې ج. d. الف (د افغانستان دموکراتیک جمهوریت)، کابل: ۱۳۶۳
  • د فیروزکوه غور ادبي او لیکوالو ټولنې مرستیال محمد ناصر توکلي د ټولنې ادبي انتقادي غونډه وکړه.