فیوچرېزم (راتلونکې پالنه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

فیوچرېزم (اېټالوي: Futurismo) یو هنري او ټولنیز خوځښت ؤ چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په اېټالیا کې او تر لږې کچې په نورو هیوادونو کې پیل شو. نوموړي مفهوم په تحرک(dynamism)، سرعت، ټیکنالوژۍ، ځوانۍ، تاوتریخوالي او وسایلو لکه موټر، الوتکې، او صنعتي ښار ټینګار کاوه. په دې خوځښت کې کلیدي شخصیتونه د اېټالیې فیلیپو توماسو مارینیټي، امبرټو بوکسیوني، کارلو کاررا، فارټوناټو ډیپیرو، ګینو سیوریني، ګیاکومو بالا، او لویګي روسولو شامل وو. اېټالوی فیوچرېزم د مډرنیَت ستاینه وکړه او د خپلو اصولو له مخې یې موخه دا وه چې اېټالیا د خپل تېر دروندوالي څخه آزاده کړي. د راتلونکې په اړه له مهمو آثارو څخه د مارینیټي د ۱۹۰۹ز  د فیوچرېزم منشور، د بوکسیوني د ۱۹۱۳ انځور په فضا کې د دوام ځانګړي ډولونه، د بالا د ۱۹۱۳-۱۹۱۴ ز کلونو نقاشي صریح سرعت + غږ، او د روسولو د ځوږونو هنر (۱۹۱۳ز کال) شامل دي.[۱]

که څه هم فیوچرېزم په لویه کچه یوه ایټالوی پدیده وه، خو په روسیه کې هم دې ته ورته موازي خوځښتونه راڅرګند شول، چیرته به چې وروسته ځینې روسي فیوچرېستان د خپلو ډلو موندلو لپاره تلل؛ نورو هیوادونو یا یو څو فیوچرېستان درلودل یا یې هم د فیوچرېزم څخه الهام اخیستونکي خوځښتونه درلودل. فیوچرېستان د نقاشۍ، انځور ګرۍ، سرامیکو، ګرافیک ډیزاین، صنعتي ډیزاین، داخلي ډیزاین، ښاري ډیزاین، تیاتر، فلم، فېشن، ټوکر، ادب، موسیقۍ، معمارۍ او حتی پخلي په شمول د هنر په هره برخه کې فعال وو.

تر یوې پولې پورې فیوچرېزم په ډېکو آرت(Art Deco)، د معمارۍ په اصالت(Constructivism)، سوریالېزم، او دادا، او تر ډیره حده د دقت په اصالت، ریونېزم، او ورټیکېزم په هنري خوځښتونو اغیزه وکړه. پاسیسېزم[fr] کېدای شي، د یو مخالف تمایل یا لید استازیتوب وکړي.[۲]

اېټالوي فیوچرېزم[سمول]

فیوچرېزم یو تجربوي(avant-garde) غورځنګ دی چې د اېټالوي شاعر فیلیپو توماسو مارینیټي له خوا په ۱۹۰۹ ز کې په میلان کې تأسیس شوی. مارینیتي دغه غورځنګ په خپل د فیوچرېزم منشور کې پیل کړ، چې د لومړي ځل لپاره یې د ۱۹۰۹ ز کال د فبرورۍ په ۵مه نېټه په لا ګازیتا ډیلېمیلیا کې خپور کړ، چې د ۱۹۰۹ کال د فبرورۍ په ۲۰مه په فرانسوي ورځپاڼه لي فیګارو کې دیوې مقالې په بڼه بیا خپور شو. نوموړی ډېر ژر د نقاشانو امبرټو بوکیوني، کارلو کاررا، ګیاکومو بالا، ګینو سیوریني او کمپوزر لویګي روسولو سره یوځای شو. مارینیټي د زاړه هر څه ، په ځانګړې توګه سیاسي او هنري دودونو څخه د پام وړ نفرت څرګند کړ. هغه لیکلي، "موږ د هغې ماضي یا تېر، هیڅ برخه نه غواړو"، هغه همداراز لیکلي، "موږ ځوان او پیاوړي راتلونکې پالان یو!"  فیوچرېسټانو د سرعت، ټکنالوژۍ، ځوانۍ او تاوتریخوالي، موټر، الوتکې او صنعتي ښارونو، ټولو هغو څیزونو چې په طبیعت باندې د انسانیت د تخنیکي بریا استازیتوب کوي، ستاینه وکړه، او دوی ډېر لېواله ملتپال وو. دوی د تېر وخت کلتور او ټول تقلید رد کړ، د اصالت ستاینه یې وکړه، "په پوره بې باکۍ، په پوره تاوتریخوالي"، په ویاړ سره یې "د جنون داغ" په ځان ولګاوه، د هنر نقادان یې هسې په هېڅ وشمېرل، د همغږۍ او ښې سلیقې په وړاندې یې بغاوت وکړ، ټول متون، د ټولو پخوانیو هنرونو مضامین، او په ساینس کې ویاړ یې له منځه یوړل.[۳][۴][۵][۶]

د منشورونو خپرول د فیوچرېزم یا راتلونکې پالنې یوه ځانګړتیا وه او فیوچرېستانو (چې تر ډېره د مارینیټي له خوا رهبري یا هڅول کېدل) د نقاشۍ، معمارۍ، موسیقۍ، ادبیاتو، عکاسي، مذهب، مېرمنو، فېشن او خواړو په شمول په ډېرو موضوعاتو باندې ولیکل. [۷][۸]

په بنسټ اېښودونکي منشور کې کوم مثبت هنري پروګرام شتون نه درلود، کوم چې فیوچرېستانو هڅه وکړه تر څو په خپل راتلونکي تخنیکي منشور کې د فیوچرېسټ انځورګرۍ (په اېټالوي ژبه کې د ۱۹۱۰ ز کال د اپرېل په ۱۱مه د پوشیا(Poesia)، میلان جریدې له خوا د یوې پاڼې په توګه خپور شو) چې دې کارهغو یو "نړیوال تحرک" ته ژمن کړل، د کوم چې په مستقیم ډول په انځورګرۍ نقاشۍ کې استازیتوب کېده. په حقیقت کې شیان له یو بل څخه یا د دوی له شاوخوا څخه جلا نه وو: "په یوه روان بس موټر کې ستاسو شاوخوا شپاړس کسان په بدلېدو رابدلېدو کې دي او په ورته وخت کې یو، لس څلور درۍ؛ دوی بې حرکته دي او دوی خپل ځایونه بدلوي ... بس موټر چې له کومو کورونو څخه تیریږي ورباندې ورخېږي او کورونه په خپل وار په بس موټر باندې ورلوېږي او له هغې سره ګډېږي."[۹][۱۰]

راتلونکې پال انځورګران د ځانګړي سبک او موضوع په رامنځته کولو کې سست وو. په ۱۹۱۰ او ۱۹۱۱ ز کې دوی د وېش د اصالت(Divisionism) له تخنیکونو څخه کار واخیست، د رڼا او رنګ ماتول یې د خورو نقطو او منقطع لېکو په سطح باندې، چې د وېش له اصالت څخه د جیواني سیګنټیني او نورو له خوا منل شوي وو تجزیه کړل. وروسته، سیوریني، چې په پاریس کې اوسېده، په دې وخت کې په سبک او مېتود کې د دوی د وروسته پاتې کیدلو لامل له پاریس څخه چې د avant-garde هنر مرکز دی، د دوی لرې والی په ګوته کړ. کیوبېزم تکعیبیت د اېټالوي فیوچرېزم د هنري سټایل په جوړولو کې مرسته وکړه. سیوریني لومړنی کس ؤ چې د کیوبېزم سره په اړیکه کې شو او په ۱۹۱۱ زکې پاریس ته له سفر وروسته فیوچرسټ انځورګرانو د کیوبېستانو طریقې غوره کړې. کیوبېزم دوی ته په انځورګرۍ کې د انرژۍ تجزیه او د تحرک څرګندولو وسیله وړاندې کړه.[۱۱][۱۲]

دوی په اغلب ډول عصري ښاري صحنې انځورولې. د کارا اثر د انارکېست ګالي جنازه (۱۹۱۰-۱۹۱۱ز کال) یوه لویه نقاشي ده چې د ۱۹۰۴ز کال د هغو پیښو استازیتوب کوي په کومو کې چې نوموړی هنرمند پخپله ښکیل ؤ. د پولیسو برید اقدام او بلوا عمل د لیکو او ماتو شويو الوتکو سره په ځواکمنه بڼه وړاندې شوی دی. د هغه په بل اثر د تیاتُر پرېښودل (۱۹۱۰-۱۱ز کال ) د ډیوېژنېسټ تخنیک کارول شوی چې په کې د منزوي او بې څېرې شخصیتونه ښيي چې په شپه کې د سړکونو تر څراغونو لاندې کور ته ځي.

د بوکسیوني اثر د ښار راجګېدنه (۱۹۱۰ز کال) د یو میدان چاپېره د ساختماني او لاسي کار صحنې له یو سور آس سره ښیي چې کارګران یې د کنټرول لپاره په هڅه کې دي. د نوموړي د ذهن حالت اثر چې په دریو لویو تختو کې کار شوی، الوداع، هغوی چې ځي، او هغوی چې پاتې کیږي، " د هغه د فیوچرېستي انځورګرۍ لومړنۍ لویه بیانیه وړاندې کړه، چې د هغه علاقه یې له برګسن، کیوبزم او د عصري نړۍ سره یې انفرادي پیچلې تجربه یوځای کړه؛ په کومه کې چې د شلمې پیړۍ په پیل کې د نقاشۍ د "کوچیني شاهکار" په توګه تشرېح شوی."  نوموړی اثر هڅه کوي تر څو هغه احساسات او حسونه چې د وخت په تېرېدو سره تجربه کېږي، د بیانولو په نوې بڼه ولېږدوي چې دا بڼې عبارت دي له: "د قوې خطونه" په کومو کې یې چې د فضا له لارې د شیانو سمتي تمایلاتو ته د رسولو ښکارندویی کوله، "هممهالۍ"، کومې چې د یادښتونو، اوسني تأثیراتو او د راتلونکو پیښو د اټکل ښودنه کوله، او "عاطفي چاپېریال" چې په هغه کې هنرمند هڅه کړې تر څو د بهرنۍ صحنې او داخلي احساساتو تر منځ د بصیرت له لارې د خواخوږۍ تړاو رامنځته کړي. [۱۳] 

د بصیرت د مفکورې په شمول په هنر کې د بوکسیوني ارادې د برګسن د نظرونو څخه په کلکه اغیزمنې شوې ، کوم چې برګسن د خواخوږۍ ساده، نه وېشل کیدونکې تجربې په توګه تعریف کړې چې له لارې یې یو څوک د یو څیز داخلي وجود ته لېږدول کیږي ترڅو درک کړي چې هغه څه چې په د ننه کې دي  بې ساري دي او د توصیف وړ نه دي. د فیوچرېسټانو(راتلونکې پالو) موخه دا وه چې د خپل هنر له لارې لیدونکي وتوانوي تر څو د هغه څه داخلي وجود درک کړي چې دوی یې انځور کښلی دی. بوکسیوني دغه نظریې په خپل کتاب، Pittura scultura Futuriste: Dinamismo plastico (د راتلونکې پالو د انځورګرۍ مجسمه: پلاستیک ډېنامیزم) (۱۹۱۴ز کال) کې په پراخه توګه وړاندې کړې دي.[۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. The 20th-Century art book (الطبعة Reprinted.). dsdLondon: Phaidon Press. 2001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0714835426. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Shershenevich, V. (2005). "From Green Street". In Lawton, Anna; Eagle, Herbert (المحررون). Words in Revolution: Russian Futurist Manifestoes, 1912–1928. تُرجم بواسطة Lawton, Anna; Eagle, Herbert. Washington, DC: New Academia Publishing, LLC. د کتاب پاڼې 153. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780974493473. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۲. Italo-Futurism flees the shores of passéism because the tentacles of passéism are suffocating it; it is flight from captivity. Russian Futurism flees passéism like a man who steps back in preparing to leap forward. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Filippo Tommaso Marinetti, I manifesti del futurismo, February 20, 2009
  4. Le Figaro, Le Futurisme, 1909/02/20 (Numéro 51). Gallica, Bibliothèque nationale de France
  5. Filippo Tommaso Marinetti, Declaration of Futurism, published in Poesia, Volume 5, Number 6, April 1909 (Futurist manifesto translated to English). Blue Mountain Project
  6. Futurist Manifesto, reproduced in Futurist Aristocracy, New York, April 1923
  7. Umbro Apollonio (ed.), Futurist Manifestos, MFA Publications, 2001 کينډۍ:ISBN
  8. Jessica Palmieri, Futurist manifestos, 1909–1933, italianfuturism.org
  9. I Manifesti del futurismo, lanciati da Marinetti, et al, 1914 (in Italian)
  10. "Technical Manifesto of Futurist Painting". Unknown.nu. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Severini, G., The Life of a Painter, Princeton, Princeton University Press, 1995. کينډۍ:ISBN
  12. Arnason; Harvard, H.; Mansfield, Elizabeth (December 2012). History of Modern Art: Painting, Sculpture, Architecture, Photography (الطبعة Seventh). Pearson. د کتاب پاڼې 189. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0205259472. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Humphreys, R. Futurism, Tate Gallery, 1999
  14. For detailed discussions of Boccioni's debt to Bergson, see Petrie, Brian, "Boccioni and Bergson", The Burlington Magazine, Vol. 116, No.852, March 1974, pp.140-147, and Antliff, Mark "The Fourth Dimension and Futurism: A Politicized Space", The Art Bulletin, December 2000, pp.720-733.