صالح محمد صالح

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
صالح محمد صالح

صالح محمد صالح (زېږېدنه: ۱۳۵۶ لمريز لېږدي کال، د لړم مياشتې ۳، د هلمند ولايت لښکرگاه) (په انگرېزي: Salih Mohammad Salih) د افغانستان يو پښتون او پښتو ژبی ليکوال، ژباړونکی او خبريال دی.

مخينه

صالح محمد صالح د لعل محمد (لعل گل) خان زوى دى چې د ۱۳۵۶ لمريز کال د لړم پر درېيمه نېټه د هلمند ولايت مرکز لښکرگاه ښار په باباجي سيمه کې زېږېدلى دی. په څلورکلنۍ کې يې کډه کابل ته وکوچېده، د کابل د چهلستون ملا بزرگ سيمه کې يې استوگنه غوره کړه، چي د واصل اباد سيمي په عمرا خان ښوونځي کې يې لومړنۍ زده کړه پيل کړه. له پېنځم تر لسم ټولگي پورې يې تڼي کوټ ښوونځى ولوست او يوولسم او دولسم ټولگي يې په حبيبيه لېسه کې پای ته ورساوه. د يادولو وړ ده چې صالح صاحب د اقتصادي ستونزو له لامله اووم ټولگى په دوه کاله لوستې، دا ځکه چې يو کال له ناچارۍ څخه په مزدورۍ بوخت شو.

زده کړې

د طالبانو پر مهال يې د کانکور ازموينه ورکړه خو د ازموينې نتايج يې ورک شول؛ بل کال يې بيا ازموينه ورکړه چې د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو. هغه هغه مهال د کورنيو اقتصادي ستونزو له کبله له لوړو زده کړو بې برخې پاتې شو، خو وروسته یې خپلې نورې زده کړې د ژورنالیزم په څانگه کې وکړې.

دندې

صالح محمد صالح د ۱۲ ټولگي تر پای ته رسولو وروسته کندهار ته کډه شو، چې وروسته يې په ۲۰۰۱ ز کال پېښور ته مخه کړه او د هيلې مجلې مرستيال شو، چې د امتياز خاوند يې ډنمارک مېشتي فرهنگپال ول.

نوموړی وروسته کوټې ته ولاړ او د ۱۳۸۰ لمريز کال په زمري مياشت کې يې د پالنې په نامه يوه دوې مياشتنۍ مجله پيل کړه چې د امتياز خاوند يې صحاف نشراتي موسسه وه. د ۱۳۸۱ لمريز کال په وري مياشت کې د ميوند درې مياشتنۍ مجلې مرستيال شو، چې د امتياز خاوند يې ميوند کلتوري ټولنه وه. د ۲۰۰۲ ز کال په اپرېل کې په پېښـور کې د بي بي سي راډيو په تعليمي پروژو کې د خبريال او پروډيوسر په توگه وگومارل شو؛ درې نيم کاله يې دا دنده ترسره کړه. وروسته د ماليې وزارت په مطبوعاتي دفتر کې د مطبوعاتي څانگپوه (متخصص) په توگه وگومارل شو چې اته مياشتې يې دا کار پر مخ يووړ. د ۱۳۸۴ لمريز کال په چنگاښ مياشت کې په کندهار کې د سور غر په نامه د يوې اوونيزې مسوول مدير شو.

صالح محمد صالح د ۱۳۸۵ لمريز کال په کب مياشت کې له ازادۍ راډيو سره د هلمند ولايت د خبريال په توگه وگومارل شو چې اوس د چک جمهوريت په پلازمېنه پراگ کې د همدغې راډيو په مرکزي دوتر کې کار کوي.

صالح محمد صالح د یوې غیر دولتي رسنۍ لومړنی خبریال وو چې په هلمند کې يې دنده پيل کړه. له فرهنگي فعاليتونو يې عمده کار د دوو کلونو لپاره د «هوسۍ» په نوم د دوه مياشتنۍ مجلې چلول وو.

ستاينې او وياړنې

د يادونې وړ ده چې صالح محمد درې ځلې د خبريالۍ په ډگر كې ستاينليكونه او جايزې تر لاسه كړې دي. هغه ته تر ټولو معتبره جايزه د امريكا د BBG ټولنې له خوا د هغه د غوره كار له كبله وركړل شوې ده.

په سويډن کې د مېشتو افغانانو د دوستۍ فرهنگي ټولنې، د ځوانو فرهنگيانو د درناوي او هڅونې په وياړ د ۲۰۱۰ ز کال د سپتمبر پر ۱۸ د سويډن په مالمو ښار کې ښاغلي صالح ته يو ستاينليک ورکړی دی.

مدني اکر

صالح صاحب پر ۲۰۰۵ ز کال واده کړی او د گډ ژوند ثمر یې درې اولادونه دي چې ارین، مینه او هېواد نومېږي.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- د ارغند د څپو ژبه، د لوى کندهار د شاعرانو تذکره، (لومړى ټوک)، خپروونکې پښتو يون ټولنه، ۱۳۸۰ لمريز کال، پسرلى.

۲- د افشاري استبدادونو پر ضد د افغانانو پاڅونونه (ژباړه) تاريخي کتاب، ليکوال: محمد اعظم سيستانى، د ۱۳۸۰ لمريز کال چاپ، صحاف نشراتي موسسه.

۳- پاڼه ورژېده (ناول- ژباړه)، ليکوال: ربيع انصاري، د پښتو يون او دانش خپرندويې ټولنې د ۱۳۸۱ لمريز کال چاپ.

۴- اروايي روغتيا (ارواپوهنه- ژباړه) د دانش خپرندويې ټولنې د ۱۳۸۱ لمريز کال چاپ.

۵- ولې ځورېږو؟ (ارواپوهنه- ژباړه) د دانش خپرندويې ټولنې د ۱۳۸۱ لمريز کال چاپ.

۶- تالنده (ناول- ژباړه)، ليکوال: محمد حجازي، د نارنج خپرندويې ټولنې د ۱۳۸۲ لمريز کال چاپ.

۷- د ارغند د څپو ژبه- د لوى کندهار د شاعرانو تذکره، (دويم ټوک)، د بېنوا فرهنگي ټولنې د ۱۳۸۲ لمريز کال چاپ.

۸- مديريت او مشرتوب (د ادارې اړوند اثر- ژباړه)، ليکوالان: مريلين منينگ او پاتريشا هداک، د بېنوا فرهنگي ټولنې د ۱۳۸۲ لمريز کال چاپ.

۹- داستان څه دى او څنگه ليکل کېږي؟ (تيوري- ژباړه)، ليکوال: جواد نعيمي، د بېنوا فرهنگي ټولنې د ۱۳۸۲ لمريز کال چاپ.

۱۰- د دوستۍ ارواپوهنه، ژباړه، ليکوال: ډاکټر ډان گابر، د بېنوا فرهنگي ټولنې د ۱۳۸۳ لمريز کال چاپ.

۱۱- پښتو او د ژباړې اړتيا، د بېنوا فرهنگي ټولنې د ۱۳۸۳ لمريز کال چاپ.

۱۲ يو بوډا مري (نړيوالې کيسې، ژباړه) د بېنوا فرهنگي ټولنې د ۱۳۸۲ لمريز کال چاپ.

۱۳- له ځان سره داسې مينه وکړه (ارواپوهنه- ژباړه) ليکوال: ډاکټر گي هندريکز، د دانش خپرندويې ټولنې د ۱۳۸۳ لمريز کال چاپ.

۱۴- د کندهار پاڅون او د ايران صفوي دولت ړنگېدل، (تاريخي اثر، ژباړه) ليکوال: د اکاډميسين کانديد محمد اعظم سيستاني، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې جرمني، د ۱٣۸۴ لمريز کال چاپ.

۱۵- زه بدلمنې نه يم! (ناول) خپروونکې: صحاف نشراتي موسسه، کوټه، د ١٣٨٦ لمريز کال چاپ.

۱۶- ژوند ته دې شفا ورکړه (ارواپوهنه- له انگرېزي ژباړه) لیکواله: لویس. هې، خپروونکی: سروش کتابپلورځی، د ۲۰۱۸ ز کال چاپ.

۱۷- تر ذهن مخکې شه (ارواپوهنه- له انگرېزي ژباړه) لیکوالان: ماتیو مککي او دوکتوره کاټرین ستکر، خپروونکی: سروش کتابپلورځی، د ۲۰۱۹ ز کال چاپ.