گړپوهنه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

گړپوهه يا صرف(morphology) د نومونو او فعلونو له اوړون(گردان) سره تړاو لري. له دې پلوه د يوې يوازېنۍ کره يا معياري پښتو پر وړاندې گړنۍ يا گړدودي پښتو بې کچه توپيرونه لري او په دې توگه ډېرليکوال، او رسنوال (ژورنالېستان)، په تېره خبريالان او وياندان له بېلابېلو گړدودي وارينټونو سره خورا زياته ژبنۍ گډوډي(انارشي) رامنځته کوي.

نوم اوړون يااسمي گردان(nominal flection)

  1. نومونه څلور ډوله يا ډلې دي: څيزنوم يا اسم، ستاينوم يا صفت، شمېرنوم يا عدد، نومځری يا ضمير. په دوی کې ضمير تر ټولو زيات لوی او کوشني ډولونه لري. د فعلي گردان ترڅنگه په دې تړاو هم زياته گړدودي رنگارنگي رامنځته کېږي، په تېره د سوېل لويديځوالو، په تېره کندهاريانو له خوا چې د خج (اکسنټ) له لامله د نورو گردو گړدودوالو پر وړاندې دوه دوه ډوله ښځينه- نرينه پايلې سره توپيروي، لکه ((ښځه)) پر زورکيواله پايله پای ته رسوي او په(ي) يې جمع کوي، خو پلمه يا پلوشه د ټوليزې کره پښتو غوندې په زورواله پايله وايي او په(ې) جمع کوي، دلته يې پر يوڅو بېلگو بسنه کوو: يوې ښځي ښوونکي دخپلي يوې شاگردي د ازمويني پارچې يا پاڼي ورکي کړې؛ زلمی ښوونکئ سپن ږيرئ پلار لري، يو نری نروچکئ سړی او يو غښتلئ اڅکزی دلي راغلل. همداراز د نورو گردو پر خلاف يووستوي ضميرونه او ادات (مې، دې، يې، دی، ستاسې، چې، کې...) پر (مي، دي، يي، دئ، ستاسي، چي، کي...) اړوي.
  2. ځينې نور بيا ټولمنلې ښځينه جمع پايله((- يندې)) پر((-انې)) يا((-گانې)) بدلوي، لکه: مورانې، خورانې، ترورانې، نندرورانې...(زرمله...)يا مورگانې، خورگانې، ترور گانې، نندرور گانې...(ننگرهار...).
  3. زورکيوال ښځينه مفرد او جمع نومونه( کړکۍ، ډوډۍ، ناروغۍ، څوکۍ...) خو له سوېل لويديځ سره شمال ختيځ هم لږوډېره ملتيا کوي او –اَنې هسې بېځايه ورسرباري کوي، لکه: کړکيانې، ډوډيانې، ناروغيانې... .
  4. (الف-) او (-و) پای ښځينه نومونه د (–وې) پرځای په ناکره پايله((- گانې)) جمع کوي، لکه: غواگانې، ژړاگانې، خنداگانې، رڼاگانې، برېښنا گانې، بيزو گانې، زانگو گانې، ورشو گانې، پېرزوگانې، ارزوگانې... .هرگوره، (الف-) او(–زور) پای نرينه نومونه په –گان ډېرگړی(جمع) کېږي، لکه: ماماگان،کاکاگان، اکاگان، لالاگان، بېړاگان، بوراگان، بوده گان، ساده گان، خوځنده گان، پوونده گان... .
  5. په کره پښتو کې اوږد(و O) ښځينه پايله ده، لکه بيزو، پيشو، زانگو، ورشو... او لنډ(و U) نرينه، لکه لاټو، ټټو، يابو، سادو، جادو، کدو...، نو بايد اردو(پوځ)، ډېپو او داسې هر خپل و پردي نوم نرينه و کارول شي. هرگوره، ((اردو)) د ژبني نامه په توگه، لکه بله هره ژبه، ښځينه راځي! همداراز ((اړيکی- اړيکي)) نرينه او ((راتلونکې)) ښځينه په پام کې نيول په کاردي، نه د يوشمېر وياندانو غوندې سرچپه!
کره ناکره
ښځه، ښځې ښځه، ښځي
لاره(لار)، لارې لاره(راه)، لاري
لاره، لارې لاره(نغمه)،لارې
بڼه، بڼې بڼه(پر)، بڼي
بڼه، بڼې ڼه(شکل)، بڼې
ښوونکې، ښوونکې ښوونکي،ښوونکي
ښوونکی، ښوونکي ښوونکئ،ښوونکي
سړی، سړي سړی، سړي
ته چېرې اوسې؟ ته چيري اوسي؟
دی چېرې اوسي؟ دئ چيري اوسي؟
بډوډی مې کمزوری دی بډوډئ مي کمزورئ دئ.
ولې دې دومره مرغومی رانيوه؟ ولي دي دوني مرغومئ رانيوئ؟


کړاوړون(فعلي گردانconjugation )

1) داچې پښتو له گرامري پلوه يوه ځانساتې (محافظه کاره) ژبه گڼل کېږي، او ډېرې زړې تاريخي ځانگړتياوې يې خوندي ساتلې، نو فعلي گردان يا صرف يې زښت زيات پراخ و پېچلی دی او د گڼو بې قاعده گيو ترڅنگه ډېره گړدودي رنگارنگي لري، لکه د فارسي((رسيد)) پر وړاندې: ورسېد،ورسېده، ورسېدو، ورسېدلو، أورسېدو، أورسېدلو، ورسېدئ، ورسېدلئ.

له دې لامله دغه گرامري برخه تر بلې هرې برخې يووالي او کره والي ته زياته اړتيا لري، د ساري په توگه له يادشويو وارينټو څخه يوازې د مرکز لپاره ((ورسېد)) کره منل شوی، هم د تاريخي لرغونوالي او لنډوالي او هم د دودوالي له پلوه!

2) له معياري پښتو سره يوشمېر ناولده او ناروږدي ليکوال او رسنوال نوم اَري(له نومو رغېدلي) فعلونه د تېرمهال(ماضي) غوندې په وسمهال(حال) کې هم په لوی لاس ترکيبوي او گرانوي، لکه:


کره ناکره
مخامخېږي، مخامخوي مخامخ کوي، مخامخ کوي
(سره) مخېږي، مخوي مخ کېږي، مخ کوي
گډوډېږي، گډوډوي گډوډکېږي،گډوډکوي
بوختيږي، بوختوي بوخت کېږي، بوخت کوي
لاسليکېږي،لاسليکوي لاسليک کېږي، لاسليک کوي
اټکلېږي، اټکلوي اټکل کېږي، اټکل کوي
ځوانېږي، ځوانوي ځوان کېږي، ځوان کوي
پيلېږي، پيلوي پيل کېږي، پيل کوي
ناروغېږي، ناروغوي ناروغ کېږي، ناروغ کوي
رنځورېږي، رنځوروي رنځور کېږي، رنځور کوي
زيانېږي، زيانوي زيان کېږي، زيان کوي
کړکېچنېږي- کړکېچنوي کړکېچن کېدل- کړکېچن کول
زيانمنېږي، زيانمنوي زيانمن کېږي، زيانمن کوي
اغېزمنېږي، اغېزمنوي اغېزمن کېږي، اغېزمن کوي
اندېښمنېږي، اندېښمنوي اندېښمن کېږي، اندېښمن کوي
ځواکمنېږي، ځواکمنوي ځواکمن کېږي، ځواکمن کوي
ځوانمرگېږي، ځوانيمرگوي ځوانيمرگ کېږي، ځوانيمرگ کوي
کمزورېږي، کمزوروي کمزور کېږي، کمزور کوي
زورورېدل- زورورول زورور کېدل- زورور کول
ښکرورېدل- ښکرورول ښکرور کېدل- ښکرور کول

همداسې نورکنسوننټ پای او يا سيمي واوېل(ی) پای صفتونه، په بله وينا، هغه صفتونه چې پر يوه کنسوننټ (consonent) او يا (لږو ډېر) سيمي واوېل (y) پای ته رسي، لکه: خپل، بډای، ځای، لوی، بوی، توی...:

خپلېدل – خپلول، بډايېدل- بډايول،، ځايېدل- ځايول، لويېدل- لويول، ...- بويول، گويېدل- گويول، تويېدل- تويول، ښويېدل- ښويول، خوړينېدل- خوړينول،کونډېدل- کونډول، خوارېدل- خوارول،زيانېدل- زيانول، تاوانول، ډنگرېدل- ډنگرول، چاغېدل- چاغول، لويېدل _ لويول،سترېدل – سترول، تورېدل- تورول، سپينېدل- سپينول، برگېدل- برگول، جړاوېدل- جړاوول، مرورېدل- مرورول، ترورېدل- ترورول، بېزارېدل - بېزارول، تارومارېدل- تارومارول، ارزانېدل- ارزانول، گرانېدل- گرانول، ړنگېدل- ړنگول، ورانېدل- ورانول، ويجاړېدل- ويجاړول، توندېدل – توندول، تېزېدل- تېزول، کنگالېدل- کنگالول، وزگارېدل- وزگارول، بېگارېدل- بېگارول...). (لوبه) د واوېل پای نوم په توگه (لوبېدل- لوبول) او داسې يو نيم بل نوم يا صفت هم په استثنايي ډول په حال زمانه کې يووستوی گردانېږي (وردگ ستړی، خوشې... هم همداسې گردانوي).

د پوروييونو(پرديو کلمو) په گردان کې هم د پښتو له دغې سېنتيتيکي يا ترکيبي (synthetic) ځانگړتيا او اسانتيا څخه کار اخېستل په کاردي، لکه: سازمانول، بسيجول، خزانول، گومارل، گوزارشول، دنبالول يا دومبالول، ماشينول، مېچنول، دېموکراتيکول، بچول، چالانول، پرچاوول، تاوول،گردانول، سرگردانول، چاغول، تندرستول، داغول، ميدول، مردارول، پرېشانول، رخصتول(رسختول)،مجازول، تضمينول، بربادول، بدلول(بدل کول بله مانا لري)... .

يو لړ منځ واوېلي(intervocalic) صفتونه په داراز گردانو کې لنډيز مومي، لکه:

ناکره کره
کوڼ کېدل- کوڼ کول کڼېدل – کڼول
کوږکېدل- کوږ کول(کوږېدل- کوږول) کږېدل- کږول
ړوند کېدل- ړوند کول .ړندېدل- ړندول
پوخ کېدل- پوخ کول پخېدل- پخول
خپورېدل- خپورول خپرېدل- خپرول
سوړ کېدل- سوړ کول سړېدل- سړول
تود کېدل- تود کول تودېدل- تودول
زوړ کېدل- زوړ کول زړېدل- زړول
موړ کېدل- موړ کول مړېدل- مړول
څورب کېدل- څورب کول څربېدل- څربول
تريخ کېدل- تريخ کول ترخېدل- ترخول
تريو کېدل- تريو کول تروېدل، تروول
زيږ کېدل- زيږ کول زږېدل- زږول
پوست کېدل- پوست کول پستېدل- پستول(نرمول)
پوست کېدل- پوست کول پوستېدل- پوستول(سپينول)
(وروستېدل- وروستول ورستېدل- ورستول

د يوه معياري باقاعده فعلي گردان بېلگه:

  • تېرمهال(ماضي):
  • لازمي(intransitive):
زه پاڅېدم- موږ پاڅېدو
ته پاڅېدې- تاسې پاڅېدئ
دی پاڅېد- دوی پاڅېدل
دا پاڅېده- دوی پاڅېدې... .
  • متعدي(transitive):
ما پاڅوه، موږ پاڅوه ...
زه پاڅوم_ موږ پاڅوو
  • وسمهال(حال):
زه پاڅېږم- موږ پاڅېږو
ته پاڅېږې- تاسې پاڅېږئ
دی پاڅېږي_ دوی پاڅېږي
دا پاڅېږي- دوی پاڅېږي... .

4) د يوه بېقاعده فعلي گردان بېلگه:

تېرمهال: زه راغلم- موږ راغلو... ترپايه.
وسمهال: زه ځم- موږ ځو... تر پايه.
یا: ما تېراېست- موږ تېراېست...
زه تېرباسم- موږ تېر باسو... .

5) د تواني يا امکاني فعل(Potential verb) گردان راز راز گړدودي وارينټونه لري، بېلگې يې دادي:


ناکره کره
ما وکړی شو ما وکړای شو
زه کړی شم زه کړای شم
ما و نه شو خوړی، ما و نه سوای خوړای ما و نه شو خوړای

6) د ارماني يا تمنايي فعل(optative verb) گردان له پاسني هغه سره يوازې په اهنگ توپير مومي او هسې د ښه ترا څرگندتيا لپاره يې((کاش، کاشکې)) په سرکې راوړل کېږي او په ليک کې يې پای ته نداييه(!)اچول کېږي، لکه:

ناکره کره
تللی وی، تللای وای (کاش، کاشکې) تللی وای
(کاش، کاشکې) لاړلی (کاش، کاشکې) ولاړلای
(کاش، کاشکې) وخوړی، وخوړلی (کاش، کاشکې) وخوړلای

7) د کندهارۍ او ننگرهارۍ... پښتو په لاسوند که له مجهول اصلي فعل active main verb) سره مرستيال يا معاون فعل(auxiliary verb) مل شي، اړونده گرداني پايله يوازې په مرستيال پورې نښلول په کار دي: لکه:

د سرليک متن
مړی خاورو ته و سپارلی شو مړی خاورو ته وسپارل شو
مړي خاوروته وسپارلي شول مړي خاورو ته وسپارل شول
جنازه ولېږدولې شوه جنازه و لېږدول شوه
جنازې ولېږدولې شوې جنازې ولېږدول شوې