ووب
د ويکيپېډيا لخوا
ووب د سلولونو يا ژونکو هغه تنظيم شوی بنسټيز پوړ دی چې د ژونکو او يوه بشپړ اورګانيزم ترمېنځ پروت دی. يو ووب د ژونکو يو جوړښت دی چې ضروري نه ده چې يو ډول ژونکې وي خو د يو آر يا اصل نه د زېږنده ژونکو يوه ټولګه ده چې يو ځانګړی عمل ترسره کوي. په عربي کې ووب ته نسج وايي او په پارسي کې بافت بلل کېږي. په انسانانو، ژويو او بوټو کې يو ډول ژونکې ووبونه رامېنځ ته کوي، بېلابېل ووبونه سره يو ځای يو اورګان رامېنځ ته کوي او بېلابېل اورګانونه سره يو ځای يو سيستم يا غونډال رامېنځ ته کوي چې په اخر کې ګڼ شمېر غونډالونه د اورګانيزم د بشپړتابه سبب کېږي.
په ژونپوهنه کې د ووبونو زده کړه د هسټالوژي يا ووبپوهنې په نوم يادېږي، د رنځپوهنې يوه څانګه چې په ووبونو کې د رامېنځ ته شوو رنځونو په اړه بحث کوي، د ووبرنځپوهنې په نوم يادېږي.