کامالا هریس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

  د (P18) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ 
کامالا هریس
(انګلیسي: Kamala Harris)[۱]
(چينايي: He Jinli د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کامالا هریس
کامالا هریس

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Kamala Devi Harris)[۱]
(انګلیسي: Kamala Iyer Harris)[۲]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۰ اکتوبر ۱۹۶۴[۳][۴][۲]
استوګنځای لاس انجلس[۵]
سان فرانسسکو
واشنګټن ډي سي[۶]
مونټريال  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۷]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی[۸][۹][۱۰]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.57 متر[۱۱]
64.25 اينچ[۱۲]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت کویډ–19 (۲۶ اپرېل ۲۰۲۲–)[۱۳]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 0 [۱۴]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۹]
څارنوال[۱۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۶][۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۱۸]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
کامالا هریس
کامالا هریس

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کامالا دیوي هریس (Kamala Devi Harris)(زېږون ۲۰ اکتوبر، ۱۹۶۴ ز) امریکايي سیاستواله او څارنواله ده چې، د امریکا د متحده ایالاتو ۴۹ مه او اوسنۍ  مرستیال ولسمشره ده. هغه د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه مرستیال ولسمشره او لوړ پوړې دولتي چارواکې ده، همدارنګه لومړنۍ افریقايي امریکایي او اسیايي امریکايي ده چې، د ولسمشر د مرستیالې په توګه ټاکل شوې. هغه د دیموکرات ګوند غړې ده، چې له ۲۰۱۱ ز کال نه یې تر ۲۰۱۷ ز کال پورې د کالیفورنیا ایالت د لویې څارنوالې په توګه دنده ترسره کړې ده. هریس د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې د ولسمشر بایډن په خوا کې د مرستیال ولسمشرې په توګه دنده وروسته له هغې پیل کړه چې، د ۲۰۲۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې برحاله ولسشمر، ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال مایک پنس ته ماتې ورکړه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

هریس د کالیفورنیا ایالت په اوکلنډ کې زېږېدلې او له هوارډ پوهنتون (Howard University) او د کلیفورنیا پوهنتون د هاسټینګز له حقوقي کالج (University of California, Hastings College of the Law) څخه فارغه شوې. هغه وړاندې له دې چې د سانفرانسیکو د څارنوالۍ په دفتر او ورپسې د سانفرانسیسکو د ښاري څارنوالې په توګه وګومارل شي، د المېدا سیمې (Alameda County) د څارنوال په دفتر کې یې په دنده پیل وکړ. په ۲۰۰۳ ز کال کې د سانفرانسیسکو د سیمه ییزې څارنوالې په توګه وټاکل شوه. هغه په ۲۰۱۰ ز کال کې د کالیفورنیا ایالت لوی څارنواله وټاکل شوه او په ۲۰۱۴ ز کال کې یو ځل بیا د دغې چوکۍ لپاره وټاکل شوه. هریس له ۲۰۱۷ ز کال څخه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې د ځوانې سناتورې په توګه د امریکا په سنا جرګه کې د کلیفورنیا ایالت په استازولۍ خدمت وکړ. هریس د ۲۰۱۶ ز کال د سنا په ټاکنو کې لوریتا سانچز ته په ماتې ورکولو دویمه افریقايي امریکايي او لومړۍ سویلي اسیايي امریکايي وه چې د امریکا په سنا کې یې خدمت وکړ. د یوې سناتورې په توګه هغې د روغتیا په برخه کې له اصلاحاتو، د چرسو د قانوني کولو لپاره د فدرالي مهالوېش د له منځه وړلو (federal de-scheduling of cannabis)، بې اسنادو کډوالو ته د تابعیت د ورکړې په برخه کې لارو چارو، د بې اسنادو کډوالو په اړه له ډریم قانون (DREAM Act)، د تهاجمي وسلو له بندیز او د مالیاتو په برخه کې له پرمختللو اصلاحاتو ملاتړ وکړ. هغې په سنا کې د ټرمپ له خوا سترې محکمې ته د دویم نوماند برېټ کاوانا (Brett Kavanaugh) په ګډون چې په جنسي تېري تورن و، د ټرمپ د ادارې له چارواکو څخه د دقیقو څېړنو له امله ملي شهرت پیدا کړ.[۲۳][۲۴][۲۵]

هریس په ۲۰۲۰ ز کال کې له دیموکرات ګوند څخه ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ په هڅه کې وه، خو له مقدماتي ټاکنو مخکې له سیالۍ شاته شوه. بایډن هغه د ۲۰۲۰ ز کال په اګست میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو په سیالۍ کې خپله مرستیاله وټاکله، چې د همدغه کال د نومبر میاشت په عامه ټاکنو کې د دوی ټاکنیز ټکټ بریا ته ورسېد. هغې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري میاشت په ۲۰ مه د امریکا د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده پیل کړه.

د کلیفورنیا ایالت لویه څارنواله (۲۰۱۱-۲۰۱۷ ز[سمول]

۲۰۱۰ ز کال[سمول]

د ۲۰۱۰ ز کال له ټاکنو نږدې دوه کاله وړاندې، هریس اعلان وکړ چې پلان لري، ځان نوماند کړي. څرګنده یې کړه:  که چېرې برحاله لوی څارنوال جری براون (Jerry Brown) بیاځلي دغې څوکۍ ته ځان نوماند نکړي نو بیا به ځان نوماند کړي. براون ځان د ایالت څوکۍ ته نوماند کړ او هریس د کلیفورنیا ایالت د پیاوړو دیموکراتانو ملاتړ خپل کړ. د کلیفورنیا ایالت دواړوسناتورانو ډاین فاینشتاین (Dianne Feinstein) او باربارا بوکسر (Barbara Boxer)، د کانګرس مشرې نانسي پلوسي (Nancy Pelosi)، د بزګرو د اتحادیې بنسټګړ ډولوریس هوریتا (Dolores Huerta) او د لاس انجلس ښاروال انتونیو ویلاریاګوسا (Antonio Villaraigosa) د دیموکرات ګوند په مقدماتي ټاکنو کې له دې ملاتړ وکړ. د ۲۰۱۰ ز کال د جون د ۸ مې نېټې په مقدماتي ټاکنو کې، د ۳۳.۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو هغې البرتو توریکو (Alberto Torrico) او کرېس کیلي (Chris Kelly) ته ماتې ورکړه.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

په عمومي ټاکنو کې هغه د لاس انجلس د سیمه ییز جمهوري غوښتونکي څارنوال سټیو کولي (Steve Cooley) سره سیالي وکړه، هغه څوک چې تر ډېره یې د دغې سیالي رهبري وکړه. کولي د خپلواک نوماند په توګه ګډون وکړ او ځان یې د جمهوري غوښتونکي والي له نوماند مېګ وایټ من (Meg Whitman) له کمپاین لرې کړ. ټاکنې د نومبر په دویمه ترسره شوې، خو د پستي او موقتو رایو د شمېرلو له اوږد پړاو وروسته، کولي د نومبر په ۲۵ مه خپله ماتې ومنله. هاریس د ۲۰۱۱ ز کال د جنوري په درېمه لوړه وکړه؛ هغه لومړنۍ مېرمن، لومړنۍ افریقايي امریکايي او لومړنۍ سویلي اسیایي الاصله امریکايي وه، چې د ایالت په تاریخ کې یې د لویې څارنوالۍ څوکۍ خپله کړه.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

۲۰۱۴ ز کال[سمول]

هریس د ۲۰۱۴ ز کال د فبروري په میاشت کې ټاکنو لپاره خپله بیاځلي نوماندي اعلان کړه او د فبروري په ۱۲ مه یې نوماندۍ ته اړینې پاڼې ډکې کړې. The Sacramento Bee ، Los Angeles Daily News او Los Angeles Times ورځپاڼو، له هغې په بیا ځلي ټاکنو کې ملاتړ وکړ. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د ۲۰۱۴ ز کال د نومبر په ۴ مه، هغې د جمهوري غوښتونکي رونالډ ګولډ د ۴۲.۵ سلنه رایو په مقابل کې د ۵۷.۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو بیا ځلي دغه څوکۍ ترلاسه کړه.[۳۸]

د ولسمشر مرستیالي (۲۰۲۱- تر اوسه)[سمول]

د ۲۰۲۰ ز کال په ټاکنو کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن له ټاکل کېدو وروسته، هریس د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۲۰ مه د امریکا د ولسمشر د مرستیالې په توګه دنده پیل کړه. هغه د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه مرستیال ولسمشره او لوړ پوړې دولتي چارواکې ده، هغه لومړنۍ افریقايي امریکايي او آسیايي امریکايي ده چې د ولسمشر د مرستیالۍ چوکي ته رسېږي. د رنګ له مخې هغه دویم کس دی، چې دغه چوکۍ خپلوي، له هغې وړاندې کاو ملت (Kaw Nation) ته اړوند بومي امریکايي چارلس کورتیس (Charles Curtis) له ۱۹۲۹ ز کال څخه تر ۱۹۳۳ ز کال پورې د ولسمشر هربرت هوور د مرستیال په توګه خدمت کړی و. هغه له کورتیس او پخواني ولسمشر بارک اوباما وروسته درېم کس دی چې غیر اروپايي نسب لري او د امریکا د اجرائیه قوې یوه لوړ پوړې چوکۍ خپلوي. هاریس د مرستیال ولسمشرې په توګه له لوړې کولو دوه ورځې وړاندې د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۱۸ مه په سنا کې له خپلې چوکۍ استعفا ورکړه. [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د ۲۰۲۱ ز کال په اپریل میاشت کې، هریس څرګنده کړه چې: وړاندې له هغې چې ولسمشر بایډن پریکړه وکړي، له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي، دا ورسره په دفتر کې وروستی کس و، هغه څرګندوي چې:  ولسمشر "فوق العاده مېړانه لري" او "د هغه څه پر بنسټ پریکړه کوي، چې ورباندې باور لري ... او دا سم کار دی چې ترسره شي".[۴۳]

هریس د ۲۰۲۱ ز کال په جون میاشت کې د ولسمشر د مرستیالې په توګه خپل لومړنی نړیوال سفر وکړ، هغې په دغه سفر کې له ګواتیمالا او مکسیکو څخه لیدنه وکړه، څو د امریکا متحده ایالاتو ته له مرکزي امریکا څخه د کډوالۍ د زیاتېدو لاملونه پیدا او و ارزوي. د دغه سفر پر مهال هغې د ګواتیمالا له ولسمشر الجندرو ګیاماتي (Alejandro Giammattei) سره د ګډې مطبوعاتي غونډې پر مهال احتمالي کډوالو ته په خپل پیغام کې څرګنده کړه: "زه غواړم د سیمې هغو خلکو ته چې د امریکا د متحده ایالاتو او د مکسیکو پولې ته د خطرناکه سفر د ترسره کولو په فکر کې دي، په ډاګه ووایم: مه راځئ. مه راځئ". له نږدې لس میاشتې دندې وروسته، د ولسمشر او د ولسمشر د مرستیالې د تائید کچه په ترتیب سره ۳۸٪ او ۲۸٪ وه.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر په ۱۹ مه هغه مهال چې ولسمشر بایډن د کولونوسکوپي معاینې لاندې و، په EST وخت د سهار له ۱۰:۱۰ تر ۱۱:۳۰ بجو پورې د واکیال ولسمشرې په توګه دنده ترسره کړه. هغه لومړنۍ مېرمن او په ټوله کې درېم کس و، چې د امریکا د ولسمشر واکونه او دندې یې د ۲۵ مې اصلاحیې د درېم فصل له مخې ترلاسه کړې.[۵۰][۵۱]

جایزې او ویاړونه[سمول]

په ۲۰۰۵ ز کال د تورپوستو قاضیانو ملي ټولنې هریس ته دتورګود مارشال جایزه(Thurgood Marshall Award) ورکړه. په همدغه کال نیوزویک مجلې په خپل راپور"د امریکا ۲۰ پیاوړې مېرمنې" کې هغه له ۱۹ نورو مېرمنو سره د امریکا پیاوړې مېرمن وبلله. د ۲۰۰۸ کال په وروستیو کې د نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې هغه د امریکا ولسمشرۍ ته د یوې پیاوړې مېرمنې په توګه معرفي او نوموړې یې د "پیاوړې جنګیالۍ" په توګه یاده کړه.[۵۲][۵۳]

په ۲۰۱۳ ز کال کې ټایم مجلې هغه "د نړۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو" له ډلې وبلله. په ۲۰۲۰ ز کال کې د ټایمز مجلې له خوا هریس او بایډن دواړه د کال د شخصیتونو په توګه ونومول شول.[۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Encyclopædia Britannica — د نشر نېټه: ۱۷ اگسټ ۲۰۲۰ — دوتنه: Andrew Bell — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc. — ارزښت: Kamala Harris, in full Kamala Devi Harris, (born October 20, 1964, Oakland, California, U.S.),
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica — موضوع: State File Number 64-295984 , Local Registration District and Certificate Number 6015 15318
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6q534xz — subject named as: Kamala Harris — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=harriskamal — subject named as: Kamala Harris
  5. Senate Biography of Kamala D. Harris — دوتنه: کامالا هریس — خپرونکی: د متحده ايالاتو مشرانو جرګه — ارزښت: She lives in Los Angeles with her husband, Doug Emhoff, and is stepmother to Ella and Cole Emhoff.
  6. Encyclopædia Britannica — د نشر نېټه: ۱۷ اگسټ ۲۰۲۰ — دوتنه: Andrew Bell — خپرونکی: Encyclopædia Britannica Inc. — ارزښت: After taking office in January 2017, Harris began serving on both the Select Committee on Intelligence and the Judiciary Committee
  7. AP Fact Check: Harris Eligible to Serve as VP, President — د نشر نېټه: ۱۷ اگسټ ۲۰۲۰ — خپرونکی: امريکا غږ — د خپرولو نیټه: ۱۴ اگسټ ۲۰۲۰ — ارزښت: Harris was born on Oct. 20, 1964, in Oakland, California, according to a copy of her birth certificate, obtained by The Associated Press.
  8. The Wikipedia War That Shows How Ugly This Election Will Be — دوتنه: Joshua Benton — نشرونه لخوا د: The Atlantic — ارزښت: As of this writing, the Kamala Harris article on Wikipedia says, accurately: “She is the first African American and the first Asian American to be chosen as the running mate of a major party’s presidential candidate.”
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Senate Biography of Kamala D. Harris — دوتنه: کامالا هریس — خپرونکی: د متحده ايالاتو مشرانو جرګه — ارزښت: n 2017, Kamala D. Harris was sworn in as a United States Senator for California, the second African-American woman and first South Asian-American senator in history
  10. Senate Biography of Kamala D. Harris
  11. Running mate Kamala Harris aims for great heights — د نشر نېټه: ۹ نومبر ۲۰۲۰ — دوتنه: Vanessa Hua — خپرونکی: San Francisco Chronicle — د خپرولو نیټه: ۲۷ اگسټ ۲۰۲۰
  12. https://dailycaller.com/2024/01/24/kamala-harris-wikipedia-height-trolls/
  13. https://www.smh.com.au/world/north-america/kamala-harris-contracts-covid-19-president-biden-not-close-contact-20220427-p5agd0.html
  14. https://www.marieclaire.com/politics/a33585176/kamala-harris-children/
  15. Senate Biography of Kamala D. Harris — دوتنه: کامالا هریس — خپرونکی: د متحده ايالاتو مشرانو جرګه — ارزښت: In 2003, Kamala became the District Attorney of the City and County of San Francisco. [...] Having completed two terms as the District Attorney of San Francisco, Kamala was elected as the first African-American and first woman to serve as California's Attorney General.
  16. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0266382 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/397235971
  18. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0266382 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  19. Thomas, Ken (February 15, 2013). "You Say 'Ka-MILLA;' I Say 'KUH-ma-la.' Both Are Wrong". The Wall Street Journal: 1. https://www.wsj.com/articles/the-biggest-2020-election-question-whose-name-will-get-mangled-worst-11550161230. 
  20. Woodsome, Kate. "Opinion | You don't need to like Kamala Harris. But you should say her name properly". The Washington Post. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه January 22, 2021 – عبر YouTube. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  21. (په August 12, 2020 باندې). Kamala Harris' Indian roots and why they matter. CNN.
  22. (په November 21, 2020 باندې). Indian-origin politicians around the world. Deccan Herald.
  23. "Kamala D. Harris: US Senator from California". United States Senate. د اصلي آرشيف څخه پر October 14, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 29, 2020. In 2017, Kamala D. Harris was sworn in as a United States senator for California, the second African-American woman, and first South Asian-American senator in history. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Weinberg, Tessa; Palaniappan, Sruthi (December 3, 2019). "Kamala Harris: Everything you need to know about the 2020 presidential candidate". ABC News. د لاسرسي‌نېټه August 10, 2020. Harris is the daughter of an Indian mother and Jamaican father, and is the second African-American woman and first South Asian-American senator in history. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په January 21, 2019 باندې). Kamala Harris enters 2020 Presidential Race. The Washington Post.
  26. "Kamala Harris, an early Barack Obama backer, begins her ascent". LA Times Blogs – Top of the Ticket (په انګلیسي ژبه کي). November 12, 2008. د لاسرسي‌نېټه November 18, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په April 16, 2010 باندې). Villaraigosa eschews local candidates, backs Harris for Calif. attorney general.
  28. Marinucci, Carla (November 12, 2008). "D.A. Harris plans run for attorney general". SFGATE (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه November 18, 2020. Harris said she will run [for attorney general] only if Brown, who was governor before term limits were imposed, makes another run for governor. "I will not run against Jerry Brown," Harris told The Chronicle on Tuesday. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Statement of Vote June 8, 2010, Direct Primary Election" (PDF). California Secretary of State. مؤرشف (PDF) من الأصل في July 31, 2019. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "With L.A.'s help, Cooley leads in attorney general's race, Times/USC poll finds". LA Times Blogs – PolitiCal (په انګلیسي ژبه کي). October 22, 2010. د لاسرسي‌نېټه November 8, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په October 27, 2010 باندې). Harris leads in at least one poll, Cooley supporters think Democrats will claim gov's office. SF Gate.
  32. Bacerra, Xavier (January 3, 2011), Kamala D. Harris Takes Oath as California Attorney General, State of California Department of Justice, Office of the Attorney General, د لاسرسي‌نېټه August 31, 2020, Harris is the first woman, and the first African American and the first South Asian American, to hold the office of Attorney General in the history of California الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په November 24, 2010 باندې). Kamala Harris wins attorney general's race as Steve Cooley concedes. Los Angeles Times.
  34. (په February 14, 2014 باندې). As Kamala Harris announces bid for re-election, GOP scratching their heads for a candidate to face her. The American Bazaar.
  35. (په August 25, 2014 باندې). Endorsement: Attorney General Kamala Harris, all but unchallenged, deserves a second term. The Sacramento Bee.
  36. (په September 23, 2014 باندې). For attorney general, Kamala Harris. Los Angeles Times.
  37. (په October 3, 2014 باندې). Re-elect Kamala Harris as attorney general – but demand more: Endorsement. Los Angeles Daily News.
  38. (په November 5, 2014 باندې). Kamala Harris Re-Elected As California Attorney General. HuffPost.
  39. Tensley, Brandon; Wright, Jasmine (November 7, 2020). "Harris bursts through another barrier, becoming the first female, first Black and first South Asian vice president-elect". CNN. مؤرشف من الأصل في November 7, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 8, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Horowitz, Juliana Menasce; Budiman, Abby (August 18, 2020). "Key findings about multiracial identity in the U.S. as Harris becomes vice presidential nominee". Pew Research Center (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه November 8, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. McEvoy, Jemima (November 7, 2020). "Kamala Harris Makes History As First Female, Black, Asian American Vice President". Forbes. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په August 12, 2020 باندې). Here Are The 'Firsts' Kamala Harris Represents With VP Candidacy. Forbes.
  43. Hayes, Christal (January 20, 2021). "Democrats officially take control of Senate after Harris swears in Ossoff, Warnock and Padilla". USA Today (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه January 21, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Pramuk, Jacob (January 20, 2021). "Democrats take Senate majority, sealing control of the White House and Congress". CNBC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Segers, Grace (February 5, 2021). "Senate passes $1.9 trillion COVID relief resolution after all-night 'vote-a-rama'". CBS News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. (په March 5, 2021 باندې). Kamala Harris breaks Senate tie to begin Covid relief package debate – as it happened. The Guardian.
  47. "Votes to Break Ties in the Senate". senate.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Cohn, Alicia. "Pence became ultimate tie-breaker in 2017". The Hill. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Senate.gov: VPTies.pdf" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في مې 2, 2017. د لاسرسي‌نېټه فبروري 5, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Dale, Daniel (April 28, 2021). "New York Post temporarily deletes, then edits false story that claimed Harris' book was given out in migrant 'welcome kits'". CNN. د لاسرسي‌نېټه April 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Waterson, Jim (April 28, 2021). "New York Post reporter quits citing pressure to write incorrect story about Kamala Harris". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه April 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Reber, Deborah (2015). In Their Shoes: Extraordinary Women Describe Their Amazing Careers. New York City: Simon Pulse. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4814-2812-5. مؤرشف من الأصل في October 23, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 8, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. (په May 18, 2008 باندې). She Just Might Be President Someday. The New York Times.
  54. (په April 18, 2013 باندې). Kamala Harris Jurist to watch, 48.
  55. D'Souza, Shaad (September 23, 2020). "Megan Thee Stallion, The Weeknd, Halsey make TIME 100 list". The Fader (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه December 5, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. Parsley, Aaron (September 15, 2021). "Bernie Sanders and Cindy McCain Write Tributes for Biden and Other Leaders on TIME 100 List". People (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه December 5, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. "20/20 Award Winners". 2020 Club. مؤرشف من الأصل في October 8, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 8, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. "Joe Biden and Kamala Harris Are TIME's 2020 Person of the Year". Time (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه December 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)