Jump to content

کامالا هریس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کامالا هریس
کامالا هریس
کامالا هریس

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۲۰ اکتوبر ۱۹۶۴[۱][۲][۳][۴]
استوګنځای
تابعیت
نسل
قد
ګوند ديموکراتيک ګوند [۵]  ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
روغتيايي څرنګوالی کویډ–19 (۲۶ اپرېل ۲۰۲۲–)[۶]  ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي ،  انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۷][۸]،  امریکايي انګرېزي   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه سياست [۹]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
کامالا هریس
کامالا هریس

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه،  د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

کامالا دیوي هریس (Kamala Devi Harris)(زېږون ۲۰ اکتوبر، ۱۹۶۴ ز) امریکايي سیاستواله او څارنواله ده چې، د امریکا د متحده ایالاتو ۴۹ مه او اوسنۍ  مرستیال ولسمشره ده. هغه د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه مرستیال ولسمشره او لوړ پوړې دولتي چارواکې ده، همدارنګه لومړنۍ افریقايي امریکایي او اسیايي امریکايي ده چې، د ولسمشر د مرستیالې په توګه ټاکل شوې. هغه د دیموکرات ګوند غړې ده، چې له ۲۰۱۱ ز کال نه یې تر ۲۰۱۷ ز کال پورې د کالیفورنیا ایالت د لویې څارنوالې په توګه دنده ترسره کړې ده. هریس د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې د ولسمشر بایډن په خوا کې د مرستیال ولسمشرې په توګه دنده وروسته له هغې پیل کړه چې، د ۲۰۲۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې برحاله ولسشمر، ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال مایک پنس ته ماتې ورکړه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

هریس د کالیفورنیا ایالت په اوکلنډ کې زېږېدلې او له هوارډ پوهنتون (Howard University) او د کلیفورنیا پوهنتون د هاسټینګز له حقوقي کالج (University of California, Hastings College of the Law) څخه فارغه شوې. هغه وړاندې له دې چې د سانفرانسیکو د څارنوالۍ په دفتر او ورپسې د سانفرانسیسکو د ښاري څارنوالې په توګه وګومارل شي، د المېدا سیمې (Alameda County) د څارنوال په دفتر کې یې په دنده پیل وکړ. په ۲۰۰۳ ز کال کې د سانفرانسیسکو د سیمه ییزې څارنوالې په توګه وټاکل شوه. هغه په ۲۰۱۰ ز کال کې د کالیفورنیا ایالت لوی څارنواله وټاکل شوه او په ۲۰۱۴ ز کال کې یو ځل بیا د دغې چوکۍ لپاره وټاکل شوه. هریس له ۲۰۱۷ ز کال څخه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې د ځوانې سناتورې په توګه د امریکا په سنا جرګه کې د کلیفورنیا ایالت په استازولۍ خدمت وکړ. هریس د ۲۰۱۶ ز کال د سنا په ټاکنو کې لوریتا سانچز ته په ماتې ورکولو دویمه افریقايي امریکايي او لومړۍ سویلي اسیايي امریکايي وه چې د امریکا په سنا کې یې خدمت وکړ. د یوې سناتورې په توګه هغې د روغتیا په برخه کې له اصلاحاتو، د چرسو د قانوني کولو لپاره د فدرالي مهالوېش د له منځه وړلو (federal de-scheduling of cannabis)، بې اسنادو کډوالو ته د تابعیت د ورکړې په برخه کې لارو چارو، د بې اسنادو کډوالو په اړه له ډریم قانون (DREAM Act)، د تهاجمي وسلو له بندیز او د مالیاتو په برخه کې له پرمختللو اصلاحاتو ملاتړ وکړ. هغې په سنا کې د ټرمپ له خوا سترې محکمې ته د دویم نوماند برېټ کاوانا (Brett Kavanaugh) په ګډون چې په جنسي تېري تورن و، د ټرمپ د ادارې له چارواکو څخه د دقیقو څېړنو له امله ملي شهرت پیدا کړ.[۱۴][۱۵][۱۶]

هریس په ۲۰۲۰ ز کال کې له دیموکرات ګوند څخه ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ په هڅه کې وه، خو له مقدماتي ټاکنو مخکې له سیالۍ شاته شوه. بایډن هغه د ۲۰۲۰ ز کال په اګست میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو په سیالۍ کې خپله مرستیاله وټاکله، چې د همدغه کال د نومبر میاشت په عامه ټاکنو کې د دوی ټاکنیز ټکټ بریا ته ورسېد. هغې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري میاشت په ۲۰ مه د امریکا د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده پیل کړه.

د کلیفورنیا ایالت لویه څارنواله (۲۰۱۱-۲۰۱۷ ز

[سمول]

۲۰۱۰ ز کال

[سمول]

د ۲۰۱۰ ز کال له ټاکنو نږدې دوه کاله وړاندې، هریس اعلان وکړ چې پلان لري، ځان نوماند کړي. څرګنده یې کړه:  که چېرې برحاله لوی څارنوال جری براون (Jerry Brown) بیاځلي دغې څوکۍ ته ځان نوماند نکړي نو بیا به ځان نوماند کړي. براون ځان د ایالت څوکۍ ته نوماند کړ او هریس د کلیفورنیا ایالت د پیاوړو دیموکراتانو ملاتړ خپل کړ. د کلیفورنیا ایالت دواړوسناتورانو ډاین فاینشتاین (Dianne Feinstein) او باربارا بوکسر (Barbara Boxer)، د کانګرس مشرې نانسي پلوسي (Nancy Pelosi)، د بزګرو د اتحادیې بنسټګړ ډولوریس هوریتا (Dolores Huerta) او د لاس انجلس ښاروال انتونیو ویلاریاګوسا (Antonio Villaraigosa) د دیموکرات ګوند په مقدماتي ټاکنو کې له دې ملاتړ وکړ. د ۲۰۱۰ ز کال د جون د ۸ مې نېټې په مقدماتي ټاکنو کې، د ۳۳.۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو هغې البرتو توریکو (Alberto Torrico) او کرېس کیلي (Chris Kelly) ته ماتې ورکړه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په عمومي ټاکنو کې هغه د لاس انجلس د سیمه ییز جمهوري غوښتونکي څارنوال سټیو کولي (Steve Cooley) سره سیالي وکړه، هغه څوک چې تر ډېره یې د دغې سیالي رهبري وکړه. کولي د خپلواک نوماند په توګه ګډون وکړ او ځان یې د جمهوري غوښتونکي والي له نوماند مېګ وایټ من (Meg Whitman) له کمپاین لرې کړ. ټاکنې د نومبر په دویمه ترسره شوې، خو د پستي او موقتو رایو د شمېرلو له اوږد پړاو وروسته، کولي د نومبر په ۲۵ مه خپله ماتې ومنله. هاریس د ۲۰۱۱ ز کال د جنوري په درېمه لوړه وکړه؛ هغه لومړنۍ مېرمن، لومړنۍ افریقايي امریکايي او لومړنۍ سویلي اسیایي الاصله امریکايي وه، چې د ایالت په تاریخ کې یې د لویې څارنوالۍ څوکۍ خپله کړه.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

۲۰۱۴ ز کال

[سمول]

هریس د ۲۰۱۴ ز کال د فبروري په میاشت کې ټاکنو لپاره خپله بیاځلي نوماندي اعلان کړه او د فبروري په ۱۲ مه یې نوماندۍ ته اړینې پاڼې ډکې کړې. The Sacramento Bee ، Los Angeles Daily News او Los Angeles Times ورځپاڼو، له هغې په بیا ځلي ټاکنو کې ملاتړ وکړ. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ۲۰۱۴ ز کال د نومبر په ۴ مه، هغې د جمهوري غوښتونکي رونالډ ګولډ د ۴۲.۵ سلنه رایو په مقابل کې د ۵۷.۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو بیا ځلي دغه څوکۍ ترلاسه کړه.[۲۹]

د ولسمشر مرستیالي (۲۰۲۱- تر اوسه)

[سمول]

د ۲۰۲۰ ز کال په ټاکنو کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن له ټاکل کېدو وروسته، هریس د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۲۰ مه د امریکا د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده پیل کړه. هغه د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه مرستیال ولسمشره او لوړ پوړې دولتي چارواکې ده، هغه لومړنۍ افریقايي امریکايي او آسیايي امریکايي ده چې د ولسمشر د مرستیالۍ چوکي ته رسېږي. د رنګ له مخې هغه دویم کس دی، چې دغه چوکۍ خپلوي، له هغې وړاندې کاو ملت (Kaw Nation) ته اړوند بومي امریکايي چارلس کورتیس (Charles Curtis) له ۱۹۲۹ ز کال څخه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې د ولسمشر هربرت هوور د مرستیال په توګه خدمت کړی و. هغه له کورتیس او پخواني ولسمشر بارک اوباما وروسته درېم کس دی چې غیر اروپايي نسب لري او د امریکا د اجرائیه قوې یوه لوړ پوړې چوکۍ خپلوي. هاریس د مرستیال ولسمشرې په توګه له لوړې کولو دوه ورځې وړاندې د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۱۸ مه په سنا کې له خپلې چوکۍ استعفا ورکړه. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د ۲۰۲۱ ز کال په اپریل میاشت کې، هریس څرګنده کړه چې: وړاندې له هغې چې ولسمشر بایډن پریکړه وکړي، له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي، دا ورسره په دفتر کې وروستی کس و، هغه څرګندوي چې:  ولسمشر "فوق العاده مېړانه لري" او "د هغه څه پر بنسټ پریکړه کوي، چې ورباندې باور لري ... او دا سم کار دی چې ترسره شي".[۳۴]

هریس د ۲۰۲۱ ز کال په جون میاشت کې د ولسمشر د مرستیالې په توګه خپل لومړنی نړیوال سفر وکړ، هغې په دغه سفر کې له ګواتیمالا او مکسیکو څخه لیدنه وکړه، څو د امریکا متحده ایالاتو ته له مرکزي امریکا څخه د کډوالۍ د زیاتېدو لاملونه پیدا او و ارزوي. د دغه سفر پر مهال هغې د ګواتیمالا له ولسمشر الجندرو ګیاماتي (Alejandro Giammattei) سره د ګډې مطبوعاتي غونډې پر مهال احتمالي کډوالو ته په خپل پیغام کې څرګنده کړه: "زه غواړم د سیمې هغو خلکو ته چې د امریکا د متحده ایالاتو او د مکسیکو پولې ته د خطرناکه سفر د ترسره کولو په فکر کې دي، په ډاګه ووایم: مه راځئ. مه راځئ". له نږدې لس میاشتې دندې وروسته، د ولسمشر او د ولسمشر د مرستیالې د تائید کچه په ترتیب سره ۳۸٪ او ۲۸٪ وه.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر په ۱۹ مه هغه مهال چې ولسمشر بایډن د کولونوسکوپي معاینې لاندې و، په EST وخت د سهار له ۱۰:۱۰ تر ۱۱:۳۰ بجو پورې د واکیال ولسمشرې په توګه دنده ترسره کړه. هغه لومړنۍ مېرمن او په ټوله کې درېم کس و، چې د امریکا د ولسمشر واکونه او دندې یې د ۲۵ مې اصلاحیې د درېم فصل له مخې ترلاسه کړې.[۴۱][۴۲]

جایزې او ویاړونه

[سمول]

په ۲۰۰۵ ز کال د تورپوستو قاضیانو ملي ټولنې هریس ته دتورګود مارشال جایزه(Thurgood Marshall Award) ورکړه. په همدغه کال نیوزویک مجلې په خپل راپور"د امریکا ۲۰ پیاوړې مېرمنې" کې هغه له ۱۹ نورو مېرمنو سره د امریکا پیاوړې مېرمن وبلله. د ۲۰۰۸ کال په وروستیو کې د نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې هغه د امریکا ولسمشرۍ ته د یوې پیاوړې مېرمنې په توګه معرفي او نوموړې یې د "پیاوړې جنګیالۍ" په توګه یاده کړه.[۴۳][۴۴]

په ۲۰۱۳ ز کال کې ټایم مجلې هغه "د نړۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو" له ډلې وبلله. په ۲۰۲۰ ز کال کې د ټایمز مجلې له خوا هریس او بایډن دواړه د کال د شخصیتونو په توګه ونومول شول.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

سرچینې

[سمول]
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6q534xz — subject named as: Kamala Harris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n2009045056 — د نشر نېټه: ۱۵ اگسټ ۲۰۲۰ — خپرونکی: کانګرس کتابتون
  3. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=harriskamal — subject named as: Kamala Harris
  4. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=harriskamal — subject named as: Kamala Harris — موضوع: State File Number 64-295984 , Local Registration District and Certificate Number 6015 15318
  5. https://www.workwithdata.com/person/kamala-harris-1964 — د نشر نېټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۴
  6. https://www.smh.com.au/world/north-america/kamala-harris-contracts-covid-19-president-biden-not-close-contact-20220427-p5agd0.html
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0266382 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  8. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/397235971
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0266382 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  10. Thomas, Ken (February 15, 2013). "You Say 'Ka-MILLA;' I Say 'KUH-ma-la.' Both Are Wrong". The Wall Street Journal: 1.
  11. Woodsome, Kate. "Opinion | You don't need to like Kamala Harris. But you should say her name properly". The Washington Post. خوندي شوی له the original on 2021-10-27. بياځلي په January 22, 2021 – via YouTube.
  12. Kalita, S. Mitra (August 12, 2020). "Kamala Harris' Indian roots and why they matter". CNN. بياځلي په February 27, 2020.
  13. Sudeep, Theres (November 21, 2020). "Indian-origin politicians around the world". Deccan Herald. بياځلي په February 27, 2020.
  14. "Kamala D. Harris: US Senator from California". United States Senate. خوندي شوی له the original on October 14, 2020. بياځلي په July 29, 2020. In 2017, Kamala D. Harris was sworn in as a United States senator for California, the second African-American woman, and first South Asian-American senator in history.
  15. Weinberg, Tessa; Palaniappan, Sruthi (December 3, 2019). "Kamala Harris: Everything you need to know about the 2020 presidential candidate". ABC News. بياځلي په August 10, 2020. Harris is the daughter of an Indian mother and Jamaican father, and is the second African-American woman and first South Asian-American senator in history.
  16. Viser, Matt (January 21, 2019). "Kamala Harris enters 2020 Presidential Race". The Washington Post. بياځلي په January 22, 2019.
  17. "Kamala Harris, an early Barack Obama backer, begins her ascent". LA Times Blogs – Top of the Ticket (in American English). November 12, 2008. بياځلي په November 18, 2020.
  18. Rizo, Chris (April 16, 2010). "Villaraigosa eschews local candidates, backs Harris for Calif. attorney general". Legal Newsline. خوندي شوی له the original on July 23, 2011. بياځلي په August 20, 2010.
  19. Marinucci, Carla (November 12, 2008). "D.A. Harris plans run for attorney general". SFGATE (in American English). بياځلي په November 18, 2020. Harris said she will run [for attorney general] only if Brown, who was governor before term limits were imposed, makes another run for governor. "I will not run against Jerry Brown," Harris told The Chronicle on Tuesday.
  20. "Statement of Vote June 8, 2010, Direct Primary Election" (PDF). California Secretary of State. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په July 31, 2019. بياځلي په April 22, 2020.
  21. "With L.A.'s help, Cooley leads in attorney general's race, Times/USC poll finds". LA Times Blogs – PolitiCal (in American English). October 22, 2010. بياځلي په November 8, 2020.
  22. Lagos, Marisa (October 27, 2010). "Harris leads in at least one poll, Cooley supporters think Democrats will claim gov's office". SF Gate. بياځلي په November 8, 2020.
  23. Bacerra, Xavier (January 3, 2011), Kamala D. Harris Takes Oath as California Attorney General, State of California Department of Justice, Office of the Attorney General, بياځلي په August 31, 2020, Harris is the first woman, and the first African American and the first South Asian American, to hold the office of Attorney General in the history of California
  24. Leonard, Jack (November 24, 2010). "Kamala Harris wins attorney general's race as Steve Cooley concedes". Los Angeles Times. خوندي شوی له اصلي څخه په August 2, 2020. بياځلي په August 19, 2020.
  25. Chitnis, Deepak (February 14, 2014). "As Kamala Harris announces bid for re-election, GOP scratching their heads for a candidate to face her". The American Bazaar. خوندي شوی له اصلي څخه په June 8, 2020. بياځلي په August 19, 2020.
  26. Reilly, Mollie (August 25, 2014). "Endorsement: Attorney General Kamala Harris, all but unchallenged, deserves a second term". The Sacramento Bee. خوندي شوی له اصلي څخه په May 20, 2020. بياځلي په April 25, 2020.
  27. "For attorney general, Kamala Harris". Los Angeles Times. September 23, 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په August 3, 2020. بياځلي په August 19, 2020.
  28. "Re-elect Kamala Harris as attorney general – but demand more: Endorsement". Los Angeles Daily News. October 3, 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په August 12, 2020. بياځلي په August 19, 2020.
  29. "Kamala Harris Re-Elected As California Attorney General". HuffPost. November 5, 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په May 25, 2017. بياځلي په August 19, 2020.
  30. Tensley, Brandon; Wright, Jasmine (November 7, 2020). "Harris bursts through another barrier, becoming the first female, first Black and first South Asian vice president-elect". CNN. خوندي شوی له اصلي څخه په November 7, 2020. بياځلي په November 8, 2020.
  31. Horowitz, Juliana Menasce; Budiman, Abby (August 18, 2020). "Key findings about multiracial identity in the U.S. as Harris becomes vice presidential nominee". Pew Research Center (in American English). بياځلي په November 8, 2020.
  32. McEvoy, Jemima (November 7, 2020). "Kamala Harris Makes History As First Female, Black, Asian American Vice President". Forbes. بياځلي په November 13, 2020.
  33. Solender, Andrew (August 12, 2020). "Here Are The 'Firsts' Kamala Harris Represents With VP Candidacy". Forbes. خوندي شوی له اصلي څخه په September 2, 2020. بياځلي په November 8, 2020. Harris would not be the first person of color to serve as vice president. That honor belongs to Charles Curtis, President Herbert Hoover's No. 2.
  34. Hayes, Christal (January 20, 2021). "Democrats officially take control of Senate after Harris swears in Ossoff, Warnock and Padilla". USA Today (in American English). بياځلي په January 21, 2021.
  35. Pramuk, Jacob (January 20, 2021). "Democrats take Senate majority, sealing control of the White House and Congress". CNBC.
  36. Segers, Grace (February 5, 2021). "Senate passes $1.9 trillion COVID relief resolution after all-night 'vote-a-rama'". CBS News.
  37. Singh, Maanvi; Greve, Joan E.; Belam, Martin; McKernan, Bethan; Levine, Sam (March 5, 2021). "Kamala Harris breaks Senate tie to begin Covid relief package debate – as it happened". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په March 5, 2021.
  38. "Votes to Break Ties in the Senate". senate.gov. بياځلي په 25 October 2021.
  39. Cohn, Alicia. "Pence became ultimate tie-breaker in 2017". The Hill. بياځلي په 25 October 2021.
  40. "Senate.gov: VPTies.pdf" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په مې 2, 2017. بياځلي په فبروري 5, 2018.
  41. Dale, Daniel (April 28, 2021). "New York Post temporarily deletes, then edits false story that claimed Harris' book was given out in migrant 'welcome kits'". CNN. بياځلي په April 30, 2021.
  42. Waterson, Jim (April 28, 2021). "New York Post reporter quits citing pressure to write incorrect story about Kamala Harris". The Guardian. بياځلي په April 30, 2021.
  43. Reber, Deborah (2015). In Their Shoes: Extraordinary Women Describe Their Amazing Careers. New York City: Simon Pulse. p. 37. ISBN 978-1-4814-2812-5. خوندي شوی له اصلي څخه په October 23, 2020. بياځلي په November 8, 2020.
  44. Zernike, Kate (May 18, 2008). "She Just Might Be President Someday". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په April 6, 2017. بياځلي په November 16, 2018.
  45. Pelosi, Nancy (April 18, 2013). "Kamala Harris Jurist to watch, 48". Time. خوندي شوی له اصلي څخه په April 20, 2013. بياځلي په April 18, 2013.
  46. D'Souza, Shaad (September 23, 2020). "Megan Thee Stallion, The Weeknd, Halsey make TIME 100 list". The Fader (in انګليسي). بياځلي په December 5, 2021.
  47. Parsley, Aaron (September 15, 2021). "Bernie Sanders and Cindy McCain Write Tributes for Biden and Other Leaders on TIME 100 List". People (in انګليسي). بياځلي په December 5, 2021.
  48. "20/20 Award Winners". 2020 Club. خوندي شوی له اصلي څخه په October 8, 2020. بياځلي په November 8, 2020.
  49. "Joe Biden and Kamala Harris Are TIME's 2020 Person of the Year". Time (in انګليسي). بياځلي په December 11, 2020.