سفارت

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

سفارت (په انګرېزۍ کې: Embassy) په يوه بل هېواد کې د يوه هېواد لنډمهاله يا اوږدمهاله نمايندګي ده. کله- کله د بهرنيو دولتونو سفير يا هم نور استازي په کې استوګن وي. د نړيوالو قوانينو (د وين کنوانسيون) پر بنسټ، د هېوادونو سفارتونه د هغوى د خاورې يا قلمرو برخه ګڼل کېږي، کوربه هېواد د هېڅ ډول لاسوهنې يا يرغل حق نه ورباندې لري.

سفارت د يوه بهرني دولت د نمايندګۍ ودانۍ ته کارول کېږي. په افغانستان کې سفارتونو ته جدي امنيتي تدابير نيول شوي وي. په ځينو مواردو کې پر سفارتونو بريدونه هم شوي دي.