عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال په انګرېزي: (Abdul Ghafoor Liwal) افغان ډيپلوماټ، په ايران هېواد کې د افغانستان اوسنی سفير او د پښتو ژبې يو ډېر نامتو شاعر او لیکوال دی. نوموړی د خپلې ښې شاعرۍ او ليکوالۍ له امله په افغانستان او پښتونخوا کې ډېر مينوال لري.
عبدالغفور لېوال | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
په ایران کې د افغانستان سفير | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۳۹۷ / ۱۱ / ۷ – تر دا مهاله (۱۴۰۰)هـ.ل | |||||||
لومړی وزیر | اشرف غني | ||||||
| |||||||
د هندارې خپرونې خبريال او د چلوونكې ډلې غړى | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۳۷۴ | |||||||
لومړی وزیر | ډاکټر نجيب | ||||||
د كابل پوهنتون د فرهنګي شورا مرستيال | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۳۷۴ – ۱۳۷۶ | |||||||
د افغانستان د مرستو د مركز د بشري حقونو د څانګې غړى | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۳۷۷ – ۱۳۸۰ | |||||||
د افغانستان د اساسي قانون د كميسيون د مطبوعاتي څانګې مشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۳۸۱ – ۱۳۸۲ | |||||||
لومړی وزیر | حامد کرزی | ||||||
د شخص مالومات | |||||||
زېږېدنه | ۱۳۵۲ د کب ۲۰ کابل افغانستان | ||||||
مذهب | اسلام - سني | ||||||
عملي ژوند | |||||||
زده کړې | کابل پوهنتون | ||||||
کار/مسلک | ډيپلوماټ، شاعر، ليکوال | ||||||
سمول |
مسلک وموندل شو، کاروونکي ژبي وموندل شو،
عبدالغفور لېوال د ۱۳۵۲ لمریز کال د کب میاشتې پر ۲۰ د کابل ولايت په موسهي ولسوالۍ كې زيږيدلى دی. په خټه صاحب زاده حسين خېل او د علي محمد خان زوى دى. لومړنۍ زده کړې يې د كابل د اعتبار خان په عالي لېسه او لوړې زده كړې يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه كې تر سره كړې دي. هغه نورې لوړې زده کړې په امريکا متحدو ایالتونو کې ترسره کړې دي.
دندې
[سمول]۱- د (هنداره) خپرونې خبريال او د چلوونكې ډلې غړى، ۱۳۷۴ ل.
۲- د كابل پوهنتون د فرهنگي شورا مرستيال ۱۳۷۶-۱۳۷۴ کلونه.
۳- د افغانستان د مرستو د مركز د بشري حقونو د څانگې غړى، ۱۳۷۷-۱۳۸۰ ل کلونه.
۴- په كابل كې د جگړې او سولې د راپور جوړونې د انستيتيوت لومړنى كتونكى (اډيتور) او مسوول ۱۳۸۰ ل کال.
۵- په كابل كې د آزادۍ راډيو د پښتو څانگې كتونكى او خبريال ۱۳۸۱ ل کال.
۶- د افغانستان د اساسي قانون د كميسيون د مطبوعاتي څانگې مشر او د دارالانشا وياند ۱۳۸۱-۸۲ ل کلونه.
نوموړى په هېواد كې د بېړنۍ لويې جرگې لپاره د هېواد د ليكوالو، شاعرانو او ژورناليستانو منتخب استازى وو او د اساسي قانون د لويې جرگې پر مهال يې د دغې جرگې د مطبوعاتي چارو د سمون مسوليت پرغاړه درلود.
عبدالغفور لېوال په افغانستان كې د قلم د نړيوالې ټولنې د ۹ كسيزې استازې جرگه گۍ غړى دى. همدا راز يې د ۱۳۸۲ ل ل كال د هنرمندانو د نړيوالې ورځې په وياړ د هېواد د ممتازو هنرمندانو په ډله كې د پښتو د ښه شاعر رسمي ستاينليك گټلى دى.
چاپ شوي اثار يې
[سمول]۱- مخه ښه او دوه منظومې، ۱۳۷۶ ل کال پېښور.
۲- ژړا، اور، مينه، (د شعرونو ټولگه)، د ۱۳۷۷ ل کال، پېښور.
۳- هوسۍ (منظومه)، ۱۳۷۸ ل کال، پېښور.
۴- ارشاك او اوشاس (منظومه)، ۱۳۸۰ ل کال، پېښور.
۵- د وريښمو تول (د پښتو شعر د اوسمهالي بهير كره كتنه)، ۱۳۸۱ ل کال، كابل.
۶- د ماشومانو لپاره كيسې او بوختياوې، د ماشومانو د ادبياتو په اړه، ۱۳۸۱ ل کال، كابل.
۷- كله چې ته خپه شې (د شعرونو ټولگه)، ۱۳۸۲ ل کال، كابل.
۸- د نيلوفرو كيسې، راټولونه، د افغان ښځو په اړه د بېلابېلو ليكوالو كيسې، ١٣٨١ ل کال پېښور.
له ۱۲۰ څخه ډيرې علمي – مسلكي مقالې يې د هېواد په مجلو او خپرونو كې.
د ښاغلي لېوال يو شمېر کتابونه د چاپ لپاره چمتو دي.
اخځلیکونه
[سمول]- د عبدالغفور لېوال بلاگ Archived 2013-04-22 at the Wayback Machine.
- په ويکي شعرونه کې د عبدالغفور لېوال شعرونه Archived 2014-06-02 at the Wayback Machine.
- د ودان افغانستان گوند وېبپاڼه Archived 2018-08-06 at the Wayback Machine.