واده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دو گوته د وادع

واده د دوو کسانو ترمنځ چې ورته د ژوند شریکان ویل کېږي، یوه کلتوري او تر ډېره په رسمیت پېژندلې شوې قانوني اړیکه ده. دغه اړیکه د دوی ترمنځ، د دوی او د دوی د ماشومانو او قانوني خپلوانو ترمنځ یو شمېر حقونه رامنځ ته کوي. واده د یوه نړیوال کلتور په توګه په پام کې نیول کېږي، خو اړوندو تعریفونو یې د کلتور او دین له مخې د وخت په اوږدو کې توپیر لرلی. په معمول ډول دا هغه جوړښت دی چې شخصي اړیکې په ځانګړې توګه جنسي اړیکې یې له مخې درک او تائید کېږي. په یو شمېر کلتورونو کې، واده له هر ډول جنسي چارو وړاندې توصیه کېږي. د واده د لمانځنې مراسمو ته د واده مراسم (wedding) ویل کېږي.[۱]

وګړي کېدلای شي، د قانوني، ټولنیزو، جنسي خواهشاتو، عاطفي، مالي، معنوي او مذهبي موخو په ګډون د ګڼ شمېر لاملونو له امله واده وکړي. له هغه چا سره چې یو کس واده کوي، کېدای شي د جنسیتي، د محارمو اړوند ټاکل شوو ټولنیزو قوانینو، د واده د تجویزي قوانینو، والدینو د خوښې او یا هم شخصي لېوالتیا تر اغېز لاندې وي. د نړۍ په یو شمېر برخو کې له مخکې برابر شوی واده، د ماشومانو واده، څو ودونه او یا هم په زوره واده کول ترسره کېږي. په یو شمېر نورو برخو کې بیا دغه ډول چارې د ښځو او ماشومانو له حقونو نه د خوندیتوب په موخه (د دواړو لورو ښځینه او نارینه لپاره) د نړیوالو حقونو له مخې نا قانونه دي. واده له تاریخي اړخه د ښځو یو شمېر حقونه له منځه وړي، چې ان ځینې مهال هغه د مېړه د مالکیت په توګه یادېږي. په ټوله نړۍ کې، تر ډېره په پرمختللو دیموکراسیو کې، په واده کې د ښځو د مساوي حقونو (چې د جامو اغوستلو د ډول ممنوعیت، د طلاق د حقونو آزادي او د نسل زیاتوالي او جنسي حقونو په برخه کې اصلاحات په کې شاملېږي) لرلو او د مختلفو دینونو، نژادونو او هم جنسه کسانو ترمنځ د واده د په رسمیت پېژندلو اړوند ټولیز لیدلوری شتون لري. د واده شویو ښځو د قانوني ځایګي، په واده کې د تاوتریخوالي سره د نرمښت، یو شمېر دودونو لکه ولور، د ناوې د بیې، په زوره واده، د واده کولو د عمر او له واده وړاندې او وروسته له بل چا سره د جنسي اړیکې لرلو د جرم ګڼلو اړوند جنجالونه تر اوسه دوام لري.[۲]

واده کېدلای شي د دولت، یو بنسټ، مذهبي ټولنې، قبیلوي ډلې، سیمه ییزې ټولنې یا همزولو له خوا په رسمیت وپېژندل شي. واده ته تر ډېره د یوې هوکړې په توګه کتل کېږي. د دین له مخې د واده مراسم د یوه دیني بنسټ له خوا په اړوند دین کې د شته لارو چارو نه په کار اخیستو د واده د حقونو او ذاتي مسئولیتونو د رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي. د واده مذهبي مراسمو ته په کاتولېزم کې مقدس واده، په اسلام کې نکاح، په یهودیت کې نیسوین او د نورو عقیدو له مخې ګڼ شمېر نور نومونه لري، چې هر یو ځانته ځانګړي محدودیتونه لري او څرګندوي چې با اعتباره دیني واده څه دی او څوک یې کولای شي.

دین

دینونه په ځانګړو جغرافیايي او ټولنیزو چاپېریالونو کې وده کوي. له همدې امله د واده اړوند دیني لیدلوري او چارې یو له بل سره توپیر لري، خو ګڼ شمېر ورته والي هم لري.[۳][۴]

ابراهیمي دینونه

بهايي عقیده

بهايي عقیده د واده ملاتړ کوي او هغې ته د متقابلې پیاوړې اړیکې په توګه ګوري. په بهايي عقیده کې وداه د ټولو ژوندیو والدینو په رضایت ترسره کېږي.[۵]

عیسویت

«هغه مهال لوی خدای ښځه د سړي (نارینه) له پښتۍ نه جوړه کړه او هغه یې نارینه ته راوړه. نارینه وویل: «دا اوس زما د هډوکو هډوکی او د غوښې غوښه ده، هغې ته به ښځه ووایو، ځکه هغه له نارینه نه اخیستل شوې.» له دې امله یو نارینه خپل پلار او مور پرېږدي او له خپلې ښځې سره یوځای کېږي او دوی په یوه وجود بدلېږي.[۶]

«... له همدې امله هغوی نور دوه کسان نه دي، بلکې یو دی. نو هغه نه چې خدای سره یوځای کړي، انسان یې باید جلا نه کړي».

-      عیسی[۷]

د واده په اړه د معاصر عیسویت لیدلوری د عیسی او پولس رسول (عیسوي مبلغ و) په لارښوونو تکیه لري. د عیسویت ډېری لویې ډلې، واده د عیسویت له اووه رازونو نه یو، سپېڅلی جوړښت او دیني ژمنه بولي.[۸][۹]

د واده په اړه لومړني پېژندل شوي احکام د رومن کاتولیک ټرنټ شورا ته اړوند بلل کېږي (د ۱۵۶۳ ز کال ۲۴ مه غونډه)، هغه احکام چې د واده اعتبار د یوه قاضي او دوو شاهدانو پر وړاندې د واده ترسره کولو ته اړوند بولي. د والدینو د رضایت شرط، چې له دوولسمې پېړۍ نه یې اړوند بحث روان و، د دغو احکامو له مخې له منځه ولاړ. په مدني طلاق کې بې ګناه شریک (نارینه یا ښځینه) د بیاځلي واده حق لري، خو تر هغه مهاله دا حق نه لري چې، د واده د جوړې بل شریک یې نه وي مړ شوی، چې د هغو په مړینه د واده د عقد صحت فسخ کېږي، ان که چېرې د دغې جوړې یو لوری زنا هم ترسره کړي.[۱۰][۱۱][۱۲]

عیسویان تر ډېره د مذهبي لاملونو له امله د بایبل له دغې لارښوونې نه په ګټنې چې: «نارینه خپل مور او پلار پرېږدي، څو له خپلې ښځې سره یوځاي شي او دوی یو وجود وګرځي» واده کوي، څو د رومن کاتولیک مقدساتو الهي فضل ته لاسرسی ومومي.[۱۳][۱۴]

اسلام

اسلام هم له واده ستاینه کوي او د واده کولو لپاره عمر هر هغه مهال بولي، کله چې وګړي له مالي او عاطفي پلوه ورته د چمتووالي احساس وکړي.[۱۵]

په داسې حال کې چې په اسلام کې د ښځو لپاره په یو مهال کې د څو مېړونو کولو اجازه نه شته، خو نارینه کولای شي څو ودونه وکړي، هغه هم په دې محدودیت چې نه شي کولای په یو مهال کې له څلورو قانوني ښځو زیاتې ولري، خو کولای شي له بې شمېره غلامانو سره همبستري وکړي، چې د نورو مېرمنو سره یې ورته یا مشابه حقونه لري، خو یوازې په دې استثنا تر هغه مهاله چې له هغو ماشوم ونه لري، آزادې نه دي، هغه هم یوازې په دې شرط چې نارینه وکولای شي او لېوالتیا ولري، چې خپل وخت او پانګه په مساوي ډول د خپلو مېرمنو او هغو غلامانو سره چې ورسره یوځای کېږي ووشي (له غلامانو سره د همبستري دغه چاره د یهودیت په ډول نه ده او په معاصر مهال کې د پلي کېدو وړ هم نه ده. په نړۍ کې د غلامۍ اړوند لیدلوري د بدلېدو له امله د څېړونکو له خوا باطله اعلان شوې).

د اسلامي واده د مراسمو په موخه باید زوم او د ناوې ولي دواړه د واده په اړه هوکړې ته ورسېږي. که چېرې ولي د واده په اړه راضي نه وي، کېدلای شي له قانوني پلوه ترسره نه شي. که چېرې د نجلۍ ولي د هغه پلار او یا پلرنی نیکه وي، هغوی حق لري، د نجلۍ د لومړني واده پر مهال هغه (نجلۍ) د خپل میل پر خلاف واده ته مجبوره کړي. هغه ولي ته چې اجازه لري، نجلۍ په زور واده ته مجبوره کړي، ولي مجبور ویل کېږي.[۱۶]

د اسلامي شریعت له مخې، په اسلامي واده کې لږتر لږه شرایط او مسئولیتونه دا دي چې: مېړه به خپلې ښځې ته د ژوند کولو لګښتونه (کور، کالي، ډوډۍ، ساتنه) برابروي او بل پلو، د ښځې اصلي مسئولیت د سمو مسلمانانو په توګه د ماشومانو لویول دي. نور ټول مسئولیتونه او حقونه باید د ښځې او مېړه ترمنځ وټاکل شي، کېدای شي ان له واده مخکې د واده په هوکړه کې ځای پرځای شي، خو په دې شرط چې د واده له حد اقل شرایطو سره په مخالفت کې نه وي.

د سني مسلمانانو د باور له مخې، واده باید د دوو شاهدانو په شتون کې د ناوې د ولي او زوم په رضایت ترسره شي. له واده وروسته کېدلای شي، له یوبل نه جلا هم شي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچینې

  1. Haviland, William A.; Prins, Harald E.L.; McBride, Bunny; Walrath, Dana (2011). Cultural Anthropology: The Human Challenge (الطبعة 13th). Cengage Learning. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-81178-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "A nonethnocentric definition of marriage is a culturally sanctioned union between two or more people that establishes certain rights and obligations between the people, between them and their children, and between them and their in-laws."
  2. Country Reports on Human Rights Practices for 2008, Vol. 1, p. 1353, US Department of State.
  3. Olson, Duane (2011). Issues in Contemporary Christian Thought: A Fortress Introduction. Fortress Press. د کتاب پاڼې 150. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4514-0731-0. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۵. In the course of human history, over thousands of years, many human cultures arise in relative isolation from each other, and major world religions develop in these relatively independent cultures. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Zarean, Mansoureh; Barzegar, Khadijeh (2016). "Marriage in Islam, Christianity, and Judaism". Religious Inquiries 5 (9): 67–80. http://ri.urd.ac.ir/article_43969.html. Retrieved May 30, 2020. 
  5. Smith, Peter (2000). "Marriage". A concise encyclopedia of the Baháʼí Faith. Oxford: Oneworld Publications. 232–33. ISBN 978-1-85168-184-6. 
  6. کينډۍ:Bibleref2
  7. کينډۍ:Bibleref2
  8. Witte Jr., John (1997). From Sacrament to Contract: Marriage, Religion, and Law in the Western Tradition. Westminster John Knox Press. د کتاب پاڼي 39–40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-664-25543-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. . Religions – Christianity: Marriage and weddings. BBC
  10. Monger, George P. (2004). "Christian Weddings". Marriage Customs of the World: From Henna to Honeymoons. Santa Barbara, CA: ABC CLIO. د کتاب پاڼي 70–71. OCLC 469368346. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-987-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. * O'Malley, John W. (2013). Hall, Marcia B.; Cooper, Tracy E. (المحررون). The Sensuous in the Counter-Reformation Church. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-01323-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Failed verification
  12. * O'Malley, John W. (2013). Hall, Marcia B.; Cooper, Tracy E. (المحررون). The Sensuous in the Counter-Reformation Church. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-01323-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Failed verification
  13. Monger, George P. (2004). "Christian Weddings". Marriage Customs of the World: From Henna to Honeymoons. Santa Barbara, CA: ABC CLIO. د کتاب پاڼي 70–71. OCLC 469368346. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-987-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Catholic Encyclopedia: Ritual of Marriage". www.newadvent.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Levy, Reuben (2000). The Social Structure of Islam (په انګلیسي ژبه کي). Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-20910-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The Encyclopaedia of Islam, New Edition, Vol. VIII, p. 27, Leiden 1995.
  17. "The method of pronouncing the marriage formula". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Marriage formula. sistani.org
  19. Conditions of pronouncing Nikah. sistani.org
  20. "Women with whom matrimony is Haraam". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)