ډېوېډ کامرون
ډېوېډ کامرون | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص مالومات | |||||||
زېږون نوم | |||||||
پيدايښت | ۹ اکتوبر ۱۹۶۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] | ||||||
تابعیت | برېتانيا [۱۱][۱۲] | ||||||
قد | 1.86 متر [۱۳] | ||||||
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر (75 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۱ مې ۲۰۱۰ – ۱۳ جولای ۲۰۱۶ |
|||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه | |||||||
لاسليک | |||||||
وېبپاڼه | |||||||
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه | ||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
ډېوېډ ویلیم ډونالد کامرون چې (د ۱۹۶۶ز کال د اکتوبر په ۹ زېږیدلی) یو بریتانوی سیاستوال، سوداګر، لابیست (په پارلمان کې تبلیغ کوونکی) او لیکوال دی چې د ۲۰۱۰ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې یې د انګلستان د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه د ۲۰۰۱ ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې د ویتني په استازیتوب د پارلمان غړی او د ۲۰۰۵ ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې د محافظه کار ګوند مشر و. هغه د یوه ملته محافظه کار په توګه پېژندل کېږي او له دواړو اقتصادي لیبرال او هم ټولنیز لیبرال سیاستونو سره یې تړاو درلود.
کامرون په لندن کې د اشرافو د منځنی طبقې په یوه کورنۍ کې زېږېدلی او په هیدرداون ښوونځۍ، ایتون کالج او د اکسفورد په برازنوس کالج کې یې زده کړې کړې دي. هغه له ۱۹۸۸ز کال نه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د محافظه کارو څېړنو په اداره کې کار کاوه، یعنې مخکې له دې چې د کارلټون له رسنۍ سره د کار لپاره په ۱۹۹۴ ز کال کې سیاست پرېږدي، د محافظه کار لومړي وزیر جان میجر سره یې مرسته کوله. په ۲۰۰۱ ز کال کې ېې پارلمان ته لاره پیدا کړه او د محافظه کارانو مشر مایکل هاوارد تر مشرۍ لاندې یې د اپوزیسیون د سیوري په کابینه کې دنده ترسره کوله او په ۲۰۰۵ ز کال کې د هاوارد ځای ناستی شو. کامرون هڅه وکړه چې د محافظه کارانو نامه ته تازه بڼه ورکړي، نو له دې امله یې په ټولنیز ډول لیبرال او د منځنۍ کچې درېځ خپل کړی. د ۲۰۱۰ ز کال له عمومي ټاکنو نه وروسته بحثونه د دې لامل شول چې کامرون د لیبرال دیموکراتانو سره د ګډ حکومت د مشر په توګه لومړی وزیر شي چې د ۱۸۱۰ کال لسیزې راهیسې د دې چوکي ترټولو ځوان واکمن ګڼل کېږي. د هغه د واک دوره، د ۲۰۰۰ کال د لسیزې په وروستیو کې د مالي کړکېچ د پرله پسې اغېزو تر برېد لاندې راغله. په دې کې د حکومت په ملي بودیجه کې لوی بحران را منځ ته شو چې حکومت یې د سختو ګامونو پر مټ د کمولو هڅه کوله. د نوموړي ادارې د روغتیایي او ټولنیزې پاملرنې قانون او د هوساینې د اصلاحاتو قانون تصویب کړ، چې په روغتیایي پاملرنه او هوساینه کې يې لوی بدلونونه را منځ ته کړل. هغه د کډوالۍ سخت سیاستونه هم پلي کړل، په زده کړه کې یې اصلاحات راوستل او د ۲۰۱۲ ز کال د لندن المپیک څارنه یې په غاړه درلوده. رویال میل او ځینې نورې دولتي شتمنۍ یې خصوصي سکتور ته ورکړې او په انګلستان او ویلز کې یې د همجنسبازانو واده ته قانوني بڼه ورکړه.[۱۴][۱۵]
په نړیواله برخه کې، د لیبیا په لومړۍ کورنۍ جګړه کې د کامرون حکومت پوځي لاس وهنه وکړه او د اسلامي دولت د بمبارۍ اجازه یې ورکړه. په کورنۍ برخه کې، د نوموړي حکومت د رایې ورکوونې د اصلاحاتو په ټول پوښتنه او د سکاتلند د خپلواکۍ په ټول پوښتنه باندې څارنه وکړه، چې دواړو د کامرون د خوښې پایلې درلودې. کله چې د ۲۰۱۵ ز کال په عمومي ټاکنو کې محافظه کارانو ناڅاپه ډېری رایې ترلاسه کړې، هغه د لومړي وزیر په توګه په واک کې پاتې شو، چې دا ځل یې د یوازې محافظه کار حکومت مشري په غاړه درلوده. د دې لپاره چې نوموړی د پرېکړه لیک ژمنه پوره کړي، په اروپايي اتحادیه کې یې د انګلستان د پر له پسې غړیتوب په اړه ټول پوښتنه وړاندې کړه. کامرون تل پلوي کوله، خو وروسته له هغه چې د وتلو په اړه یې رایې بریالي شوې، هغه استعفا ورکړه، چې د نوي لومړي وزیر لپاره لاره هواره کړي چې تیریزا مې د هغه ځای ناستې شوه. د ۲۰۱۷ ز کال راهیسې، کامرون د الزایمر د څېړنې مرکز د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.[۱۶][۱۷][۱۸]
کامرون د محافظه کار ګوند ته د عصري بڼې ورکولو او د بریتانیې د ملي بودیجې د کسر د مدیریت په برخه کې وستایل شو، خو په نوموړي باندې د هغې پرېکړې له امله نیوکه شوې ده، چې په اروپایي اتحادیه کې یې د بریتانیې د غړیتوب په اړه ټول پوښتنه ترسره کړه چې په انګلستان کې د ۲۰۱۰ ز لسیزې په وروستیو کې د سیاسي بې ثباتۍ لامل شوه. هغه د یوې خاصې ډلې له خوا، په حکومت پالنه او سیاسي فرصتپالنه هم تورن شوی دی. وروسته له هغه چې دنده یې پرېښوده، د ګرینسل کپیټل د کمپنۍ په استازیتوب د دولت وزیرانو او دولتي کارکوونکو ته د تبلیغ او هڅونې په رسوایی کې ښکېل ګڼل شوی دی.[۱۹][۲۰][۲۱]
د ژوند لومړي کلونه اومسلک
[سمول]لومړنی کورنی ژوند
[سمول]ډېوېډ ویلیم ډونالد کامرون، د ۱۹۶۶ ز کال د اکتوبر په ۹مه د لندن په مریلبون کې وزېږېد او د برکشایر په پیسمور سیمه کې لوی شوی دی. نوموړی یو ورورلري او د هغه نوم وکیل الکساندر کامرون دی (چې په ۱۹۶۳ کال کې زېږېدلی)، مدافع وکیل دی او دوې خویندې لري. ایان ډونالد کامرون (۱۹۳۲-۲۰۱۰) چې د سهامو کمیشن کاره ده، کوچنی زوی دی او مېرمن یې ماري فلور ده چې د سولې متقاعده قاضي او د ویلیم ماونت، دویم بارونت لورده. ژورنالیست توبي ینګ، د کامرون مخینه" د اشرافو د منځنۍ لوړې طبقې" په توګه بیان کړی دی. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
د کامرون پلار ایان، د هانتلي ابردین شایر ته نږدې په بلیرمور په کور کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې دي او د فرانسې تولون سیمې نږدې د ۲۰۱۰ز کال د سپتمبر په ۸ مه نېټه یې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې دي، له زېږون نه د ایان دواړه پښې معیوبه وې او د هغو د درملنې لپاره یې په پرله پسې توګه عملیات وکړل. بلیرمور د کامرون د جد د پلار، الکساندر ګیدس له خوا ودان شوی چې په ۱۸۸۰ کلونو کې مخکې له دې چې سکاتلند ته راستون شي، د شیکاګو په ایلینوس کې د غلو په سوداګرۍ کې یې ډېره شتمني لاسته راوړې وه. بلیرمور ډېر ژر د ایان له زېږېدنې وروسته وپلورل شو. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
کامرون ویلي دي: "زما د مور د کورنۍ اړخ، زما د مور مور لیویلین وه، نو ولزي نسب لري. زه د سکاتلندي، ولزي او انګلیسي رښتینی ترکیب یم." هغه په خپلو نیکونو کې الماني یهودي نسب ارتور لیویتا ته هم اشاره کړې ده چې د یدیش لیکوال الیا لویتا له اولادې نه دی.[۳۲][۳۳][۳۴]
زده کړې
[سمول]کامرون له اووه کلنۍ نه په دوو خپلواکو ښوونځیو کې خپلې زده کړې پر مخ بیولې دي: په برکشایر کې د ونکفیلډ (اسکات ته نږدې) په هیدرداون ښوونځي کې چې شاهزاده اندریو او شاهزاده اډوارد یې د خپلو پخوانیو زده کوونکو په ډله کې شمېرل کېږي. نوموړی د ښو نمرو د درلودلو پر مټ نږدې دوه کاله ژر خپل عالي علمي ټولګي ته ورسېد. هغه د خپل پلار او مشر ورور نه وروسته په ۱۳ کلنۍ کې د برکشایر ایتون کالج ته ولاړ. د هغه لومړنۍ لېوالتیا له هنر سره وه. نوموړی عادې کچې د آزموینو یا O-Levels له ورکولو نه شپږ اوونۍ وړاندې د چرسو په څکولو ونیول شو. هغه په خپل جرم اعتراف وکړ، خو د نشه یی توکو په خرڅلاو کې یې لاس نه درلود، له دې امله و نه شړل شو، خو پرځای یې جریمه شو، د ښوونځي له چاپېریال نه له وتلو منع شو او "جورجیک" سزا (هغه سزا وه چې د لاتیني متن د ۵۰۰ کرښو لیکل په کې شامل وو) ورکړل شوه. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
کامرون دولس د عادې کچې آزموینې یا O-Levels او بیا دری د عالي کچې آزموینې یا A-Levels تېرې کړې: چې د هنر تاریخ، هغه تاریخ چې د مایکل کدسن له لوري هغه ته تدریس شو او له سیاست سره اقتصاد په برخو کې وې. هغه د اقتصاد او سیاست په سکالرشپ آزموینه کې درې 'A' نمرې او یوه "1" نمره ترلاسه کړې وه. هغه په راتلونکي مني کې د آکسفورد پوهنتون کانکورآزموینه کې بریالی شو او نوموړي ته د براسینوز په کالج کې د سکالرشیپ وړاندیز وشو. [۳۹][۴۰]
کامرون په ۱۹۸۴ ز کال کې د ایتان له پرېښودو نه وروسته نهه میاشتنۍ رخصتي پیل کړه. هغه له خپل بللي پلار، تېم راتبون او وروسته د محافظه کار استازی لیوس سره د څېړونکي په توګه د درېو میاشتو لپاره دنده ترسره کړه، چې په دې وخت کې هغه د پارلمان د غړو په بحثونو کې ګډون کاوه. نوموړي بیا د خپل پلار له لارې په هانګ کانګ کې د درېو نورو میاشتو لپاره د جاردین ماتیسون له خوا د "غوره موکې(موقع - فرصت) " په توګه په یوه اداري پست کې وګمارل شو. [۴۱][۴۲][۴۳]
کامرون له هانګ کانګ نه له راستنیدو وروسته، له شوروي اتحاد نه لیدنه وکړه چې دوو روسي کسانو چې په انګلیسي ژبه یې خبرې کولې، هغه ته نږدې شول. نوموړي ته وروسته یوه پروفیسور وویل چې: دا د KGB له لوري، د هغه د استخدام لپاره "یوه یقیني هڅه" وه.
کامرون د ۱۹۸۵ ز کال په اکتوبر کې د آکسفورد په براسینوز کالج کې د فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخه کې د لېسانس دوره پیل کړه. د هغه ښوونکي، ورنون بوګدانور، نوموړي د خپل تدریس په ترڅ کې "له تکړه" زدکوونکو نه ګڼلی چې، "معتدل او معقول محافظه کاره" سیاسي لیدلوری یې درلود. [۴۴]
ګای سپیر، چې له نوموړي سره یې درسي توکي شریکول، هغه یو غوره زده کونکي ګڼي: "موږ خپله ټوله هڅه کوله چې اقتصادي اساسي مفاهیم درک کړو، خو د ډیویډ په پرتله بل هېڅ څوک نه و چې ان له مفاهیمو نه نږدې درک ترلاسه کړي. هغه به دا مفاهیم له یو بل سره په داسې ډول یو ځای کول، لکه څرنګه چې بریتانوي سیاسي سیستم ترتیب دی. هغه کولای شو، چې ما ته په دې اړه لکچر راکړي او زه به ناست وی او هغه به مې یادښت کول." کله چې بوګدانور په ۲۰۰۶ ز کال کې د بشري حقونو د قانون پرځای "د حقونو د قانون" په اړه د خپل پخواني شاګرد د نظرونو په اړه تبصره وکړه، که څه هم چې بوګدانور په خپله لیبرال دیموکرات و، وویل: "زه فکر کوم چې هغه ډېر مغشوش شوی. ما د هغه وینا لوستله، چې له نیمګړتیا ډکه ده. په هغې کې یو یا دوه ښه شیان شته دي، مګر یو څوک هغه ته، د غلط فهمۍ پر بنسټ په کمه سترګه ګوری". [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
کله چې په آکسفورد کې و، کامرون د بلینګدن کلب غړیتوب درلود، چې د زده کوونکو د خوړو یوه ځانګړې ټولنه ده چې د عجیب او غریب څښاک د دود له امله چې بده کړنلاره او زیان رسوونکی خاصیت لري، شهرت لري. د کامرون دوره په بلینګډن کلب کې د څلورم چینل په مستنده ډرامه کې، چې د When Boris Met Dave یا کله چې بوریس د ډیو سره ولیدل تر نامه لاندې ده. د دې سرلیک سرلیک بوریس جانسن ته چې یو بل راتلونکی محافظه کار لومړی وزیر دی، اشاره کوي چې دوی دواړه په ورته وخت کې د دې کلب غړي وو. [۴۹]
کامرون په ۱۹۸۸ ز کال کې د لېسانس له درجې نه په لومړۍ کچه ویاړونو فارغ شو ( وروسته په لوړه درجه ماسټري ته شامل شو). [۵۰]
سرچینې
[سمول]- ↑ پیوستون : 13289016X — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm2090098/ — د نشر نېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ http://www.nytimes.com/2010/05/12/world/europe/12cameron.html
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pv6qvt — subject named as: David Cameron — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/cameron-david-william-donald — subject named as: David William Donald Cameron — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p17890.htm#i178897 — subject named as: Rt. Hon. David William Donald Cameron — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/6YHCzz8V
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=camerond — subject named as: David Cameron
- ↑ genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00474617&tree=LEO — subject named as: David Cameron — دوتنه: Leo van de Pas
- ↑ object stated in reference as: 1966
- ↑ http://www.nytimes.com/2010/05/14/world/europe/14britain.html
- ↑ http://www.nytimes.com/travel/guides/europe/britain/england/liverpool/hotels.html
- ↑ https://www.imdb.com/name/nm2090098/bio
- ↑ Hough, Andrew (11 May 2010). "David Cameron becomes youngest Prime Minister in almost 200 years". The Daily Telegraph. London. Archived from the original on 13 May 2010. نه اخيستل شوی 11 May 2010.
- ↑ Morris, Nigel (22 May 2014). "David Cameron sticks to his guns on immigration reduction pledge even while numbers rise". The Independent. London, England: Independent Print Ltd. نه اخيستل شوی 5 July 2014.
- ↑ "EU referendum: UK votes to leave in historic referendum". BBC News. 24 June 2016. نه اخيستل شوی 24 June 2016.
- ↑ Stewart, Heather; Mason, Rowena; Syal, Rajeev (24 June 2016). "David Cameron resigns after UK votes to leave European Union". The Guardian. London, England.
PM announces resignation following victory for leave supporters after divisive referendum campaign
- ↑ "David Cameron: I saw a world of darkness getting bigger and bigger". Financial Times. نه اخيستل شوی 15 October 2021.
- ↑ Skidelsky, Robert (12 September 2019). "Cameron's great fault was mental idleness and today's crisis is a direct consequence of his carelessness". New Statesman. نه اخيستل شوی 30 November 2019.
- ↑ Kershaw, Ian; Seldon, Anthony; Todd, Selina; Adi, Hakim; Gardiner, Juliet; Bogdanor, Vernon (15 July 2016). "David Cameron's legacy: the historians' verdict". The Guardian. London, England. نه اخيستل شوی 30 November 2019.
- ↑ Norman, Matthew (13 September 2016). "What made Cameron the worst Prime Minister in living history". The Independent. London, England: Independent Print Ltd. نه اخيستل شوی 30 November 2019.
- ↑ "England and Wales Birth Registration Index, 1837–2008," database, FamilySearch(https://familysearch.org/ark:/61903/1:1:QVW7-QGCZ : accessed 21 April 2016), David William D Cameron, 1966; from "England & Wales Births, 1837–2006," database, findmypast(http://www.findmypast.com : 2012); citing Birth Registration, St. Marylebone, London, England, citing General Register Office, Southport, England.
- ↑ Elliott, Francis; Hanning, James (2007). Cameron: the Rise of the New Conservative. London: Harper Perennial. ISBN 978-0-00-724367-9.
- ↑ کينډۍ:Who's Who کينډۍ:Subscription required
- ↑ Wheeler, Brian (6 December 2005). "The David Cameron Story". BBC News. نه اخيستل شوی 27 March 2007.
- ↑ Debrett's Peerage 2011, p. B 714.
- ↑ Popham, Peter (11 August 2011). "The best of enemies: David Cameron vs Boris Johnson". The Independent. نه اخيستل شوی 7 July 2010.
- ↑ "David Cameron and Slains Castle". The North Scotland Beehive. Aberdeen: Aberdeen Civic Society. 2 March 2006. Archived from the original on 17 August 2007.
- ↑ "Marriages". The Times. London. 24 July 1905. p. 1. نه اخيستل شوی 22 March 2013.کينډۍ:Subscription required
- ↑ Howker, Ed; Malik, Shiv (20 April 2012). "David Cameron's family fortune: the Jersey, Panama and Geneva connection". The Guardian. نه اخيستل شوی 14 August 2016.
- ↑ Clark, Ross (26 January 2002). "Highlands for the high life". The Daily Telegraph. London, England. Archived from the original on 2012-12-09. نه اخيستل شوی 4 September 2007.
- ↑ Martin, Iain; Porter, Andrew (10 December 2007). "David Cameron flies the flag for Britain". The Daily Telegraph. نه اخيستل شوی 10 October 2019.
- ↑ "David Cameron: Jewish Care". SayIt. Archived from the original on 2017-03-09. نه اخيستل شوی 2022-01-05.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Holehouse, Matthew (12 March 2014). "David Cameron tells Israelis about his Jewish ancestors". The Daily Telegraph. نه اخيستل شوی 10 October 2019.
- ↑ Blake, Heidi (27 February 2010). "Cameron at Heatherdown School". The Daily Telegraph. Archived from the original on 2 March 2010. نه اخيستل شوی 20 June 2010.
- ↑ Elliott, Francis; Hanning, James (2007). Cameron: The Rise of the New Conservative. London, England: Fourth Estate. p. 26. ISBN 978-0-00-724366-2.
- ↑ "Hall of Fame, David Cameron". BBC Wales. Archived from the original on 10 May 2010. نه اخيستل شوی 7 August 2009.
- ↑ Elliott and Hanning, p. 32.
- ↑ Elliott and Hanning, pp. 45–46.
- ↑ Elliott and Hanning, p. 46.
- ↑ Paton, Graeme (9 September 2009). "David Cameron: Eton College should run a state school". The Daily Telegraph. نه اخيستل شوی 19 March 2012.
- ↑ Elliott and Hanning, pp. 46–47.
- ↑ Elliott and Hanning, pp. 47–48.
- ↑ "Cameron: KGB tried to recruit me". BBC News. 28 May 2006. نه اخيستل شوی 6 November 2006.
- ↑ "Brasenose alumnus becomes Prime Minister" Archived 22 October 2013 at the Wayback Machine.. Brasenose College. No date. Retrieved 2 January 2012.
- ↑ "Too good to be true?". The Sunday Times. London. 25 March 2007. نه اخيستل شوی 29 March 2007.[مړه لينکونه]
- ↑ Mayer, Catherine (11 September 2008). "David Cameron: UK's Next Leader?". Time. New York. Archived from the original on 12 September 2008. نه اخيستل شوی 2 November 2011.
- ↑ Jeffries, Stuart (1 July 2006). "Professor Vernon Bogdanor on David Cameron". The Guardian. London. p. 31. نه اخيستل شوی 25 November 2012.
- ↑ Foster, Patrick (28 January 2006). "How young Cameron wined and dined with the right sort". Times Online. Archived from the original on 11 February 2008.
{{cite news}}
: سرچينه ساتل:ناسم تړ (link) - ↑ [مړه لينکونه] Rentoul, John (30 March 2011). "Origins of the Cameron-Balls Feud". The Independent. London. Archived from the original on 30 June 2009. نه اخيستل شوی 4 April 2011.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1545
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1365
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1366
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- CS1: Julian–Gregorian uncertainty
- مخونه چې ناملاتړي پاراميتر لرونکي سرچينې لري
- سرچينو تېروتنې: بهرنۍ تړنې
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- سرچينه ساتل:ناسم تړ