Jump to content

کرواسيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کروواسيا نه مخ گرځېدلی)

کرواسيا هیواد په کرواسیایي Hrvatska) چې په رسمي توګه د کرواسیا ولسمشريزه نوميږي د بالکان په سيمه کې پروت يو هېواد دی.

  
کرواسيا
کرواسيا
کرواسيا
بیرغ
کرواسيا
کرواسيا
نښان

Location of  کرواسيا  (orange)
Location of  کرواسيا  (orange)
Location of  کرواسيا  (orange)

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۴۵°۱۵′۰۰″شمال ۱۵°۲۸′۰۰″ختیځ / 45.25°شمال 15.466667°ختيځ / 45.25; 15.466667   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
پراخوالی 56594 کیلومتره مربع [۲]  ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه زګريب   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې کرواسیایي ژبه [۳]  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
حکومت ډول ولسمشريزه   ويکيډاټا کې (P122) ځانګړنې بدلې کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۲۵ جون ۱۹۹۱  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن   ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 17 سلنه (۲۰۱۴)[۴]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
پیسې ېورو   ويکيډاټا کې (P38) ځانګړنې بدلې کړئ
بېړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲   ويکيډاټا کې (P2852) ځانګړنې بدلې کړئ
تګلوری ښي لورۍ [۵]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه،  اود تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ HR  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +385  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

د یاد هیواد د هر وګړې کلنی عاید ۹۲۰’۱۳ ډالره دي. سیلانې د کرواسی د اقتصاد لویه برخه جوړوې چې د ټول اقتصاد ۲۰% یې د سیلانې له لاری لاسته راوړې. د کرواسی سیاسي نظام جمهوری تک (یو) پارلمانی دی. دا هیواد د نړۍ په مختلفو سازمانونو کې غړیتوب لرې چې د هغې جملی نه یوه اروپایي ټولنه ده او په ۹-۲۰۰۸ کلونو کې د ملګروملتونو امنیت شورا غیر دایمی غړی وو. کرواسیا په ۱۹۱۸ کال کې د دوهمی نړیوالی جګړی نه وروسته د اتریش مجارستان امپراطوري نه جداشوه او د پخوانی یوګسلاویا سره یوځای شوه. دا هیواد په ۲۱ د جون ۱۹۹۱ د یوګسلاویا نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د کرواسیا د خپلواکی جګړې څلور کاله دوام درلود چې د خپلواکی غوښتونکو په ګټه تمامه شوه او یاد هیواد خپله خپلواکی تر ننه ساتلی ده. د کرواسیا لوی ښار او پلازمینه د زاګرب ښار دی.

کرواسیا، په رسمي ډول د کرواسیا جمهوریت، د مرکزي او سویل ختیځې اروپا د تقاطع په برخه کې یو هېواد دی. دغه هېواد د ادریاتیک سمندرګي په اوږدو کې ساحلي کرښه لري، له شمال لویدیځ څه له سلوانیا، له شمال ختیځ څخه له هنګري، له لویدیخ څخه له سربیا او په سویل ختیځ کې له بوسنیا او هرزګوینا او مونتي نګرو سره ګاونډی دی چې په لویدیځ او سویل لویدیځ کې له ایټالیا سره ګډه سمندري پوله لري. د کرواسیا پلازمېنه او لوی ښار زاګرب دی چې د ۲۰ ناحیو په لرلو سره د دغه هېواد د لومړني فرعي وېش لویه برخه جوړوي. د دغه هېواد مساحت ۵۶،۵۹۴ کیلومتر مربع (۲۱،۸۵۱ مایل مربع) او د وګړو شمېر یې نږدې ۳.۹ میلیونه کسه دی.

کرواسيا خپلواک جمهوري هېواد دی، چې د پارلماني سیستم له مخې اداره کېږي. دغه هېواد د اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي شورا، ناټو او نړیوال سوداګریز سازمان غړی او د مدیتراني د اتحادیې د بنسټ اېښودونکو غړو څخه یو دی. د ملګرو ملتونو په سوله ساتي ماموریت کې فعال ونډه وال دی، د آیساف ځواکونو په ماموریت کې یې ونډه اخیستې او همدارنګه یې له ۲۰۰۸-۲۰۰۹ ز کال پورې د ملګرو ملتو د امنیت شوراغیردایمي چوکۍ هم لرلې. له ۲۰۰۰ ز کال راهیسې، د کرواسیا دولت د زیربنا په برخه کې په ځانګړې توګه د پان اروپايي کوریډور د لېږد رالېږد د مسیر او د هغو په امکاناتو برابرولو پانګونه کړې ده.[۶]

نړیوال بانک کرواسیا د لوړ عاید لرونکو هېوادونو له ډلې بللی چې د انساني ودې د شاخص له مخې ډېر لوړ ځایګی لري. خدمات، صنعتي سکتورنه او کرنه په نوبت سره د دغه هېواد په اقتصاد کې لوی رول لوبوي. توریزم د دغه هېواد د عوایدو یو له مهمو سرچینو څخه دی، ځکه دغه هېواد د سیاحت د ۲۰ مخکښو ځایونو په نوملړ کې ځای لري. دولت د دولتي پام وړ لګښتونو له امله د اقتصاد په یوه برخه کنټرول لري. اروپايي ټولنه د کرواسیا یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه ده. کرواسیا په داسې حال کې چې د رسنیو او نشریاتو په برخه کې د عمومي بنسټونو او شرکتونو د پانګونې په مرسته له خپل کلتورنه ملاتړ کوي، خو ټولنیز امنیت، عمومي روغتیايي خدمتونه او لومړنۍ او عالي زده کړې په وړیا ډول وړاندې کوي.

سیاسي نظام

د کرواسیا جمهوریت یو واحد دولت دی چې له پارلماني سیسټم نه ګټنه کوي. د یوګوسلاویا په فدرال سوسیالیت جمهوریت کې د واکمن کمونیست ګوند په له منځه تلو سره، کرواسیا خپلې لومړۍ څو ګوندي ټاکنې تنظیم کړی او خپل اوسنی اساسي قانون یې په ۱۹۹۰ ز کال کې تصویب کړ. دغه هېواد د ۱۹۹۱ ز کال د اکتوبر په اتمه د خپلواکۍ اعلان وکړ چې په ۱۹۹۲ ز کال کې د یوګوسلاویا د تجزیې او د ملګرو ملتونو له خوا په نړیواله کچه د دغه هېواد د په رسمیت پېژندلو لامل وګرځېده. کرواسیا د ۱۹۹۰ ز کال د اساسي قانون له مخې ترهغه مهاله چې په ۲۰۰۰ ز کال کې یې خپل سیاسي نظام پارلماني ته بدل کړ، نیمه ریاستي نظام یې درلود. دولت هم له درېیو مقننه، اجرائیه او قضایه قوو څخه جوړ دی.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د دغه هېواد ولسمشر د دولت په سر کې ځای لري چې په مستقیم ډول د یوې پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي او د اساسي قانون له مخې د دوو دورو لپاره ولسمشري کولای شي. ولسمشر د وسله والو ځواکونو په اعلی قوماندانۍ سربېره له پارلمان سره د لومړي وزیر د ټاکلو په بهیر کې ونډه لري او هم په بهرني سیاست څه ناڅه اغېز لري. تر ټولو وروستۍ ولسمشریزې ټاکنې په کې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري په ۵ مه نېته ترسره شوې چې له مخې یې زوران میلانوویچ، د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه د ۲۰۲۰ ز کال د فبروري په ۱۸ مه لوړه وکړه. د حکومت مشري لومړی وزیر کوي چې تر لاس لاندې د لومړي وزارت څلور مرستیالان او د ځانګړو برخو د مسئولینو په توګه ۱۶ وزیران لري، د اجرائیوي قوې په توګه، د قوانینو او بودیجې د وړاندې کولو، د قوانینو د اجرا کولو او د بهرنيو او کورنيو پالیسیود پلي کولو مسئولیت پر غاړه لري. حکومت د زاګرب په Banski dvori ماڼۍ کې ځای لري. د ۲۰۱۶ ز کال د اکتوبر له ۱۹ مې نېټې راهیسې اندري پلنکوویچ، د دغه هېواد لومړی وزیر دی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د دغه هېواد یوه جرګه لرونکی پارلمان (Sabor) د قانون جوړونې واک لري. د پارلمان دویمه جرګه، یا د ناحیو جرګه د ۱۹۹۰ ز کال د اساسي قانون له مخې په ۱۹۹۳ ز کال کې رامنځته شوه، خو په ۲۰۰۱ ز کال کې بېرته له منځه لاړه. د Sabor د غړو شمېر له ۱۰۰ څخه تر ۱۶۰ تنو توپیر کوي. دوی ټول د عمومي ټاکنو له مخې د یوې څلور کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. د Sabor ناستې د جنوري له ۱۵ مې څخه د جولای تر ۱۵ مې او د سپټمبر له ۱۵ څخه د ډسمبر تر ۱۵ مې ترسره کېږي. په کرواسیا کې دوه لوی سیاسي ګوندونه د کرواسیا دیموکراتیکه اتحادیه او د کرواسیا ټولنیز دیموکراتیک ګوند دی.[۱۶][۱۷]

نړیوالې اړیکې

کرواسیا له ۱۹۴ هېوادونو سره دیپلماتیکې اړیکې لري. د ۲۰۲۰ ز کال د شمېرو له مخې، کرواسیا په بهرنیو هېوادونو کې ۵۷ سفارتونه، ۳۰ قونسلۍ او اته دایمي دیپلماتیک ماموریتونه لري. په ورته مهال په دغه هېواد کې ۵۶ بهرني سفارتونه، ۶۷ قونسلۍ او هم د نړیوالو بنسټونو، لکه:  د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپايی بانک (EBRD)، د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM)، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE)، نړیوال بانک، نړیوال روغتیايي سازمان (WHO)، د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د جرایمو د نړیوالې محکمې (ICTY)، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(UNDP)، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د یونسف دفترونه شتون لري.[۱۸][۱۹][۲۰]

د کرواسیا د بهرني سیاست په څرګندو شوو موخو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا، د نړیوالې همکارۍ پراختیا او خپله د کرواسیا او د کرواسیا د اقتصاد وده شاملېږي.[۲۱][۲۲]

په ۲۰۰۰ مه لسیزه کې د کرواسیا د بهرنۍ پالیسۍ یو له موخو څخه د ناټو غړیتوب و. کرواسیا په ۲۰۰۰ ز کال کې د ناټو د سولې لپاره د همکارۍ په پروګرام کې شامله شوه، په ۲۰۰۸ ز کال کې د ناټو د غړیتوب وړاندیز ورته وشو او په رسمي توګه د ۲۰۰۹ ز کال د اپرېل په لومړۍ په رسمي ډول له دغه اتحاد سره یوځای شوه. د ۲۰۰۸-۲۰۰۹ ز کال دورې لپاره کرواسیا د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غړیتوب ترلاسه کړ او د ۲۰۰۸ ز کال په ډسمبر میاشت کې یې د دغې شورا مشري وکړه. دغه هېواد په شنګن سیمه کې د یوځای والي لپاره چمتووالی نیسي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

پوځ

د کرواسیا وسله وال ځواک د هوايي ځواک، ځمکني او سمندري پوځ له برخو او سربېره پر دې د روزنې او ملاتړ له قوماندانیو جوړ دی. پوځ د لوی درستیز له خوا اداره کېږي چې دفاع وزیر ته راپور ورکوي، چې هغه بیا په خپل نوبت سره ولسمشر ته ځواب ویونکی دی. د اساسي قانون له مخې ولسمشر د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان دی. د جګړې پر مهال د سملاسي ګواښ په حالت کې هغه په مستقیم ډول د پوځ لوی درستیز ته لارښوونې کوي.[۳۸]

د ۱۹۹۱-۱۹۹۵ ز کال له جګړې وروسته د پوځ دفاعي لګښتونه راکم شوي. په ۲۰۱۹ ز کال کې د دغه هېواد د ناخالصو داخلي تولیداتو نږدې ۱.۶۸٪ برخه نظامي لګښتونو ته ځانګړې شوې وه چې له امله یې کرواسیا له پوځي پلوه په نړۍ کې ۶۷ ځایګی درلود. له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې نظامي لګښتونه، د ناخالصو داخلي تولیداتو له ۲٪ څخه په کمه کچه ساتل شوي، چې د ۱۹۹۴ ز کال د ۱۱.۱٪ لوړ ریکارډ څخه ډېر توپیر لري. په دودیز  ډول د سرتېرو په جلب او جذب باندې په تکیه لرلو سربېره، د کرواسیا وسله والو ځواکونو د ۲۰۰۹ ز کال په اپرېل میاشت کې د ناټو له غړیتوب وړاندې، د کوچني کولو، جوړښتونو د بیاکتنې او حرفوي کولو اصلاحي دوره تېره کړه. په ۲۰۰۶ ز کال کې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې پوځ کولای شي د سولې پر مهال ۱۸۰۰۰ فعال نظامي پرسونل، ۳۰۰۰ تنه ملکي پرسونل او ۲۰۰۰ داوطلب کسان چې عمر یې باید د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وي وکاروي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

ګالري/انځور خونه

اقتصاد

ژبې او دینونه

کرواسیایي ژبه د یاد هیواد رسمي ژبه ده.

پوهنه

اداری ویش

کرواسی په ۲۱ اداري واحدونو ویشل شوی ده.

  1. ایستریا
  2. پریموري ګورسکي
  3. کارلوواتس
  4. لیکا-سني
  5. زادار
  6. شیبنیک کنین
  7. اسپلیت دالماسي
  8. دوبروونیک نرتوا
  9. سیساک موسلاوینا
  10. واراژدین
  11. پوجګا سلوانیا
  12. مجیموریه
  13. بروډ پوساوینا
  14. ووکوار سریم
  15. زاګرب ولایت
  16. زاګرب
  17. اس چیکو بارانیسکا
  18. بیه لووار بیلوګورا
  19. کپریونتسا کریجوتسي
  20. ویروویتیتسا پودراوینا
  21. کراپینا زاګوریه

کلتور

سیاسی جوړښت

  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  2. http://www.dzs.hr/Hrv_Eng/ljetopis/2011/SLJH2011.pdf
  3. موضوع: 12
  4. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  5. http://chartsbin.com/view/edr
  6. Klemenčič او Žagar 2004، م. 184.
  7. "Evolution in Europe; Conservatives Win in Croatia". The New York Times. 9 May 1990. بياځلي په 14 October 2011.
  8. "Ceremonial session of the Croatian Parliament on the occasion of the Day of Independence of the Republic of Croatia". Official web site of the Croatian Parliament. Sabor. 7 October 2004. خوندي شوی له the original on 7 August 2012. بياځلي په 29 July 2012.
  9. Montgomery, Paul L. (23 May 1992). "3 Ex-Yugoslav Republics Are Accepted into U.N." The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 November 2012. بياځلي په 29 July 2012.
  10. "Croatia country profile". BBC News. 20 July 2011. بياځلي په 14 October 2011.
  11. "Political Structure". Government of Croatia. 6 May 2007. خوندي شوی له the original on 5 September 2013. بياځلي په 14 October 2011.
  12. "Održana svečanost prisege predsjednika Republike Hrvatske Zorana Milanovića". Predsjednik Republike Hrvatske – Zoran Milanović (in کروايشيايي). بياځلي په 23 January 2021.
  13. "Political Structure". Government of Croatia. 6 May 2007. خوندي شوی له the original on 5 September 2013. بياځلي په 14 October 2011.
  14. "Members of the Government". Government of Croatia. خوندي شوی له the original on 4 June 2013. بياځلي په 14 October 2011.
  15. "Andrej Plenković – O meni". www.andrejplenkovic.hr. بياځلي په 17 December 2020.
  16. "About the Parliament". Sabor. خوندي شوی له the original on 6 July 2016. بياځلي په 14 October 2011.
  17. "Members of the 6th Parliament". Sabor. خوندي شوی له the original on 6 July 2016. بياځلي په 14 October 2011.
  18. "MVEP • Date of Recognition and Establishment of Diplomatic Relations". www.mvep.hr. بياځلي په 23 January 2021.
  19. "MVEP • Diplomatski protokol". www.mvep.hr (in کروايشيايي). بياځلي په 23 January 2021.
  20. "MVEP • Godišnje financijsko izvješće za 2019. godinu". www.mvep.hr. بياځلي په 23 January 2021.
  21. "Foreign Policy Aims". Ministry of Foreign Affairs and European Integration (Croatia). خوندي شوی له the original on 27 January 2012. بياځلي په 24 September 2011.
  22. "MVEP • Godišnje financijsko izvješće za 2019. godinu". www.mvep.hr. بياځلي په 23 January 2021.
  23. Stojan de Prato (4 February 2011). "Karamarko: Granični nadzor prema EU ukidamo 2015" [Karamarko: Border control towards the EU shall be abolished in 2015]. Večernji list (in کروايشيايي). بياځلي په 2 July 2011.
  24. "Membership of the Republic of Croatia in the UN Security Council 2008–2009". Ministry of Foreign Affairs and European Integration (Croatia). خوندي شوی له the original on 7 January 2013. بياځلي په 24 September 2011.
  25. Steven Lee Myers (5 April 2008). "Bush Champions Expansive Mission for NATO". The New York Times. بياځلي په 24 September 2011.
  26. "Nato welcomes Albania and Croatia". BBC News. 1 April 2009. بياځلي په 24 September 2011.
  27. Šoštarić, Eduard (17 October 2005). "Mesićeva podrška UN-u blokira ulazak Hrvatske u NATO" [Mesić's support to the UN blocks Croatian NATO accession]. Nacional (in کروايشيايي). No. 517. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 April 2012. بياځلي په 24 September 2011.
  28. "Izvješća o aktivnostima saborskih dužnosnika – rujan 2005: Odbor za parlamentarnu suradnju i odnose s javnošću Skupštine Zapadnoeuropske unije posjetio Hrvatski sabor" [Report on activities of Parliament officials – September 2005: Western European Union parliamentary cooperation and public relations committee visits Croatian Parliament] (in کروايشيايي). Sabor. 26 September 2005. خوندي شوی له the original on 18 January 2012. بياځلي په 24 September 2011.
  29. "Overview of Croatia's Border Disputes with BiH, Montenegro, Serbia, Slovenia, Liberland". total-croatia-news.com. 22 January 2017. بياځلي په 1 January 2019.
  30. "Slovenians Seem to Favor Arbitration in Border Dispute With Croatia". The New York Times. Reuters. 6 June 2010. خوندي شوی له the original on 2022-01-01. بياځلي په 24 September 2011.
  31. "EU stalls over talks with Croatia". BBC News. 10 March 2005. بياځلي په 22 December 2011.
  32. "Slovenia unblocks Croatian EU bid". BBC News. 11 September 2009. بياځلي په 22 December 2011.
  33. Castle, Stephen (10 June 2011). "Croatia Given Conditional Approval to Join E.U. in 2013". The New York Times. خوندي شوی له the original on 2022-01-01. بياځلي په 24 September 2011.
  34. "EU closes accession negotiations with Croatia". European Commission. 30 June 2011. بياځلي په 24 September 2011.
  35. "Croatia signs EU accession treaty". European Union. 9 December 2011. خوندي شوی له the original on 23 January 2012. بياځلي په 12 December 2011.
  36. Šoštarić, Eduard (17 October 2005). "Mesićeva podrška UN-u blokira ulazak Hrvatske u NATO" [Mesić's support to the UN blocks Croatian NATO accession]. Nacional (in کروايشيايي). No. 517. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 April 2012. بياځلي په 24 September 2011.
  37. "Izvješća o aktivnostima saborskih dužnosnika – rujan 2005: Odbor za parlamentarnu suradnju i odnose s javnošću Skupštine Zapadnoeuropske unije posjetio Hrvatski sabor" [Report on activities of Parliament officials – September 2005: Western European Union parliamentary cooperation and public relations committee visits Croatian Parliament] (in کروايشيايي). Sabor. 26 September 2005. خوندي شوی له the original on 18 January 2012. بياځلي په 24 September 2011.
  38. "Chain of Command in the CAF". Croatian Ministry of Defence. بياځلي په 2 July 2012.
  39. "Croatia". The World Factbook. بياځلي په 23 January 2021.
  40. "SIPRI Military Expenditure Database". Stockholm International Peace Research Institute. خوندي شوی له the original on 28 March 2010. بياځلي په 9 September 2011.
  41. Jelovac, Milan (23 January 2001). "Vojni rok u Hrvatskoj kraći, nego drugdje u Europi i NATO-u". Vjesnik (in کروايشيايي). خوندي شوی له the original on 27 January 2012. بياځلي په 9 September 2011.
  42. "Hrvatska u najviše misija UN-a". NACIONAL.HR (in کروايشيايي). بياځلي په 23 January 2021.
  43. "GODIŠNJE IZVJEŠĆE O OBRANI ZA 2019. – podnositeljica: Vlada Republike Hrvatske". Hrvatski sabor (in کروايشيايي). بياځلي په 23 January 2021.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  44. "Godišnje izvješće o obrani za 2019" (in کروايشيايي). Vlada Republike Hrvatske. 3 September 2020. p. 95.