اينه
اينه (په انګرېزي: Liver) په شمزۍ دارو او نورو ژويو کې يو حياتي اورګان دی. دا اورګان د انسانانو او ژويو په بدن کې ډېرې دندې ترسره کوي چې په دغو کې د بدن نازهرجن کول، د پروټينو جوړښت او هضمي کړنو کې اړين ژونکيميايي توکي جوړول دي. د ژوندي پاتې کېدو لپاره اينه يو اهم اورګان دی، که څه هم چې د اينې ډايليسېز د لنډې مودې لپاره کارېدلی شي خو دم مهال داسې هېڅ کومې لارې چارې نشته چې د اينې د نشتون جبران کړي.
د بدن همدا غړی په استقلاب کې ډېر اهم رول لري او په بدن کې يو شمېر کړنې لکه د ګلايکوجن زېرمه، د وينې د سرو توکو تجزيه، د پلازما د پروټينونو جوړښت، هورموني توليد او د بدن نازهرجن کول د اينې له اهمې دندو شمېرل کېږي. اينه د پرين نه لاندې د ګېډې په سيمه کې ځای پر ځای ده. دا اورګان يو الکلاين مرکب چې د تريخوب يا صفرا په نوم يادېږي جوړوي. د تريخوب دنده د بدن د شحمياتو هضمول دي. اينه له يو ځانګړي ژونپوهنيز ووب نه جوړ دی چې د ډېرې لوړې اندازې ژونکيميايي تعاملونو د زغملو او اداره کولو توان لري، په دغو ژونکيميايي تعاملونو کې د وړو او پېچلو ماليکيولونو جوړېدنې او ماتېدنې نغښتې دي، چې د حياتي کړنو لپاره ډېر ضروري دي.[1]
په طبي چارو کې اينې ته د هېپاټو يا هېپاټېک په نوم اشاره کېږي، دا اصطلاح د يوناني ژبې د هېپر (ἡπαρ) له نوم نه راوتلې چې د اينې په مانا دی. په عربي ژبه اينې ته کبد وييل کېږي.
نيوليک |
اناتومي
اينه يو سور-نسواري رنګه اورګان دی چې په بڼه او په کچه څلور ناموزونه لېرګۍ لري. د يوې انساني اينې تول له 1.44 - 1.66 کيلوګرامه وي،[2] دا يو نرم، ګلابي-نسواري رنګه، مثلثي اورګان دی. دا په انسان کې تر ټولو لوی داخلي اورګان (د بدن څرمن تر ټولو اورګانونو لوی اورګان دی) او تر ټولو لوی غباندی دی.
دځیګر داخلي جوړښت څه ډول دی
ځیګر له ګڼو حجرو جوړ شوی دی چې دبیلابیلو موادو د ترشح لپاره فعالیت کوي دځیګر حجرې په داسې بڼه سره یوځاي شوي دي چې یوه لاره یې سره نغاړلې د ه او دغه لاره یامجرا دصفراوي موادو دتشولو دنده لري صفرا دځیګر د حجرو په وسیله جوړیږي او دوړو نلکو په وسیله لوې لارې یا نلکې ته ورځي دغه وړې لارې هم یو بل سره ګنډل شوې دي او بالاخر ه درستې په یوې لارې کې تشیږي دغو لارو ته صفراوي لارې وايي. دې ته په پام سره چې ځیګر له دوو لویو برخو یا (لوپونو )جوړ شوی دی نوله هرې برخې چې صفراوي نلکه رواځي دهماغه لوپ یا برخې په نوم یادیږي یعنې ښۍ او چپه صفراوي لاره یې بللې دي چې دغه دواړه لارې هم سره یوځاي کیږي او په ګډه صفراوي کڅوړې ته تشیږي . صفراوي کڅوړه چیرته ده ؟: صفراوي کڅوړه ګلابي رنګ لري اودځیګر په ښکتنۍ برخه کې له دغه غړي سره نښتې ده صفراوي لارې چې په ځیګرکې تیرې شوې دي په ګډه خپله صفرا چې دځیګر حجرې ېې جوړوي دغې کڅوړې ته تشوي .
صفراوي کڅوړه څه دنده لري
صفراوي کڅوړه درې اساسي دندې لري لومړی داچې دصفرا زیرمتون دی يعنې صفراپکې ساتل کيږي .دغه ماده په پر له پسې ډول ځیګر کې جوړیږي خو یوازې داړتیاپه وخت کولمو ته تويږي نو صفراوي کڅوړه صفراوي ماده ساتي اوپه مناسب وخت کې دهورمونونوپه ځواب کې دغه کڅوړه ځان راټولوي او خپله صفرا کولموته آستوي دا دصفراوي کڅوړې دوهمه دنده ده او ددغې کڅوړې دریمه دنده دصفراغلیظه کول دي .په هغې موده کې چې صفرا په کڅوړه کې پاتې کیږي له هغې ضافي اوبه جذب کیږي په دې ډول نه پریږدي چې اضافي اوبه له بدنه ووځي .
سرچينې
- ↑ Maton, Anthea; Jean Hopkins, Charles William McLaughlin, Susan Johnson, Maryanna Quon Warner, David LaHart, Jill D. Wright (1993). Human Biology and Health. Englewood Cliffs, New Jersey, USA: Prentice Hall. ISBN 0-13-981176-1. OCLC 32308337.
- ↑ Cotran, Ramzi S.; Kumar, Vinay; Fausto, Nelson; Nelso Fausto; Robbins, Stanley L.; Abbas, Abul K. (2005). Robbins and Cotran pathologic basis of disease (7th ed.). St. Louis, MO: Elsevier Saunders. p. 878. ISBN 0-7216-0187-1.