سپوږمۍ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
سپوږمۍ

سپوږمۍ د اسماني اجسامو څخه يو جسم دی چې دځمکې قمر (سپوږمکۍ) ګڼل کېږي. سپوږمی يوازنی جسم دی چې زموږ ځمکې ته رانېژدې دی، خپل انتقالي حرکت د ځمکې پر شاوخوا اجرا کوي او د ځمکې سره يو ځای د لمر پر شاوخوا راڅرخي. د سپوږمۍ جسامت د ځمکې د کتلې ١/٨٢ برخه ده او قطر يې و ٣٤٧٦ کيلومترو ته رسېږي. دځمکې د مرکزه څخه يې منځنۍ فاصله ٣٨٤٤٤٦ کيلومتره حساب شوې ده. د ځمکې پر شاوخوا يې مدار بيضوي دی او ځمکه د هغې د محراقو څخه په يو محراق کې واقع ده. حجم يې نسبت وځمکې ته ٤٩ واره کوچنی دی. وضعي حرکت د خپل محور پر شاوخوا سرته رسوي او محور يې پر مدار باندې د ځمکې په استقامت عمود واقع شوی دی.نننۍ پلټني داسې ښکاره کوي چې د سپوږمۍ په سطحه کې زياتې لوړې او ژوړې شته، او په زيات ګمان به د اور غورځوونکو د عمل په نتيجه کې د لاوا موادو د هغې په زياترو حوزو کې ترسب کړی او دغه ډبرې به د باز الت د ډوله څخه وي. د سپوږمۍ استوار پر مدار باندې د ٦،٥ درجو په زاويه سره ميلان لري او په سطحه کې يې د ٣٠٠٠ دانو په شاوخوا کې کرېټرونه (اورغورځوونکې خوله) ليدل کېږي. سپوږمۍ هوا نه لري نوځکه حياتي فعاليت په کې مناسب نه دی. همدارنګه د جاذبې قوه يې ١/٦ ځلې تر ځمکې کمه ده، د سپوږمۍ د سطحې تودوخه د ورځې له خوا ١٢٠ درجې سانتي ګرېډ ده او د شپې له خوا ١٦٠ درجو د سانتي ګريډ ته ښکته راځي، (نسبت ولومړی حالت ته). سپوږمۍ درې ډوله حرکتونه لري: وضعي، دځمکې سره د لمر پر شاوخوا او په ضمن کې د ټولې شمسي منظومي سره د يوه مجهول کهکشان و خواته