علم گل سحر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
علم گل سحر

علم گل سحر (۱۳۴۲ لمريز لېږدي کال = ۱۹۶۳ زېږدي کال، د پکتيا ولايت، د زرمت ولسوالي)، د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او لیکوال دی.

مخينه

علم گل سحر د محمد سليم زوی، پر ۱۳۴۲ لمريز لېږدي کال د پکتیا ولایت د د زرمت ولسوالۍ د اسلام خېل په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د زرملي باتو ښوونځي کې، منځنۍ زده کړې يې د غزني د شېخ عطار په لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې کړې دي.

رسمي دندې

– د پوهني وزارت علمي غړی.

– د سواد مجلې مرستیال.

– د عرفان مجلې مرستیال او مسوول.

– د کورنیو چارو وزارت کارکوونکی.

– د بي بي سي راډیو لیکوال.

– د ازادي راډیو ویاند او پرودیوسر.

– د لمر تلویزیون عمومي ایډیتور.

– د قلم ادبي مجلې مسوول مدیر.

– د هېوادمشر د ویناوو لیکوال.

– د هېوادمشر د دفتر د برنامو ریاست د مکاتباتو او عامه اړیکو مسوول.

– د هېوادمشر د دفتر د برنامو ریاست مرستیال.

مدني اکر

د شعر بېلگې یې

توره شپه خوره کړي، شمعه پټه له پتنگه شي - کرکه زما زیاته نوره هم له دغه جنگه شي

تا ټولې خبرې راته بیا په خندا وکړې خو - دغه راته وایه د سبا وعده به څنگه شي

ته خو ښه پوهیږې خو بیا هم د ناز خبرې کړې - دغسې نازو ته زما ژر حوصله تنگه شي

زه یې په زړه لاس کیږدم، د زړه درزا یې واورمه - هغه چې په ناز زما په غیږه کې راړنگه شي

ماته په یادگار د زلفو درې تارونه پریږدي ځي - زړه نازړه غرمه چې مې روانه له پالنگه شي

ته به هم زاهده زور د مینې ته لاس پورته کړې - تاته په خندا که چیري ښکلې غنمرنگه شي

ته به وایې دلته د انسان روح قبضه شوی دی - کله چې زموږ کلي محروم د ډول له ډنگه شي

چاپ شوي نښيرونه یې

۱– د سپوږمۍ ښکالو (د شعرونو ټولگه).

۲– د لمر جنازه (د شعرونو ټولگه).

۳ـ د پاریال خوبونه (د شعرونو ټولگه).

۴– پاس سپوږمۍ ده، لاندې ته یې (د شعرونو ټولگه).

۵– ستوري (د ماشومانو لپاره د شعرونو ټولگه).

۶– لاهم څارمه ستا لارې (د شعرونو ټولگه).

۷- زه یم تږی ته اوبه یې (د شعرونو ټولگه).

۸– مینه او وسواس (د کیسو ټولگه).

۹– مینه او جگړه (ناول).

۱۰– د انار تر ونې لاندې د تورنټو اوښکې (د ناول ژباړه).

۱۱– شیطان څراغ (د طنزیه کیسو ټولگه).

۱۲– چرگه او کوتره (د ماشومانو لپاره کیسې).

۱۳– خاموش فیلیسوف (د مقالو ټولگه).

۱۴– د متلونو کیسې او نور مالومات (فولکوریک اثر).

۱۵– د متلونو کیسې، خبرې له خبرو پیدا کېږي.

سرېبېره پر دې، د سهر صاحب په سلگونو مقالې د هېواد او بهرنیو رسنيو له لارې خپرې شوې دي.

تر چاپ لاندې نښيرونه يې

۱– د عرفان مجلې تاریخچه او نیولیک (څېړنيز نښير).

۲– د دوندر لیوان (د ناول ژباړه).

ناچاپ نښيرونه يې

۱– د ښاپیرۍ په لټه (د کیسو ټولگه).

۲– خو ته مې ونه لیدې (د شعرونو ټولگه).

۳– کاروانونه د بکوا په دښت تېرېږي (د سندرو او نارو په اړه څېړنه).

۴– ژوند په شېبو کې (څېړنيز نښير).

ناچاپ نښيرونه يې

۱- د عرفان مجلې تاریخچه او نیولیک (څېړنيز اثر).

۲- د ښاپیرۍ په لټه (د کیسو ټولگه).

۳- خو ته مې ونه لیدې (د شعرونو ټولگه).

۴- کاروانونه د بکوا په دښت تیریږي (د سندرو او نارو په اړه څیړنه).

۵- ژوند په شېبو کې (څېړنيز اثر).

اخځليک

۱- https://larawbar.net/38885.html#.X6IuVtSF5kg Archived 2021-05-11 at the Wayback Machine.