غږپوهنه
د ويکيپېډيا لخوا
غږپوهنه (په انګريزي: Phonology) د ژبپوهنې همداسې يو ساينتېفيک بنسټ دي، لکه شمېرپوهنه(رياضي) چې د فېزيک بنسټ دی. هماغسې چې بې رياضي فېزيک د يوې پوهنې په توګه راڅرګندېدای نه شي، دغسې ژبپوهنه له درو ګونو رغښتي(سپړيزې، پرتليزې او تاريخي) څانګو سره هم بې غږپوهنې، پوهنه کېدای نه شي. له تش په نامه زړې دوديزې ژبپوهنې يا اوسنيو اماتوري ژبنيو ليکنو څېړنو سره د رښتينې يا نوې ژبپوهنې لومړنۍ بريد ليکه همدغه ساينتيفيکه او بنسټيزه څانګه او ورسره تړلې(اَر پوهنه يااېتېمولوجي) ده او له همدې سره نوې ژبپوهنه د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې هغې په لومړيو کې رښتياينه مومي.