ناول

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
نوي ناولونه د برلین په یوه کتاب پلورنځي کې کال ۲۰۰۹

ناول لاتیني کلیمه ده د عجیبه څیزپه مانا او په ادبي اصطلاح کی دهغو انساني جذباتو او احساساتو بیان کوي چی په اظهاریې د نورو انسانانو همدردي پیداشي،په ناول کې د انساني ژوند لوړې ژورې، موجودې وي، د انسان له پیدایښت څخه تر پایښت پورې چې کوم واقعات پېښېږي د ټولو تصویرونه د خپل فن، سکالو (موضوع) ګرځوي، د ناول دنیا د حقیقي دنیا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپېښو د رښتینوالي پربنا ولاړه ده .