کریسټوفر آر. ډبلیو. نوینسون
کریسټوفر آر. ډبلیو. نوینسون | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | لندن |
مړینه | |
تابعیت | برېتانيا [۲]
د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | انځورکښنه |
خوځښت | فیوچرېزم (راتلونکې پالنه) |
پوځي خدمت | |
برخه | د برتانيا فوځ |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
سمول |
کریسټوفر ریچارډ وین نوینسون (زوکړه: د ۱۸۸۹ زکال د اګست ۱۳ مه – مړینه: د ۱۹۴۶ زکال د اکتوبر ۷ مه) انګلیسي مخکښ نقاش، حکاک او لیتوګرافر و چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د مهال له مشهورو هنرمندانو څخه و. هغه تر ډېره پورې د خپل نوم په لومړیو ټکو سي. آر. ډبلیو پېژندل کېږي او په ریچارډ هم مشهور و.
نوینسون د سلېډ په نامه د هنرونو په ښوونځي کې د هنري تونکس تر نظر لاندې د سټنلي سپنسر او مارک ګرترلر ترڅنګ زده کړې وکړې. هغه مهال چې نوینسون سلېډ پرېښود د ایټالوي راتلونکو پالونکو د مشر او راډیکال لیکوال او هنرمند وینډهام لوئیس سره چې د شورشی هنرونو لنډ مهالی مرکز یې جوړ کړی و؛ ملګری شو. له دې سره نوینسون له لوئیس او نورو «شورشي» هنرمندانو سره هغه وخت اختلاف پیدا کړ چې نوینسون د راتلونکي پالونکي خوځښت په اډانه کې د دغې ډلې نوم ور زیات کړ. لوئیس له ځنډ پرته د دوران پالنې د ډلې بنسټ کېښود؛ د معاصرو هنرونو د هنرمندانو او لیکوالانو هغه ډله چې نوینسون یې ترې ویوست.
د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې نوینسون د ملګرو د امبولانس له ډلګۍ (Friends' Ambulance Unit) سره مل شو خو په خپل کار کې د فرانسوي او بریتانوي ټپي سرتېرو پالنې سخت خواشینی کړ. هغه د لنډ مهال لپاره وړاندې له دې چې ناروغي یې اړ کړي بریتانیا ته راوګرځي د امبولانس د داوطلبه چلوونکي په توګه یې خدمت وکړ. له دې وروسته نوینسون په کور/هېواد دننه د سلطنتي ځواک په طبي برخه کې د کارکولو داوطلب شو. نوموړي له خپلو دغو تجاربو څخه د خپلو پیاوړو نقاشیو لپاره د موضوعاتو په توګه ګټنه وکړه چې په کې یې د راتلونکې پالنې له ماشیني ظرافت او په کلکه توګه د کوبېزم له اغېزو څخه په کې کار واخیست. د هغه همکار هنرمند والټر سیکرټ هماغه مهال ولیکل چې د نوینسون La Mitrailleuse نقاشي به «په ډېر احتمال سره د جګړې په تاریخ کې د جګړې اړوند د معتبرې او تر ټولې متمرکزې نقاشۍ په توګه پاتې شي». په ۱۹۱۷ زکال کې نوینسون د جګړې د رسمي هنرمند په توګه وټاکل شو، خو هغه معاصر سبکونه د معاصرې جګړې د وحشت د توصیف په موخه کافي نه بلل او په مخ پر زیاتېدوني ډول یې د واقعیت پالونکې لارې څخه په کار اخیستو نقاشي کوله. د لومړۍ نړیوالې جګړې اړوند د هغه راتلونکې نقاشۍ چې له لویدیځې جبهې څخه د هغه د لنډو کتنو پر بنسټ وې د هغه د هغو پخوانیو آثارو اغېز یې نه درلود چې نوموړی یې په انګلستان کې په یو دنده لرونکي مشهور ځوان هنرمند واړوه. [۳]
د جګړې له پای ډېر لږ ووسته نوینسون متحده ایالاتو ته سفر وکړ او هلته یې د نیویارک څو پیاوړي انځورونه وکښل. له دې سره د هغه د ستړي شخصیت او خوی په خوا کې د ده باټو وهلو او د جګړې په ډګر کې د تجربو اړوند اغراق لرونکو ادعاوو په متحده ایالاتو او بریتانیا کې د هغه پر وړاندې ډېر مخالفین را پیدا کړل. په ۱۹۲۰ زکال کې منتقد چارلس لوئیز هند د هغه په اړه ولیکل: «دا هغه څه دي چې لامل وګرځېدل په ۳۱ کلنۍ کې نوموړی د بریتانیا په یو بحث پارونکي، بریالي، هیله من کوونکي، ستایل شوي او تر ټولو منفور هنرمند واوړي». له دې سره له جګړې وروسته د هغه چارو له دغو چارو سره کوم توپیر نه درلود. د نوینسون د خاطراتو کتاب Paint and Prejudice په داسې حال کې چې جذب کوونکی او رنګارنګ دی، خو په ځینو برخو کې ناسم، جوړ نه راتلونکی او ګمراه کوونکی دی. [۴][۵]
بیوګرافي
[سمول]لومړنی ژوند
[سمول]ریچارډ نوینسون د لندن په همپسټید سیمه کې وزېږېد؛ نوموړی د جګړې د خبریال او اخبار لیکونکي هنري نوینسون او د رایو ورکولو د حق غوښتونکې او لیکوالې مارګاریټ نوینسون د دوه ماشومانو څخه د دوی یوازنی زوی و. نوینسون په شروزبري او اپینهګام کې چې ورڅخه کرکه یې لرله لومړنۍ زده کړې وکړې؛ له دې وروسته هغه د نورو زده کړو په موخه د سنټ جان ووډ د هنرونو ښوونځي ته ولاړ. نوموړي هلته د اګوستوس جان د اثارو له لیدنې څخه الهام واخیست او پرېکړه یې وکړه د سلېډ د هنرونو ښوونځي ته ولاړ شي چې د لندن د یونیورسټي کالج څانګه وه. په دغه ځای کې د نوموړي د هم دوره و په ډله کې مارک ګرتلر، سټنلی سپنسر، پل نش، ماکسول ګورډون لایټ فوټ، آدریان آلینسون او دورا کارینګټون شاملېدل. ګرتلر د یو څه مودې لپاره د هغه تر ټولې نږدې ملګری او پر ده اغېز کوونکی چې د لنډې مودې لپاره یې یوه ډله هم جوړه کړه چې د نیو پریمیټیوانو (Neo-Primitives) په نوم پېژندل کېده او په کلکه سره د رنسانس د لومړیو هنرونو تر اغېز لاندې وه. ګرتلر او نوینسون هغه مهال له یو بل سره اختلاف پیدا کړه چې دواړه په کارینګټون مین شول. هغه مهال چې په سلېډ کې و، نوینسون ته د رسامۍ ښوونکي یې هنري تونکس لارښوونه وکړه څو د هنرمندۍ له خیال څخه لاس واخلي. دغه چاره د ټول عمر لپاره د دوی دواړو ترمنځ د مخالفت لامل وګرځېده او نوینسون تل پر هغه باندې د عقدې او هغه آزار له مخې چې یې لیدلی و؛ دا تور پورې کاوه چې هغه د ده پر ضد د خیالي توطئو جوړولو په لټه کې و. [۶][۷]
د سلېډ له خوشي کولو وروسته نوینسون د ۱۹۱۲ او ۱۹۱۳ زکلونو پر مهال د پاریس په جولیان اکاډمۍ کې زده کړې وکړې او همدارنګه یې د راس په کړۍ کې هم ونډه اخیسته. په پاریس کې یې له ولادمیر لینین سره ولیدل او له پابلو پیکاسو سره بلد شو؛ هلته یې له آمادئو مودیلیاني سره مشترکه سټوډیو جوړه کړه او له کوبېزم سره بلد شو؛ له دې سربېره یې له ایټالوي راتلونکي پالونکو مارینټي او جینو سوریني سره ولیدل. لندن ته په راګرځېدو سره د راډیکال لیکوال او هنرمند وینډهام لوئیس ملګری شو. هغه مهال چې وینډهام لوئیس له ادوارډ وادسورث او ازرا پونډ سره د «شورشي» هنر مرکز جوړ کړ چې ډېر لږ دوام یې وکړ او نوینسون هم ورسره یوځای شو. نوموړی د ۱۹۱۴ زکال په مارچ میاشت کې د لندن ډلې یو له بنسټ اېښودونکو څخه و. د ۱۹۱۴ زکال په جون میاشت کې څو بریتانوي اخبارونو د مارینټي سره په خوا کې د انګلیسي راتلونکې پالنې مانیفیسټ د حیاتي انګلیسي هنر تر نامه لاندې خپور کړ. انګلیسي حیاتي هنر د «ډېرې کثیفې» په توګه د لندن د هنرونو صحنه وغندله او راتلونکې پالنه یې د معاصرې ماشینې دورې یوازنۍ څرګندونکې وبلله او خپل رول یې د بریتانیا د هنرو د مخکښ په توګه اعلان کړ. لوئیس له نوینسون څخه په دې خواشینی شو چې هغه د راتلونکې پالنې په مانیفیسټ کې د شورشي هنرونو د مرکز نوم په داسې حال کې یاد کړی و چې نه یې له ده او نه هم د دغې ډلې له کوم بل غړي څخه په دې اړوند پوښتي و. لوئیس له ځنډ پرته دوران پالونکې ډله یا د معاصرو هنرونو د پالونکو هنرمندانو او لیکوالانو ډله جوړه او د نوینسون نوم یې له هغو لرې کړ، په داسې حال کې چې د دغې ډلې په مجله یې د چاودنې (BLAST) نوم کېښود.[۸][۹]
لومړۍ نړیواله جګړه
[سمول]طبي چارې
[سمول]د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیلېدو سره نوینسون د ملګرو د امبولانس له ډلګۍ سره چې پلار یې د هغو په جوړېدو کې مالي مرسته کړې وه مل شو. د ۱۹۱۴ زکال د نومبر له ۱۳ مې نېټې وروسته نوینسون ۹ اونۍ په فرانسه کې له دغې ډلګۍ او د بریتانیا د سرې میاشتې له ټولنې سره تېر کړل او له دې سره یې تر ډېره پورې د ډانکرک د ریل په تم ځای کې چې په شامبلز مشهور و؛ د نه استفاده کېدونو توکو په یوه ګدام کې کار وکړ. شامبلز د نږدې ۳۰۰۰ هغو فرانسوي سرتېرو د ساتنې ځای و چې شدید ټپي شوي و او د جګړې له میدان څخه له ویستو وروسته پرېښول شوي و. دوی د اونیو لپاره دلته وږي پاتې و او د مړو په خوا کې په چټل چاپېریال کې پراته و. نوینسون له خپل پلار او نورو داوطلبانو سره په ګډه د ټپیانو د ټپونو په پانسمان کولو، د ځای په پاکولو او همدارنګه د هغو په عفونت ضد کولو کار پیل کړ څو هغه د استوګنې وړ وګرځوي. نوینسون وروسته له دغه ځایه خپلې تجربې په دوه نقاشیو The Doctor او La Patrie کې انځور کړې. هغه مهال چې فرانسوي چارواکو د وضعیت کنټرول ته مخه کړه نوینسون یې د امبولانس د چلونکي په توګه وګماره. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ https://rkd.nl/explore/artists/59260 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷
- ↑ Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/4279 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Art from the First World War. Imperial War Museum. 2008. ISBN 978-1-904897-98-9.
- ↑ Paul Gough (2010). A Terrible Beauty: British Artists in the First World War. Sansom and Company. ISBN 978-1-906593-00-1.
- ↑ David Boyd Haycock (2009). A Crisis of Brilliance: Five Young British Artists and the Great War. Old Street Publishing (London). ISBN 978-1-905847-84-6.
- ↑ Merion Harries & Susie Harries (1983). The War Artists, British Official War Art of the Twentieth Century. Michael Joseph, The Imperial War Museum & the Tate Gallery. ISBN 0-7181-2314-X.
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ Government Art Collection. "CRW Nevinson in London". Government Art Collection. Archived from the original on 6 October 2014. نه اخيستل شوی 17 September 2014.
- ↑ Ian Chilvers (2004). The Oxford Dictionary of Art. Oxford University Press. ISBN 0-19-860476-9.
- ↑ Toby Thacker (2014). British Culture and the First World War: Experience, Representation and Memory. Bloomsbury Publishing. ISBN 978-1-4411-3058-7.
- ↑ Charles E. Doherty (1992). "Nevinson's Elegy:Paths of Glory". Art Journal. 51 (1): 64–71. doi:10.1080/00043249.1992.10791554. JSTOR 777256.
- ↑ Michael J.K. Walsh (2002). CRW Nevinson: This Cult of Violence. Yale University Press. ISBN 0-300-09507-4.
- ↑ "Oil Painting - LaPatrie". Birmingham Museums and Art Gallery. نه اخيستل شوی 8 February 2017.
- ↑ Paul Gough (2010). A Terrible Beauty: British Artists in the First World War. Sansom and Company. ISBN 978-1-906593-00-1.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- په ويکيډاټا کي خرابي
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه